تروريزم

ښځې د افریقا په ساحل کې د افراطیت پر وړاندې د غیرمنتظرو جنګیالیو په توګه راپورته کیږي

د عمران راپور

د سینیګال او موریتانیا پولیس افسرانې او ښځینه مشرانې د تاوتریخوالي او افراطیت د مخنیوي په اړه د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو ادارې ورکشاپ کې برخه اخلي. [یو اېن او ډي سي]

د سینیګال او موریتانیا پولیس افسرانې او ښځینه مشرانې د تاوتریخوالي او افراطیت د مخنیوي په اړه د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو ادارې ورکشاپ کې برخه اخلي. [یو اېن او ډي سي]

ښځې د افریقا په نا ارامه ساحل سیمه کې د تاوتریخوالي او افراطیت پر وړاندې د مبارزې لپاره د داسې یوې زړورې ستراتیژۍ په راس کې واقع دي چې د ملګرو ملتونو د مخدرو توکو او جرمونو ادارې (یو اېن او ډي سي) له خوا پیل شوې ده.

د پخوانیو لاسته راوړنو په دوام، یو اېن او ډي سي تېر کال یو پروګرام پیل کړ چې په ترڅ کې یې په موریتانیا، سینیګال او بینین کې ۱۵۰ محلي مذهبي او ټولنیزې مشرانې وروزلې څو د القاعدې او د هغې د ملګرو په څېر ترهګرو ډلو د نفوذ پر وړاندې مبارزه وکړي.

د یو اېن او ډي سي د ۱۴۰۴ د راپور په اساس، دا پروګرام چې د مرشدات په نامه یادیږي، د مذهبي او ټولنیز نفوذ سره د ښځو د ځواکمنولو لپاره ترتیب شوی، چې د تاوتریخوالي او افراطیت مخنیوي او د ترهګرۍ د تبلیغاتو پر وړاندې د مبارزې لپاره په اړتیا وړ مهارتونو سره یې سمبالوي.

دا ښځینه مشرانې داسې روزل شوي ترڅو خپلو ټولنو کې د افراطي او تاوتریخوالي ایډیالوژیو د خطرونو په اړه د ویناوو، مشورې ورکولو او په ښوونځیو او جوماتونو کې د فعال ګډون له لارې پوهاوی لوړ کړي.

ساحل سیمه، په ځانګړي توګه موریتانیا، مالي، نایجر، بورکینا فاسو، بینین او سینیګال په وروستیو کلونو کې القاعدې سره تړلو او نورو ترهګرو ډلو لپاره په یوه لوی مرکز باندې اوښتی دی.

دا نوښت له دودیزو محدودیتونو سره سره د هغوی په ټولنو کې د نفوذ کولو لپاره د ښځو د ځانګړي موقعیت په پیژندلو کې یو ستراتیژیک بدلون په ګوته کوي.

خنډونه ماتول

د هرات پوهنتون پخوانۍ استادې بلقیس احراري سلام ټایمز ته وویل، «افریقایي مسلمانې ټولنې دودیزې دي، او ښځې هلته له ډېرو محدودیتونو سره مخامخ دي،»

هغې وویل، «خو هغه ښځې چې د افراطیت پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مشرتابه رول لوبوي، هغوی دا خنډونه مات کړي او په خپلو ټولنو کې ترهګري کمزورې کوي.»

احراري وویل، ښځې د افراطیت پر وړاندې مبارزه کې او ترهګرو ډلو ته د ځوانانو او تنکیو ځوانانو د استخدام په مخنیوي کې مهم رول لوبوي.

هغې وویل، «دا ښځې کولی شي د نارینه وو، په ځانګړې توګه ځوانانو سره، د مذهبي افراطیت څخه لیرې کولو کې مرسته وکړي، او دا د ترهګرو ډلو لپاره یو لوی ګوزار دی،»

احراري وویل، «په افریقا کې د ترهګرۍ او تاوتریخوالي افراطیت له ګواښ سره مخامخ ټولنو کې د مشرتابه په موقفونو کې د ښځو ځای پرځای کول په دې سیمو کې امنیت او ثبات ته وده ورکوي.»

له پولې پورې غاړه هڅې

تېر کال، د سینیګال ښځینه مشرانو د موریتانیا په نواکچوټ کې نږدې په یوه دیني مدرسه کې د پوهاوي په ګډ نوښت کې برخه واخیسته، د ګاونډي هېواد ښځینه مشرانو سره په ملګرتیا یې د افراطیت ضد پیغامونه خپاره کړل.

احراري وویل، د ښځو ترمنځ دا د پولې پورې غاړه همکاري د تاوتریخوالي چلند او مذهبي افراطیت پر وړاندې مبارزه کې الهام بخښونکې او اغېزمنه ثابته شوه.

دا ښځې د کوچنیانو، د ترهګرۍ ځوانو قربانیانو، بندیانو او د هغوی کورنیو سره هم مرسته کوي چې ځانونه د تاوتریخوالي او افراطي ایډیالوژیو څخه لیرې کړي.

هغوی د ټولنیزو څارونکو په توګه هم کار کوي، د افراطیت د مشکوکو قضیو په هکله نظامي او امنیتي چارواکو ته راپور ورکوي.

په کابل کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي محمد نبي ذاکري سلام ټایمز ته وویل، «د القاعدې په څېر ترهګرې ډلې د افریقا په بې وزلو هېوادونو کې د خلکو له فقر او بې سوادۍ څخه ناوه ګټه پورته کوي، او د هغوی ځانونه یې په جال کې نیسي،»

هغه وویل، «د پوهاوي کمپاینونه او له دغو کورنیو څخه ملاتړ د دې مخه نیسي چې ځوانان له ترهګرو ډلو سره علاقه مندي وښیي.»

ذاکري وویل، «په ساحل کې د پوهاوي پروګرامونو پراخول او د ترهګرۍ قربانیانو سره مرسته کول به د ترهګرو ډلو د فعالیت ساحه لا نوره کمه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500