د افریقا ساحل سیمه د نړۍ وال تروریزم مرکز ګرځیدلی، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د نړۍ وال تروریزم د شاخص له مخې، په ټوله نړۍ کې د تروریزم اړوند ټولو مرګونو له نیمایي څخه ډېر همدغلته پیښیږي.
دغه راپور، چې د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ له خوا د کب په میاشت کې خپور شو، څرګنده کړه چې په ۱۴۰۳ لمریز کال کې نړۍ وال تروریزم پورې اړوند ۵۱٪ (له ۷۵۵۵ څخه ۳۸۸۵) مړینې په ساحل سیمه کې پېښې شوي دي.
بورکینا فاسو، مالي، نایجر، چاد او موریتانیا په بشپړ ډول د ساحل هیوادونه دي، او تر څنګه یې د سینیګال، نایجیریا، کامیرون او ګیني ځینې برخې په سیمه ایز نوملړ کې شاملې دي.
په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د نړۍ له ۲۰ تر ټولو ډېرو وژونکو ترهګریزو بریدونو څخه ۱۷په دې سیمه کې پېښ شوي چې تر ټولو ډېر یعنې نهه بریدونه په بورکینا فاسو کې ترسره شوي دي.
د راپور له مخې، بریدونو له ۱۶۰۰ څخه ډیر خلک ووژل چې پکې د بورکینا فاسو ۷۹۶، د نایجر ۴۲۲ او نایجیریا ۱۸۵ کسان مړه شوي.
د القاعدې ملګرې ډله جماعت نصرت الاسلام والمسلمین (جناو) یوه له اصلي عاملانو څخه پېژندل شوې ده.
جناو د انصارالدین، ماسینا لبریشن فرنټ، المرابتون او په اسلامي مغرب کې د القاعدې ترمنځ یو ایتلاف دی، چې ټول یې په انفرادي ډول فعالیت کوي.
په کابل کې مېشت پوځي شنونکي شمس الرحمن وردک سلام ټایمز ته وویل، «داعش او القاعده، د بوکو حرام او الشباب په څېر ترهګرو ډلو په ملاتړ سره، په افریقا کې د زرګونو خلکو د مرګ ژوبلې مسؤل دي،»
هغه وویل، «په افریقا کې د القاعدې شتون او فعالیتونو سیمه ایز حکومتونه کمزوري کړي، اقتصاد یې له پښو غورځولی او د ملیونونو خلکو د بې ځایه کیدو لامل شوی دی.»
د ساحل لپاره جدي ګواښ
په وروستیو کلونو کې افریقا ته د ترهګرو فعالانو ورتګ زیات شوی دی.
شنونکي دا انتقال د بقا لپاره ستراتیژیک بدلون بولي، ځکه چې دا ډلې په منځني ختیځ کې د ملي ځواکونو او د متحده ایالاتو په مشرۍ نړۍ وال ایتلاف تر دوامدار نظامي فشار لاندې راځي.
په بلخ ولایت کې مېشت د پوځي چارو شنونکي صفی الله نجم وویل، «القاعده نه یواځې د ساحل هیوادونو لپاره یو جدي ګواښ دی، بلکې د اروپا، منځني ختیځ او حتی د متحدو ایالاتو امنیت هم له خطر سره مخامخ کوي،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا ډله په نایجریا کې بوکو حرام، په سومالیا کې الشباب، او په یمن او افغانستان کې د القاعدې د څانګو په شمول، له نورو ترهګرو سازمانونو سره نږدې اړیکې ساتي،»
نجم وویل، دغې ترهګرې شبکې له سیاسي بې ثباتۍ، کمزورې حکومتولۍ او اقتصادي بحرانونو څخه په ټوله سیمه کې د پراختیا لپاره ګټه پورته کړې، او د خپلو عملیاتو د تمویل لپاره یې د تښتونې، غلا او د مخدرو توکو قاچاق په څېر تاکتیکونو باندې تکیه کړې ده.
هغه وویل، «القاعده په ساحل کې خوندي احساس کوي او هلته یې د خپل دریځ د پیاوړتیا لپاره له موجودو شرایطو څخه استفاده کړې ده. هغه له افریقا څخه په یوه نړۍ وال ګواښ باندې بدله شوې، او که و نه ځپل شي، کولی شي د نړۍ په هر ځای کې بریدونه ترسره کړي.»