تروريزم

په مجازي او حقیقۍ نړۍ کې له ناکامیو څخه وروسته، د القاعدې تر ټولو لویه اندېښنه یې خپله بقا ده

د عمر راپور

د کابل شېرپور سیمه، د ۱۴۰۱ د زمري په ۱۱مه یعنې دوه ورځې وروسته له هغه چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري ووژل شو، لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د کابل شېرپور سیمه، د ۱۴۰۱ د زمري په ۱۱مه یعنې دوه ورځې وروسته له هغه چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري ووژل شو، لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د ګڼ شمېر نړۍ والو ارزونو په اساس، په وروستیو کلونو کې د القاعدې نسبي چوپتیا د دې نښه ده چې دا ډله په ساحه کې کمزورې کیږي او په خپلو آنلاین تبلیغاتي هڅو کې ناکامېږي.

په ۱۴۰۲ کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه راپور کې راغلي، القاعده نشي کولی چې په افغانستان کې له ۶۰ څخه د ډېرو غړو د لرلو ادعا وکړي، چې په هغوی کې هم ډېر یې مشران خلک دي او په کابل، کندهار، هلمند او کونړ کې ژوند کوي.

د غبرګولي په میاشت کې، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ټیم راپور ورکړ چې القاعده داسې وړتیا نه لري چې په لویه کچه بهرني عملیات ترسره کړي.

په ۱۴۰۱ لمریز کې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د پخواني مشر ایمن الظواهري له مړینې څخه وروسته د یادې ډلې د زوال چټکتیا زیاته شوه.

د ۱۴۰۲ لمریز د یوروپول یوې څېړنې یاده کړې چې «د الظواهري مرګ د القاعدې د هستې له خوا د تبلیغاتو په تولید باندې لویه اغیزه درلودله، او په رسنیو کې د هغې شتون یې مهمو پیښو ته راټیټ کړ،»

د سیمه ییزو کارپوهانو په وینا، په رسنیو کې دا کم شوی شتون د ډلې دننه ژور ایډیالوژیک بحران منعکسوي.

د اجنډا یا ارزښتونو نشتوالی

په هرات کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي جواد بینش سلام ټایمز ته وویل، «القاعده د جګړې لپاره هیڅ اجنډا یا ارزښتونه نه لري. د هغې پخوانۍ موخې او ارزښتونه، چې د مسلمانانو د غولولو لپاره یې کارول، نور په اسلامي ټولنو کې هېڅ وزن نه لري،»

هغه وویل، «په ټوله نړۍ کې د القاعدې ټول فعالیتونه غیرقانوني سوداګرۍ او جرمي فعالیتونو ته راټیټ شوي دي. هرچېرې چې دا ډله فعالیت کوي، هلته د وسلو قاچاق، شکوڼو، وژنو او مافیایي فعالیتونو کې ښکېله ده،»

په هرات کې د متقاعد افغان ډګروال محمد خلیل نوري په وینا، د ډلې بقا د پاتې مشرانو لپاره لومړنۍ اندېښنه ګرځېدلې ده.

نوري سلام ټایمز ته وویل، «د القاعدې اصلي طراحان او مرکزي مشرتابه په وروستیو کلونو کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له خوا په پوځي عملیاتو کې له منځه وړل شوي دي،»

هغه وویل، «القاعده په یمن، سوریه، پاکستان، افغانستان او حتی افریقا کې د پام وړ کمزورې شوې ده

هغه وویل، ایران ته د اوسني مشر په شاته کیدل د کلونو دوامدار نظامي فشار څخه وروسته رامنځته کېږي او د دې ډلې ژوره امنیتي وېره منعکسوي.

ژورېدونکې انزوا

په هرات کې مېشت سیاسي شنونکي عبدالقادر کامل سلام ټایمز ته وویل، «القاعدې اعتبار له لاسه ورکړی او نه یوازې د ولسونو او د هغې د ملاتړو په منځ کې بلکې د نورو ترهګرو ډلو په منځ کې هم څنډې ته شوې ده،»

د دې لپاره چې خپل باور پرځای وساتي، دغه ډله د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون نورو افراطي ګروپونو ته مالي ملاتړ برابروي.

کامل وویل، «سړی کولی شي ووایی چې القاعده هڅه کوي ترهګرو ډلو ته د پیسو په ورکولو سره حیثیت او اعتبار ترلاسه کړي، لاکن تر دې دمه دا هڅې بې ګټې پاتې دي،»

په هرات کې مېشت د پوهنتون استاد عبدالکریم نظري سلام ټایمز ته وویل، د دې ډلې انزوا لا هم ژورېږي.

هغه وويل، «القاعده، د یوې سخت دریځې ترهګرې ډلې په توګه چې تیاره تاریخ لري، د هیچا لپاره د منلو وړ نه ده. موږ ګورو چې په منځني ختیځ کې د القاعدې ځینې څانګې له اصلي جوړښت څخه جلا شوي دي.»

هغه وویل، د دغې ډلې مشران په جرمي لارو د پیسو په ګټلو تمرکز کوي، او «په بشپړه توګه رد شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

(د مقالې دریمه او وروستۍ برخه) د دې ټولو ټکو په پام کې نیولو سره او تاریخ ته په کتو سره، په دې وضعیت کې د افغانستان لپاره تر ټولو غوره او ګټور متحدین متحده ایالات او اروپايي اتحادیه دي. متحده ایالاتو نه یواځې د شل کلنې جمهوریت دورې په دوران کې د افغانستان په بیا رغونه او اقتصادي پرمختګ کې مرسته کړې، بلکې د اوسني حکومت پر مهال هم هره میاشت د لسګونو میلیونو ډالرو مرسته کوي. په ورته وخت کې، افغانستان هم کولی شي په سیمه کې د متحده ایالاتو تر ټولو نږدې او غوره ملګری ثابت شي. افغانان نه یواځې زړور دي، بلکې ژمن خلک هم دي. هغوی تر مرګه د خپل ملګري تر څنګ ولاړ وي. سربېره پر دې، افغانستان پراخې دښتې او هوارې ځمکې لري، او د کاریګرو مزد هم د چین په څېر ټیټ دی. امریکايي شرکتونه کولای شي چې خپل فعالیتونه په افغانستان کې پېل کړي، چې دا به دواړو هېوادونو ته ګټه ورسوي. زه د غلامۍ فکر نه کوم، خو دا نړۍ د امکاناتو نړۍ ده او هر هېواد د بل هېواد مرستې ته اړتیا لري. د یو آزاد افغان په توګه، زه له اوسني او راتلونکو حکومتونو څخه غواړم چې حتی ناټو ته په افغانستان کې د اډې اجازه ورکړي. په دې توګه، افغانستان نه یواځې دا چې له ناټو څخه مالي او پوځي مرستې ترلاسه کولی شي، بلکې دا به د امریکا او اروپايي هېوادونو له لوري د اقتصادي مرستو او د بیا رغونې د پروګرامونو د بېرته پیلېدو لامل هم شي. د افغانستان او متحده ایالاتو دوستي دې تلپاتې وي!

ځواب ورکړئ

(زما د لیکنې دويمه برخه) پاکستان دومره منافق دی چې کله په افغانستان کې د انګورو، انارو، هندوانو او خټکیو موسم راورسیږي، نو د ډيورنډ د کرښې په اږدو کې دروازې وتړي او افغان مېوې او سبزيجات یې په کروندو او باغونو کې خرابېدو ته پرېږدي. موږ به له داسې ګاونډي څخه څه ګټه ترلاسه کړو؟ زموږ بل ګاونډی ایران دی. ایران له لسیزو راهیسې په افغانستان کې د شیعه او سني مذهبي اختلافاتو او د هزاره، پښتون او تاجک قومونو ترمنځ د قومي شخړو اور ته لمن وهي. او دغه اختلافات په افغانستان کې تباهي رامنځته کوي. له یوې خوا، شیعه افغانان د سني افغانانو پر ضد جګړه کوي، له بلې خوا، افغان هزاره ګان په سوریه او عراق کې د جګړې لپاره استوي، خو چې کله د سوریې نه د تښتېدو وخت راغی، نو دوی [ايران] خپل سرتېري په الوتکو کې را پورته کړل، او شیعه او هزاره جنګیالي، د د فاطمیون لوا په ګډون، یې هلته پر ځمکه پرېښودل او هغوی ته يې د تېښتې لپاره هېڅ لاره ورنه کړه. خدای پوهیږي چې هغوی به له کوم برخلیک سره مخ شوي وي. د افغانستان بله تکیه روسیه ده. روسیه په اوکراین د خپل یرغل له امله په اقتصادي توګه کمزورې شوې ده. که موږ تاریخ ته وګورو، افغانستان هم د روسي یرغل او ظلم قرباني شوی و، او اوکراین هم د روسي یرغل او ظلم قرباني دی. له همدې امله افغانستان نشي کولی له روسیې څخه کومه ځانګړې مرسته ترلاسه کړي. چین په دریم ځای کې راځي. چین نه یواځې دا چې وړیا مرسته نه ورکوي، بلکې له دې هېواد سره سوداګري هم له خطرونو سره مل ده. ما په خبرونو کې ولوستل چې چین په افریقا کې د کینیا لپاره پروژې بشپړې کړې، خو وروسته یې لګښتونه دوه او درې چنده لوړ کړل. چین د مالیزیا لپاره پروژې بشپړې کړې، او بیا یې څو ځله پیسې واخیستې. چین په سریلانکا کې پروژې بشپړ

ځواب ورکړئ

دا ښکاره ده چې افراطي شبکې لکه القاعده، داعش، صهیونیزم... به ناکامې شي. ځکه چې د دوی ایډیالوژي او عقيدې د انسانیت ضد دي. هر هغه ډله د غندنې وړ ده چې د انسان وژنه عادي کار ګڼي. زموږ لپاره تر ټولو مهم زموږ د ګران هېواد افغانستان راتلونکی دی، چې د بهرني او داخلي افراطیت له امله وران شوی، او افغانان یې له بې‌ شمېره ستونزو سره مخ کړي دي. اوس موږ باید د هغه څه په اړه فکر وکړو چې په سیمه کې د افراطي ډلو له سقوط او ویجاړیدو وروسته ورته اړتیا لرو ترڅو په خپلو پښو بېرته ودریږو. د اوسني عصر د واقعیتونو په نظر کې نیولو سره، افغانستان بله هېڅ لاره نه لري پرته له دې چې له متحده ایالاتو سره لاس یو کړي. دا یواځې ادعا نه ده، مګر یو حقیقت دی او د دې لپاره دلیلونه شته. تاسو وګورئ، دا مهال په نړۍ کې څلور لوی ځواکونه شتون لري چې افغانستان پرې تکیه کولی شي؛ متحده ایالات، چین او روسیه. د متحده ایالاتو سربیره، د ناټو غړي هېوادونه هم پدې بلاک کې شامل دي. په ناټو کې د انګلستان، جرمني، کاناډا، فرانسه، ناروې، پولنډ او داسې نور هېوادونه شامل دي. څرنګه چې افغانستان له اقتصادي پلوه یو بې وزله هېواد دی، نو لږ تر لږه د 50 کلونو لپاره به اړ وي چې پر یو ستر قدرت تکیه وکړي. د لومړي ګام په توګه، موږ کولی شو د خپلو ګاونډیو هېوادونو سره کار وکړو. د مثال په توګه، موږ کولی شو پر پاکستان او ایران تکیه وکړو، خو حقیقت دا دی چې پاکستان پخپله له داسې اقتصادي، امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی چې په خپل 80 کلن تاریخ کې یې هېڅکله نه دي لیدلي. بله مهمه خبره دا ده چې زموږ د هېواد د اوسني ورانۍ اساسي لامل فاسد او منافق هېواد، پاکستان دی. په بل عبارت، موږ له پاکستان څخه هېڅ ګټه نشو ترلاسه کولی، بلکې د تېرو لسیزو راهیسې یې شر موږ

ځواب ورکړئ

متحده ایالات د نړۍ په کچه د ټولو نړېوالو ترهګریزو شبکو بنسټ ایښودونکی او ملاتړ کونکی دی، چې د سیمې او نړۍ د بې ثباته کولو لپاره يې کاروي.

ځواب ورکړئ