تروريزم

متحدو ایالاتو په کابل کې په خوندي کور کې د القاعدې مشر الظواهري وواژه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د القاعدې مشر ایمن الظواهري په یوه عکس کې، چې د ۱۳۸۵ د زمري په ۵مه په الجزیره تلوېزیون خپرې شوې یوې وېډیو څخه اخیستل شوی دی، لیدل کیږي. دغه وخت نوموړی اسامه بن لادن پسې دوهم کس وو. الظواهري د زمري په ۹مه په کابل کې د متحدو ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.‌ [الجزیره/ای اېف پي]

د القاعدې مشر ایمن الظواهري په یوه عکس کې، چې د ۱۳۸۵ د زمري په ۵مه په الجزیره تلوېزیون خپرې شوې یوې وېډیو څخه اخیستل شوی دی، لیدل کیږي. دغه وخت نوموړی اسامه بن لادن پسې دوهم کس وو. الظواهري د زمري په ۹مه په کابل کې د متحدو ایالاتو د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.‌ [الجزیره/ای اېف پي]

واشنګټن -- د القاعدې مشر ایمن الظواهري،‌ چې د نړۍ یو ډېر تر تعقیب لاندې ترهګر او په متحدو ایالاتو کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو یو طراح وو،د یکشنبې په ورځ /د زمري ۹مه/ د سهار په لومړیو ساعتونو کې په کابل کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایډن په یوه وینا کې چې په تلوېزیون خپرېدله، وویل چې هغه د ډېر دقیق برید د ترسره کولو وروستی حکم ورکړ چې په نتیجه کې یې الظواهري د کابل له تر ټولو مرفه سیمو څخه په یوه سیمه شېرپور کې ووژل شو.‌

بایډن وویل، «عدالت ترسره شو او دغه ترهګر مشر نور له منځه تللی دی.»

د متحدو ایالاتو د ادارې یوه جګپوړي چارواکي وویل، «د متحدو ایالاتو حکومت له څو کالونو راهیسې د داسې یوې شبکې په هکله خبر وو چې زموږ د ارزونې له مخې یې د الظواهري ملاتړ کاوه.»

د کابل په شېرپور سیمه کې د زمري په ۹مه د متحدو ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې له یوه برید څخه وروسته لوګي پورته کیږي.‌ [ای اېف پي]

د کابل په شېرپور سیمه کې د زمري په ۹مه د متحدو ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې له یوه برید څخه وروسته لوګي پورته کیږي.‌ [ای اېف پي]

خلک د زمري په ۱۱مه د کابل په شېرپور سیمه کې په یوه سرک روان دي. د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایډن د زمري په ۱۰مه اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د افغانستان په پلازمېنه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خلک د زمري په ۱۱مه د کابل په شېرپور سیمه کې په یوه سرک روان دي. د متحدو ایالاتو ولسمشر جو بایډن د زمري په ۱۰مه اعلان وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د افغانستان په پلازمېنه کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خو یواځې همدا سږ کال د متحدو ایالاتو استخبارات پوه شول چې د هغه کورنۍ، د هغه مېرمن، د هغه لور او د هغې بچیان د افغانستان پلازمېنې ته تللي دي.‌

چارواکي وویل، کورنۍ محتاطه وه او د القاعدې مشر ته د ور رسېدلو د مخنیوي لپاره یې «د ترهګرو له پخوانیو طریقو» څخه کار اخیست.

بالاخره، الظواهري را څرګند شو او هېڅکله هم له هغه ځای څخه ونه خوځېد.‌

چارواکي وویل، «موږ خبر نه یو چې هغه دې کله له دغه خوندي کور څخه وتلی وي. موږ الظواهري څو ځلې په بالکن کې اوږده وختونه ولید او ومو پېژاند.»

متحدو ایالاتو دغه څو منزله کور په دوامداره توګه تر نظر لاندې ساته څو د یادې کورنۍ د ژوند په طرز باندې ځان پوه کړي.‌

دفاعي او استخباراتي چارواکو د کور جوړښت مطالعه کړ، څو د ودانۍ جوړښت ته له ګواښ ورپېښولو څخه پرته الظواهري وولي او ملکي خلکو ته د زیانونو ور رسېدل کم کړي.

د برید په هکله پلان د غوایي او غبرګولي په میاشتو کې جوړ شو. چارواکو د غبرګولي په میاشت کې د استوګنځي د یوه مفصل موډل په کارولو سره پلان نهایي او د چنګاښ په ۱۰مه یې بایډن ته وړاندې کړ.‌

دغه چارواکي وویل،‌ بایډن د ودانۍ، د هوا د مسایلو او ملکي خلکو ته د خطرونو په هکله مفصلې پوښتنې وکړې.‌

بالاخره، د زمري په ۳مه بایډن دغه پرېکړه وکړه.

چارواکي وویل، سم چې الظواهري بالکن ته راووت، په هغه باندې دوه هېل فایر (د دوزخ اور) توغندي ور وتوغول شول.‌

د ودانۍ ښکاره عکسونه ښیي چې یواځې په یوه منزل کې یو څو کړکۍ الوځول شوي، او نورې په خپل ځای پاتې دي.‌

هغه وویل، «د برید پر وخت د الظواهري د کورنۍ غړي د خوندي کور په نورو برخو کې موجود ول او په ارادي توګه په نښه نه کړای شول او نه ژوبل کړای شول.»

د کابل اوسېدونکیو وویل چې هغوی په ښار کې ګڼې چاودنې واورېدلې.

د کابل یوه اوسېدونکي احمد میلاد طلوع نیوز ته وویل، «سهار ما غوښتل پوهنتون ته لاړ شم، خو دوه پرله پسې چاودنې مې واورېدلې.»

نړۍ لا نوره خوندي شوه

الظواهري د تېر وږي په ۹مه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو راهیسې په دغه هېواد کې د القاعدې په یوه هدف باندې د متحدو ایالاتو په لومړني داسې برید کې چې له یوه بل هېواد څخه اداره کېده، ووژل شو.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وویل چې دغه برید «القاعدې ته یو غټ ټکان ورکړ او د یادې ډلې د عملیاتو وړتیا به کمه کړي.»

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، «د الظواهري له مرګ څخه وروسته نړۍ لا نوره خوندي شوې، او متحده ایالات به د هغو کسانو پر ضد قاطعانه عمل ته دوام ورکړي چې زموږ هېواد، زموږ خلکو، یا زموږ متحدینو او شریکانو ته ګواښ پېښوي.»

د سپینې ماڼۍ چارواکي وویل، داسې باور کیږي چې القاعده په افغانستان باندې د متحدو ایالاتو له یرغل راهیسې کمزورې شوې، او الظواهري «یو له هغو پاتې کسانو څخه وو چې دغه ډول اهمیت یې درلود.»

الظواهري چې ۷۱ کاله عمر یې درلود، یو مصری جراح وو چې له تاوتریخوالي څخه ډک افراطیت ته له مخه کولو څخه مخکې په قاهره کې په یوه ارامه کورنۍ کې لوی شوی وو، او د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو راهیسې له تېرو ۲۰ کالونو څخه ډېر یو ځای بل ځای پټېده.

هغه په ۲۰۱۱ کې د امریکايي ځانګړیو ځواکونو له خوا په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژل کېدلو څخه وروسته د القاعدې مشري پر غاړه واخیستله، او متحدو ایالاتو یې په سر باندې ۲۵ میلیونه ډالر جایزه ایښې وه.

الظواهري هغسې کشش نه درلود لکه بن لادن چې درلود او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه یې افراطیان راټولول لاکن ده خپل تحلیلي مهارتونه د القاعدې خدمت ته وقف کړي ول.

داسې باور موجود وو چې هغه اصلي ستراتیژیست او طراح وو چې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو په ګډون، عملیات یې رهبري‌ کول او د بن لادن شخصي ډاکتر هم وو.

الظواهري په ۱۳۶۰مو کالونو کې مصر پرېښود او د پاکستان پېښور ته یې، چې د شوروي اشغال پر ضد د مقاومت مرکز وو، مخه کړله.

دغلته هغه له بن لادن سره ولیدل او په ۱۳۷۷ کې هغه یو له هغو پنځو کسانو څخه وو چې د بن لادن هغه «فتوا» یې لاسلیک کړه چې د امریکایانو پر ضد د بریدونو غوښتنه په کې شوې وه.‌

د القاعدې راتلونکی

د صوفان مرکز څېړونکي کولین کلارک وویل، القاعده «په یوه څلورلاري کې» ولاړه ده.

هغه وویل، «د الظواهري له مشرۍ سره سره چې د بیارغونې په ترڅ کې یې د القاعدې زیانونه کم کړل، دغه ډله اوس هم د مخکې تګ لپاره له جدي ستونزو سره مخامخ ده. یوه پوښتنه دا ده چې د الظواهري له مرګ څخه وروسته به څوک د القاعدې مشر وي.»

صوفان مرکز د چنګاښ په ۳۰مه راپور ورکړ چې، د متحدو ایالاتو له هغه برید څخه مخکې چې الظواهري یې وواژه، د ملګرو ملتونو خپاره شوي یوه راپور کې د القاعدې د وراثت د موجود ترتیب په هکله تفصیلات ورکول شوي او د اوږدې مودې د دغه مشر پر ځای د احتمالي عوضي کسانو نومونه په کې یاد شوي دي.

په لست کې په مصر کې زېږېدلی سیف العادل چې باور کیږي په ایران کې په نیمه نظربند حالت کې ژوند کوي، او په مراکش کې زېږېدلی عبدالرحمان المغربي شامل دي.‌

نور احتمالي ځایناستي الجزایری ابو عبیده یوسف العنابي چې د یزید مبراک په نامه هم یادیږي او په اسلامي مغرب کې د القاعدې مشر دی؛ او سومالیایي وګړی احمد دیري چې په سومالیا کې د القاعدې د یوې اړوندې ډلې الشباب مشر دی. دیري دوه مستعار نومونه لري: احمد عمر او ابوعبیده.‌

صوفیان مرکز وویل، په ایران کې د القاعدې د مشرانو کمزورتیا ته په پام او په ځانګړې توګه د ۱۳۹۹ د زمري په میاشت کې په تهران کې د القاعدې د دویم نمبر مشر ابو محمد المصري وژل کېدلو څخه وروسته، ښایي العدل یو احتمالي نوماند ونه اوسي.

هغه وویل، ښایي المغربي چې د الظواهري زوم او د القاعدې یو تثبیت شوی پخوانی سرتېری دی، د هغه ځایناستی شي.‌

اوږدې امنیتي اندېښنې

ډېرو افغانانو په دې خبر باندې چې د القاعدې مشر په کابل کې وژل شوی دی ټکان وخوړ، او وایي چې هغوی باور نه درلود چې الظواهري د هغوی په منځ کې پټ شوی وو.‌

د کابل یوې اوسېدونکې فرشتې چې نه یې غوښتل نور جزیات یې ذکر شي، وویل چې هغه حیرانه شوه چې خبره شوه الظواهري وژل شوی دی.

هغې وویل، «دا ډېره نا اراموونکې وه چې خبره شوم چې هغه دلته اوسېده.»

یوه دوکاندار چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي وویل چې هغه حیران نشو.‌

هغه وویل،‌ «هره ترهګره ډله کولی شي زموږ خاورې ته راننوځي، کار ترې واخلي او په اسانۍ سره ترې وځي.»

هغه وویل، «موږ نشو کولی چې خپل ځانونه، خپله خاوره او خپل ملکیت خوندي کړو.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتیریش د غبرګولي د ۲۵مې په یوه راپور کې په افغانستان کې اوږدې امنیتي اندېښنې یادې کړلې.‌

په راپور کې راغلي چې، له تېر زمري څخه وروسته،‌ د شخړې اړوند لومړنیو امنیتي اندېښنو په کمېدلو پسې، د داعش خراسان څانګې او نورو ترهګرو ډلو خپل بریدونه زیات کړل.‌

د مرغومي د ۱۱مې او د غوایي د ۳۱مې تر منځ ملګرو ملتونو د داعش خراسان څانګې له خوا په ۱۱ ولایتونو کې ۸۲ بریدونه ثبت کړي دي.‌ د دې پرتله د ۲۰۲۱ کال په عین موده کې په ۶ ولایتونو کې ۱۲۹ بریدونه شوي ول.‌

ملګرو ملتونو د سلواغې په میاشت کې وویل چې داعش، القاعده او نور تاوتریخوالی جوړونکي ګروپونه «په وروستي تاریخ کې د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې له ازادۍ څخه ډېره ګټه پورته کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څرنګه چې طالبان له شاوخوا دېرشو کلونو راهیسې د افغانستان په سیاست کې لوبیږي، ما لا هم فکر کاوه چې طالبان باید سیاسي بلوغ ته رسېدلي وي. هغه (الظواهري) ته پناه ورکولو په ډاګه کړه چې طالبان لا هم په سیاست نه پوهیږي. د القاعدې مشر ته پناه ورکول هم دا ثابتوي چې طالبان تر کومه حده د پاکستان تر نفوذ لاندې دي. زه په ډیر ډاډ سره ویلای شم چې پاکستان ایمن الظواهري له خپلو قبایلي سیمو کابل ته انتقال کړ او بیا یې په افغانستان کې د هغه د شتون خبر امریکا ته ورکړ. او امریکا چې د ترهګرو د ملاتړ له امله له پاکستانه ناخوښه وه، له پاکستانه خوشاله شوه. یوه ورځ وروسته له هغې چې ولسمشر بایډن د الظواهري د وژلو اعلان وکړ، د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور ورکولو موافقه وکړه. د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت هم لوړ شو. تمه ده چې په دغه هېواد کې به د ګازو او تېلو بيه هم راټيټه شي. وګورئ! د پاکستان لوبو ته پام وکړئ. لومړی دوی په دیني مدرسو کې چې د آی ایس آی تر مستقیمې څارنې لاندې فعالیت کوي، یو ترهګر روزي. بیا دغه ترهګر ته د تروریستي فعالیتونو لپاره د اړتیا وړ اسانتیاوې برابروي او کله چې دغه ترهګر مشهور شي او نړۍ ترې ویریږي، پاکستان يې په ډېره لوړه بيه پلوري. پاکستان ډېر ګټور کاروبار کوي. د ترهګرۍ کاروبار او د ترهګرو خرڅول.

ځواب ورکړئ

زه د دې برید د راتلونکو پایلو په اړه اندیښمن یم. د طالبانو دا کار چې د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده، ښايي پر اقتصاد او افغانانو ناوړه اغېز وکړي. طالبانو پخوا ادعا کوله چې له القاعدې سره یې اړیکې پرې کړې دي، خو دې برید دا په ډاګه کړه چې دوی نه یوازې له القاعدې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي، بلکې پراخې کړي یې دي. دا هم ثابتوي چې پر طالبانو هېڅکله باور نشي کېدلی. د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په وار وار ویلي چې که طالبان واک ته ورسېږي، افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شي. خو امریکا او متحدین یې د طالبانو او د پاکستان د لابي په دروغجنو ژمنو دوکه شول او د جمهوریت د نسکورولو لپاره یې له طالبانو او پاکستان سره همکاري وکړه. او اوس طالبانو وښودله چې دوی د خپلو احزابو پروا نه لري او پاکستان هم یوازې خپلې ګټې ساتي. له بده مرغه، دا د ډرامې پیل دی. طالبان په ښکاره له نورو تروریستي سازمانونو سره اړیکي لري او دوی به د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ننګونه رامنځته کړي او بې وزله افغانان به د دې ډلو د وحشت او حماقت قیمت ادا کوي.

ځواب ورکړئ

په چک جمهوریت کې د افغانستان د جمهوري نظام پخواني سفیر شهزاد اریوبي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «په کابل کې د ایمن الظواهري وژنه عادي پېښه نه ده، دا به نړۍ سره د طالبانو او د دوی تر واک لاندې افغانستان د اړیکو په فصل کې د یوې نوې پاڼې اوښتل وي. له یوې خوا به د دوی سیاسي اعتبار کم کړي او له بل طرفه به افغانستان لا ډېرې انزوا ته بوځي. که څه هم ولسمشر باېډن په خپله وینا کې طالبانو ته اشاره ونه کړه، خو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین په اعلامیه کې طالبان د دوحې د تړون نه په سرغړونې او له افغانانو سره په خیانت متهم کړي دي. طالبانو د مشروعیت ترلاسه کولو هڅه کوله، خو دې پېښې وښودله چې دې هدف د رسېدو لپاره یې لاره تر پخوا سخته او اوږده شوه. پر ملت به یې اغېز ډېر ژور وي، ځکه د اوږدې مودې لپاره به همداسې بې سرنوشته حالت کې وي او د اقتصادي وضعیت خرابېدو تر څنګ به سیاسي ثبات هم نه وي. اوس هم وخت دی چې د ولسي مشروعیت لپاره کار وشي او د زور او انحصار د پالیسۍ پر ځای ولس ته مراجعه وشي. همدا د ستونزو یوازینی حل دی. په دې برخه کې لومړی اقدام د نجونو د ښوونځیو خلاصول او د تعلیمي سیستم منظمول دي، دا هغه لویه غوښتنه ده چې د افغانستان ملت او نړۍ یې له اوسنیو واکمنو لري.»

ځواب ورکړئ

دا ټول د ملعون پاکستان لوبې دي. پاکستان له شلو کلونو راهیسې ایمن الظواهري ته هغسې پناه ورکړې لکه څنګه یې چې اسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه. کله چې د دې هېواد اقتصاد د ړنګېدو په حال کې و، نور هېوادونه په تېره بيا امريکا دې ته چمتو نه وو چې له دغه غدار بې اعتباره هېواد سره، چې د پاکستان د پوځ د غدار، قاتل، اجير او بې ایمانه جنرالانو له خوا چلېږي، مرسته وکړي، حتی د پیسو نړیوال صندوق (آی اېم اېف) دې هیواد ته پور نه ورکاوه، نږدې ملګري یې چین هم ورسره له همکارۍ ډډه وکړه. له دې امله، د متحده ایالاتو د خوشالولو لپاره، پاکستان الظواهري له خپل پټنځای څخه چې د اسامه بن لادن په څیر د پاکستان د پوځ یوې اډې ته نږدې یې موقعیت درلود، افغانستان ته انتقال کړ. بیا یې د هغو احمقو طالبانو په کارولو سره چې د سیاست او استخباراتي لوبو په اړه هیڅ نه پوهیږي، هغه یې د کابل ښار د لوړې سویې سیمې ته انتقال کړ او بیا یې امریکا ته خبر ورکړ. د پاکستان له دې همکارۍ وروسته امریکا راضي شوه او په بدل کې یې د پیسو نړیوال صندوق باندې فشار واچاوه چې دغه د غلو هیواد ته چې د سقوط په درشل کې وو، دوه میلیارده ډالره پور ورکړي. دا منافق پاکستان په ریښتیا پوهیږي چې څنګه د افغانانو په وینو او ناموس معامله وکړي. له بده مرغه زموږ خلک تر اوسه د دې شیطان اصلي رنګ ښه نه پېژني. مرګ په پاکستان، د هغه پوځ او د هغه په ناوړو استخباراتو.

ځواب ورکړئ

لومړی شوروي اتحاد، بیا پاکستان او وروسته غربیانو زموږ پر هېواد باندې یرغل وکړ. د دغو بریدونو په پایله کې زموږ په میلیونونو خلک ووژل شول، په میلیونونو نور کډوال، یتیمان او کونډې شول. زموږ ولس توهین او تحقیر شو. مخکې مې فکر کاوه چې دا یوه اوازه ده، خو اوس ستاسو په سایټ کې د دې خبر له لیدلو وروسته، زه فکر کوم چې دا ریښتیا ده. ډیر وختونه، زه د نړۍ په اړه د خبرونو او بحثونو لپاره دا سایټ ګورم. په دې سایټ کې ډیر خبرونه د حقایقو پر بنسټ دي.

ځواب ورکړئ

تر دې مهاله مې فکر کاوه چې دا به دروغ او هسې فیسبوکي اوازه وي. خو دلته مې چې دې خبري سایټ ولوسته لکه چې خبره ریښتیا ده. زه تر ډېره حده د خبرونو او له دنیا څخه د خبرېدو لپاره دا سایټ ګورم. اکثره یې خبرونه په واقیعت ولاړ وي

ځواب ورکړئ