امنیت

ننګرهار ته د القاعدې شبکې د جګپوړي غړي ښکاره راستنېدلو اندېښنې زیاتې کړې

د حمزه راپور

یو طالب جنګیالی د وږي په ۲۱مه د لمر لوېدو پر وخت په کابل کې پیره کوي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

یو طالب جنګیالی د وږي په ۲۱مه د لمر لوېدو پر وخت په کابل کې پیره کوي. [کریم صاحب/ای اېف پي]

کابل -- شنونکي وایي، په افغانستان کې خپلې پلرنۍ سیمې ته د القاعدې د یوه جګپوړي غړي ښکاره راستنېدل او د طالبانو تر څنګ د القاعدې د جنګیالیو حضور د دغو دواړو ګروپونو تر منځ د قوي او جاري روابطو ثبوت وړاندې کوي.

لانګ وار جورنال د وږي په ۸مه راپور ورکړ چې، د اسامه بن لادن پخوانی امنیتي مسؤل امین الحق په داسې حال کې چې د طالب جنګیالیو له خوا بدرګه کېده، په یوه ویډیو کې په داسې حال ښودل کېده چې په ننګرهار ولایت کې خپل کور ته راستون شو.‌

امین الحق چې باور کېده په ۱۳۸۷ کې په پاکستان کې نیول شوی وو، د راپورونو له مخې په ۱۳۹۰ کې بېرته خوشې شو او په وروستۍ ویډیو کې تر راښکاره کېدلو پورې ورک وو.‌

جورنال لیکلي، د امین الحق ویډیو چې په ټوېټر باندې خپره شوه، «ښیي چې د القاعدې قوماندانان اوس د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د امنیت احساس کوي ترڅو په عام محضر کې راښکاره شي.»

په ورته وخت کې، د القاعدې غړي د روانې میاشتې په نیمایي کې په پنجشېر دره باندې، چې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت تر ټولو وروستی سنګر وو، د هغوی په برید کې د هغوی تر څنګ حاضر ول.

طالبانو د وږي په ۱۵مه ادعا وکړه چې هغوی د یادې درې کنټرول ترلاسه کړی دی.

د ولسمشر پخواني مرستیال او د ملي مقاومت جبهې یوه مشر امرالله صالح په یوه ویډیو کې چې د وږي په ۱۲مه خپره شوه، وویل، «روان حالت وحشتناک دی. موږ د طالبانو او د هغوی د متحدینو؛ القاعدې او په سیمه کې د نورو ترهګرو تر برید لاندې یو.»

د روان کال په لومړیو کې، افغان ځواک د غوایي په میاشت کې د القاعدې ۳۰ جنګیالي چې د طالبانو تر څنګ جنګیدل په هلمند ولایت کې ووژل، په داسې حال کې چې د وري په میاشت کې د القاعدې یو جګپوړی مشر د طالبانو له یوه جګپوړي قوماندان سره یوځای په پکتیکا کې ووژل شو.

دا د طالبانو او القاعدې تر منځ د نږدې او ګډ کار کولو د اوږدې تاریخچې یواځې وروستي مثالونه دي.

له القاعدې سره نږدې اړیکې

په هرات کې د سیاسي چارو یوه شنونکي احمد سعیدي وویل، «القاعده شبکه پراخې مالي سرچینې لري. طالبانو پخوا د القاعدې له مالي او لوجیستیکي ملاتړ څخه ګټه اخیستله، او اوس هم دا کار کوي.»

سعیدي وویل، «طالبان په عمومي توګه او حقاني شبکه په خاصه توګه له القاعدې سره ډېرې نږدې اړیکې لري. د دغو دواړو ډلو تر منځ د کالونو په اوږدو کې د ژورو اړیکو د موجودیت په پام کې نیولو سره، طالبان نشي کولی چې د القاعدې غړي له خپلو لیکو څخه وباسي.»

هغه وویل، «که څه هم چې طالبان له القاعدې سره د خپلو اړیکو له شتون څخه انکار کوي، لاکن د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره بیعت اعلان کړی دی. په ورته وخت کې، د القاعدې په سلګونو غړي دا وخت د طالبانو تر څنګ جنګیږي.»

په جرمني کې مېشت یوه افغان شنونکي ویس ناصري وویل، طالبانو وکولی شوای چې د القاعدې په مرسته افغانستان تر خپل کنترول لاندې راولي.‌

ناصري سلام ټایمز ته وویل، «طالبان او القاعده ایډیالوجیکې او سټریټیجیګې اړیکې لري چې هېڅکله هم پرې شوي نه دي. طالبانو د القاعدې او نورو ترهګرو ګروپونو په مستقیمه مرسته په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.»

هغه زیاته کړه، اوس چې افغانستان سقوط کړی او طالبانو واک ترلاسه کړی دی، د القاعدې مشران او سیاسي، پوځي او ایډیالوجیک مرکزونه به یې افغانستان ته راستانه شي.‌

ناصري وویل، ننګرهار ته د اسامه بن لادن د پخواني امنیتي مسؤل امین الحق راستنېدل افغانستان ته د القاعدې د راستنېدلو یوه بېلګه ده.

هغه وویل، «د طالبانو په بریالیتوب سره، افغانستان یو ځل بیا د القاعدې او ترهګرۍ مرکز ګرځېدلی چې د سیمې او نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی.»

د القاعدې راستنېدلو ته لاره هوارول

په کابل کې د کاردان پوهنتون یوه استاد فهیم چکري وویل، «د هغو طالب جنګیالیو په منځ کې چې په پنجشېر باندې یې برید وکړ د القاعدې د عربي ژبو اورپکو شتون، او په ننګرهار کې د القاعدې د یوه مهم غړي راښکاره کېدل، چې ما او ټولو افغانانو یې ویډیو کلیپونه ولیدل، موږ ته ثابته کړه چې طالبان او القاعده په ګډه سره کار کوي.»

هغه وویل، «طالبانو افغانستان ته د القاعدې راستنېدلو ته لاره هواره کړې ده.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي برنا صالحي وویل، القاعده او طالبان دواړه هڅه کوي چې خپله نږدې ملګرتیا پټه وساتي.

صالحي وویل، «دا وخت، طالبان دې ته اړتیا لري چې نړۍ وال یې په رسمیت وپېژني، له دې امله هغوی نه غواړي چې له القاعدې سره چې یو ترهګر سازمان دی، ملګري وي.»

هغه وویل، که څه هم چې په یمن کې د القاعدې څانګې طالبانو ته د هغوی د بریالیتوب مبارکي ورکړه، لاکنن نه طالبان او نه هم القاعده غواړي چې اړیکې یې څرګندې شي.

صالحي وویل، هغوی په احتیاط سره پر مخ ځي او هڅه کوي چې د متحده ایالاتو پر وړاندې خپله کم وسي کمه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

good

ځواب ورکړئ

خبره دا نه ده چې ننګرهار ته یا افغانستان ته څنګه او ولې راستون شو؟ مهمه دا ده چې دا خنځیر له کوم ځای نه راغی؟ دا کالونه کالونه یې چېرې شپې او ورځې تېرولې؟ عجیبه خبره ده، امین له پاکستان نه راغی، ګلبدین حکمتیار له پاکستان نه راغی، ملا برادر له پاکستان نه راغی، هبت الله له پاکستان نه راغی، رباني، مسعود، سیاف او ډله ټپله یې له پاکستان نه راغلل، اسامه په پاکستان کې کالونه تېر کړل... اخر دا پوښتنه کول په کار دي چې دا پاکستان ولې دا ټول اشرار او ترورستان ساتي؟ نړۍ واله ټولنه باید کېني او له ځانونو نه پوښتنه وکړي چې پاکستان ولې داسې کارونه کوي؟ ولې دغه تش په نامه هېواد تجزیه کوئ نه چې د پښتونستان، بلوچستان، پنجاب او سندودیش په څلورو برخو باندې ووېشل شي هم یې مونږ له غم نه خلاص شو او هم نوره نړۍ له دغه مصیبت نه خلاصه شي که نه دوی به تر قیامته پورې د نړۍ او انسانیت دښمنانو ته پناه ورکوي. که نړۍ وال یې له اتومي وسلو نه ډارېږي، زه مطمئن یم چې امریکا سره به داسې وسایل حتما وي چې پرې ورخوشې یې کړي د ترهګرو د مور (پاکستان) اتومي وسلې به یو مخ ختمې کړي، چې له اتومي وسلو نه خلاص شو نور یې ورو د راستۍ میدان ته راکش کړئ او په څلورو ټوټو یې ووېشئ. والسلام او په احترام

ځواب ورکړئ