تروريزم

کارپوهان خبرداری ورکوي چې القاعده به هڅه وکړي چې د طالبانو تر سیوري لاندې ځان بیا جوړ کړي

د ولید ابوالخیر راپور

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد (منځ) د وږي په ۹مه د کابل هوایي ډګر کې رسنیو ته خبرې کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد (منځ) د وږي په ۹مه د کابل هوایي ډګر کې رسنیو ته خبرې کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

قاهره -- شنونکي خبرداری ورکوي چې، د القاعدې او طالبانو تر منځ د تاریخي اړیکو په پام کې نیولو سره، ډیر خطر شته چې د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته به القاعده هڅه وکړي چې په افغانستان کې بیا پیاوړې شي.‌

تېره میاشت د طالبانو له خوا په کابل کې د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته، په عربي ټاپو وزمه کې القاعدې په یوه صادره کړې اعلامیه کې یادې ډلې ته مبارکي وویله او د دې ډلې «بریالیتوب او پياوړتیا» یې وستایل.‌

طالبانو خپل د اوږدې مودې متحد په هکله له څه ویلو ډډه وکړه، او هڅه یې وکړه چې د هغه پرځای خپل ارتباط پټ کړي څو په نړۍ واله کچه د منل کېدلو مسئلې ته یې زیان ونه رسیږي او نړۍ په دې قانع کړي چې هغوی له ترهګرو حرکتونو څخه جلا شوي دي.

په قاهره کې د پوځي چارو کارپوه یحی محمد علي وویل، خو د طالبانو - القاعدې اړیکې ژورې دي او دا به سخته وي چې ماتې شي.

امنیتي منسوبین د وږي په ۱۴مه د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه کې د تلاشۍ په یوه امنیتي پوسته د یوه ځانمرګي برید په صحنه کې ولاړ دي. په داسې حال کې چې په ګاونډي افغانستان کې واک د طالبانو په لاس کې دی، داسې وېرې شته چې په سرحدي سیمو کې به افراطیان بیا سره منظم شي او ښایي چې دې ته ورته ترهګریز بریدونه ډېر شي. [پژواک خبري اژانس]

امنیتي منسوبین د وږي په ۱۴مه د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوېټه کې د تلاشۍ په یوه امنیتي پوسته د یوه ځانمرګي برید په صحنه کې ولاړ دي. په داسې حال کې چې په ګاونډي افغانستان کې واک د طالبانو په لاس کې دی، داسې وېرې شته چې په سرحدي سیمو کې به افراطیان بیا سره منظم شي او ښایي چې دې ته ورته ترهګریز بریدونه ډېر شي. [پژواک خبري اژانس]

هغه وویل، «د طالبانو او ډېرو راډیکال ډلو تر منځ اړیکې په داسې کلکو بنسټونو باندې جوړې دي چې د وخت په تېرېدلو سره پای ته نه رسېږي،» او یادونه یې وکړه چې القاعدې په ځانګړې توګه تل له طالبانو څخه ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د افراطیانو لپاره خوندي پټنځای

علي وویل، د ۱۳۷۵ او ۱۳۸۰ تر منځ طالبانو «د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ډېر مرکزونه او پټنځایونه جوړ کړل،‌ او اسامه بن لادن په دغه هېواد کې له پنځو کالونو څخه ډېر وخت واوسېده».‌

علي وویل، «په بېلابېلو پړاوونو کې ځینې اختلافات راپورته شول، خو هغو هېڅکله هم د هغوی د اړیکو او همغږۍ اساس ته زیان ونه رساوه، ځکه چې هغه یواځې د هغو پړاوونو سیاسي مدیریت پورې تړاو درلود.»

هغه وویل،‌ د اړیکو د قوت د یوې نښې په توګه، د القاعدې مشر ایمن الظواهري په ۱۳۹۵ کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره بیعت وکړ.

کېدی شي همدا دلیل وو چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو څخه وروسته د القاعدې او نورو افراطي ګروپو «امیرانو» پرله پسې د مبارکۍ پیغامونه وړاندې کړل او بیعتونه یې وکړل.‌

علي وویل، القاعده او نور افراطي ګروپونه په عراق، سوریه او نورو هغو سیمو کې چې هغوی په کې حضور درلود، له ماتې خوړلو څخه وروسته ووېشل شول او خپاره شول.

هغه وویل، خو که طالبان په واک کې وي، دغه ګروپونه «به له شکه پرته په افغانستان کې د طالبانو تحریک تر چتر لاندې د بیا ځای پرځای کېدلو، بیا جوړښت موندلو، پلان جوړولو او د خپلو لیکو د تنظیمولو لپاره یو خوندي پټنځای ومومي.»

هغه وویل، «دا د دې احتمال راپورته کوي چې د ترهګریزو بریدونو داسې یوه څپه راپورته شي چې د نړۍ له یوې څخه ډېرې سیمې وځپي.»

اوس چې طالبانو یو حکومت جوړ کړی، نړۍ والو استخباراتي ادارو د طالبانو واکمنۍ کې د راتلونکي پړاو په هکله اندېښنې څرګندې کړي، ځکه دا ښیي چې هغوی په دې باور نه کوي چې دغه خوځښت دې خپل ځان له القاعدې څخه جلا کړي.

پیعت

په مصر کې د اسلامي جهاد یوه مؤسس غړي شیخ نبیل نعیم چې افراطي ایډیالوژۍ ته یې شا کړې ده، وویل، د القاعدې او له هغې څخه د را جلا شویو ټولو ډلو چوکاټ،‌ په افغانستان کې جوړ شوی دی.‌

هغه وویل، «د لسیزو په اوږدو کې له سیاسي پرمختګونو او په دښمنانو کې له بدلون سره سره، اساسي نظریه چې د یوه اسلامي دولت په جوړولو او د شریعت په تنفیذ باندې متمرکزه ده، تر نن ورځې پورې هم موجوده ده.»

دغې ډلې د شریعت یو سخت تفسیر ترویج کړی او هغو کسانو ته چې په دغو اصولو باندې ځانونه نه عیاروي، له تاوتریخوالي څخه ډکې سزاګانې ورکوي.

نعیم وویل، خو د داعش او طالبانو تر منځ د قراني ایتونو او حدیثونو په تفسیر کې ژور تعلیماتي توپیرونه موجود دي چې کېدی شي په افغانستان کې په پراخه کچه د داعش د بیا راپورته کېدلو مخه ونیسي.

نعیم ووییل، «کېدی شي چې د داعش عناصر چې د القاعدې له پوښ څخه راوتلي وو بېرته هغه ته ور وګرځي، او په هر ممکن شکل چې وي په افغانستان کې خپل حضور وساتي.»

هغه یادونه وکړه چې د طالبانو او د داعش خراسان څانګې تر منځ چې په ایډیالوژیک ډول القاعدې ته نږدې ده، تعلیماتي توپیرونه کم دي.

هغه ووییل، «نو ښایي چې په راتلونکي پړاو کې موږ په نړۍ کې د داعش د امیرانو له خوا د طالبانو او داعش خراسان پر وړاندې یو لړ بیعتونه وګورو.»

د طالبانو او القاعدې لپاره یوه واحده ایډیالوژي

په قاهره کې د سیاسي چارو شنونکي عبدالنبي بکار وویل، یو شمېر غربي استخباراتي او رسنیزو راپورونو په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او القاعدې تر منځ د تاریخي اړیکو دوام تایید کړی دی.‌

د زمري په میاشت کې، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ، د اسامه بن لادن پخوانی د امنیت مسؤل امین الحق په یوه ویډیو کې په داسې حال کې ولیدل شو چې د طالبانو په بدرګه په ننګرهار ولایت کې خپل پلرني کور ته راستون شو.

د چنګاښ په میاشت کې، د القاعدې په لسګونو غړي په داسې حال کې ولیدل شول چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې یې د طالبانو تر څنګ جګړه کوله.

د غوایي په میاشت کې، افغان ځانګړیو ځواکونو په پکتیکا ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د هند براعظمګي لپاره د القاعدې یو جیګپوړی غړی له یوه طالب قوماندان سره یوځای وواژه.

بکار وویل، دغه دواړه ډلې یوه واحده نظریه پرمخ بیایي چې داسې خطر وړاندې کوي چې القاعده او هغې ته ورته نور افراطي ګروپونه به هڅه وکړي د هغه په اساس په افغانستان کې خپل حضور او فعالیت ته پراختیا ورکړي.

بکار وویل، خو دغه دوامدار ارتباط دا وخت په ښکاره نه معلومیږي، ځکه طالبان دا وخت اړتیا لري چې «دا موضوعات غلي کړي او د نړۍ هېوادونه دې ته وهڅوي چې هغوی په رسمیت وپېژني او د هغوی حکومت سره تعامل وکړي.»

هغه وویل، د طالبانو دا اړتیا چې د نړۍ پر وړاندې مشروعیت ترلاسه کړي «به په افغانستان کې د القاعدې کارونه له رسنیو او څار څخه پټ کړي او کېدی شي چې په لومړیو پړاوونو کې د افغانستان غرونو پورې محدود واوسي.»

هغه وویل، یوه ځانګړې سیمه چې باید وڅارل شي هغه غرنۍ سیمه ده چې د پاکستان له پولې سره نږدې پرته ده.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو لیکنه تاییدوم، ځکه چې د پاکستان له هڅو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د القاعدې او طالب مخلوطه ډلې څخه وېره لري. پاکستان په بې څاري توګه هڅې وکړې، څو طالبان نړۍ ته په رسمیت ور وپېژني او لدې هڅو داسې هم څرګندیږي چې یادې ډلې هرومرو سره مخلوطیږي.

ځواب ورکړئ

یوه خبره درته وکړم چې که دا نړۍ وال راولګیږي او د تروریزم پلار پاکستان ختم کړي له دې سره هم القاعده له منځي هم داعش له منځه ځي هم طالبان له منځه ځي هم نورې ترهګرې ډلې له منځه ځي. زه په پاکستان کی اوسیدلی یم ماته معلوم دي چې د پاکستان استخباراتي اداری د دیني مدرسو په نامه داسی مرکزونه چلوي چې په ښکاره دیني درسونه ورکوي خو په حقیقت کې د انسان او انسانیت پر ضد تبلیغات کوي. لنډه دا چې که غواړئ په ریښتیا سره په نړۍ کې تروریزم ختم کړئ د پاکستان په نامه ډیران ختم کړئ.

ځواب ورکړئ