امنیت

د طالبانو او القاعدې تر منځ نه ماتېدونکیو اړیکو سوله له سختې ننګونې سره مخامخ کړې ده

د سلیمان راپور

د طالبانو مؤسس ملا عبدالغني برادر د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ‌ کې له متحده ایالاتو سره د یوې هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته روان دی. د دغې هوکړې د یوې برخې په توګه، یاغیانو ومنله چې القاعده به له دې څخه منع کړي چې له افغانستان څخه د بریدونو ترسره کولو لپاره د یوه خوندي ځای په توګه کار واخلي. [ګیسیپ کڅاڅ/ای اېف پي]

د طالبانو مؤسس ملا عبدالغني برادر د کب په ۱۰مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یو لړ مراسمو په ترڅ‌ کې له متحده ایالاتو سره د یوې هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته روان دی. د دغې هوکړې د یوې برخې په توګه، یاغیانو ومنله چې القاعده به له دې څخه منع کړي چې له افغانستان څخه د بریدونو ترسره کولو لپاره د یوه خوندي ځای په توګه کار واخلي. [ګیسیپ کڅاڅ/ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو او القاعدې تر منځ روانې کلکې اړیکې په افغانستان کې د سولې د هیلو پر وړاندې یو سخت خنډ جوړوي، ځکه ډېر کتونکي باور لري چې د دغو دواړو ډلو تر منځ اړیکې «نه ماتېدونکې» دي.

د کب په میاشت کې د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ د لاسلیک شوې هوکړې په اساس، یاغیانو ومنله چې القاعده به له دې څخه منع کړي چې له افغانستان څخه د بریدونو د طرحه کولو لپاره د یوه خوندي ځای په توګه کار واخلي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د جولای په ۱ په یوه راپور کې وویل، خو له هغه وخت راهیسې موده کې، طالبانو د هند په نیمه وچه کې د القاعدې څانګې سره کار ته دوام ورکړی دی.

دغه راپور د ملګرو ملتونو د غبرګولي د ۷مې هغه تحلیل پسې لږ وروسته خپور شو چې له القاعدې سره د طالبانو د پراخو اړیکو په هکله جزیات وړاندې کوي.

په عکس کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو د نښان تر څنګ لیدل کیږي. د تېرو ۱۲ میاشتو په ترڅ‌ کې، د ملګرو ملتونو څارونکي ټیم ته د القاعدې او طالبانو د جګپوړي مشر تر منځ د شپږو ملاقاتونو خبر ورکړل شوی دی. [آرشیف]

په عکس کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د طالبانو د نښان تر څنګ لیدل کیږي. د تېرو ۱۲ میاشتو په ترڅ‌ کې، د ملګرو ملتونو څارونکي ټیم ته د القاعدې او طالبانو د جګپوړي مشر تر منځ د شپږو ملاقاتونو خبر ورکړل شوی دی. [آرشیف]

د ملګرو ملتونو څارونکي وایي، شواهد ښیي چې سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې یادې ترهګرې ډلې ته به شا کوي، لاکن القاعدې ته یې دا وړتیا ورکړې چې د هغوی تر خوندیتابه لاندې ځان پیاوړی کړي.

په کابل کې د پوځي او استخباراتي چارو یوه شنونکي جاوېد کوهستاني وویل، «طالبانو له هغه وخت راهیسې چې اسامه بن لادن او ایمن الظواهري د طالبانو ډلې سره بیعت وکړ، د القاعدې له ځواک او سرچینو څخه د فشار د اعمال په توګه کار اخیستی دی.»

هغه وویل، «د هغوی اړیکې په داسې یوه کچه کې دي چې طالبانو خپل ټول حکومت او ځانونه له القاعدې څخه قربان کړل.»

کوهستاني وویل، «القاعده په غور، هلمند، فاریاب او بدخشان ولایتونو، او د پکتیا او کونړ ولایتونو په کلیوالو سیمو، د پاکستان د کرم ولسوالۍ په جنوبي برخو کې او د افغانستان - پاکستان د پولې په اوږدو کې پرتو سیمو کې حضور لري. د هغې غړي په سپینه شګه او د پکتیا ولایت د ځاځیو ولسوالۍ په لمنو کې د حزب اسلامي او اتحاد اسلامي ګوندونو په زړو مرکزونو کې فعالیت کوي.»

هغه وویل، «دا چې القاعده د طالبانو له مشرانو او قوماندانانو سره زاړه او دودیزې اړیکې لري، هغه د طالبانو جنګي قوماندانانو ته خپل مذهبي او سیاسي تفسیر تبلیغوي او هغوی جنګ ته هڅوي.»

کوهستاني‌ وویل، «هغه د طالبانو د جنګي روزنې په مرکزونو کې د طالبانو قوماندانانو او جنګیالیو ته روزنه ورکوي او پرمختللې وسلې ورته برابروي.»

هغه زیاته کړه، «القاعده طالبان د خلیج په سیمه کې له ترهګرو شبکو او په پاکستان کې د لشکر طیبه، د سپاه صحابه څانګو، حرکت المجاهدین او د نورو په څېر ترهګرو ګروپونو سره تړي.»

کوهستاني وویل، «القاعدې له بېلابېلو هېوادونو څخه اورپکي او ترهګر ګروپونه افغانستان ته راوړي څو وښیي چې طالبان کولی شي چې د ګردې نړۍ ترهګرو ته په افغانستان کې پناه ورکړي.»

هغه وویل، «طالبان د دغو اورپکو چې د پام وړ جنګي تجربه لري ملاتړ کوي، او هغوی ځانمرګو بریدونو ته چمتو کوي.»

القاعده: د طالبانو مالي ملاتړې

یو شمېر شنونکي وایي، د طالبانو او القاعدې تر منځ اړیکې دومره پراخې دي چې ان له متحده ایالاتو سره د سولې تړون نشي کولی چې پرې یې کړي.

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي او د دفاع وزارت پخواني ویاند تورن جنرال ظاهر عظیمي وویل، «له القاعدې سره د طالبانو د اړیکو په هکله اندېښنې کاملا پرځای دي.»

هغه وویل، «له القاعدې سره د طالبانو اړیکې دومره پېچلې او پیاوړې دي چې له متحده ایالاتو سره د سولې هوکړه لاسلیکول به یې پای ته ونه رسوي.»

عظیمي وویل، «شواهد او اسناد ښیي چې القاعده طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي،‌ او د طالبانو رهبري داسې پلان نه لري چې له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي.»

هغه وویل، «ان که د طالبانو مشران پرېکړه وکړي چې له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړي، دا ناشونې ده ځکه چې په مالي او نظامي اړیکو سربېره هم دواړه ګروپونه شریک هدفونه، لومړۍ کرښې او مشران لري. ډېره مهمه دا ده چې هغوی داسې ایډیالوژیکې او مذهبي اړیکې لري چې نشي کېدی په اسانۍ سره پرې شي.»

عظیمي وویل، «طالبان دا وخت د هند په نیمه وچه کې د القاعدې څانګې سره قوي اړیکې لري، او القاعده طالبانو ته مالي، پوځي، روزنیز او استخباراتي ملاتړ برابروي.»

هغه وویل، «طالبان له القاعدې سره نه پرې کېدونکې اړیکې لري. هغوی له تېرو درې لسیزو راهیسې د مذهبي عقایدو په اساس د بهرنیانو [نړۍ والو ځواکونو] پر ضد په لومړۍ کرښه کې جنګ کوي؛ له دې امله، دا ناشونې ده چې دغه دواړه ډلې دې سره جلا شي.»

عظیمي زیاته کړه، «طالبان له القاعدې سره خپلې اړیکې پټوي ځکه چې هغوی نه غواړي چې له متحده ایالاتو سره خپل تړون ته صدمه ورسوي. دا ډله منتظره ده چې متحده ایالات له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او هغوی وکولی شي چې د افغان حکومت په نسکورولو او د هېواد د واک په ترلاسه کولو سره خپله ستراتیژي تطبیق کړي.»

هغه وویل، «که موږ د یوه مثبت تحلیل په توګه داسې فرض کړو چې طالبان به له القاعدې سره خپلې اړیکې پای ته ورسوي، دا به ډېر اوږده موده ونیسي. دا به ډېر کالونه وخت واخلي چې د هغوی اړیکې کمزورې شي او بیا پای ته ورسیږي.»

نه ماتېدونکې اړیکې

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال او د پوځي چارو شنونکي میرزامحمد یارمند وویل، «القاعدې د طالبانو په رامنځته کولو او ساتلو کې مهم رول درلود.»

هغه وویل، «طالبان له القاعدې سره یو نه ماتېدونکې ایډیالوژیکه اړیکه لري او هغه دومره کلکه ده چې ملا محمد عمر خپل ټول واک او قدرت پرېښود خو اسامه بن لادن یې متحده ایالاتو ته ونه سپاره.»

هغه وویل، «که څه هم چې طالبانو له متحده ایالاتو سره هوکړه کې ژمنه کړې وه چې هغوی به له القاعدې او نورو بهرنیو ترهګرو ګروپونو سره اړیکې پرې کړي... لاکن دا څرګنده ده چې طالبانو له القاعدې سره اړیکې ساتلې دي. هغوی په یوه ګډه جنګي جبهه کې فعالیت کوي او د افغان حکومت پر ضد جنګ ته به دوام ورکوي.»

نوموړي وویل، «زه باور لرم چې طالبان کولی شي له القاعدې سره خپلې اړیکې پرې کړيځکه کله چې طالبان د یوه نیابتي ځواک په توګه رامنځته شول القاعدې د یوه ستراتیژیک شریک په توګه له طالبانو سره د مالي سرچینو په راټولولو او د جنګیالیو په استخدام کې مرسته وکړه، هغوی ته یې روزنه ورکړه، او په وسلو یې سمبال کړل، او دغه ملاتړ له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې روان دی.»

یارمند زیاته کړه، «د طالبانو او القاعدې تر منځ د اړیکو په هکله د ملګرو ملتونو او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت خپور شوی راپور صحیح دی ځکه چې دغه اړیکې په افغانستان کې څرګندې دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې د نړۍ ځینې هېوادونه په ځانګړي توګه هند امریکا ته ناسم معلومات ورکوي چې طالبان اوس هم د القاعده سره نیږدې اړیکې لری. ځکه هند فکر کوي که چېره امریکا او طالبانو د سولې هوکړه کامیابه شي او طالبان افغانستان کې قدرت ته ورسیږي. دوی به له پاکستان سره ښې اړیکې ولري او هند سره به اړیکې پرې کړي. نو له همدې کبله د افغانستان سوله یو منطقه ای بعد لري.

ځواب ورکړئ

طالبان د القاعدې مزدوران دي. القاعدې هغوی د جنګ لپاره استخدام کړي، او په بدل کې طالبانو ته پیسې ورکوي، نو که خلک د پیسو لپاره جنګ کوي،‌ هغوی به هېڅکله هم دې ته حاضر نشي چې سوله وکړي او له خپلو بادارانو سره اړیکې پرې کړي. د دې لپاره چې پیسې ترلاسه کړي، طالبان حتی د روسیې لپاره کار کوي. د یوه امریکایي عسکر د وژلو په بدل کې،‌ روسیه هغوی ته سل زره ډالر ورکوي.

ځواب ورکړئ

کابل دروغ وایي چې طالبان اوس هم له القاعدې سره اړیکې لري. چې ریښتیا خبره وي، اشرف غني او د هغه حکومت نه غواړي چې له طالبانو سره سوله وکړي.‌ که طالبان د هېواد ټول ولایتونه هم ونیسي او اشرف غني یوازې کابل ولایت تر واک لاندې ولري، اشرف غني به بیا هم دې ته چمتو نه وي چې واک پرېږدي او سوله وکړي. که مونږ وغواړو یا نه، اشرف به خپله پنځه کلنه دوره پوره کوي. له تېرو ولسمشریزو انتخاباتو څخه مخکې، اشرف غني ډېر په روښانه ډول وویل چې په راتلونکو پنځو کالو کې به له طالبانو سره سوله وشي. د هغه له خبرو څخه روښانه وه چې هغه به خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي، او دا چې هغه په سلګونو خلک چې هره ورځ په هېواد کې وژل کیږي د هغه لپاره اهمیت نه لري.‌ افغانان د قدرت مینه وال دي، او په دې هېواد کې ټول جنګونه د مشرانو د قدرت غوښتنې له امله شوي دي. اشرف غني هم د قدرت وږی دی. هغه به هېڅکله هم له طالبانو سره سوله ونه کړي. هغه له طالبانو څخه غواړي چې حکومت ته هغسې تسلیم شي لکه څنګه چې حکمتیار تسلیم شو او بیا خپل سیاسي فعالیتونه روان کړي، په داسې حال کې چې طالبانو تېر شل کالونه د دې لپاره جنګ کړی چې د متحده ایالاتو اشغال او پوځي حضور ختم کړي، بیا نو څنګه ممکنه ده چې طالبان، چې امریکا ته یې ماتې ورکړې ده، راشي او د متحده ایالاتو ګوډاګي حکومت ته تسلیم شي؟ طالبان باید په حکومت کې د مشرتابه په موقف کې وي، که نه، سوله ښایي ناشونې وي ځکه چې که د ګروپ مشران د کابل حکومت ته تسلیم شي، د هغوی جنګي ځواک به جنګ کولو ته دوام ورکړي.‌

ځواب ورکړئ