زده کړه

له زده کړو څخه د نجونو بې برخې کول په افغانستان کې د افراطیت او جګړې خطر زیاتوي

د عمر راپور

یوه هزاره د ښوونځي زده کوونکې صبرینا علیزاده چې د ۱۴۰۱ د تلې په ۱۱مه په کابل کې په یوه ښوونیز مرکز باندې شوي ځانمرګي برید کې ټپي شوې وه، په دشت برچي سیمه کې په خپل کور کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړه ده. د ۱۴۰۱ د تلې د ۸مې په برید کې د ۴۶ نجونو او ځوانو ښځو په ګډون ۵۳ تنه ووژل شول او له ۱۱۰ څخه زیات نور ټپیان شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه هزاره د ښوونځي زده کوونکې صبرینا علیزاده چې د ۱۴۰۱ د تلې په ۱۱مه په کابل کې په یوه ښوونیز مرکز باندې شوي ځانمرګي برید کې ټپي شوې وه، په دشت برچي سیمه کې په خپل کور کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړه ده. د ۱۴۰۱ د تلې د ۸مې په برید کې د ۴۶ نجونو او ځوانو ښځو په ګډون ۵۳ تنه ووژل شول او له ۱۱۰ څخه زیات نور ټپیان شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هرات -- له دوو کلونو څخه زیات وخت وروسته له هغه چې چارواکو ښوونځیو او پوهنتونونو ته امر وکړ چې خپلې دروازې د نجونو او ښځو پر مخ وتړي، د حقونو فعالان خبرداری ورکوي چې دا حالت به افغانستان ته په اوږدمهال کې بدې پایلې ولري.

هغوی وايي، د نجونو او ښځو د زده کړو مخنیوی کولی شي د سختو اقتصادي ستونزو او په هېواد کې د ناامنیو او جګړو د زیاتوالي لامل شي.

د داعش خراسان څانګې په ګډون ترهګرې ډلې هم کولی شي چې د راتلونکو نسلونو ترمنځ د سواد د نشتوالي له امله له دې وضعیت څخه په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړي.

په هرات ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې صادقې رحمتي وویل، «بې سواده میندې نشي کولی خپل ماشومان په داسې طریقه لوی کړي چې ټولنې ته ګټه ورسوي.»

افغانې نجونې د غبرګولي په ۲۳مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي. ډېرې افغانې نجونې، چې نشي کولی ښوونځي ته لاړې شي، مجبورې دي چې کار وکړي او یا په کم عمر کې واده وکړي. فعالان خبرداری ورکوي چې نالوستې ښځې نا لوستي ماشومان لویوي، چې ورسره دغه دوران تکرارېږي او په ټولنه کې د تاوتریخوالي او افراطیت خطر زیاتېږي. [شفیع الله کاکړ/ای اېف پي]

افغانې نجونې د غبرګولي په ۲۳مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي. ډېرې افغانې نجونې، چې نشي کولی ښوونځي ته لاړې شي، مجبورې دي چې کار وکړي او یا په کم عمر کې واده وکړي. فعالان خبرداری ورکوي چې نالوستې ښځې نا لوستي ماشومان لویوي، چې ورسره دغه دوران تکرارېږي او په ټولنه کې د تاوتریخوالي او افراطیت خطر زیاتېږي. [شفیع الله کاکړ/ای اېف پي]

افغانې نجونې د وږي په ۲۷مه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوه لومړني ښوونځي په یوه ټولګي درس وایي. [شفیع الله کاکړ/ای اېف پي]

افغانې نجونې د وږي په ۲۷مه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوه لومړني ښوونځي په یوه ټولګي درس وایي. [شفیع الله کاکړ/ای اېف پي]

هغې وویل، «په نتیجه کې، ښایي چې د هغوی ډېر شمېر زامن نالوستي لوی شي او دومره بې وسه شي چې ترهګر او افراطي ګروپونه یې استخدام کړي.»

هغې وویل، «د داعش په څېر د ترهګرو ډلو زیاتره غړي په نالوستو او بې‌وزلو کورنیو کې لوی شوي او په ناپوهۍ له دغو ډلو سره یوځای شوي دي.»

هغې وویل، «له بلې خوا، هغه لوستې میندې چې خپل ماشومان په سمه توګه روزي، هیڅکله به په افراطیت او ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل نه شي.»

رحمتي خبرداری ورکړ چې، که ښوونیز بنسټونه په چټکۍ سره خپلې دروازې د ښځو او نجونو پر مخ خلاصې نه کړي، کېدی شي چې دا وضعیت د ډېرو اوږدمهالو ستونزو لامل شي او په هېواد کې شخړې راوپاروي.

١٧ کلنه نظيفه کريمي دوه کاله وړاندې په هرات کې د يوولسم ټولګي زده کوونکې وه، خو مجبوره کړای شوه چې خپلې زده کړې پرېږدي.

د ښوونځي په دوامدار بندښت‌ سره، د هغې کورنۍ درې میاشتې مخکې هغه د هغې د تره زوی ته ور واده کړه.

هغې وويل، «زه په دې واده هېڅکله خوشحاله نه وم، او ما غوښتل چې زده کړه وکړم او د افغانستان په جوړولو کې برخه واخلم. د ښوونځيو په تړلو سره زما ټول خوبونه ویجاړ شول او که ښوونځي بېرته پرانستل شي، مېړه به مې ماته د زده کړو اجازه رانه کړي.»

کریمي زیاته کړه، «ما غوښتل چې له لېسې څخه وروسته پوهنتون ته لاړه شم، یوه لوستې ښځه شم، خپل اولادونه په سمه توګه لوی کړم او د هغوی په زده کړو کې مرسته وکړم. له بده مرغه، زما خوبونه خراب شول، او زه نشم کولی خپل ماشومان دې ته چمتو کړم چې د هېواد په رغونه کې برخه واخلي.»

ښوونه او روزنه له تروریزم سره د مبارزې لپاره مهمه ده

په داسې حال کې چې له زده کړو څخه د ښځو او نجونو د محرومیت د دوام په هکله اندېښنې په زیاتېدو دي، ځایي سرچینې وایي چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان په ځینو برخو په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو په لیرې پرتو سیمو کې نالوستي او بې کاره ځوانان استخداموي.

په ايټاليا کې مېشت افغان د پوځي چارو شنونکي محمدنعيم غيور وويل، نالوستي ځوانان په اسانۍ د ترهګرو ډلو لاس ته لوېږي.

هغه وويل، «ښځې د خپلو ماشومانو په روزنه کې اساسي رول لوبوي. لوستې ښځې لوستي ماشومان لویوي، او د ټولنې په رغونه کې برخه اخلي، خو نا لوستې ښځې په کورنیو کې په حاشیه کې ساتل کیږي او په هېڅ پرېکړه کې د هېڅ ویلو فرصت نه لري. هغوی یا د خپلو زامنو په پالنه کې لږه برخه اخلي، یا د تعلیم د نشتوالي له امله مرسته نشي کولی.»

هغه وویل، څومره چې په ټولنه کې لوستې ښځې ډېرې وي، هومره ټولنه وده کوي، د افراطیت د خپرېدلو او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه نیسي.

غیور وویل، «په هغو ولایتونو کې چې ښوونځي د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې په کې تړلي وو، هلته افراطیت او راډیکالېزم زیات دی. په هغو ولایتونو کې چې تعلیم او پوهې پرمختګ کړی او د نجونو او هلکانو ښوونځي خلاص وو، هلته د افراطیت او جګړو نښې کمې دي.»

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې، مریم صوفی زاده وویل، له زده کړو څخه د ښځو او نجونو بې برخې کول په ټولنه کې د سواد کچه راټیټوي، چې ځوانان له زده کړو څخه لیرې کوي او افراطي او ترهګریزو ډلو ته یې ور اړوي.

هغې وويل، «يوه لوستې او پوهه مور يو لوستى او پوه انسان لویوي. دا څرګنده ده چې د داعش په څېر د تروریستي ډلو زیاتره غړي له هغو سیمو څخه دي چې ښوونځي په کې تړل شوي او ښځې په کې د سمې زده کړې توان نه لري.»

صوفې زاده وویل، «په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره، په کار ده چې د ښځو او نجونو پر مخ ټولې تعلیمي ادارې ژر تر ژره پرانیستل شي. د پوهې ترلاسه کولو څخه د ښځو منع کول یو ناجایز، غیر منطقي او داسې عمل دی لکه څوک چې په خپلو پښو باندې ډزې کوي.»

هغې زیاته کړه، له تعلیم څخه د ښځو او نجونو بې برخې کول د ټولنې د خوځښت او پرمختګ مخه نیسي.

یوه تیاره راتلونکې

په هرات ولایت کې د ښځو د حقونو یوه فعاله فوزیه کروخي هم، په داسې حال کې چې ښځې او نجونې لا هم له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې دي، د افغانستان لپاره د یوه تیاره راتلونکې په هکله فکر کوي.

هغې وويل، «په داسې يوه هېواد کې چې نيمايي وګړي يې لوست او زده کړو ته لاس رسی نه لري، د هغه راتلونکې سخت او ناڅرګند ښکاري.»

هغې وويل، «کله چې په يوه کورنۍ کې يوه مور، خور او يا ښځه بې سواده وي، د هغې کورنۍ ماشومان هېڅکله په سمه توګه نه روزل کېږي. له زده کړو څخه د ښځو او نجونو بې برخې کول د افغانستان راتلونکي نسلونه نالوستي پرېږدي او په خپل لاس ویجاړولو ته لاره هواروي.»

کروخي خبرداری ورکړ چې، «د اوسني وضعیت بدې پایلې به په څو کلونو کې څرګندې شي او افغانان به یې دروند قیمت ادا کړي.»

هغې زیاته کړه، د دې لپاره چې افغانستان له دغه بحران او ناڅرګندې راتلونکې څخه وژغورل شي، باید ژر تر ژره ښځو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي.

په هرات کې د مدني ټولنې یوې بلې فعالې نسیمې همدرد ټینګار وکړ چې د ښځو او نارینه وو لپاره زده کړه له افراطیت او بدبختۍ څخه د افغانستان د ژغورنې یواځینۍ لاره ده.

هغې وویل، «ښځې او نجونې په ډېرو برخو کې د نارینه وو په پرتله ډیر ظرفیتونه لري، او زده کړو ته په لاسرسي سره کولی شي چې د افغانستان په راتلونکي کې مهم رول ولوبوي. له زده کړو څخه بې برخې کول د هغوی د احتمالي لاسته راوړنو په لاره کې خنډ کیږي او وړتیاوې یې ضایع کوي.»

همدرد وویل، «نارینه، د ښځو له مرستې پرته په یوازې ځان نشي کولی افغانستان له دغو ننګونو او بحرانونو څخه وژغوري. په تېرو دوو کلونو کې، لکه څنګه چې په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو ونډه کمه شوې، دا څرګنده ده چې د هیواد وضعیت ورځ تر بلې بحراني او ننګوونکی کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دې خبرې سره زه سل په سلو کې موافق یم، که ښځه لوستې وي د هغې کورنۍ به تعلیم یافته وي او د کورنۍ نظم او دسپلین به یې جوړ وي. که ښځه بې تعلیمه وه د هغې اولادونه هغه ډول تعلیم او کورنۍ تربیې ته لاس رسی نه شي پیدا کولی، لکه څرنګه چې یې یوه تعلیم یافته میرمن پیدا کولی شي. دا حقیقت دی، چې د مور غېږ د تربیې لومړی ټولګی دی، که په دغه ټولګي کې څوک سم سهي راستر شو، نو باور وکړۍ چې د ژوند چاره به یې تر مرګه پورې سمه وي او کنه ! هر څه به په سیند لاهو وي، لکه دا لاهو چې دي ! د ژوند تر هرې چارې زموږ لومړنۍ اړتیا د نجونو تعلیم دی. حاکم نظام دې په دې برخه کې له خپلې منفي پریکړې تېر شي او دې مظلوم قِشر ته دې د تعلیم اجازه ورکړي، څو په راتلونکي کې خپل اولادونه د علم په ګاڼه سنمبال کړي. دا ډېر لوی ظلم او بې عدالتي ده چې د نجونو په حق کې روانه ده.

ځواب ورکړئ

اسلامي امارت باید نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي. علم په نر او ښځه دواړو باندې فرض دی. کله چې اسلام ښځو ته د علم د زده کړې اجازه ورکړې، نو اسلامي امارت ولې د دې اجازه نه ورکوي؟ له اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده چې د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې پرانیزي، ترڅو دوی ناوړه کارونه ونه کړي او داعش ترهګره ډله په دې بریالي نه شي چې ښځې ورسره ملګرې کړي او د افغان ښځو او نجونو فکر د بې سوادۍ او غربت له امله بدل نشي.

ځواب ورکړئ

زه هم ستاسو له نظر سره موافق یم. اسلامي امارت باید نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي. دوه کاله کیږي چې نجونې په تیاره کې پاتې دي. که ظلم هم وي بس دی او که رحم هم وي بس دی. موږ د خپلو لوڼو او خویندو لپاره تعلیم غواړو، موږ نه غواړو چې ناپوهي وده وکړي.

ځواب ورکړئ

مطیع الله ویسا چې د قلم لار بنسټ بنسټګر او د زده کړو د برخې فعال دی، له شاوخوا اوو میاشتو حبس څخه وروسته د طالبانو له بنده خوشې شو. د ښاغلي ويسا ورور عطاالله ويسا د دې خبر پخلی کړی او ويلي يې دي چې مطيع الله ويسا نن پنجشنبه د لړم ۴مه د طالبانو له زندانه خوشې شو.مطيع الله ويسا د روان کال د وري په مياشت کې د طالبانو له خوا نيول شوی و. طالبانو د نوموړي د نيولو لامل د هغه له خوا د ځینو غونډو جوړول یاد کړي دي. زه د یوه افغان په توګه خوښ یم چې ښاغلی ویسا د طالبانو له بنده خلاص شو. موږ له هغو بنسټونو څخه چې د ښاغلي ویسا مرسته یې کوله، غواړو چې خپلو مرستو ته دوام ورکړي، څو افغان ماشومان له زده کړو څخه بې برخې پاتې نشي.

ځواب ورکړئ

موږ د افغانستان اسلامي امارت له حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې پرانیزي، څو زموږ نجونې وکولی شي په راتلونکي کې خپل تعلیم ته وده ورکړي او خپل هېواد ته د خدمت جوګه شي. ډیری پلرونه غواړي چې لوڼې یې زده کړې وکړي. اسلامي امارت باید د ښځو او نجونو حقوقو ته درناوی وکړي. دا د نارینه او ښځینه دواړو وظیفه ده چې علم ترلاسه کړي. که ښځه په کور کې بې کاره ناسته وي او نور کار ونه لري چې ویې کړي، هغه به د بربادۍ فکر کوي. هغه ممکن غیر اخلاقي او ناوړه کار وکړي په داسې حال کې چې په کور کې یوازې ناسته هغه د بدو کارونو په هکله فکر کولو ته سوق کوي. همدا لامل دی چې بېکاره خلک که نارینه وي یا ښځینه، ډیری جرمونه کوي. ډیر احتمال شته چې داعش ترهګره ډله به د دغو ښځو له بې روزګارۍ ګټه پورته کړي. یو له هغو ستونزو څخه چې اسلامي امارت ورسره مخامخ دی هغه دا ده چې د داعش ډلې اکثریت ښځې تشکیلوي. د اسلامي امارت او داعش ترهګرې ډلې ترمنځ په جګړه کې ګڼو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا ښیي چې داعش ترهګرې ډلې ډیرې ښځې جلب کړي دي. د افغانستان اسلامي امارت باید هیڅکله داعش ترهګرې ډلې ته اجازه ورنه کړي چې له زده کړو بې برخې شوې ښځې او نجونې په خپلو لیکو کې جذب کړي.

ځواب ورکړئ

دا اندیښنه ۱۰۰٪ سمه ده. که زموږ خلک تعلیم یافته وای، په دې هېواد کې به جګړه نه وای خپره شوې. د تعلیم نشتوالی زمونږ د ناپوهۍ عامل دی. که د نجونو د زده کړې دروازې خلاصې نشي، شک نشته چې دا غمیزه به همداسې روانه وي، ځکه قرآن کریم فرمایي چې جاهل خلک هېڅکله هم له پوهانو سره برابر نه دي. نو د یوه مسلمان لپاره نور ښکاره او شرعي دلایل څه دي؟ د خدای او قرآن د رضا په خاطر د نجونو ښوونځي نور پرانیزئ. پرېږدئ چې دا مظلوم او بې ګناه نسل د علم په برکت خپل راتلونکی روښانه کړي.

ځواب ورکړئ

له سلام ټایمز څخه مننه چې ډېر وختونه د افغانستان او سیمې د تودو او مهمو مسایلو په هکله راپورونه وړاندې کوي. اجازه راکړئ چې ستاسو د راپور په هکله دوه ټکي ولیکم؛ لومړی دا چې افغانان په افغان او هزاره مه ویشئ. موږ ټول افغانان یو. تاسو د دوو عکسونو په شرحه کې د «افغان نجونو» اصطلاحات لیکلي او د یوه عکس په شرحه کې مو «هزاره نجلۍ لیکلي ده. د افغان په کلمه کې ټول افغان قومونه؛ هزاره، تاجک، پښتون، ازبک، پشه يي، بلوچ... شامل دي، نو لطفاً هغه څه مه کوئ چې شوروي اتحاد په افغانستان کې وکړل او د افغانانو تر منځ د نفاق تخم مه کرئ. دا یو حقیقت دی چې په نړۍ کې د یو شمیر ډلو او هیوادونو کړنې دا روښانوي چې په نړۍ کې انسانیت مړ شوی او له منځه تللی دی. هغه څه چې داعش کوي په بشپړ ډول د انسانیت له دائرې څخه بهر دي. او د راپورونو او یو شمېر اسنادو له مخې داعش یوه ترهګره شبکه ده چې د نړۍ والو د استخباراتي کړیو له خوا د اسلام او مسلمانانو د نوم بدولو لپاره جوړه شوې ده. بل دا چې داعش چې څه کوي هغه له اسلام او مسلمانانو سره هیڅ تړاو نه لري. هغه څه چې د داعش ترهګر کوي هغه څه ته ورته دي چې حماس په اشغال شوي فلسطین کې د یهودي ملکي وګړو سره وکړل. هغه څه چې داعش کوي هغه څه دي چې اسرائیلي ځواکونه یې د غزې د بې ګناه اوسیدونکو په وړاندې کوي او تر اوسه یې د شاوخوا دوه زره بې ګناه ماشومانو په ګډون شاوخوا شپږ زره ملکي وګړي وژلي او لا یې هم وژني. د غزې د کنډوالو او د غزې د روغتونونو حالت او له غزې څخه د الجزیرې د راپورنو په کتلو سره ښکاري چې انسانیت د تل لپاره له ځمکې ورک شوی او موږ انسانان ... د غزې د بې دفاع انسانانو مرګ

ځواب ورکړئ