امنیت

په بدخشان کې د ترهګرو ډلو د حضور پراختیا د خلکو اندېښنې ډېرې کړي دي

د محمد قاسم راپور

افغان امنیتي منسوبین د تلې په ۲۳مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د یوې پوستې په اوږدو کې د سړک په غاړه ولاړ دي. [عمر ابرار/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د تلې په ۲۳مه د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې د یوې پوستې په اوږدو کې د سړک په غاړه ولاړ دي. [عمر ابرار/ای اېف پي]

بدخشان -- ځايي اوسېدونکي او افغان سیاسي شنونکي وايي، تروریستي عناصرو په تېرو دوو کلونو کې د بدخشان ولایت په ځینو برخو کې نفوذ کړی او که مخه یې ونه نیول شي، ښايي د سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ وګرځي.

د بدخشان اوسېدونکی د سياسي چارو کارپوه، ۵۵ کلن سميع الله ثاقب چې اوس د امنيتي ستونزو له امله په ايران کې ژوند کوي، وويل ،«د ازبکستان د اسلامي غورځنګ (آی اېم یو)، د تاجکستان د جماعت انصارالله (جی ای) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (اي ټي ای اېم) جنګیالیو شاوخوا ۲۵۰ - ۳۰۰ کورنۍ د بدخشان ولایت په جرم، راغستان، خواهان، مایمي او درواز ولسوالیو کې ژوند کوي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، د دغو جنګیالیو اکثریت -- د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان وګړي دي او چینایي اویغوریان دي چې له القاعدې سره هم اړیکې لري -- د افغان پاسپورټونه او د هویت تذکرې لري.

ثاقب وویل، «دا بهرنۍ ترهګرې ډلې په سرحدي ولسوالیو کې فعالیت کوي. د دوی اکثریت په افغانستان کې د خپلو اډو د پیاوړي کولو لپاره په افغان کورنیو کې ودونه کړي دي.»

که د افغانستان مشران د نړۍ والې ټولنې په همکارۍ دغه ډلې قابو نکړي نو دا ډلې به و‌کولی شي چې د افغانستان له خاورې څخه په نورو هېوادونو د بریدونو لپاره کار واخلي.

په کندوز ولایت کې د شمال ختیځ زون لپاره د افغان ملي اردو د چټک غبرګون قطعې پخواني قوماندان متقاعد ډګروال نورالله محمدي وویل، د جی ای، اي ټي آی اېم او د داعش خراسان څانګې په ګډون ترهګرې ډلې په شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه په بدخشان، کندوز، تخار، بغلان او سرپل کې فعالې دي.

محمدي، چې له ۱۴۰۰ لمریز کال راهیسې په ایران کې اوسېږي، وویل، «زما د معلوماتو پر بنسټ، دې ډلو په تېرو دوو کلونو کې خپل مالي اړخونه او تجهیزات پیاوړي کړي او اوس په منظمو فعالیتونو بوخت دي.»

هغه وویل، «د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې څخه مخکې امنیتي ځواکونو ... د دې ډلو د ځپلو لپاره څو عملیات ترسره کړل. د دوی ځینې غړي ونیول شول او نور یې وتښتېدل.»

هغه زیاته کړه، له وضعیت څخه په ګټې اخیستنې، «دا ډلې بیا تجهیز او د ترهګرو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي.»

زیاتېدونکې اندېښنې

يوه ځايي اوسېدونکي غلام سخي دربار چې ۴۶ کاله عمر لري، وويل، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري مياشتې څخه مخکې، دا بهرنۍ ترهګرې ډلې د جرم ولسوالۍ په خستک دره کې فعالې وې. اوس يې يو شمېر له درې را وتلي او د ولسواليو په مرکزونو او ښارونو کې مېشت شوي دي.

هغه وویل، «د دغو ډلو ډېری کورنۍ د بدخشان مرکز فیض اباد، بهارک او نورو سرحدي ولسوالیو او همدارنګه د بلخ د کلدار ولسوالۍ او د تخار ولایت درقد ولسوالۍ ته تللې دي. دوی له خستک درې څخه راوتلي دي ځکه چې دوی هېڅ امنیتي ګواښ سره مخامخ نه دي او په ازاده توګه تګ راتګ کولی شي.»

د بدخشان ولایت یوه اوسېدونکي عبدالبشیر مقصودي، چې ۲۸ کاله عمر لري، وویل، ترهګرې ډلې به تل د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپله هڅه وکړي او د سوله ییزو ملکي وګړو ژوند به ستونزمن کړي.

هغه وويل، «دا ډلې پخوا هم د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې فعالې وې. خلک يې ځورول او ژوند يې په دوزخ بدل کړى و.»

هغه وویل، «دغو ډلو نه یوازې دا چې په بې ګناه اوسیدونکو باندې ظلمونه کول، بلکې اوسیدونکي یې په جبري توګه مهاجرت او د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبورول. اوس دا د اوسني حکومت مسؤلیت دی چې دغه ډلې وځپي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

11 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران او روسیه د داعش تر شا دي. ولې؟ ځکه چې دوی داعش په سوریه کې د خپلو موخو لپاره وکاراوه. لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، د سوریې خلکو له ډېرو کلونو راهیسې په سوله کې ژوند کاوه. دوی به ښوونځیو ته تلل او زده کړي یې لرلې. ستاسو په اند، آیا داعش به په خپلو نظرونو سره په سوریه کې په خلکو باندې لوړ تاثیر درلودلای شي؟ نه، نه یې شي درلودلای. نو په سوریه کې د داعش د اغیز حقیقت څه و؟ حقیقت دا دی چې د سوریې خلکو د بشار الاسد پر وړاندې بغاوت کړی و، او ایران او روسیې پخپله کې فکر وکړ چې د بشار الاسد د حکومت د سقوط د مخنیوي لپاره څه وکړي.

ځواب ورکړئ

په ډېری مواردو کې د پېښو تحریف شوې راپورونه د افرادو بې‌ پروايۍ ته منسوب کېدل. دوی داسې احساس کاوه چې شاهد د الفاظو په مانا یا د مانا په انتقال کې تېروتنه کړې، پېښه یې ناسمه کړې او حقیقت یې په شک کې پرېښود. پوه او هوښیار کسانو دا نظر ورکړ چې حواس د تېروتنو او خطاګانو سره مخ کيدای شي، نو ځکه یې اعتبار نشي کېدای، او حافظه هم پوره توان نه لري چې هغه څه چې درک شوي دي، په بشپړه توګه په یاد وساتي. په تېرو وختونو کې خلکو حتی له تجربې څخه پوهه درلوده چې یو شاهد یا راپور ورکوونکی به کله ناکله ټوله کیسه تکراروله. هغه هڅه کوي چې د خپل شخصي ذهنيت له مخې د پېښو تر منځ منطقي اړیکې رامنځته کړي او جزئیات په داسې بڼه سره وتړي چې د ده په فهم کې ابهام راکم کړي. په خپله خوښه یا ناخوښه توګه، هغه ځینې پېښې تر اصلي حالت لږې نرمه یا شدیده ښکاره کوي، ترڅو خپله کیسه یا یادونه د نورو لپاره روښانه او پوهېدونکې کړي.

ځواب ورکړئ

څېړنه هغه هڅه ده چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې د ستونزو د حل لپاره تر ټولو غوره ممکنه حل لارې وموندل شي. همدارنګه، څېړنه یوه منظمه هڅه ده چې په خپل شاوخوا کې مفاهیم په روښانه توګه درک کړو. په عمومي توګه، څېړنه د پوهې د پولو د پراخولو او د اوسني او راتلونکي لپاره د نوو افقونو د پرانیستلو یوه لاره ده. له هغو برخو څخه چې څېړونکي پکې بوخت دي، یوه یې د تاریخ لیکنه ده. يادونه شوې چې ارسطو تاریخ د جزوي پېښو د غیر جانبدارانه بیان علم ګڼلی و، په داسې حال کې چې ارواپوهانو د شلمې پیړۍ په اوږدو کې د ادراک او حافظې څېړنه کړې وه. د ستر ایټالوي لیکوال او فلسفي امبرټو ایکو تاریخ د ناول لیکنې لپاره د بنسټ په توګه کاروي او په پټه یا څرګند ډول تاریخ د تصوراتو، دروغو او حقایقو یو عجیب ترکیب ګڼي. د هغو کسانو لپاره چې په تاریخ کې ليوالتيا لري، د تاریخي حقیقتونو پلټنه د مطالعې له مهمو هڅونو څخه یوه ده. ښکاره خبره ده چې په اصولو کې، یو فکر، د چلند پېښه، یا د هنر کار په تاریخ کې د هغې د مطالعې له لارې ښه درک کېدای شي. څومره چې یوه پېښه په زړه پورې او حساسه وي، همغومره یې یو کس د ښه درک کولو لپاره لیواله وي. د تاریخي حقیقتونو پلټونکی په لومړي سر کې پښېمانه کېږي کله چې ومومي چې سرچینې بېلابېلې څرګندونې کوي. له پخوانیو وختونو راهیسې، د هغو خلکو راپورونو ته پاملرنه چې پېښې یې لیدلې وي په لوړې پاملرنې سره شوې ده. تجربه لرونکي قاضیان پوهېږي چې شاهد ځینې وختونه نه شي کولی بشپړ حقیقت بیان کړي یا هغه څه چې د هغه په نظر مهم نه وي، څرګند نه کړي. دا ستونزه یوازې د شاهد د صداقت پورې محدود نه ده. هغوی دا تائید کړه چې شاهد په قصدي توګه دروغ ویل نه غواړي. تر څو لسیزې مخکې پورې په دې ستونزه باندې هېڅ منظمې څېړنې نه

ځواب ورکړئ

د نن ورځې په نړۍ کې، څېړنه د هېوادونو د پرمختګ او پراختیا له اساسي محورونو څخه ده، او ساینسپوهان په څېړنیزو مرکزونو کې راټولیږي ترڅو په مختلفو مسایلو څېړنه وکړي او خپلې موندنې له پوهنتونونو، موسسو، لوړ پوړو مدیرانو او رسنیو سره شریکې کړي. د دې لپاره چې، د دوی د موندنو پر بنسټ، د ساینسي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پرمختګ لپاره به پلانونه جوړ شي. د انټرنیټ او مختلفو سافټویرونو په څېر د عصري ټکنالوژۍ په برکت، حتی د براعظمونو ساینسپوهان هم یوځای شوي دي، او خپلې نظریې او موندنې شریکوي، څو د دوی څېړنې د ساینس د ودې او د انسانیت د هوساینې لپاره وکارول شي. د پوهې د کچې اندازه کول او د موندنو اهمیت په دې پورې تړاو لري چې څومره معلومات تولید او مصرف کيږي او څومره پوهه د باوري علمي سرچینو ته د چټک او اسانه لاسرسي په اړه پراختیا مومي. زموږ پوهه یا د موجوده معلوماتي سرچینو د مطالعې له لارې یا د هغه څېړنو پر بنسټ ترلاسه کيږي چې موږ يې په خپله ترسره کوو. که دا پوهه د تېرو څېړنو پر پایلو ولاړه وي، نو په حقیقت کې مو معلومات مصرف کړي دي، او که دا د اوسنیو مشاهداتو او تحلیل پر بنسټ وي، نو زموږ هڅې د معلوماتو د تولید لامل شوي دي. له همدې امله، د نوو معلوماتو او پوهې تولید اصلي سرچینه په حقیقت کې د هغه څېړنیزو فعالیتونو پایله ده چې ترسره کیږي. په بل عبارت، یو پوهاوی دی او بله پوهه، او د دې دواړو ترمنځ توپیر د مفکرینو له خوا وړاندې شوی دی. زموږ پوهه او معلومات شعور دی. پوهاوی هغه وخت په پوهه بدلیږي کله چې موږ متغیرات یو له بل سره وتړو، او کله چې یوه نوې پدیده یا نسبي پدیده رامنځته شي، نو دا په پوهه ده. په هر مضمون کې څیړنه، په هر ډول او په هره کچه، یوه همغږيزه او منظمه هڅه ده چې زموږ د مخامخ مسلو په

ځواب ورکړئ

په سیمه کې اوس پاکستان له ډېر بد حالت سره مخ دی. که د موضوع تل ته لاړ شو، پاکستان د خپل پیدایښت څخه شروع تر نن پورې له ازاري کارونو پرته بل کار نه دی کړی. افراطیت ته د ودې ورکولو لپاره د انګرېز په لاس له لوی هند او لوی افغانستان څخه د برخو جدا کول او پاکستان ترې جوړول له دې سیمې سره د لوېې برطانیې لویه جفا وه. د وخت پالیسي دا وه چې له سیمې څخه د انګرېزانو تر وتلو وروسته په دې خطه کې باید د هغوی یو لاسپوڅي هېواد پاتې شي تر څو یې ګټې خوندي کړي. نو لازمه و ګنل شوه چې د مسلمان په جامه کې د اوسني پاکستان څه برخه له هند او څه له افغانستان جدا شوه او پاکستان ترې جوړ شو. د انګرېز په لاس جوړ اوسنی پاکستان نه یواځې دا چې په سیمه کې د ترهګرۍ ځاله ده بلکې نړۍ ته هم ترهګر روزي او صادروي یې. په دې خطه کې د افغانستان په شمول کشمیر، تاجکستان، ازبکستان، سوریه فلسطین او آن چین ته هم مشکل جوړ کړی. دغه چاره په اصل کې پاکستان د خپل پایښت لپاره تر سره کوله خو بلاخره اوس خپله په کې راګیر شو. پاکستان نن سبا له هماغو ډلو څخه په عذاب کې دی چې دوی په خپل لاس جوړې کړي. له تېرو څه د پاسه پنځه څلوېښت کلونو راپدېخوا افغانان د غرب د جوړو شویو او د پاکستان په لاس د عملي شویو پروژو قرباني دی. ښکاري چې د دې سیمې د نا ارمه کولو لپاره اوسنۍ د عربو، برطانیې او امریکا په لاس جوړه شوې د داعش پروژه یو ځل بیا پاکستان اخيستې. د تېر په څېر په دې پروژه کې به یې هم قربانیان افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه وي. دا چې د دې پروژې عملي کول به څومره وخت نیسي او څومره انسانان به په کې وژل کېږي، وخت به یې ثابته کړي. د یادونې ده چې د دې پروژې عملي کېدا کې پاکستان هم خرابېږي. که یې نه عملي کوي، پاکستان پوروړی دی، له لوږي به مري.

ځواب ورکړئ

دې ته په پام سره چې افغانستان له نږدې نیمې پېړۍ راهیسې په بحران او کورنیو جګړو کې ښکېل دی او د ختیځ او لویدیځ له دوو یرغلونو سره مخامخ دی، په ښکاره او پټه په ترهګرو ډلو پانګونه روانه ده. د تروریستي ډلو اصلي فعالیتونه اوس مهال په افغانستان او پاکستان کې روان دي او ډېر ژر به د سیمې په کچه د دغو فعالیتونو د پراخېدو څرنګوالی وګورو.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې زه له تاسو سره موافق یم. لوبه روانه ده، سړی نه پوهیږي چې څه وکړي. د نړۍ زبرځواکونه غواړي چې په افغانستان کې دایمي جګړه پیل کړي او تر څو چې دا اور د کلونو پورې دوام مومي، جګړه به روانه وي. موږ باید هوښیار واوسو، څو نړۍ موږ د مختلفو دلایلو له امله په جګړه وانه چوي.

ځواب ورکړئ

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د داعش او القاعدې د ودې د کچې په اړه متضاد راپورونه شته، خو هغه څه چې ریښتیا دي، د ترهګرو ډلو د ودې لپاره د یوه مناسب پلیټ فارم په پام کې نیولو سره په ډاډ سره ویلی شو چې دغه ډلې نوي ځواکونه ورجلبوي او له دې وضعیت څخه ګټه پورته کوي. موږ وینو چې په کابل کې یو ځواکمن حکومت نشته او په افغانستان کې حالات کړکېچن دي. دغه راز، په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو د زیاتېدو پایلې او د افغانستان د شمالي ګاونډیانو وېره باید له پامه ونه غورځول شي. د افراطي ډلو په شاوخوا کې پټ رازونه او د سیمې د هېوادونو له خوا د دغو ډلو د تمویل بهیر ښایي دا حقیقت په ګوته کړي چې افغانستان لا هم د نیابتي جګړو د دوام لپاره یو مناسب پلیټ فارم دی. له بلې خوا د پاکستان امنیتي ستونزې او د سیاسي او امنیتي کړکېچونو زیاتوالی په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې لامل کېدای شي. د سیمې د مسایلو په اړه د سترو قدرتونو نظر او شته رقابتونه ښیي چې له طالبانو وروسته د ترهګرو ډلو د واک د ترلاسه کولو بهیر ګړندی شوی او هغه څه چې مبهم دي، د دغو ډلو له خوا د واک د ترلاسه کولو په هکله متضاد راپورونه دي. د افراطي او وسله والو ډلو د جوړولو او پياوړتيا بهير چې په افغانستان او سيمه کې د نيابتي سياليو د دوام لپاره د ځينو سيمه ييزو او د سيمې د هېوادونو د مشخصو سياستونو لپاره رامنځته شوي دي، په سيمه کې د امنيت او ثبات راتلونکې له خطر سره مخامخ کړې دی. له بده مرغه د دغو سیالیو ساحه به نړۍ وال ډګر ته وغزېږي او د نړۍ وال امنیت او ثبات لپاره به ډیری ننګونې رامنځته کړي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان او سیمه کې د ترهګرو ډلو د رامنځته کیدو او پیاوړتیا بهیر د افغانستان د خلکو او د سیمې او حتی د نړۍ د هیوادونو لپاره په یوې سترې ننګونې باندې بدلیږی. په دې برخه کې ښکاره او پټ لاسونه شته چې په سیمه کې د نیابتي سیالیو د دوام لپاره د ترهګرو ډلو له میکانیزمونو څخه کار اخلي، خو د دغو ډلو د شتون او واک د ترلاسه کولو بهیر په هکله متضاد روایتونه موجود دي. ځينې راپورونه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ترهګرو ډلو د فعاليتونو پراخوالي ته اشاره کوي او ځينې راپورونه د القاعدې او داعش په څېر ډلو د تروريستي فعاليتونو د کموالي خبره کوي، خو حقيقت څه دى؟ څرګنده ده چې د بېلا بېلو هېوادونو رسنۍ په دې هکله د خپلو ګټو په اساس راپورونه ورکوي. د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د کنټرول په برخه کې د طالبانو د مثبتو کړنو توجیه کول کیدی شي تحلیل شي، خو هغه څه چې لیدل کیږي هغه دا دي چې دغه مغرضانه راپورونه د افغانستان ټول واقعیتونه په روښانه توګه نشي بیانولی. یو متقاعد امریکايي قوماندان په دې هکله د خبرو پر مهال وویل چې زه د کابل په پرېښودلو ډېر پښېمان یم. د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) پخواني قوماندان فرانک مکینزي چې د کابل د سقوط پر مهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومانده په غاړه درلوده، ویلي چې هغه له افغانستان څخه د وتلو د پریکړې په اړه «ډېر پښېمان» دی. نوموړي له فاکس نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، «زه باور لرم چې تاریخ به دا قضاوت وکړي چې څنګه امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل یوه ستره تېروتنه ده». جنرال مکینزي وویل چې هغه لا هم فکر کوي چې «امریکا باید په افغانستان کې سرتیري ولري» او هغه د سینټکام د قوماندانانو د دې ارزونې ملاتړ کوي چې وایي د داعش ظرفیت به لوړ شي او له ا

ځواب ورکړئ

د افغانستان ټول خلک بې وزله دي، خو په افغانستان کې د بدخشان ولایت خلک د نورو په پرتله ډیر بې وزله دي. دویم، بدخشان ولایت زیات معدنونه لري، خو دولت په دې معدنونو کار نه دی پیل کړی، چې له امله یې د بدخشان ولایت خلک پرې بوخت دي. له دې ټکي څخه زما اصلي هدف څه دی؟ د افغانستان خلک له څو کلونو راهیسې په نامعلومه جګړه کې ښکېل دي، چې اصلي لامل یې بېکاري ده. د افغانستان د خلکو لپاره، تر ټولو لومړی، دا مهمه ده چې د خپلو ماشومانو لپاره ډوډۍ پیدا کړي. دا مهمه نه ده چې حلاله ده که حرامه، ځکه زموږ اکثریت خلک بې سواده دي او په عین حال کې بېکاره دي او کار نه لري. که د افغانستان اوسنی حکومت غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه راکم کړي، باید خپلو خلکو ته مسؤلیت ورکړي. د اسلامي امارت حکومت باید د ساختماني کارونو ترسره کولو ته لومړیتوب ورکړي ځکه ډېر خلک په دې برخه کې بوختېدلی شي. ښایي زموږ هغه ځوانان چې د پیسو د موندلو په موخه له ترهګرو ډلو سره یو ځای کیږي، د کار موندلو په صورت کې دغسې ناوړه کار ونه کړي. هر حکومت چې غواړي پر ضد یې مقابله ونشي، باید زموږ ځوانانو ته د کار او زده کړې زمینه برابره کړي. که یوه دولتي مامور ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېږي، د یوه کس پر ځای دې دوه کسان وګماري او هماغه معاش دې د دوو کسانو تر منځ ووېشل شي، څو خلک په کار بوخت شي او جګړه بنده شي.

ځواب ورکړئ

د دغو ترهګرو ډلو شتون نه یوازې د بدخشان د خلکو لپاره، بلکې د ټول افغانستان د خلکو لپاره د اندېښنې وړ دی. که نړۍ واله ټولنه د دغو تروريستي ډلو مرکزونه له منځه نه وېسي، افغانستان به يو ځل بيا د نړۍ وال تروريزم په مرکز باندې بدل شي او کورنۍ جګړې، وژنې، ځانمرګي بريدونه او سړي تښتونې به پيل شي، چې زیان به یې وطن ته ورسېږي. بیا به د ټولو خلکو لپاره ستونزمن شي. هيله لرو چې نړۍ واله ټولنه دې ټکي ته جدي پاملرنه وکړي او افغانستان بيا د پخوا په څېر له کثافاتو ډک نشي. موږ هم انسانان یو او د ژوند کولو حق لرو.

ځواب ورکړئ