تروريزم

په کندوز کې د شیعه ګانو پر جومات د داعش له خونړي برید څخه دوه کاله وروسته، د قربانیانو کورنۍ انصاف غواړي

د محمد قاسم راپور

یو سړی د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې په ۱۷مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د داعش خراسان څانګې یوه ځانمرګي بمي بریدګر لږ تر لږه ۶۰ لمونځ کوونکي ووژل، په کندوز کې د سید اباد ګذر جومات ته ور اوښتي زیانونه ګوري. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو سړی د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې په ۱۷مه، یوه ورځ وروسته له هغه چې د داعش خراسان څانګې یوه ځانمرګي بمي بریدګر لږ تر لږه ۶۰ لمونځ کوونکي ووژل، په کندوز کې د سید اباد ګذر جومات ته ور اوښتي زیانونه ګوري. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کندوز -- په کندوز ښار کې د شیعه ګانو پر عبادت ځای له تر ټولو خونړي برید څخه دوه کاله وروسته، د قربانیانو کورنۍ د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوي.

د داعش خراسان څانګې د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې په ۱۶مه د سید اباد ګذر په جومات کې د شوي ځانمرګي بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست. دغه برید تر ۶۰ ډېر کسان ووژل او شاوخوا ۱۰۰ نور یې ټپیان کړل.

د کندوز ښار اوسېدونکي غلام محمد هاشمي چې ۳۵ کاله عمر لري، په بمبارۍ کې خپل ورور له لاسه ورکړ او له هغه وخت راهیسې د خپل ورور د مېرمنې او درې اولادونو پالنه کوي.

هاشمي وویل، «زما ورور یو کارګر سړی و چې د ورځې په مزدورۍ به یې د خپلې کورنۍ لپاره روزي پیدا کوله، خو قاتل داعش هغه د تل لپاره له موږ څخه واخیست.»

خپلوان د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې په ۱۷مه په یوه هدیره کې د یوه ځانمرګي برید د یوه قرباني جسد لېږدوي. برید د کندوز د سید اباد ګذر په جومات کې عبادت کوونکي په نښه کړل. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

خپلوان د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې په ۱۷مه په یوه هدیره کې د یوه ځانمرګي برید د یوه قرباني جسد لېږدوي. برید د کندوز د سید اباد ګذر په جومات کې عبادت کوونکي په نښه کړل. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هاشمي چې په هغه ورځ ټپي شوی و، وویل، «هر ځل چې زه هغه برید رایادوم، په فکرونو کې ډوب شم. داعش زما د سترګو په وړاندې زما څو خپلوان شهیدان کړل.»

هغه پر افغان چارواکو او نړۍ والې ټولنې غږ وکړ چې د داعش خراسان څانګې هغه غړي محاکمه کړي چې د دغه وحشتناک بمي برید د پلانولو او ترسره کولو مسؤل دي.

۳۸ کلن سید عسکر هاشمي وویل چې هغه به هېڅکله هم د داعش خراسان څانګې وحشتناک جنایت هېر نکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، هغه ورځ هغه خپل ورور او څلور د تره زامن له لاسه ورکړل.

هاشمي وويل، چې اوس يې کورنۍ له اقتصادي او رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د دولت او مرستندویو ادارو هېڅ ډول ملاتړ او غندنه د دغو کورنيو درد نشي کمولی.

هغه وویل، «داعش یوه وحشي ډله ده چې د هیچا پروا نه کوي. داعش بې ګناه خلک وژني او څو کورنۍ یې ویجاړې کړي دي. د داعش په بریدونو کې ډېرو ښځو خپل مېړونه او ماشومان له لاسه ورکړي او ژوند یې تباه شوی دی.»

هاشمي پر نړۍ والې ټولنې په ځانګړې توګه پر نړۍ والو محاکمو غږ وکړ، چې د دې وژنې عاملين وڅېړي او د قربانيانو کورنيو ته انصاف ورکړي.

د داعش د بریدونو وېره

د کندوز د برید د نورو قربانیانو د کورنیو غړو ویلي چې هغوی وېره لري چې داعش به د شیعه ګانو وژنې او ډله ییزې وژنې ته دوام ورکړي.

د داعش خراسان څانګې په وروستیو کلونو کې د شیعه ګانو په یو شمېر جوماتونو او نورو ملکي هدفونو باندې بمي بریدونه ترسره کړي دي.

په کندوز کې له برید یوه اونۍ وروسته، د ۱۴۰۰ لمریز د تلې په ۲۳مه په کندهار ښار کې د شیعه ګانو په فاطمیه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۳۳ کسان ووژل او ۷۴ نور یې ټپیان کړل.

همدا تېره اونۍ د جمعې په ورځ /د تلې ۲۱مه/، د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د امام زمان پر جومات د داعش ډلې یوه بل برید، د روغتون د چارواکو او عیني شاهدانو په وینا، لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل.

۲۴ کلن غلام رباني موسوي چې د سید اباد ګذر جومات په برید کې یې خپل پلار له لاسه ورکړی و، وویل هغه اندېښمن دی چې داعش به پر عبادت کوونکو او ملکي وګړو نور بمي بریدونه وکړي.

هغه یادونه وکړه چې، «په هغې توره ورځ ما خپله ناروغه مور د درملنې لپاره کابل ته بوولې وه. کله چې زما مور په جومات کې زما د پلار په شهادت خبره شوه، هغه بې هوښه شوه او روغتیایي حالت یې لا پسې بدتر شو.»

هغه وویل، «زما کورنۍ او ما له هغه وخت راهیسې ښه ورځ نه ده لیدلې. زما د پلار تللو سره زموږ ژوند تباه شو.»

موسوي سلام ټایمز ته وویل، «د قربانیانو کورنۍ د دې ترهګرې ډلې پر وړاندې جدي مبارزه غواړي، څو هغه له منځه وېوړل شي. د دې بې رحمه ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره د خلکو خوځښت او بهرني ملاتړ ته اړتیا ده.»

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي، ۵۲ کلن سعید الله اکبري وویل، د داعش خراسان څانګې په تېرو دوو کلونو کې خپل فعالیتونه زیات کړي او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې ډېر پېچلي بریدونه تنظیم کړي دي.

هغه وويل، «موږ په تېرو دوو کلونو کې په کابل، هرات، بلخ او نورو ولايتونو کې پر جوماتونو، ښوونځيو او د استوګنې پر سيمو بريدونه ليدلي دي. زه ډارېږم چې زموږ په ولایت کې به دا ډول وژونکي بریدونه یو ځل بیا ترسره شي او یو ځل بیا به بې ګناه خلک ووژل شي.»

هغه وویل، «هر کله چې زه ګڼه ګوڼه وینم یا جومات ته ځم، زه په خپل زړه کې د داعش د شوني برید په هکله سخته وېره لرم.»

د داعش خراسان څانګې ګواښ په زیاتېدو دی

افغان سیاسي او پوځي شنونکي خبرداری ورکوي، چې که مهار نشي، داعش به د دې وړتیا ولري چې په بهر کې بریدونه وکړي.

په فرانسه کې مېشت د پوځي چارو شنونکي عبدالحفیظ صمدي وویل، داعش خراسان څانګه په افغانستان کې پیاوړی کیږي او هڅه کوي نورو هیوادونو ته نفوذ وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د تلې په ۲مه د داعش شاوخوا ۲۸ غړي په ایران کې ونیول شول، چې دا په خپله د دې ډلې د خپرېدلو شتون په ګوته کوي.»

د داعش خراسان څانګې د زمري په ۸مه د پاکستان په شمال لویدیځ کې، چې د افغانستان سره پولې ته نږدې دی، د یوه ځانمرګي بمي برید مسؤلیت هم په غاړه واخیست. یادې ډلې په یوه سیاسي لاریون کې لږ تر لږه ۵۴ کسان ووژل او شاوخوا ۲۰۰ نور یې ټپیان کړل.

صمدي د هغو بریدونو په حواله چې د بلخ والي او د بدخشان مرستیال والي یې ووژل، وویل، «له بده مرغه، داعش په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې لوی بریدونه کړي دي.»

د کب په ۱۸مه، د داعش خراسان څانګې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د بلخ د والي محمد داوود مزمل په دفتر کې دننه خپل چاودېدونکي توکي وچول، هغه او دوه تنه یې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

مزمل په خپله پخوانۍ دنده کې د ننګرهار د والي په توګه د داعش پر وړاندې د جګړې مشري کوله.

دوه ورځې وروسته داعش په مزارشریف کې د تبیان کلتوري مرکز کې د رسنیو د درناوي پرځای کولو په مراسمو کې چاودنه وکړه.

د داعش خراسان څانګې د تبلیغاتي اژانس اعماق په وینا، برید د «سوغات (پارسل) بم چې د داعش جنګیالیو ځای پرځای کړی و او وچولو» په وسیله ترسره شو.

د پولیسو په وینا لږ تر لږه درې کسان ووژل شول، او څو خبریالان او درې ماشومان ټپیان شول.

په ورته وخت کې، د غبرګولي په ۱۶مه او ۱۷مه په پرله پسې چاودنو کې، د داعش بریدګرو لومړی د بدخشان سرپرست والي نثار احمد احمدي په داسې حال کې وواژه، چې د ولایت مرکز فیض اباد ته د کار لپاره روان و. موټروان هم ووژل شو او شپږ تنه نور ټپیان شول.

بیا د احمدي د جنازې پر وخت یوه بل بریدګر لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل او ۳۰ یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه اوس هم حیران یم چې داعش ولې ولسي وګړي په ځانګړې توګه شیعه وروڼه په نښه کوي؟ دا ظالمان د اسلام په نوم مسلمانان وژني او بیا په جومات کې خلک وژني! باور وکړئ، د هغو ډلو له جملې څخه چې زه ترې تر ټولو زیاته کرکه لرم هغه د داعش وحشي ترهګره ډله ده. دې ډلې د اسلام مبارک او سپېڅلی دين د نړۍ خلکو ته د وېرې او کرکې دین معرفي کړی دی، په داسې حال کې چې دا د انسان حسد دی او د اسلام مبارک دين له داسې خلکو کرکه کوي او ورته په بده سترګه ګوري.

ځواب ورکړئ

دا د حیرانتیا وړ ده چې داعش یوه وحشی او ترهګره ډله ده چې یوازنۍ موخه یې د خلکو وژل دي. نړیوال تمویلونکي او داعش یوازې په افغانستان کې د شیعه او سني تر منځ اختلافات رامنځته کوي څو دغه دوه مذهبي ډلې یوه له بلې سره په یوه دوامداره جګړه کې مخامخ کړي او بس.

ځواب ورکړئ

څومره ظلم چې په دا پنځوس کالونو کې په افغانانو او افغانستان وشو، که په بل هېواد شوی وای، اوس به یې خلک ټول یا مړه وای یا به لېوني وای. بدبختانه چې له چنګېزانو او انګرېزانو رانیولې تر روسانو او ناټو پورې ټولو یرغلګرو په افغانانو باندې ظلمونه وکړل او اوس یې هم کوي. دا افراطي ډلې چې یو طرف ته د اسلام نوم بدوي او بل طرف ته خلک وژني، نه اسلام پورې تړاو لري او نه مسلمانانو پورې. دا اکثر د بهرنیو استخباراتي ادارو نایب ګروپونه دي چې د افغانانو د وژلو او د اسلام د نوم بدولو لپاره جوړې کړای شوي دي. اکثر دا ډول پروژې لویو نړۍ والو زبرځواکونو پورې تړاو لري چې د پاکستان او ایران د استخباراتي ادارو له خوا تطبیق کیږي او هدف یې د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول دي. شیعه، سني، پښتون، تاجک، هزاره، ازبک...دا ټول د افغانستان د باغ ګلان دي. مونږ هم د پښتون په مرګ خفه کیږو هم د هزاره، ازبک او تاجک. دغه راز هم د سني په مرګ خفه کېږو او هم د شیعه. خدای دې وکړي چې نور افغانستان کې امن ټینګ شي. وماذالک علی الله بعزیز

ځواب ورکړئ

چې د امریکا د نیویارک ماڼیو د پېښې قربانیانو کورنۍ د خپل او خپلوانو لپاره کابو شل کاله وروسته انصاف غواړي، نو افغانان هم حق لري چې د خپل د کورنۍ غړیو لپاره دوه کاله وروسته د انصاف غوښتنه وکړي. که په نړۍ کې انصاف وي او د بشر حقوقو بنسټونو امریکا او نورو د خپلو ګټو لپاره نه وي جوړ کړي، د افغان بچیانو د شل کلنې وژنې او زورونې لپاره دې هم انصاف وشي. افغانان هم انسانان دي او په تېرو شلو کلونو کې چې د بهرنیو د دسیسو څومره ښکار شول یوازې الله پوهېږي. امریکا، برتانیې او بل او بل د نړۍ په سطحه د لا مترقي کېدو په خاطر ځانته پلانونه جوړ کړي، خو وروسته پاتې هېوادونو لکه افغانستان کې یې ډلې ټپلې جوړې کړي او یو بل په خپلو کې پرې وژني، څو همدا د نړۍ مترقي هېوادونه پرې راج وچلوي. لهذا افغان ټول ولس ته دې انصاف ورکړل شي. داسې چې: که چا تله د انصاف په لاس کې درکړه، د بل اس او خپل ټټو سره برابر کړې. اوس چې کندوزیانو د انصاف لپاره غږ پورته کړی، پکار ده چې د انسانیت په سترګه ورته وکتل شي او غږ یې واورېدل شي. او کوم کسان یې چې په دغه ډول پېښو کې له لاسه ورکړي باید د هغو دقیقه څېړنه وشي.

ځواب ورکړئ

هغه چاودنې چې په افغانستان کې کیږي زموږ د ګاونډیو هیوادونو ناوړه دسیسه ده. دا ناشونې ده چې د افغانانو قاتلین دې په نړۍ والو محکمو کې محاکمه شي، بلکې هغوی به لا نور امتیازات ترلاسه کړي، ځکه د جمهوريت په شل کلنه دوره کې د افغانانو ټول قاتلین پر افغانانو حاکم ول. د جمهوري ریاست ۷۰٪ چارواکي د افغانستان د خلکو قاتلین وو. چا محاکمه کړل؟ دا په داسې حال کې ده چې د دوی کورونه هم ښکاره وو. د افغانستان بې وزله ولس دې دا فکر نه کوي چې قاتلین به یې په نړۍ واله محکمه کې محاکمه شي. په دې وډار شئ چې ښوونځي، د پلازمېنې چوکونه، هوایي ډګر یې په نومونو ونه نومول شي. تاسو د کندوز ولایت مظلوم ولس هیڅکله دې ته انتظار مه باسئ چې د بې ګناه افغانانو قاتلین په نړۍ واله محکمه او یا په کورنۍ محکمه کې محاکمه شي. داسې هېڅکله هم نه کیږي.

ځواب ورکړئ