امنیت

د داعش اویغوری ځانمرګی بمي بریدګر له چین سره د طالبانو خطرناکې اړیکې په ګوته کوي

د سلیمان راپور

طالب جنګیالي د تلې په ۱۶مه په کندوز کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته د شیعه ګانو په یوه جومات کې دننه پلټنه کوي. [ای اېف پي]

طالب جنګیالي د تلې په ۱۶مه په کندوز کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته د شیعه ګانو په یوه جومات کې دننه پلټنه کوي. [ای اېف پي]

کابل -- شنونکي خبرداری ورکوي چې، په داسې حال کې چې طالبان له چین سره د یوه اتحاد د جوړولو په لور پرمختګ کوي، د افغانستان امنیت او ثبات ته خطر زیاتېږي.

هغوی وایي،‌ تېره اونۍ په کندوز کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې چاودنه په چین باندې د ملاتړ لپاره د تکې کولو د خطرونو یوه بېلګه ده.

د تلې د ۱۶مې د چاودنې مسؤلیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست او ویې ویل چې ځانمرګی بمي بریدګر «د اویغوریانو له ډلې څخه وو، چې طالبانو یې د چین د غوښتنو او په سینکیانګ کې د چین د مسلمان ضد سیاستونو د تطبیق په لړ کې د اېستلو ژمنه کړې ده

ځایي خلکو وویل چې دغې چاودنې شاوخوا ۱۰۰ تنه شیعه مسلمانان ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل. دا د افغانستان په اقلیت ټولنه باندې، چې د داعش، القاعدې او طالبانو په څېر سني مسلمان افراطیان یې مرتد بولي، د بریدونو د لړۍ تر ټولو تازه کړۍ وه.

داعش د محمد په نامه د یوه اویغوري ځانمرګي بمي بریدګر یو عکس آنلاین خپور کړی دی. هغه د تلې په ۱۶مه د افغانستان په کندوز کې د شیعه ګانو په یوه جومات باندې برید ترسره کړ. [آرشیف]

داعش د محمد په نامه د یوه اویغوري ځانمرګي بمي بریدګر یو عکس آنلاین خپور کړی دی. هغه د تلې په ۱۶مه د افغانستان په کندوز کې د شیعه ګانو په یوه جومات باندې برید ترسره کړ. [آرشیف]

د طالبانو یو بنسټ اېښودونکی ملا عبدالغني برادر (چپ) د زمري میاشتې په لومړیو کې له چین څخه د طالبانو د یوه پلاوي د لیدنې په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدل کیږي. [ای اېف پي]

د طالبانو یو بنسټ اېښودونکی ملا عبدالغني برادر (چپ) د زمري میاشتې په لومړیو کې له چین څخه د طالبانو د یوه پلاوي د لیدنې په ترڅ کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره لیدل کیږي. [ای اېف پي]

د اویغوریانو تړاو

ازادۍ راډېو د تلې په ۱۳مه راپور ورکړ چې طالبانو په ۱۳۷۰مو کالونو کې د خپلې واکمنۍ پر وخت اویغوري ګروپونو ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکړې وه، لاکن اوس طالبان له چین سره د افغانستان د پولې نږدې برخې څخه اویغوري اورپکي شړي.

شنونکي وایي، دغه حرکت د بیجینګ او طالبانو تر منځ چې غواړي د چین امنیتي اندېښنې له منځه وېسي، زیاتېدونکې همغږي په ګوته کوي.

بیجینګ ډارېږي چې د سینکیانګ اویغور بېلتون غوښتونکي به له افغانستان څخه د موضع جوړونې د مرکز په توګه کار واخلي. د چین لپاره په ځانګړې توګه د اندېښنې ټکی د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت (اي ټي آی اېم) او د هغه ځایناستي د ترکستان اسلامي ګوند (ټي آی پي) سره د طالبانو اړیکې دي.

بیجینګ د اي ټي آی اېم او ټي آی پي له شتون څخه په سینکیانګ کې د خپلې ځپنې د توجیه کولو لپاره کار اخلي، په داسې حال کې چې له ۱۳۹۶ کال راهیسې په سیمه کې د هېڅ ترهګریزو پېښو په هکله راپورونه راغلي نه دي.‌

چینایي مقاماتو له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او د قزاقانو او قرغزیانو په ګډون نور ترکي مسلمانان «د سیاسي زده کړو» په سینکیانګ کې په سلګونو کمپونو کې، چې له محاکمې څخه د مخکې وخت توقیف ځایونه او زندانونه دي، بندیان کړي دي.

بیجینګ له دغو مرکزونو څخه «د حرفوي روزنې مرکزونو» په توګه دفاع کوي او وایي هدف یې دا دی چې ترهګري له منځه وېسي او کاري فرصتونه زیات کړي.

خو راپورونه وایي چې دغه مرکزونه توقیف ځایونه دي چې خلک په خپله خوښه نه ورځي او د ځینو په اند د «اجباري کار کمپونو» ته ورته دي چې وحشتناکې ځورونې په کې ترسره کیږي.

طالبان د قدرت او شتمنۍ لټون پسې دي

د سیاسي‌ چارو افغان شنونکی فرید منیر وایي، طالبان دعوه کوي چې له اسلام څخه دفاع کوي، لاکن وروستي کارونه یې ښیي چې هغوی نه د اسلام د خوندي کولو یا د افغانستان د ازادۍ لپاره جنګ کوي بلکې د قدرت او شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره جنګیږي.

هغه وویل، «د اویغوري مسلمانانو له کورونو څخه د هغوی اېستل یو د نه انکار وړ کار دی چې طالبان یې د چین د حکومت د سیاسي ملاتړ او مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره کوي،»

منیر وویل، «په داسې حال کې چې یو طرف ته طالبان ادعا کوي چې اسلامي ارزښتونه ساتي او اسلامي نظام جوړوي، بل طرف ته، هغوی د خپلو شعارونو پر خلاف د چین حکومت سره داسې یو پلان جوړ کړی ترڅو په افغانستان کې میشت ایغوري مسلمانان وځپي او د چین سیاسي او اقتصادي ګټې خوندي کړي.»

هغه وویل، له بده مرغه چې د اویغوریانو په ځپلو کې له چین سره د طالبانو همکاري به حتما د طالبانو پر وړاندې د هغوی غوسه راوپاروي، او هغوی به د کندوز د ځانمرګي بمي برید په څېر نور بریدونه ترسره کړي.

په کابل کې د سید رفیع الله په نامه د یوه درملتون مالک چې ۳۵ کاله عمر لري،‌ وویل، چین په اویغوري مسلمانانو باندې په بېلابېلو طریقو ظلمونه کوي او په دې لړ کې د هغوی سړي او ښځې د زندانونو د میلو تر شا اچوي او ظالمانه شکنجې ورکوی او ظلمونه پرې کوي.

هغه وویل، «له بده مرغه چې، طالبانو له بیجینګ سره لاس یو کړی ترڅو په افغانستان کې اویغوري اورپکي جنګیالي‌ له منځه وېسي او د چین د حکومت اجندا مخته ویسي.»

رفیع الله وویل، که طالبان د چین حکومت سره اړیکو ساتلو ته دوام ورکړي او د بیجینګ په استازیتوب اویغوریان او د چین نور مخالفین وځپي، اویغوریان به خپلو انتقامونو ته دوام ورکړي.‌

هغه وویل، «په داسې حالاتو کې به طالبان د ډېرو نورو بې ګناه افغانانو د وژلو مسؤل وي.»

افغانستان ته د چین د جنګ صادرول

په لندن کې د سیاسي علومو یوه افغان شنونکي عزیزالدین معارج وویل، چین د اویغوریانو د جغرافیوي‌ پراختیا او اي ټي آی اېم په هکله اندېښنې لري او هڅه کوي چې د هغوی د مهارولو لپاره له طالبانو سره ځواکمنې اړیکې جوړې کړي.‌

هغه وویل، «په داسې حال کې چې اویغوریانو له داعش سره صمیمي اړیکې جوړې کړي، طالبان او چین اویغوریانو ته د خپل شریک دښمن په سترګه ګوري،» او زیاته یې کړه چې چین تمه لري ترڅو طالبان به په سرحدي سیمو کې د اویغوریانو پټنځایونه ویجاړ کړي.

هغه وویل، افغانان باید متوجه اوسي ځکه چین غواړي چې له طالبانو څخه په استفادې سره اویغوریان وځپي، خپل داخلي جنګ افغانستان ته راکش کړي، او په دې توګه افغانان د تاوتریخوالي په یوه بله خبیثه دایره کې ایسار کړي.

معارج وویل، «له چین سره د طالبانو په هر ډول ژمنتیا کې باید د افغانستان ملي ګټې په پام کې ونیول شي ځکه د اویغوریانو ځپل په هېواد کې وضعیت ډېر بې ثباته کوي.»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد واثق الله حکمت وویل،‌ له افغانستان څځه باید د نورو د نیابتي جنګونو لپاره کار وانه خیستل شي.

هغه وویل، «افغانستان باید یو خپلواک هېواد وي ځکه چې له تاریخي پلوه په نورو هېوادونو باندې د افغانستان تکیه تل زموږ په زیان تمامه شوې ده.»

هغه وویل، که طالبان هر هغه څه چې بیجینګ یې ترې غواړي وکړي، تاوتریخوالی به لا نور زیات شي.

حکمت وویل، «چین هېڅکله هم له افغانانو سره مرسته نه ده کړې. که هغه له طالبانو سره د ملاتړ ژمنه کړې وي، په غبرګون کې یې له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې اویغوریان وځپي.»

هغه وویل، د کندوز په جومات کې مرګونی بمي برید د داسې تاوتریخوالي یوه بېلګه ده چې اویغور اورپکي او داعش کولی شي ترسره یې کړي.

داسې اتحاد چې خطرناکې پایلې لري

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د نړۍ والو چارو یوه محصل حبیب ستانکزي وویل، د چین رژیم له طالبانو څخه په افغانستان او بهر کې د خپلو سیاسي، امنیتي او اقتصادي هدفونو د ترسره کولو لپاره کار اخلي.‌

هغه وویل، طالبانو چې د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي، په هر قیمت، حتی د خپلو اویغوري مسلمانو ورونو د په نښه کولو په قیمت د بیجینګ ملاتړ کړی دی.‌

ستانکزي وویل،‌ «د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې، په روانه شخړه کې په سلګونو زره افغانان ووژل او ټپيان شول، لاکن چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه غړي په توګه،‌ هېڅکله هم داسې ګام وانه خیست چې د جنګ په درولو کې مرسته وکړي یا د افغانانو وژل کېدل وغندي.»

هغه وویل، «له چین سره د طالبانو نامناسبې اړیکې په هېڅ توګه زموږ د هېواد په ګټه نه دي،» او زیاته یې کړه چې بیجینګ یواځې خپلې ګټې لټوي او د دې پروا نه کوي چې آیا اویغوریان له چین څخه بهر ځانمرګي بریدونه کوي که له داعش سره اتحاد رامنځته کوي.‌

ستانکزي وویل، «له چین سره د طالبانو د نږدې اړیکو جوړول به د افغانستان لپاره خطرناکې پایلې ولري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ای بيغيرتانو په يوه کې هم خلک نه پريږدئ، که خارجي مسلمانانو ته ځای ورکړي هم ورپسې غاپئ چې ولې! که يې نه پريږدي او شړي يې هم ورپسې غاپئ.

ځواب ورکړئ

او کله چی وحشی امریکا د داعش استازیتوب کوی!

ځواب ورکړئ

مونږ په قندوز کې په افغانانو باندې شوی ځانمرګی برید په کلکو ټکو غندو. شیعه او سني دواړه مسلمانان دي او په ټوله کې مونږ ټول انسانان یو. الله تعالی انسان ته ډېر عزت ورکړی دی. هیڅ انسان باید ونه وژل شي. په چین کې د مسلمانانو پر ضد د چین د حکومت ناوړه چلند د غندلو دی او مونږ یې غندو. مونږ له ملګرو ملتونو، اسلامي کانفرانس سازمان، اروپایي اتحادیې او نورو مهمو او لویو سازمانونو څخه غواړو چې په دې هکله له چین سره خبرې وکړي، څېړنیز هیئتونه ور ولیږي او هلته د مسلمانانو او نورو اقلیتونو په حال ځانونه خبر کړي او د هغو په رڼا کې له چین سره چلند وکړي.

ځواب ورکړئ

په چین باندې اعتبار کول سیند ته د افغانستان د غورځولو معنی لري. امریکا، چین، روسیه او نور لوی ځواکونه باید په واقعي توګه په افغانستان کې د سولې لپاره کار وکړي.

ځواب ورکړئ

فه تاسو نور سوک اعتبار ونکړی فه نیمه لار کی خلک فریدی دیر بد خلک یاست صلیبیانو

ځواب ورکړئ