امنیت

افغانان وېره لري چې د داعش خراسان څانګه به د طالبانو په واکمنۍ کې بیا سر راپورته کړي

د محمد قاسم راپور

د طالبانو د ډلې غړي د وږي په ۲۷مه په جلال اباد کې د یوې چاودنې ساحه ګوري. د روغتون یوه چارواکي او ځایي رسنیو وویل چې په جلال اباد کې په څو بمي بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول.‌ د څو وروستیو بریدونو مسؤلیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د طالبانو د ډلې غړي د وږي په ۲۷مه په جلال اباد کې د یوې چاودنې ساحه ګوري. د روغتون یوه چارواکي او ځایي رسنیو وویل چې په جلال اباد کې په څو بمي بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول او ۱۹ نور ټپیان شول.‌ د څو وروستیو بریدونو مسؤلیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه واخیست.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کندوز -- د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته، افغانان په خپل هېواد کې د داعش د فعالیت د زیاتېدلو په هکله ژورې اندېښنې څرګندوي.

په داسې حال کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د داعش ګواښ کمزوری ګڼي، په ساحه کې موجود خلک او قوماندانان ورته په کمه سترګه نه ګوري.‌

د تحریک د استخباراتي خدمتونو دوو غړو روانه میاشت رویټرز ته وویل چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د وروستیو بریدونو څېړنو ښودلې چې د داعش خراسان څانګه اوس هم خطر دی، البته د خاورې د نیولو لپاره کافي شمېر جنګیالي او امکانات په لاس کې نه لري.

د داعش خراسان څانګې اورپکي د ورته تکتیکونو څخه کار اخليچې طالبانو به د حکومتي چارواکو او د مدني ټولنې د څېرو د په نښه کولو لپاره ځینې کار اخیست؛ د موټرو په لاندې برخه کې ډیری د مقناطیسي بمونو نښلول.

داخلي بې ځایه شوې افغانې کورنۍ چې د طالبانو او د هغه وخت د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې له امله له کندوز، تخار او بغلان ولایتونو څخه بې ځایه شوې وې، د زمري په ۲۰مه د کابل په سرای شمالي سیمه کې د خپلو موقتو خېمو تر څنګ روانې دي. په کندوز او ننګرهار ولایتونو کې د داعش خراسان څانګې د بیا سر راپورته کولو د ګواښ له امله خلک د لا نورو ماتو وېره لري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوې افغانې کورنۍ چې د طالبانو او د هغه وخت د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې له امله له کندوز، تخار او بغلان ولایتونو څخه بې ځایه شوې وې، د زمري په ۲۰مه د کابل په سرای شمالي سیمه کې د خپلو موقتو خېمو تر څنګ روانې دي. په کندوز او ننګرهار ولایتونو کې د داعش خراسان څانګې د بیا سر راپورته کولو د ګواښ له امله خلک د لا نورو ماتو وېره لري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

خو اوس همدغه بریدونه پخپله طالبان په نښه کوي.

د طالبانو یوه استخباراتي چارواکي ریوټرز ته وویل، «موږ دغو مقناطیسي بمونو ته چې یو وخت موږ د خپلو دښمنانو د په نښه کولو لپاره استعمالول اندېښنه لرو. موږ اندېښنه لرو چې که هغوی په بریاليتوب سره مهار نه کړای شي، کېدی شي چې هغوی زموږ مشران په نښه کړي.»

د زمري په میاشت کې د ملګرو ملتونو یوه راپور یاده کړه چې، د داعش خراسان د قوت وروستي اټکلونه ښیي چې هغوی له ۵۰۰ څخه تر څو زرو پورې فعال جنګیالي لري.‌

خو د طالبانو له خوا د دوبي د یرغلونو په ترڅ کې د محبسونو د ماتېدلو په نتیجه کې د داعش ډېر اورپکي ازاد شول.‌

مرګوني بریدونه په ډېرېدلو دي

د داعش خراسان څانګې په وروستیو کالونو کې په افغانستان کې د ځینو ډېرو مرګونو بریدونو مسؤلیت پر غاړه درلود، چې په جوماتونو، زیارتونو، څلورلارو او حتی روغتونونو کې یې ملکي خلک په ډله ییز ډول ووژل.‌

دغې ډلې د وږي په ۴مه د کابل هوایي ډګر سره نږدې د یوه ویجاړوونکي ځانمرګي بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې له ۱۰۰ څخه ډېر افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر یې ووژل.‌

ای اېف پي راپور ورکړ چې، د داعش خراسان څانګې دغه راز د وږي په ۲۸مه په جلال اباد کې «د طالبانو په یوه موټر» باندې د یوه «بمي برید» او له هغه مخکې «د طالبانو د موټرو» د په نښه کولو لپاره «د درې جلا جلا بمي بریدونو» مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

شاهدانو ځايي رسنیو ته وویل چې ګڼ شمېر طالب جنګیالي روغتون ته انتقال کړای شول او د دغو چاودنو په لړ کې لږ تر لږه دوه کسان ووژل شول.

د داعش ډلې د تبلیغاتي رسنۍ اعماق د راپور له مخې، د داعش خراسان څانګې تېره چارشنبه او پنجشنبه /د وږي ۳۱مه او د تلې ۱/ په جلال اباد کې د طالبانو پر ضد درې نور بریدونه ترسره کړل، چې شپږ تنه طالبان یې ووژل.

محلي رسنیو وویل چې درې تنه ملکیان ووژل شول.

دغه راپورونه په خپلواک ډول تایید نه شول.

په ورته وخت کې، د کندوز اوسېدونکي وایي چې د داعش خراسان څانګې د حزب التحریر ممنوع ډلې سره په همغږۍ کې په خان اباد، دشت ارچي، امام صاحب، قلعه زال او چار دره ولسوالیو او دغه راز د کندوز ښار په لمنو کې پټ بریدونه ترسره کړي دي.‌

په خان اباد کې یوه قومي مشر میر حیدر خالقي وویل، د وږي په ۱۱مه د ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو یو پیک آپ موټر د یوه مقناطیسي بم په وسیله په نښه کړای شو.‌

په برید کې څلور طالب جنګیالي ووژل شول او درې نور ټپیان شول چې خالقي یې پړه د داعش خراسان څانګې باندې ور واچوله.

د سید ولي میرزا زاده په نامه یوه اوسېدونکي وویل، د وږي په ۲۳مه د داعش خراسان څانګې اورپکو د کندوز ښار د ۶مې ناحیې په تلوکه سیمه کې د طالب جنګیاليو په یوه کاروان باندې برید وکړ.

هغه وویل، «د باوري معلوماتو په اساس، د داعش خراسان څانګې اورپکو هغه کاروان ته کمین ونیو چې کندوز ښار ته روان وو،» او زیاته یې کړه چې د رامنځته شویو درنو نښتو په ترڅ‌ کې د داعش خراسان څانګې درې طالب جنګیالي ووژل او د هغوی وسلې یې ونیولې.

د قدیمه زاخېلو، خمدان زاخېلو،‌ علي خېلو او سه درک په ګډون د کندوز په ګڼ شمېر سیمو کې د مشهورو قومي مشرانو او د پخواني حکومت د چارواکو وژنې او تښتونې په ډېرېدلو دي.‌

د طالبانو په لیکو کې بې باوري

طالبانو په مکرر ډول څرګنده کړې چې هغوی به هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه په هېواد کې نا ارامي راپورته کړي یا په نورو هېوادونو باندې بریدونه ترسره کړي.

خو ځینې شنونکي وایي چې د دغې ډلې له خوا د واک په بېرته ترلاسه کولو سره د داعش خراسان او القاعدې په څېر ګروپونه، چې په ۱۳۷۵ - ۱۳۸۰ کې په هېواد کې د طالبانو په واکمنۍ کې یې له افغانستان څخه خپل مرکز جوړ کړی وو، پياوړي شوي دي.

د کندوز اوسېدونکي وایي چې په دغه ولایت کې د داعش خراسان څانګې د فعالیت د پیل د نښو له راټوکېدلو راهیسې د طالبانو په لیکو کې د بې اعتمادۍ فضا رامنځته شوې ده.

د مدني ټولنې فعال غلام رسول محمدي وویل، طالبان د خپل ګروپ په ځینو غړو باندې بې باوره شوي، او په هغوی باندې د داعش خراسان څانګې سره د اړیکو جوړولو شک کوي.

هغه وویل، «د داعش حضور د طالبانو لپاره د خطر زنګ دی،» او زیاته یې کړه چې داسې ښکاري چې جګپوړي طالب مشران هڅه کوي ترڅو هغه کسان معلوم کړي چې هغوی پرې د داعش خراسان څانګې سره د ملګرتیا شک کوي او له خپلو لیکو څخه یې وباسي.

د کندوز یوه اوسېدونکي محمد صابر ظاهري وویل، د داعش خراسان څانګه یو «نړۍ وال ګواښ» دی او طالبان د یادې ډلې د مرکزونو او پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره د نړۍ والې ټولنې مرستې ته اړتیا لري.‌

د سیاسي چارو شنونکي حضرت الله عمري وویل، په افغانستان کې او اخوا تاجکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته د افراطیت او د ترهګرۍ د خپرېدلو ګواښ حقیقي دی.

هغه وویل، هغه داسې یو ګواښ دی چې نړۍ واله ټولنه او طالبان باید په کمه سترګه ورته ونه ګوري، او زیاته یې کړه چې د داعش خراسان څانګه هڅه کوي چې د طالبانو مشروعیت له خطر سره مخامخ کړي.

دغه راز، ډېر افغانان اندېښمن دي چې د داعش خراسان څانګه او طالبان به ټولې هغه لاسته راوړنې له منځه وېسي چې افغانانو د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي.

د کندوز ښار یوې اوسېدونکې اصیلا رحیمي وویل، «له بده مرغه چې، ښځې تل د مذهبي افراطیت لومړۍ درجه قربانیانې وې او دي. که خدای مه کړه، داعش په افغانستان او په ځانګړې توګه په کندوز کې پرمختګ وکړي، دا به حتی زموږ په کورونو کې دننه هم د ښځو لپاره ژوند سخت کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش په افغانستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي. افغانان له داعش څخه کرکه لري. داعش ترهګره ډله ده چې د اسلام په نوم جنګیږي خو د داعش ترهګرې ډلې هیڅکله د اسلام دین ته ارزښت نه دی ورکړی. د افغانستان اوسنی حکومت باید د داعش ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

ځواب ورکړئ

اصلي خبره دا ده چې پخواني تنظیمونه، بیا طالبان او بیا ورپسې داعش او اخوا ته جیش محمد، لشکر طیبه، جماعت اسلامی، جمعیت علمای اسلام، لشکر جهنګوی، د ازبکستان یوه ډله ده هغه او په لسګونو نورې ډلې چې د دوی مثال د ونو د ښاخونو دی، اصلي ونه یا د ونې تنه چې ده هغه د پاکستان د نظامي استخباراتو اداره (آی ایس آی) ده. په سیمه کې او په یو شمېر مواردو کې په نړۍ واله سطحه د ترهګرۍ پلانونه آی ایس آی جوړوي او نه پریږدي چې د نړۍ انسانان هغه که مسلمانان دي که هندوان دي که عیسویان دي که موسویان دي او که نور سوله خوښي انسانان دي هغوی ارام ژوند وکړي. بدبختانه چې د پاکستان پوځ او آی ایس آی دا ټول کارونه د اسلام له نوم نه په ناوړه استفادې سره کوي. تاسو سوچ وکړئ په تېرو شلو کالونو کې د پاکستان پوځ او همدغې استخباراتي اداری له نړۍ والې ټولنې نه په لسګونو ملیارده ډالر د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نامه واخیستل لاکن هیچا ترې پوښتنه ونه کړه چې هغه پیسې یې چېرې ولګولې؟ آیا دا پیسې له اسمان نه رالوېدلې وې؟ نه. دا د نړۍ وال ائتلاف د هیوادونو د اوسیدونکو د ټکسونو پیسې وې چې خپلو حکومتونو ته یې ورکړې وې چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي او د انسانانو د وژل کېدلو مخه پرې ونیسي. خو هغه پيسې بیا پاکستان واخیستلې او د ترهګرو په تربیه او تجهیز یې ولګولې چې هم یې افغانان پرې ووژل هم یې د نړۍ وال ائتلاف عسکر پرې ووژل. وایي تیزه خبره په هر چا بده لګیږي. کیدی شي ستاسو هم زما دا خبرې خوښې نشي خو دا حقیقت دی چې ما څرګند کړ. نړۍ واله ټولنه او په خاص ډول امریکا باید له پاکستان سره د یوه یوه ډالر حساب وکړي. دا غلطه ده چې وایي زمونږ دومره کسان وژل شوي او دومره وژل شوي، ټول دروغ وایي، ټولې پیسې یې غلا کړي او په ترهګرو یې لګولي دي.

ځواب ورکړئ