د ښځو حقوق

د طالبانو له خوا د ښځو په کار باندې بندیزونو د خلکو قهر او مخالفتونه راوپارول

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو شمېر ښځو د وږي په ۲۸مه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ډېرو حقونو ترلاسه کولو لپاره په کابل کې لاریون وکړ. افغانې ښځې، د طالبانو له خوا د زمري په ۲۴مه د کابل نیولو څخه وروسته کارکوونکیو ښځو ته په دې وینا پسې چې تر امر ثاني پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي، د خپلو حقونو غوښتنه کوي. [ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو له خوا د ښځو په کارونو باندې نافذ شوی بندیز د دوشنبې په ورځ /د وږي ۲۹مه/ پیل شو، چې د ثانوي ښوونځیو له زده کړو څخه د میلیونونو ښځینه ښوونکیو او زده کوونکیو له ایسارولو څخه وروسته د حقونو د ډراماتیک زیان له امله یې د خلکو غوسه راوپاروله.

اسلامي بنسټپالان، په ۱۳۷۰مو کالونو کې د خپل ظالم او جابر رژیم د یوې معتدلې بڼې د وړاندې کولو له ژمنو څخه وروسته، د واک په ترلاسه کولو پسې میاشت وروسته د ښځو د ازادیو په برخه کې خپل کنټرول ټینګوي.

یوې ښځې چې د بهرنیو چارو وزارت کې په یوه لوړه چوکۍ له خپلې دندې څخه ایسته شوې، وویل، «ښه به دا وای چې زه مړه شوې وای.»

هغې ای اېف پي ته وویل، «زه د یوه بشپړ ریاست مسؤله وم، او له ما سره ډېرو ښځو کار کاوه... اوس موږ ټولو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي،» او ټینګار یې وکړ چې د انتقام له وېرې نه غواړي چې نوم یې یاد شي.

image

افغانو ښځو د وږي په ۲۸مه په کابل کې د ښځو چارو پخواني وزارت مخې ته د یوه لاریون په ترڅ کې لوحې پورته کړي او د ښځو لپاره بهتر حقونه غواړي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

د کابل سرپرست ښاروال ویلي چې د ښاروالۍ ټولې هغه دندې چې ښځو تر سره کولې هغه به سړي ترسره کړي.

هغه دا خبره وروسته له هغه وکړه چې د پوهنې وزارت تېره شنبه نارینه ښوونکیو او زده کوونکیو ته حکم وکړ چې ښوونځیو ته لاړ شي، خو د هېواد د میلیونونو ښځینه ښوونکیو او زده کوونکیو په هکله یې څه یاد نه کړل.

دغه راز، طالبانو د جمعې په ورځ د پخواني حکومت د ښځو چارو وزارت بند کړ او پرځای یې داسې اداره جوړه کړه چې د هغوی د لومړۍ واکمنۍ پر وخت د مذهبي قواعدو د تنفیذ له امله مشهوره وه.

که څه هم چې د هېواد نویو واکمنو له کار څخه د ښځو د پوره ممانعت په هکله کومه رسمي پالیسۍ نه ده صادره کړې، لاکن د انفرادي چارواکو له لارښوونو څخه ښکاري چې هغوی ښځې له کاري چاپېریال څخه باسي.

ډېرې افغانانې وېرېږي چې هغوی به هېڅکله هم کوم معنی لرونکی کار ونه مومي.

هغه به کله وي؟

په هغه نوي حکومت کې چې طالبانو دوه اونۍ مخکې اعلان کړ هېڅ ښځینه غړې نشته.

که څه هم چې تر اوسه په حاشیه کې پاتې دي، افغانو ښځو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د خپلو اساسي حقونو لپاره مبارزه وکړه او ترلاسه یې کړل، چې په ترڅ کې یې وکیلانې، قاضیانې، پیلوټانې او پولیس افسرانې شوې، البته ټولې لویو ښارونو پورې محدودې وې.

د هغوی په سلګونو زره په کاري ځواک کې شاملې شوې وې، چې په ځینې حالتونو کې دا یو ضرورت وو ځکه چې ډېرې ښځې کونډې شوې وې یا دا چې د دوه لسیزو د اوږده جنګ په نتیجه کې د معلول شویو مېړونو ملاتړ یې کاوه.‌

خو د زمري په ۲۴مه د واک بېرته ترلاسه کولو راهیسې، طالبانو د یادو حقونو درناوي ته هېڅ راز تمایل نه دی ښودلی.

کله چې په طالب چارواکو باندې ټینګار وشي هغوی وایي، ښځو ته ویل شوي چې د هغوی د امنیت د خوندیتابه په پار په کورونو کې پاتې شي، خو کله چې په صحیح توګه د جدا کولو شرایط برابر شي هغوی ته به د کار کولو اجازه ورکړل شي.

یوې ښوونکې د دوشنبې په ورځ وویل، «هغه به کله وي؟»

هغې وویل، «تېر ځل هم همداسې وشول. هغوی به همدا خبره کوله چې هغوی به موږ ته اجازه راکړي چې کار ته ستنې شو، خو دا کار هېڅکله هم ونشو.»

په ۱۳۷۵-۱۳۸۰ کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، ښځې تر ډېره له عام ژوند څخه اېستل شوې وې، او په دې لړ کې د نارینه خپلوان له ملتیا څخه پرته له کور څخه وتلو نه ایسارې شوې وې.

په کابل کې د جمعې په ورځ، د زاړه حکومت د ښځو د چارو وزارت په ودانۍ باندې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لوحه ولګول شوه.

د نهی عن المنکر وزارت هر هغه چاته د سزا ورکولو له امله مشهور وو چې د طالبانو له خوا د اسلام سخت تفسیر به یې نه عملي کاوه.

د یکشنبې په ورځ شاوخوا لسو ښځو د لنډ وخت لپاره له یادې ودانۍ څخه بهر اعتراض وکړ، خو کله چې طالب چارواکي ور ورسېدل هغوی یې خپرې کړې.

د دوشنبې په ورځ د نوي حکومت هېڅ چارواکی چمتو نشو چې په دې هکله خبرې وکړي.

په هرات کې، د پوهنې ریاست یوه چارواکي ټینګار وکړ چې ښوونځیو ته د نجونو او ښځینه ښوونکیو د ستنېدلو مسئله د وخت خبره ده، نه د پالیسۍ.

شهاب الدین ثاقب ای اېف پي ته وویل، «دا په دقیق ډول روښانه نه ده چې دا کار به کله وشي: سبا ته، راتلونکې اونۍ، راتلونکې میاشت، موږ نه پوهېږو.»

هغه وویل، «دا زما پرېکړه نه ده ځکه چې موږ په افغانستان کې یو غټ انقلاب درلود.»

مخالفت

ملګرو ملتونو وویل چې دغه موسسه په افغانستان کې د نجونو د ښوونې او روزنې د راتلونکي په هکله «ډېره اندېښمنه» ده.

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ ادارې (یونیسېف) وویل، «دا مهمه ده چې د غټو نجونو په ګډو ټولې نجونې وکولی شي چې له نور ځنډ څخه پرته خپلې زده کړې بیا پيل کړي.»

پخپله افغانې ښځې د بندیزونو پر وړاندېمخالفت ته دوام ورکوي.

د هرات پوهنتون یوې محصلې د روانې میاشتې په نیمایي کې سلام ټایمز ته وویل، ډېرې لوستې او پوهې ښځې دا وړتیا لري چې په حکومت کې برخه واخلي او باید چې له پامه ونه غورځول شي.‌

هغې وویل، «موږ، ښځې د افغانستان نیمایي نفوس یو. موږ غواړو چې د سړیو په څېر کار وکړو او د ژوند په ټولو برخو کې فعالې واوسو.»

هغې زیاته کړه، «موږ داسې یو رژیم نه منو چې موږ لیرې کوي او زموږ حقونه له پامه غورځوي.»

یادې محصلې وویل، «داسې قوانین چې هغه بشري کرامت او د ښځو حقونو ته زیان رسوي به هېڅکله د نفاذ وړ نه وي او نه به ومنل شي.»

په هرات ښار کې یوې ښوونکې وویل، اوس هغه وخت تللی چې د ښځو غږ به غلی کیده.‌

هغې وویل، «موږ به خپلې ټولې لاسته راوړنې خوندي کړو او هیچاته به هم اجازه ورنه کړو چې زیان ور ورسوي.»

هغې وویل، د دې ټکي له پام کې نیولو پرته چې څومره فشار اچول کیږي، افغانې ښځې به له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالیبان دی یواری حکومت سم کړی دښځو موضوع ته لاوخت سته

ځواب ورکړئ