سياست

افغانانو د طالبانو د سرپرست حکومت جوړښت وغانده

د خسرو راپور

طالب جنګیالي د وږي په ۱۸مه په کابل کې د یوه سړک پر غاړه پیره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالب جنګیالي د وږي په ۱۸مه په کابل کې د یوه سړک پر غاړه پیره کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغانانو د سې شنبې په ورځ د /وږي ۱۶مه/ د طالبانو له خوا د خپل سرپرست حکومت د غړو په اعلانولو سره، چې د هغوی له خوا د یوه استازي او متنوع حکومت له ژمنو سره سره، مهمې چوکۍ په کې سخت دریځو طالب مشرانو ته ورکړل شوي او هېڅ ښځه، مسلکي کسان یا قومي اقلیتونه په کابینه کې شامل نه دي، په هغوی باندې سخت انتقادونه وکړل.

مبارزو افغانانو لاریونونه وکړل، په ټولنیزو رسنیو یې اعتراضونه وکړل او له رسنیو سره د مرکو له لارې یې خپله ناخوښي څرګنده کړه.

په ځانګړې توګه،افغانو ښځو خپله ناخوښي او غوسه څرګنده کړه

په کابل کې د ښځو د حقونو یوې فعالې معصومې وویل، «ښځې د افغانستان د وګړو نیمایي برخه جوړوي، لاکن طالبانو د هغوی له جملې څخه یوه هم په خپله کابینه کې شامله کړې نه ده.»

هغې وویل، «د طالبانو په کابینه کې د ښځو نه شتون د نیمایي خلکو له پامه غورځولو معنی لري،» او زیاته یې کړه چې دغه ډول یو نظام به ثبات ونه لري.‌

د پوهنتون یوې محصلې مریم چې په کابل کې یې د طالبانو له خوا د کابینې د اعلان پر ضد اعتراض کړی وو، وویل، «افغانو ښځو د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې د دیموکراسۍ د پلي کولو لپاره سخت زیار اېستلی وو، لاکن طالبانو د واک ترلاسه کولو راهیسې هر څه خراب کړل.»

مریم د ښځو چارو وزارت لغوه کولو ته په اشارې وویل، «دا ښیي چې طالبان غواړي داسې یوه دکتاتوري جوړه کړي چې ښځې په کې هېڅ برخه ونه لري.»

هغې وویل، طالبان غواړي چې د افغانستان د نفوس د یوې غټې برخې په له پامه غورځولو سره، واک انحصار کړي.

مریم وویل، «موږ له نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې افغانستان هېر نه کړي او یوه افراطي ګروپ ته اجازه ورنه کړي چې زموږ خلک شکنجه کړي.»

د طالبانو وعده خلافۍ

په جرمني کې یوه افغان سیاسي شنونکي اسحاق اتمر وویل، طالبانو ژمنه کړې وه چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، خو د سرپرستې کابینې ټول غړي طالبان دي.

هغه د چارشنبې په ورځ وویل، «پرون د هغوی د اعلان په خبر سره ټول خلک حیران شول.»

هغه وویل، «دا د هغه څه بالکل مخالف دي چې هغوی یې په هکله عامو افغانانو او نړۍ والې ټولنې ته اطمینان ورکاوه.»

په جرمني کې د سیاسي چارو یوه بل شنونکي سید حکیم کامه وال وویل، د طالبانو کابینه نه ټولشموله ده نه مسلکي ده او کېدی شي چې د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخامخ کړي.

هغه وویل،‌ دا کابینه ټولشموله نه ده.‌

هغه زیاته کړه، پرعکس یې، واک، د کلتوري، سیاسي او اقتصادي ارزښتونو تعین، د تاسیساتو انکشاف او د هېواد چارې، او تر ټولو ډېر مهم، سیاسي پرېکړې کول ټول د یوه ځانګړي ګروپ لاس ته لوېدلي دي.

کمال وویل، طالبانو یو ګڼ شمېر مهارت لرونکي مسلکي خلک، په ځانګړې توګه هغه چې تجربه او په مقننه برخه کې یې وړتیاوې لرلې، څنډې ته کړل.‌

هغه وویل، واک ته رسېدلې ډله ټول ملایان او روحانیون دي، چې ډېر یې افراطي تاریخچې لري، او زیاته یې کړه چې د هغوی له ډلې څخه یو هم د نن ورځې د نړۍ والو حقایقو، ټولنپوهنې، فلسفې، سیاسي علومو یا ارواپوهنې په هکله معلومات نه لري.

کمال د کابینې د نه مشروعیت په هکله اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې د ټولنیزې بې نظمۍ، بلواګانو او فقر په څېر ناوړه عواقب به رامنځته کړي.

زیاتېدونکې ننګونې

د کابل یوه اوسېدونکي علي احمد احمدي وویل، افغانان به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له غټو ننګونو سره مخامخ شي.

هغه وویل، ښایي طالبان په نړۍ واله کچه په رسمیت ونه پېژندل شي، چې په نتیجه کې به یې افغانستان د انزوا خوا ته لاړ شي، او ښایي دا کار د ډېرو عادي افغانانو ژوند اغېزمن کړي.

احمدي وویل، هېواد د کابل له سقوط څخه وروسته وار له مخه د حکومتي کارکونکو د نه تادیه شویو تنخواګانو، د بانکي سکتور د بندښت او د مغزونو د تیښتې په ګډون ډېرو ستونزو سره مخامخ دی.

هغه زیاته کړه، دغه راز نوی حکومت یوه بله غټه ننګونه جوړه کړې چې په راتلونکیو میاشتو کې به یې اغېز څرګند شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500