ديپلوماسي

د طالبانو له خوا د یوه منفور حکومت له اعلانولو څخه وروسته اندېښنې زیاتې شوې

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

طالب جنګیالي د وږي په ۱۱مه په کابل کې په یوه سړک باندې ګزمه کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

طالب جنګیالي د وږي په ۱۱مه په کابل کې په یوه سړک باندې ګزمه کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

دوحه -- متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې د طالبانو د حکومت د غړو په هکله چې د سې شنبې په ورځ‌ /د وږي ۱۶مه/ ونومول شول، اندېښنې څرګندې کړې.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن په قطر کې د افغانستان په هکله خبرې ترسره کړې، د دغه وزارت یوه ویاند وویل، «موږ وینو چې د نومونو په اعلان شوي لست کې په مشخص ډول د طالبانو د ډلې د غړو یا د هغوی د نږدې ملګرو نومونه یاد شوي او یوه ښځه هم په کې نشته.»

ویاند وویل، «دغه راز، موږ د ځینو کسانو د ارتباطاتو او د تېر وخت په هکله اندېښنې لرو.»

د پوښتنې وړ تېر ریکارډ

د طالبانو سرپرست لومړی وزیر ملا محمد حسن اخوند دی چې نوم یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې شامل دی او د اسلام پالو د ۱۳۷۵-۱۳۸۰ په ظالم رژیم کې یې کار کړی دی.

د هغه مرستیال د طالبانو د ډلې یو مؤسس ملا عبدالغني برادر دی چې پاکستان په ۱۳۹۷ کې د متحده ایالاتو په فشار له بند نه ازاد کړ څو د امریکایي عسکرو په وتلو سره په مذاکراتو کې برخه واخلي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر به د طالبانو د یوې ډېرې وېروونکې ډلې حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني وي.

په حقاني شبکه باندې د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې په افغانستان کې د ځینو ډېرو مرګونو او ډېرو ټکان ورکوونکیو بریدونو پړه اچول کېدله.

حقانیان په دې مشهور وو چې ډېر وختونه به یې په لوړ مقدار چاودېدونکیو توکو د بار موټرو او لاریو د موټروانانو په ګډون ځانمرګي بمي بریدګر کارول، او دا وړتیا یې ثابته کړې چې د پوځي تاسیساتو او سفارتونو په ګډون لویو هدفونو باندې پېچلي، ډېر تلفات رامنځته کوونکي بریدونه ترسره کړي.

متحده ایالاتو حقاني شبکه د یوه بهرني ترهګر ګروپ په توګه په لست کې نیولې او ملګرو ملتونو پرې بندیزونه لګولي دي. د متحده ایالاتو حکومت د داسې معلوماتو ورکوونکي ته چې په نتیجه کې یې سراج الدین حقاني ونیول شي، د میلیونونو ډالرو د انعام وړاندیز کړی دی.

ډېر داسې شواهد شته چې داعش او حقاني شبکه په ګډه په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه پلانوي او ترسره کوي.

د سلواغې په میاشت کې، د افغانستان ملي امنیت ریاست د داسې یوې ترهګرې حلقې د نیولو خبر ورکړ چې له دواړو ګروپونو څخه تشکیل شوې وه.

دغه ارتباط یو له هغو اندېښنو څخه ده چې د طالبانو د لست له امله رامخې ته شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، «موږ پوهېږو چې طالبانو دا د یوې سرپرستې کابینې په توګه وړاندې کړي دي، لاکن موږ به د عملونو له مخې د طالبانو په هکله قضاوت کوو.»

ویاند وویل، «موږ خپله تمه روښانه کړې چې افغانان د دې مستحق دي ترڅو یو ټولشموله حکومت ولري.»

اروپایي اتحادیې وویل چې د طالبانو سرپرست حکومت په دې کې پاتې راغی چې د بېلابېلو ګروپونو د خلکو په شاملولو سره د نویو واکمنانو ژمنې پوره کړي.

د اروپایي اتحادیې یوه ویاند د چارشنبې په ورځ وویل، «د اعلان شویو نومونو د ابتدایي شننې له مخې او د افغانستان د ګڼې قومي او مذهبي تنوع په پام کې نیولو سره دا داسې یو ټولشموله او استازی جوړښت نه ښکاري چې موږ یې هیله لرله او طالبانو یې د تېرو اونیو په ترڅ کې د جوړولو ژمنې کولې.»

د اروپایي اتحادیې ۲۷ هېوادونو له طالبانو سره د اړیکو د زیاتولو لپاره پنځه شرطونه ایښي ول چې یو یې د یوه «ټولشموله او استازي» انتقالي حکومت جوړول وو.

د دغه بلاک ویاند وویل چې «د یوه راتلونکي انتقالي حکومت په جوړولو او د خبرو اترو په نتیجه کې د دغسې یوه ټولشمولیت او استازیتوب تمه لري.»

په ټول هېواد کې مقاومت

د افغانستان د وروستي مقاومت ګروپ د طالبانو نوی انتقالي حکومت د «غیر مشروع» په توګه وغانده او هغه یې «منفور» وباله.

د ملي مقاومت جبهې ویاند د چارشنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل، دغه ګروپ چې، د مقاومت د پخواني جنګیالي احمدشاه مسعود، چې په ۱۳۸۰ کې د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو نه دوه ورځې مخکې د القاعدې له خوا ووژل شو، زوی احمد مسعود یې مشري پر غاړه لري، د پنجشېر درې د کنټرول له لاسه ورکولو سره سره لا هم مخالفت ته دوام ورکوي.

علي میثم نظري وویل، «د عصري طالبانو روایت پای ته رسېدلی دی...‌ هېڅ طالبان هم یو ټولشموله حکومت نه غواړي.»

نظري وویل، «دا به یو منفور حکومت او یو غیر مشروع حکومت وي... او دا په دې کابینه کې د ترهګرو له ټاکل کېدلو څخه له ورایه معلومیږي. آیا موږ تمه ولرو چې هغوی به اصلاحات راولي؟»

هغه وویل، نوی حکومت د افغانستان د قومي تنوع د موزاییک استازی نه دی.

نظري وویل، طالبانو د ګڼې شیعه او هزار ټولنې په ګډون د افغانستان د ډېرو قومونو د استازو په نه شاملولو او په پنجشېر دره باندې په برید کولو سره ټولنیز وېشونه «ژور کړي» دي.

هغه وویل، «د افغانستان قومي ګروپونه د هغوی پر ضد دي.»

نظري زیاته کړه، په تېرو ۲۰ کالونو کې چې طالبان په کې یاغیان ول، افغاني ټولنه په یوه داسې ځوانه ټولنه باندې واوښتله چې غواړي ډېره ازادي ولري.

په نتیجه کې، طالبان به هڅه وکړي چې افغانان د هغوی له خوا د شریعت د محدود تفسیر منلو ته مجبور کړي.

نظري وویل، «تاسو د کابل عکسونه وګورئ... ښځې او سړي په زړورتوب سره او له وسلو پرته په لارو او کوڅو کې ګرځي او طالبانو ته وایي چې موږ په ډزو وولئ، موږ پرې پروا نه کوو، موږ ازادي او عدالت غواړو.»

هغه وویل، «تاسو داسې خلک لرئ چې له هغوی څخه کرکه کوي. په داسې یوه هېواد باندې به طالبان څنګه حکومت کوي؟»

هغه زیاته کړه، «ښایي چې طالبان ډېره جغرافیه په لاس کې ولري، لاکن هغوی د ملي مقاومت جبهې په څېر مشروعیت نه لري.»

نظري وویل، «په ټول هېواد کې مقاومت په جوړېدلو دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زمونږ په هيواد افغانستان کښې چټلو او منفورو سياسيونو دا فکر نه کولو چې د سياسونو تر منځ سياسي هوګړه د هيواد او هيوادوالو په ګټه ده، همدا وجه وه چې دغه سياسيون ذليل او په شرمونو وشرميدل . اوس ظالبانو ته هم دا وايو چې خلکو ته مراجعه وکړئ چې خلک څه غواړي، تاسو د خلکو د خدمت لپاره او د خلکو د ارامۍ لپاره راغلي ياست نو دا کار وکړئ، همداشان د بين المللي ټولنې په ځای غوښتنې ومنۍ، ځکه چې په دنيا کښې هيڅ حکومت د بين المللي ټولنې څخه جلا اوسيدای نه شي او حکومت کولی نه شي. نړيواله ټولنه لکه يوه لويه کورنۍ ده او په دې کورنۍ کښې د نړۍ ټول هيوادونه ژوند کوي .

ځواب ورکړئ

سياسي هوکړه جنرال عبدالفتاح برهان د سودان د پوځ يو جنرال دی چې څه موده د مخه يې د عبدالله حمدوک مدني انتقالي حکومت له منځه يووړ، او پخپله ددې هيواد پوځي مشر شو . عبدالله حمدوک چې د سوډان صدراعظم ؤ، هغه يې په کور کينولو او نظر بند يې کړ، د حمدوک د کابينې ډير شمير وزيران يې منفک کړل،يو څو وزيران يې بنديان کړل . جنرال برهان په هيواد کښې نظامي حکومت اعلان کړ خو د سوډان خلک د جنرال برهان له دې اقدام سره مخالفت ښکاره کړ او په تظاهراتو يې پيل وکړ، تقريبا له يوې مياشتې را په دې خوا د سوډان خلکو مظاهرې وکړې او له جنرال برهان څخه يې وغوښتل چې د انتقالي دورې صدراعظم بيرته بر حال کړي .،د سوډان په پو ځي مشرانو بين المللي فشارونه ډير شو، د امريکې متحده ايالاتو، انگلستان او اروپايي اتحايې د سوډان له پوځي مشره څخه په ټينگه دا غوښتنه کوله چې پوځي حالت د منلو نه دی او بايد چې مدني حکومت او ديموکراسي برحال شي . د جنرال عبدالفتاح برهان په وړاندې بله لار نه وه ، د ډيرو داخلي او خارجي فشارونو په پای کشې يې نن د سوډان له بر طرف شوي صدراعظم عبدالله حمدوک سره سياسي موافقه وکړه او له دې سره د حمدوک حکومت بيرته برحال شو . ددې سياسي هوکړې فايدې څه دي ؟ اول دا چې سوډان له کورنۍ جګړې څخه په امان کښې پاتې شو، دوهم دا چې د خلکو رايو ته احترام وشو، دريم دا چې د بين المللي ټولنې غوښتنې په نظر کښې ونيول شوې چې دا کار د سودان لپاره او د سوډان د خلکو لپاره يوه ستره لاس ته راوړنه ده. د سوډانيانو،دا کار او دا فيصله د تقدير وړ ده . نور بیا....

ځواب ورکړئ