ديپلوماسي

د ایران رژیم هڅه کوي چې د طالبانو انځور ته نوی رنګ ورکړي

د سلام ټایمز راپور

د طالبانو د مرکچي ټیم غړي د سلواغې په ۱۳مه په تهران کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې لیدل کیږي. [فارس نیوز]

د طالبانو د مرکچي ټیم غړي د سلواغې په ۱۳مه په تهران کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې لیدل کیږي. [فارس نیوز]

له څو میاشتو راهیسې د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۶مه/ په تهران کې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ کتنې پورې، د ایران رژیم په دې هڅو بوخت وو چې د طالبانو انځور ته بله بڼه ورکړي.‌

د دغې کتنې نتیجه مثبته وه.‌ دواړو لوریو هوکړه وکړه چې «جنګ د حل لاره نه ده» او د پاتې ستونزو د پراخ لړ په هکله د خبرو اترو کولو لپاره به بیا سره ویني.‌

که څه هم چې د طالبانو پلاوي د سولې د پروسې په هکله خبرې وکړې،‌ خو په میدان موجود حقیقت بل ډول دی.‌

هماغه د تهران د کتنې په ورځ، طالب جنګیالیو هڅه وکړه چې د یوه ولایت مرکز ونیسي. دا له هغه وخت راهیسې چې اورپکې ډلې تېر کال د سولې هوکړه لاسلیک کړه، د دغې ډلې لومړۍ هڅه وه.‌

له دې نه اونۍ او میاشتې مخکې، طالبانو په ټول افغانستان کې یو بې رحمانه یرغل پيل کړی،چې په لسګونو زره ملکي خلک یې بې ځایه کړي، کورونه یې سوځولي او د خلکو تجارتونه یې لوټلي دي.

تهران چې په وروستیو کالونو کې له طالبانو سره ډېر نږدې شوی او له هغوی سره د وسلو، استخباراتو او روزنې په برخو کې مرسته کوي، هڅه کوي چې د یادې اورپکې ډلې له تاوتریخوالي څخه ډک ماهیت په بل ډول وښيي.‌

په یوه وروستۍ بېلګه کې، په کیهان ورځپاڼه کې چې موقف یې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه اي له موقف سره برابر دی،‌ د چنګاښ د ۴مې سرمقاله استدلال کوي چې طالبان «نور د خلکو سرونه نه پرې کوي،» او دا یې یو له هغو دلایلو څخه یاد کړی دی چې یاده اورپکې ډله «نوره هغه ډله نه ده چې یو وخت موږ پېژندله».‌

د کیهان ورځپاڼې مدیر او خپروونکی د خامنه اي یو نږدې باوري کس دی.‌

دغې سرمقالې «د طالبانو د تکتیکونو او چلند په بدلون باندې» تمرکز کړی، او ادعا یې کړې چې هغوی «نور د افغان شیعه وګړو پر ضد جنایتونه نه ترسره کوي» او «نه هم له افغان شیعه ګانو سره نور اختلافات لري».

دغه ډول نظر به د هغو هزاره ګانو لپاره د حیرانتیا وړ وي چې له ډېر وخت راهیسې د طالبانو له خوا ځورول کېږي او د وسلو او تعلیم له لارې مبارزه کوي څو هغه لاسته راوړنې خوندي کړي چې هغوی په ۱۳۸۰ کې د طالبانو له نسکورېدلو څخه وروسته لرلي دي.

د څو وروستیو بېلګو په لړ کې به افغانان د طالبانو له خوا ترسره شوي جنایتونه، لکه په هرات کې په عام محضر کې د یوې ځوانې ښځې په درو وهل،‌ د یادې ډلې له خوا په غور کې د یوې ځوانې جوړې وحشیانه اعدام، او په جوزجان کې په یوه ۱۶ کلنه نجلۍ جنسي تېری او د هغې وژل، یاد کړي.

د چاپلوسۍ کمپاین

څو کاله مخکې، ایراني چارواکو هره ورځ د طالبانو جنایتونه غندل، او هغه یې وحشیانه، غیر انساني او غیر اسلامي بلل.‌

خو چې معلومه شوه چې تهران په فعالانه توګه له یادې اورپکې ډلې سره د پیسو، وسلو او روزنې له لارې مرسته کوي او غواړي په دې توګه افغان حکومت، د هغه خپلواکي او اقتصادي لاسرسی کمزوري کړي، بیا نو روایت بدل شو.‌

همدا تېره میاشت، افغان پوځي سرچینو تایید کړه چې د ایران د سپاه پاسداران غړي د افغانستان په لوېدیځ زون کې د طالبانو لارښوونه کوي او هغوی ته د شپې لېدونکیو دوربینونو، وژونکیو بمونو او درنو وسلو په ګډون پرمختللې وسلې ورکوي.

دغه راز د غبرګولي په میاشت کې، یوه جګپوړي چارواکي وویل چې د طالبانو یو اوه کسیز ګروپ مستقیما د ایران له سپاه پاسداران څخه حکمونه ترلاسه کوي ترڅو د امنیتي ځواکونو په غړو باندې بریدونه وکړي او ویې وژني.

د سلواغې په میاشت کې له تهران څخه د لیدنې په ترڅ کې په لوړه سویه د طالبانو د پلاوي هرکلی وشو.

په داسې حال کې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر پخپله طالب استازو ته هرکلی وویل، لاکن په ایران او افغانستان کې دغه تود هرکلی د ډېرو خلکو تر منځ د حیرانتیا او قهر سبب وګرځېد.

ظریف او د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي شمخاني دواړو د طالبانو د مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي سره د بېلابېلو مسایلو په هکله خبرې وکړې.‌

تهران دغه کتنه او خبرې د منځګړتوب داسې یوه هڅه وبلله چې غواړي طالبان له افغان حکومت سره نږدې کړي او وښيی چې غواړي له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب وپالي.‌

لاکن حقیقت بېخي بل ډول وو. د چاپلوسۍ د دغه نوي کمپاین یوه برخې د دواړو لوریو تر منځ داسې عملي تبادلې پورې تړلې وه چې: ایراني چارواکو ژمنه وکړه چې له افغانستان څخه د اوبو ترلاسه کولو په بدل کې به د طالبانو ملاتړ وکړي.

داسې ښکاري چې د طالبانو د پلوۍ نظر د ایران د سپاه پاسداران اړوندو ځینو رسنیو ته هم لاره کړې ده.

د کیهان د سرمقالې په مقابل کې د ایران د ډېرو رسنیو له خوا له سخت غبرګون څخه وروسته،‌ د سپاه پاسداران اړوند تسنیم نیوز د مدیریه هیئت یوه غړي حسام رضاوي په یوه مرکه کې وویل چې هغه «خبرداری ورکوي» چې «د طالبانو او افغان شیعه ټولنې تر منځ هېڅ جنګ نشته».‌

په داسې حال کې چې په ښکاره هڅې کېدلې چې د ادعاوو له مخې یو د سولې پیغام ولېږدول شي، کتونکو ته دغه لفاظي، په ځانګړې توګه د «خبرداری» لفظ حیرانوونکی ښکاره شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران له ۴۰ کالو راهیسې په بېلابېلو بهانو د افغانستان په چارو کې لاس وهي، او د افغانستان ټول خلک له دې نه خبر دي. مرګ په ایران.

ځواب ورکړئ

له پاکستان څخه وروسته، ایران به د افغانستان لپاره په یوه ډېر خطرناک دښمن باندې واوړی. که د ایران د لاسوهنو مخه ونه نیول شي، افغانستان به یو ځل بیا د فرقه ییزو شخړو په ځانګړې توګه د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ، د جنګ په میدان باندې واوړي.‌

ځواب ورکړئ

د ایران نفوذ هېڅکله هم د افغانستان لپاره ښه نه وو او ښه نه دی.‌ ایران په سیمه کې یو مستبد هېواد دی. په افغانستان کې د جنګ پلوو ګروپونو په ملاتړ سربېره، ایران ډېره هڅه کړې چې په افغانستان باندې خپل کلتور وتپي.‌ په افغانستان کې په لسګونو رسنۍ د ایران له خوا تمویلېږي او هغوی په افغانستان کې د ایران د نفوذ لپاره کار کوي.‌ افغان حکومت باید په افغانستان کې د ایران د نفوذ مخه ونیسي او په افغانستان کې د هغه هېواد جاسوسان په ګوته کړي او هغوی د قانون منګولو ته وسپاري څو هیڅوک هم دا زړه ونه کړي چې په افغانستان کې د ایران لپاره جاسوسي وکړي.

ځواب ورکړئ

دا ځل طالبانو پرېکړه کړې چې له ایران څخه په ترلاسه کړي امر زمونږ د افغانستان شمال ختیځ ولایتونه، بدخشان، تخار، کندوز او بغلان ونیسي. له دې امله، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې، دغې ډلې په بدخشان او تخار ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي،‌ او ایران له هغوی سره مالي او نظامي همکاري کوي. اوس د تخار وضعیت د جنوب په نسبت چې تل نا ارام زون وو بدتر شوی دی. طالبان هره ورځ په تخار کې د افغان ملي اردو، افغان ملي پولیسو او افغان محلي پولیسو سرتېري په نښه کوي. خلک له حکومت څخه په ټینګه غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې امنیت ټینګ کړي. حکومت باید هڅه وکړي چې د تخار ولایت ټولې هغه ولسوالۍ چې طالبانو نیولي دي بېرته ونیسي.

ځواب ورکړئ

ایران له ډېرو کلونو راهیسې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په افغانستان کې د جهادي ګروپونو یا طالبانو په څېر جنایتکارو ډلو ملاتړ کوي، او تل یې هغوی د افغان حکومت پر ضد هڅولي دي، ځکه چې ایران په سیمه کې یو جنایتکار او دکتاتور هېواد دی او په افغانستان کې پراخ نفوذ لري. په افغانستان کې هیڅوک هم د ایران پر ضد غږ نشي پورته کولی ځکه چې د افغان سیاستوالو په بېلابېلو ابعادو کې ایراني استخباراتو نفوذ کړی، هغوی ایران د یوه دوست هېواد په توګه معرفي کړی او تل په افغانستان کې د ایران په بشر ضد جنایتونو باندې پرده اچوي.

ځواب ورکړئ

طالبان دا ټولې پیسې او اسانتیاوې له کومه ترلاسه کوي؟ آیا یوازې پاکستان د هغوی ملاتړ کوي؟ زه فکر نه کوم چې پاکستان دې یادې ډلې ته دا ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.‌ ډېر نور هېوادونه هم شته چې د طالبانو مالي او پوځي ملاتړ کوي.‌ ټول عرب هېوادونه غواړي چې طالبان په دې هېواد کې اسلامي امارت بیا رامنځته کړي. نو که عربي هېوادونه له طالبانو سره مرسته ونه کړي، زه فکر نه کوم چې دغه ډله دې یوه اونۍ هم د افغان حکومت پر ضد خپل جنګ ته دوام ورکړي.‌ له طالبانو سره د ایران پوځي او مالي همکاري شته چې دغه ډله دومره قوي ده.

ځواب ورکړئ

موږ په مجموکی مسلمان یو هغه ځوګ چی له کفارو یاغیرمذهبی ډلی سره سلاح مشهورکوی هغه ددوی په حساب کی د ی ځکه قرآنی ایات شریف ؟ لاتتخذاکافرون من دون مؤمﺉن: نوپه دی باوردی

ځواب ورکړئ

په لنډو ټکو، ټولو یو بل ته لاسونه سره ورکړي چې د افغانستان د بې ګناه خلکو وینې تویې کړي.

ځواب ورکړئ

مونږ نه د ایران په شیعه او منافق رژیم باور کوو نه د پاکستان په ترورست روزونکي رژیم او استخباراتو باندې باور کوو. دا دواړه د افغانان او افغانستان دښمنان دي. د افغانستان حکومت او طالبان دواړه دې د افغانستان دننه په کابل، کندهار، جلال اباد، هرات... کې د خبرو مېز ته کېني، خبرې دې وکړي، یو بل دې په بوتلونو وولي، په بوټانو دې وولي، یو بل ته دې کنځلې وکړې، جنګ دې وکړي، یوه اونۍ نه دوه اونۍ، یوه میاشت او دوه میاشتې دې خبرې وکړي خو یوه حل ته دې ورسیږي ځکه په روان جنګ کې یوازې افغانان او مسلمانان وژل کیږي. دا جنګ چې اصلا د پاکستان استخباراتو پیل کړی او اوس ایران هم ورسره ملاتړ کوي سراسر د افغاسنتان په تاوان دی، ایران او پاکستان غواړي چې په افغنستان کې وینې روانې وي او د افغانستان اوبه هغوی ته مفتې ور بهېږي.

ځواب ورکړئ