امنیت

په هرات کې نیول شوې د طالبانو ډله د ایران سپاه پاسداران پورې تړاو لري

د علي راپور

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د غبرګولي په ۱۲مه د طالبانو یو ۷ کسیز ګروپ په هرات ولایت کې ونیو. افغان چارواکو وویل چې دغه ګروپ د ایراني رژیم له خوا مرسته تر لاسه کوله ترڅو د افغانستان په لوېدیځه برخه کې بریدونه ترسره کړي. [علي/سلام ټایمز]

هرات -- چارواکي وایي، د ملي امنیت ریاست منسوبینو د غبرګولي په ۱۲مه په هرات ښار کې د طالبانو یوه ۷ کسیزه ډله چې د ایران رژیم له خوا یې ملاتړ کېده، ونیوله.

د هرات والي سید وحید قتالي د غبرګولي په ۱۳مه وویل، دغې ډلې په هرات ښار کې له لسو څخه ډېرو ترورستي بریدونو کې لاس درلود.

قتالي وویل، «دا ترهګر د ګذرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د تش په نامه ولسوال ملا شېرمحمد او د شینډنډ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي مشر ملا کریم شینډنډي له خوا هرات ښار ته لېږل شوي ول ترڅو خلک ووژني او موټربمي بریدونه ترسره کړي.»

قتالي د کوم هیواد د نوم له اخیستو پرته وویل، نیول شوي مشکوک ترهګر د ګاونډیو هېوادونو اجیران ول.

د هرات چارواکي د طالبانو د یوې ډلې نیول شوي غړي چې ویل کیږي د ایران د رژیم له خوا حمایه کیږي د غبرګولي په ۱۳مه په هرات ښار کې رسنیو ته وړاندې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات چارواکي د طالبانو د یوې ډلې نیول شوي غړي چې ویل کیږي د ایران د رژیم له خوا حمایه کیږي د غبرګولي په ۱۳مه په هرات ښار کې رسنیو ته وړاندې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

قتالي وویل، طالبان داسې عناصر او اجیران دي چې د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې د استخباراتي ادارو لپاره کار کوي، او داسې خلک وژني چې هغوی غواړي د افغانستان خدمت وکړي.

د هرات یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط سلام ټایمز ته وویل چې د طالبانو دغې ډلې د ایران رژیم څخه ملاتړ ترلاسه کاوه.

هغه وویل، «د دغو ترهګرو قوماندان د ایران په مشهد ښار کې اوسېږي او سپاه پاسداران د دې لپاره ټاکلی ترڅو د امنیتي ځواکونو په غړو او مشهورو افرادو باندې بریدونه وکړي او ویې وژني او د هرات ښار او ولسوالیو کې بمونه وچوي.»

د ایران عسکر

هرات ولایت له ایران سره یوه اوږده پوله لري او طالبان په ناقانونه لارو د دواړو هېوادونو تر منځ تګ راتګ کوي.‌

د ولسي جرګې یوه هیئت چې د مرغومي په میاشت کې یې د هرات د امنیت ارزونه وکړه، وموندله چې د ایران رژیم په هرات کې ۲۶ ترهګرو ګروپونو ته نظامي مرستې برابروي.

په راپور کې راغلي چې، د تهران له خوا ملاتړ کېدونکي ترهګر په هرات کې په وژنو، په امنیتي ځواکونو باندې بریدونو، د امنیتي پوستو نیولو، اختطاف او نورو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل ول.

په هرات ښار کې د پوځي چارو یوه شنونکي متقاعد جنرال محمد فیصل الکوزي وویل، طالبان د افغانستان په لوېدیځه سیمه او په خاصه توګه په هرات کې د ایراني رژیم د عسکرو په توګه کار کوي.

هغه وویل، طالبان د ایراني رژیم لپاره د ډېرو ارزانو عسکرو په توګه کار کوي او په افغانستان کې د تهران هدفونه پرمخ وړي.

هغه زیاته کړه، په لوېدیځ زون کې د طالبانو ټول بریدونه له پولې پورې غاړه خراسان او د ایران په نورو ولایتونو کې پلان کیږي.

الکوزي وویل، «ایران په افغانستان کې اوږد مهاله هدفونه لري.»

هغه د ایران له خوا د افغان اجیرو جنګیالیو څخه د جوړې شوې یوې ملېشې په یادولو سره، وویل، «هغوی غواړي چې له طالبانو، فاطمیون لوا او نورو ترهګرو ډلو څخه په استفادې سره په دې هېواد کې خپل حضور وساتي

هغه زیاته کړه، ایران هڅه کوي چې د نا امنۍ او وژنو په زیاتولو سره وېره خپره کړي او د افغان ولس او حکومت تر منځ فاصله رامنځته کړي.‌

جنګ او ورانی

د هرات پوهنتون یوه محصل فیصل جمشېدي وویل، د ایران په څېر ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د جنګ او وراني اصلي عاملین دي.

هغه وویل، «ایران هېڅکله هم په افغانستان کې سوله او پرمختګ نه غواړي. څومره چې په دې هېواد کې جنګ اوږدېږي، هومره به ایران او نور هېوادونه په خلاص مټ لاسوهنه کوي.»

جمشېدي وویل، «د ایران د حکومت له غټو هدفونو څخه یو دا دی چې له طالبانو څخه په هېواد کې د اوبو لګولو او اوبیزې برېښنا د بندونو د رغونې په مخنیوی کې کار واخلي. له دې امله، هغوی طالبانو ته پیسې او وسلې ورکوي ترڅو د بېخبنا د پروژو او د بندونو د رغونې مخه ونیسي.»

هغه زیاته کړه، د ایران حکومت د هغو ترهګرو ملاتړ کوي چې هره ورځ بې ګناه افغانان وژني.‌

په هرات ښار کې د ولي محمد حسیني په نامه یوه دوکاندار وویل، د ایران له خوا ملاتړ کېدونکي جاسوسان او ترهګر د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې فعال دي او د جذام مرض په څېر د حکومت او ملي امنیت ریښې خوري.

هغه وویل، «له دې سره سره چې ایران تل ادعا کوي چې د افغانستان دوست دی، لاکن په حقیقت کې هغه یو ورانکاری دښمن دی.»

هغه وویل،ایران داسې یو هېواد دی چې ترهګر پالي او د افغانستان په ګډون په سیمه کې په ډېرو هېوادونو کې د شخړو تر شا لاس لري.‌

نوموړي وویل، «ایران هېڅکله هم د افغانستان یو ښه دوست نه وو او تل یې هڅه کړې ده چې زموږ هېواد کمزوری کړي.»

حسیني وویل، طالبان د ایران او د ګاونډ او سیمې د نورو هېوادونو د غلامۍ په قبلولو سره هره ورځ د بې ګناه افغانانو وینې تویوي.‌

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال آرش بشریار وویل، سپاه پاسداران یو ترهګر سازمان دی چې په شخړو او وژنو کې غټ نوم لري.‌

هغه وویل، «فاطمیون لوا چې د سپاه پاسداران له خوا د سوریې، یمن او افغانستان د اوسېدونکیو د وژلو لپاره چمتو شوې ده، له طالبانو څخه ډېره خطرناکه ده.»

بشریار وویل، «که د دغه ترهګر ګروپ فعالیتونه ونه درول شي،‌ په نږدې راتلونکي کې به یې د ترهګرو ظلم د طالبانو له ظلم څخه زیات شي.»

هغه زیاته کړه، د ایران حکومت له څو کالونو راهیسې په جنګ او د افغانستان په ویجاړتیا کې ښکېل دی، او په وروستیو کالونو کې یې له طالبانو او نورو ترهګرو ګروپونو څخه خپل ملاتړ زیات کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې د ایران سیاسي او اقتصادي ګټې په دې کې دي چې د افغانستان مارکېټونو ته لاسرسی ولري، د هلمند سیند اوبه ترلاسه کړي،‌ د هغه د ختیځو پولو په اوږدو کې د بې ثباتۍ مخه ونیسي او له افغانستان سره په سرحد کې د نشه ییزو توکو د قاچاق او جنایي داړه مارانو د ګروپونو پر ضد مبارزه وکړي.‌ د ایران اقتصاد اوس هم د متحده ایالاتو له خوا د لګېدلو بندیزونو او د کووېډ-۱۹ د اغېزو له امله ګډوډ دی. ایراني مقامات په افغانستان کې د وضعیت په هکله وارخطا دي او ښایي چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ په صورت کې دغه هېواد ته د کډوالو یوه بله څپه ور ورسېږي. بیا به ایران ونه کولی شي چې دا ستونزه حل کړي. د کووېډ-۱۹ د وبا بحران په ایران کې د مېشتو هغو کډوالو تر منځ چې هڅه کوي کارونه او روغتیایي پاملرنه ترلاسه کړي، اوږدمهالې ستونزې او بې وزلي ډېر کړي دي. ایران په زرونو افغانان له خپل هېواد څخه را اېستلي، لاکن تاوتریخوالی به هغه وخت زیات شي چې د کډوالو تازه څپه پیل شي. له دې امله، ایران ډېر دا غواړي چې روان حالت جاري وي یا لږ تر لږه په افغانستان کې داسې ثبات موجود وي چې تهران ته اجازه ورکړي چې په نورو اولویتونو باندې تمرکز وکړي‌.‌

ځواب ورکړئ

افغانستان له بېلابېلو ابعادو څخه د ایران لپاره مهم دی. لومړی، افغانستان له جغرافيوي پلوه د ایران لپاره مهم دی. د دغه هېواد جغرافیوي او جیوپولیټیکي موقعیت د ایران په بهرني سیاست کې یو ځانګړی ځای لري. دویم، افغانستان د بایوکلچر په حساب د ایران لپاره مهم دی. افغانستان له ایران سره تاریخي، کلتوري، ژبني، تمدني او ایډیالوژیک شراکتونه لري. له دې امله، ایران تل هڅه کړې ده چې له جیو کلچر څخه استفاده وکړي او له هغو ګروپونو سره چې له مذهبي پلوه هغوی ته نژدې دي پراخ تماسونه جوړ کړي. کېدی شي چې دا په افغانستان کې د ایران زیات نفوذ ته لاره هواره کړي. درېیم، افغانستان له ستراتیژيک پلوه ایران ته مهم دی. په افغانستان کې د لویو قدرتونو نفوذ او حضور د ایران ملي امنیت ته یو جدي ګواښ ګڼل کیږي. څلورم، بالاخره افغانستان ایران ته جیو ایکانومیک اهمیت لري. په افغانستان کې د ایران ډېر نفوذ به هغه هیواد ته فرصت ورکړي چې ډېرې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

ایران به هیڅکله هم په طالبانو باندې باور ونه کړي. که طالبان په افغانستان کې واک ترلاسه کړي، هغوی به سمدلاسه په افغانستان کې د ایران د نفوذ ریښې وباسي. په طالبانو باندې د ایران د اوږدې مودې بې باورۍ دې ته لاره هواره کړې چې په افغانستان کې د سولې خبرې په پام سره تعقیب کړي. تهران له سعودي عربستان او پاکستان سره نژدې افراطي عناصرو څخه وېرېږي، او غواړي چې طالبان له دغې ډلې سره د نوي حکومت له جوړېدلو څخه وروسته قدرت ترلاسه نه کړي.‌ ایران به د افغانستان د راتلونکي حکومت سره، چې طالبان به په کې په واک کې شریک وي،‌ یوازې هغه وخت همکاري وکړي چې د تهران اساسي ګټې مطمئنې شي. له دې سره سره چې د تېرې لسیزې په اوږدو کې له طالبانو سره د ایران اړیکې ښې شوي او تر دې چې تهران د طالب یاغیانو ملاتړ هم ترلاسه کړی دی، دا روښانه نه ده چې آیا د امریکایي عسکرو له وتلو څخه وروسته به دا همکاري دوام ومومي که نه. طالبان تمه لري چې افغانستان ته د سولې د راوستلو په نیت کېدونکیو مذاکراتو په نتیجه کې د پام وړ اندازه سیاسي قدرت ترلاسه کړي. په افغانستان کې د ایران له خوا اخیستل شوي وروستي ګامونه ښیي چې دغه هېواد غواړي اطمینان ترلاسه کړي چې آیا د طالبانو له خوا د قدرت ترلاسه کولو څخه وروسته به د ۱۳۷۰مو کلونو شخړې او جنګونه بیا رامنځته شي. د ۱۳۹۷ په وروستیو کې، ایراني مشرانو او د طالبانو د ډلې جیګپوړو غړو په خپله کتنه کې د همکارۍ د احتمالي امکاناتو په هکله خبرې وکړې څو د امریکایي عسکرو له وتلو څخه وروسته د افغانستان د حالاتو په هکله اطمینان ترلاسه کړي، خو په دې کې اوس هم ډېر شکونه شته چې ایران څه غواړي چې په جنګ کې له طالبانو سره څه ډول مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې جنګ او بې ثباتي تل د تهران لپاره یوه اندېښنه وه او ده، او په افغانستان کې د کلونو جنګ په ایران باندې د کډوالو بهیر ورمات کړی، خو تر اوسه پورې ایران په افغانستان کې خپل فعالیتونه هغسې چې په سوریه، عراق او یمن کې یې د نیابتي جګړو له لارې پر مخ وړي، تطبیق کړي نه دي. اوس ایران ډېر میلان لري چې په افغانستان کې لاسوهنه وکړي، خپلې ملي ګټې خوندي کړي او په افغانستان او سیمه کې د متحده ایالاتو رول کمزوری کړي.‌ ایران په افغانستان کې د امریکا د جنګ د پای ته رسولو لپاره د متحده ایالاتو – طالبانو د مذاکراتو پروسه، او دغه راز بین الافغاني خبرې له نژدې څخه څاري، او له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو له وتلو څخه وروسته به سپاه پاسداران هڅه وکړي چې په افغانستان کې یو لا ډېر مهم رول ولوبوي.

ځواب ورکړئ

ایران له طالبانو سره نژدې اړیکې لري. یو له هغو عواملو څخه چې د طالبانو او ایران تر منځ احتمالي ارتباط پیاوړی کوي د داعش خراسان څانګه ده چې په افغانستان کې د دواړو شریک دښمن دی. له دې امله، تهران فکر کوي چې افغانستان باید د دغه هېواد یو باثباته ګاونډی وي څو له افغانستان څخه د هغوی په خاوره باندې د داعش د بریدونو د پلان ترسره کېدلو مخه ونیسي.‌ د دې هدف د ترسره کولو لپاره به تهران په افغانستان کې د خپل پخواني دښمن یعنې طالبانو په شمول له هرې ډلې سره همکاري وکړي. په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د امریکا د جنګ پر وخت، داسې تورونه شته چې ایران له طالبانو او یاغیانو سره د تجهیزاتو، تربیې او تمویل په څېر په بېلابېلو سطحو مرسته کړې ده. ښایي دغه هېواد د افغانستان په چارو کې یو مهم لوبغاړی پاتې شي. بالاخره، ایران علاقه مند دی چې په افغانستان کې ثبات وساتي.

ځواب ورکړئ

خوله دې بنده کړه. د ایران حکومت د داعش په نسبت زر ځلې ډېر خطرناک دی. د ایران حکومت د داعش او نورو ترهګرو پلار دی. د ایران حکومت په سیمه کې د شرارت محور دی.‌

ځواب ورکړئ

طالبان چمتو دي چې د افغان حکومت او نړۍ والو ځواکونو پر ضد له ډېرو کلونو جنګ څخه وروسته د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو لپاره مذاکرات او سوله وکړي، لاکن د ایران سپاه پاسداران هڅه کوي چې دغه پروسه ناکامه شي، له طالبانو سره همکاري کوي او هغوی ته وسلې رالېږي چې په دې هیواد کې جنګ روان وساتي. سپاه پاسداران له طالبانو سره منظم تماسونه لري، او په وروستیو میاشتو کې داسې راپورونه شته چې ښیي چې سپاه پاسداران طالبانو ته پوځي ملاتړ برابروي. د سپاه پاسداران نظامي ملاتړ کولی شي طالبان دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې په نظامي بېسونو او مرکزونو باندې نور بریدونه وکړي.‌

ځواب ورکړئ

له دې نه معلومیږي چې افغانستان څومره یو بدبخت مملکت دی چې داسې داړونکي سپي ګاونډیان (ایران او پاکستان) لري. ۴۵ کاله کیږي چې دا دوه هیوادونه د افغانستان د ورانولو لپاره وسله وال تربیه کوي او بیا برې افغانستان ورانوي او افغانان پرې وژني. ابله ورځ مې چېرې ولوستل چې د داودخان په وخت کې چې د پاکستان استخباراتي ادارې د افغانستان د حکومت پر ضد وسله وال روزل د هغې پروژې پیسې د ایران حکومت ورکولې. لعنت شه او په داسې ګاونډیانو شه چې مونږ یې لرو.‌ پاکستان او ایران زمونږ پخوانۍ ملي اردو چې ان د امیر شیرعلي خان له وخت نه کار پرې کېده، ګډه وډه کړه. که امریکا او اروپایي هیوادونو زمونږ ملي اردو او کومانډو نه وای جوړه کړې او د امریکا او اروپا د خلکو د ټکسونو پیسې نه وای، مونږ به تر لسیزو پورې بې اردو او بې پولیسو وو.

ځواب ورکړئ