ديپلوماسي

ایران له کالونو راهیسې د دېوال له امله د هرات اوسېدونکیو له ځورولو څخه وروسته په کابل کې ځمکه ترلاسه کړه

د علي راپور

کارکوونکیو بالاخره (د سلواغې ۲۲-۲۴مه) په درې ورځو کې په هرات ښار کې د ایران د کنسولګرۍ د مخې امنیتي دېوال بې ځایه کړ. هغه یواځینی خنډ وو چې کارکوونکیو هغه وخت نه وو لیرې کړی چې د هرات ښاروالۍ شپږ کاله مخکې د عمومي سړک پراخول پیل کړي وو -- چې دغه حالت د یادو کالونو په ترڅ کې ترافیکي ګڼه ګوڼه جوړه کړې وه او له امله یې ټکرونه رامنځته کیدل او د ځایي خلکو تر منځ د غوسې او ناخوښۍ سبب ګرځېدلي وو.‌ [علي/سلام ټایمز]

هرات -- کارکوونکیو بالاخره تېره اونۍ په هرات ښار کې د ایران د کنسولګرۍ مخکینی امنیتي دېوال لیرې کړ.‌ منتقدینو له ډېر وخت راهیسې هغه د ښار د ترافیکو لپاره یو خطرناک سرطان باله.

نوی دېوال له سړک څخه ډېر شاته درېدلی چې موټرو او پلیو خلکو ته یې ډېره فاصله پرېښې ده، او د ښار د حلقوي سړک پروژې ته اجازه ورکوي چې بالاخره بشپړه شي.

دا کیسه شپږ کاله مخکې هغه وخت پیل شوه چې کارکوونکیو د هرات په چاپېر ۱۸ کیلومتره اوږد حلقوي سړک پراخ کړ.

د ایران د کنسولګرۍ مخې ته ولاړ امنیتي دېوال یواځینی خنډ وو چې هغوی لیرې نه کړ چې د هغه موجودیت د دغو کالونو په ترڅ کې د ترافیکو ازدحام او ټکرونو ته لاره جوړه کړې او د ځایي اوسېدونکیو تر منځ یې غوسه او ناخوښي راپارولې وه.

په هرات ښار کې د ایران کنسولګرۍ د سلواغۍ په ۲۲مه، شپږ کاله وروسته له هغه چې د هرات اوسېدونکیو په ښار کې د ترافیکو د بهیر لپاره د هغه د بې ځایه کولو غوښتنه پيل کړې وه، د خپل مخکیني دېوال وروسته کول پیل کړل. [علي/سلام ټایمز]

په هرات ښار کې د ایران کنسولګرۍ د سلواغۍ په ۲۲مه، شپږ کاله وروسته له هغه چې د هرات اوسېدونکیو په ښار کې د ترافیکو د بهیر لپاره د هغه د بې ځایه کولو غوښتنه پيل کړې وه، د خپل مخکیني دېوال وروسته کول پیل کړل. [علي/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د غبرګولي په ۱۰مه اخیستل شوی په هرات ښار کې د ایران کنسولګري لیدل کیږي. د ودانۍ مخکیني دېوال له شپږو کالونو راهیسې د ترافیکو مخه نیولې وه. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د غبرګولي په ۱۰مه اخیستل شوی په هرات ښار کې د ایران کنسولګري لیدل کیږي. د ودانۍ مخکیني دېوال له شپږو کالونو راهیسې د ترافیکو مخه نیولې وه. [عمر/سلام ټایمز]

په داسې حال کې چې خلکو د زاړه او د ترافیکو د مخنیوونکي دېوال په لیرې کولو د ارامۍ احساس وکړ، لاکن هغوی له افغان حکومت څخه د ایراني رژیم د غوښتنو په هکله خوښ نه دي.

په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د ولایتي ادارې رییس امین الله ازاداني د سلواغې په ۲۲مه په کنسولګرۍ کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل،د ایران د کنسولګرۍ په مخکې زوړ امنیتي دېوال د تهران او کابل تر منځ له څو کلنو سیاسي چانو وهنو څخه وروسته وغورځول شو.

هغه یوه غیر عادلانه معامله وه چې په ترڅ کې یې ایران په کابل کې د هغې ځمکې په نسبت چې په هرات ښار کې یې له لاسه ورکړې وه ډېره ځمکه ترلاسه کړه.

ازاداني وویل، «افغان حکومت په هرات کې د ایران د کنسولګرۍ په مخکې د ۱۶۰۰ مربع متره ځمکې په بدل کې د ایران حکومت ته په کابل کې دوه ټوټې ځمکه ځانګړې کړې ده.»

د کابل د ځمکو یوه ټوټه ۲۲۴۸ مربع متره پراخه ده چې په دارالامان کې واقع ده او بله یې ۹۰۰ مربع متره ده چې په شهرنو کې پرته ده.

د هرات والي سید وحید قتالي په دغه خبري کانفرانس کې خبریالانو ته وویل، افغان حکومت د ایران خوا په هرات ښار کې د زاړه امنیتي دېوال د لیرې کولو په بدل کې د ایراني لوري ټولې غوښتنې منلي دي.

هغه وویل، «زموږ هدف دا وو چې زموږ د خلکو لپاره عمومي سړک پرانستل شي، او له دې وروسته به په هرات ښار کې داسې ترافیکي ګڼه ګوڼه نه وي چې خلکو ته زحمت جوړ کړي.»

د امنیتي دېوال ړنګول د سلواغې په ۲۴مه بشپړ شول.

د افغانانو غوښتنې له پامه غورځول

ځایي خلکو په دې د ارامۍ ساه واخیستله چې کارکوونکو بالاخره زوړ دېوال لیرې کړ خو په دې یې ناخوښي وښودله چې د ایران رژیم یې په بدل کې امتیازات غوښتل.

په هرات کې د یوه خصوصي پوهنتون استاد امېد حکیمي وویل، د ایران له دې ادعاوو سره سره چې د افغانستان دوست دی، تهران د خپلې کنسولګرۍ د امنیتي دېوال په وروسته کولو کې هېڅ همکاري ونه کړه.

هغه وویل، پرعکس یې، ایران تل د دېوال د بې ځایه کولو په لاره کې خنډونه جوړول.‌

حکیمي وویل، «خلک له عمومي لارې څخه د خپلو ورځني تګ راتګ لپاره استفاده کوي.‌ زه څو ځلې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې ایسار شوی یم او د دېوال له امله په دې نه یم توانېدلی چې په ټاکلي وخت خپل دفتر ته ورسېږم.»

هغه وویل، «زه ډېر خوښ یم چې دغه زوړ دېوال لیرې شو او عمومي لاره د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه، خو هغه باید څو کاله مخکې لیرې شوی وای.»

په هرات کې یوه ټکسي چلونکي عبداللطیف صالحي وویل هر ځل به چې د ایران له کنسولګرۍ څخه تېرېده هغه او د هغه مسافر به لږ تر لږه د یوه ساعت په مخه په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې ایسارېدل.

هغه وویل، «د ترافیکو د ګڼې ګوڼې له امله ما نه غوښتل چې په هغې لاره چې په کنسولګرۍ تېرېدله لاړ شم ځکه چې ډېره نااراموونکې وه.»

هغه وویل، ډېر ځلې داسې شوي چې په دغې لارې تلونکیو افغانانو عاجلې طبي پاملرنې ته اړتیا لرله، خو د ترافیکو د ازدحام له امله په ټاکلي وخت روغتون ته نه دي رسېدلي او ځینې په لاره کې مړه شوي دي.

صالحي وویل، «دا دېوال باید کالونه مخکې لیرې کړای شوی وای، خو ایران دا کار ونه کړ او د هرات اوسېدونکي مجبور ول چې له دې امله رامنځته شوې ناارامي وزغمي.»

د هرات یوه اوسېدونکي علي یوسف وویل، له دې سره سره چې د هرات اوسېدونکیو څو ځلې د هغې ستونزې له امله چې د ایران کنسولګرۍ رامنځته کړې وه شکایتونه وکړل او له ایران څخه یې مرسته وغوښتله، لاکن د ایران حکومت همکاري ونه کړه.‌

هغه وویل، «د نړۍ په نورو برخو کې، ګاونډي هېوادونه یو له بل سره همکاري کوي، او خپل ګاونډيتوب ته ارزښت ورکوي،‌ خو زموږ ګاونډیانو... د افغانستان له ویجاړولو څخه پرته نور هېڅ نه دي کړي.»

د ایران ځنډ د دې لپاره وو چې په افغان حکومت باندې فشار واچوي

د سیاسي چارو شنونکي او فعالان وایي، ایران باید د ایران د کنسولګرۍ په مخکې ځمکه د ښار له پراختیا سره د مرستې په توګه ورکړې وای او تهران باید اجوره نه وای غوښتې.

د سیاسي چارو شنونکي عبدالاحد نظري وویل، «ایران په هرات کې د خپلې کنسولګرۍ د دېوال بې ځایه کول د دې لپاره ځنډولي ووترڅو وکولی شي په افغان حکومت باندې فشار واچوي او په عوض کې یې نوره ځمکه ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «په دې توګه، د ایران حکومت ثابته کړه چې هغه ښه ګاونډیتوب ته ارزښت نه ورکوي او یواځې خپلې ګټې لټوي.»

نظري وویل، په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ والې ترهګرۍ پر ضد جنګ کې ښکېل دی او خپل تقریبا ټول امکانات یې هغه لوري ته وقف کړي، د ایران حکومت ته نه وو په کار چې له افغان حکومت څخه د امتیازاتو په ترلاسه کولو باندې کالونه وخت ولګوي.

هغه وویل، «دا د ښه ګاونډیتوب نښه نه ده چې د یوه ښار لوی سړک د نږدې شپږو کالونو لپاره بند کړای شي، د افغانستان له ناچارۍ څخه ناوړه استفاده وشي او په بدل کې یې دوه برابره ځمکه ترلاسه شي.»

هغه زیاته کړه، افغانان باید د ایران په څېر ګاونډي څخه هېڅ تمه ونه کړي.‌

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد آصف حسیني وویل، د ایران له خوا د ایران د کنسولګرۍ په مخکې د یوې وړې تړانګې په بدل کې د ډېرې ځمکې ترلاسه کول غلا او لوټنه ده.

هغه وویل، «د ایران حکومت د افغانستان له ناچارۍ څخه ناوړه ګټه واخیستله ترڅو هومره ځمکه چې غوښتله یې ترلاسه کړي.»

حسیني وویل، افغانان به هېڅکله دا هېر نه کړي او نه به تهران ته د یوه دوست په سترګه وګوري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په عمومي توګه، په دې هېواد کې نظام نشته، حکومت نشته، قانون نشته. هر څوک چې زور او زر لري د هغه خبره مخکې ده.‌ قسم په خدای چې په وحشي قبایلو کې هم اصول او قواعد شته. ما یو مستند فلم کوت، په هغه کې سیلانیان وحشي قبایلو ته ورغلل چې یو مستند فلم جوړ کړي.‌ باور وکړئ چې د وحشي قبایلو مشر هغوی ته د ورتګ اجازه ورنه کړه او ویې ویل، «تاسو همیشه راځئ او د دروغو وعده کوئ، خو نه مرسته کوئ، نه کالي راوړئ، نه خوراکي توکي راوړئ.» د هرات د ولایتي شورا رییس ډېر ښکاره او له وېرې پرته په رسنیو کې اعلان وکړ چې هغه ۱۰۰۰ تنه وسله وال سړي لري چې په لاریونونو کې برخه اخلي. هغه وویل، «که د پولیسو قوماندان عکس العمل وښیي، مونږ به ډله ییز قتل وکړو.» دا بې کفایته، رذیل، بې شرمه او بدبخت حکومت داسې نه وایي چې ستا وظیفه خو دا ده چې ستونزې وڅارې، وڅېړې او بیان کړې، نه دا چې اجرائیه ځواک وکاروې او قانون تطبیق کړې. ته د ښوونې او روزنې رییس بدلوې، ته امنیتي سرتېری وژنې، ته څارنوال وهې او قضیه څیرې کوې. د تېلو او نشه ییزو توکو قاچاق ستا وظیفه ده، او ته په زرونو نورې سرغړونې کوې. ښه نو له دې فاسد حکومت څخه تاسو د څه تمه لرئ؟ که حکومت وغواړي، کولی شي چې دا ټول هغسې کنټرول کړي لکه عبدالرشید دوستم یې چې دوه کاله تبعید کړی وو، خو نه غواړي.

ځواب ورکړئ

د افغانانو له حقونو څخه له کلونو او ان له پېړیو راهیسې سرغړونه شوې، کېږي او دا کار به جریان ولري. ولې؟؟؟!!! ځکه چې مونږ پخپله ناپوه یو. که مونږ هوښیار نشو دا پروسه به همداسې روانه وي. لکه څنګه چې رسنیو راپورونه ورکړي دي، مونږ په سعودي عربستان کې له کعبې شریفې سره نژدې ځمکه لرله. هغه ځکه تبادله کړای شوه (یوه معامله وشوه)، ځکه چې مونږ مشر (زړه خوږی) نه درلود، او اوس چې زمونږ حاجیان حج ته ځي په میلونو لیرې په اطاقونو کې ژوند کوي. دا د ایران زور او زورونه ښیي. دغه کار د ایران له خوا زورونه په ګوته کوي چې دومره وخت یې سرک په خپل زور د ترافیکو پرمخ بند کړی وو.‌ فکر وکړئ چې دا څومره سخته ده چې د اوبو یو ۴ انچه پایپ په ۱ انچه باندې واړول شي. له ۳ – ۴ سرکونو څخه ټول موټرونه د ایران د کنسولګرۍ مخې ته په یوه سرک ور ټولېدل. دغه حالت به ځینې وختونه د دې سبب کېده چې لږ تر لږه ۴۵ دقیقې ترافیک ودرېږي او د پلیو خلکو پر مخ هم لاره بنده شي. نه یوازې ایران، بلکې هر چا زمونږ له ناپوهۍ او جهالت څخه ناوړه استفاده کړې، او په دې هېواد کې یې خپل اس ښه چاغ کړی دی.‌ د هغوی لپاره دا ښه دی. له یوه کم عقل څخه په اسانۍ سره د هغه پیسې اخیستل کیږي.‌ څو چې زمونږ بې اتفاقي او بې سوادي وي، عین طریقه، میتود او پروسه به روان وي.

ځواب ورکړئ

نه، د ایران نفوذ د افغانستان لپاره د یوه سرطان په څېر دی چې د دې هېواد بنسټ ورو ورو نړوي او د افغانستان هویت له منځه وړي. ایران د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې پراخ نفوذ درلود، او افغان حکومت هم ونشوای کولی چې د ایران د نفوذ مخه ونیسي.‌ ایران او پاکستان دواړه غواړي چې افغانستان د هغوی تر مستقیم تسلط لاندې وي.‌

ځواب ورکړئ

مونږ په خپل هېواد کې د ایران کنسولګرۍ او سفارت ته اړتیا نه لرو. افغانستان باید له ایران سره اړیکې پرې کړي، ځکه چې هغه په افغان کډوالو باندې ظلم کوي او له هغوی سره د حیواناتو په څېر چلند کوي. ایران نه یوازې د هغو افغانانو پر ضد چې په هغه هېواد کې اوسېږي، ناوړه چلند کوي، بلکې همدارنګه په خپلو ټولو سنیانو باندې هم ظلمونه کوي او هغوی د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه بې برخې کوي. د ایران سنیان د څښلو اوبه او برېښنا نه لري او نه ښه اقتصاد لري. د ایران تر ټولو بې وزلي خلک په سني مېشتو سیمو کې ژوند کوي.

ځواب ورکړئ