د څو لسيزو نظامي فشار، د مشرانو له لاسه ورکولو او د عملياتي جوړښتونو له ړنګېدو وروسته، القاعدې هڅه کړې چې خپله تګلاره د سيمه ييزو او نړيوالو بدلېدونکو واقعيتونو سره برابره کړي.
دا شبکه چې يو وخت يې زيات تمرکز پر مستقيمې جګړې، د سيمو پر کنټرول او په لویه کچه بريدونو و، اوس په ډیریدونکي ډول پر نفوذي کمپاینونو، ايډيولوژيکي تبليغاتو، د پټو شبکو پر جوړولو او رواني جګړې تکيه کوي.
استخباراتي فشارونو، هدفمندو عملياتو، داخلي تفرقې او عملياتي زیانونو په لویه کچه د دې سازمان وړتيا د همغږو نظامي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره کمزورې کړې ده.
علي اکبر محمدي وويل چې القاعده نور د جګړې په ډګر کې له پرله پسې ماتې وروسته د دوديزو او په لویه کچه نظامي جګړې وړتيا نه لري.
هغه سلام ټایمز ته وويل چې دا سازمان اوس هڅه کوي خپل شتون د تبلیغاتو،غير متمرکزو جوړښتونو او غير مستقيمو نفوذي کمپاینونو له لارې وساتي، نه دا چې مستقيمه مقابله وکړي.
محمدي وويل، «د القاعدې ډله دې پايلې ته رسېدلې چې مستقيمه مقابله درنې بيې او زيات تلفات لري، په داسې حال کې چې نفوذي کمپاینونه په لږ لګښت، ډېر وخت او کم خطر سره دوام موندلی شي.»
هغه زياته کړه، «اوس د دوی تمرکز پر تبليغاتو، رواني جګړې، تدريجي جلب او جذب او د پټو اړيکو پر ساتلو دی.»
محمدي ټينګار وکړ چې دا ستراتيژيک بدلون د القاعدې هغه پخوانۍ جوړښتي او سازماني کمزورۍ نه شي حل کولی چې د دې ډلې پر عملیاتي مؤثریت اغېز کوي.
هغه وويل چې کمزوری مشرتابه، داخلي بې باوري، سازماني تفرقهاو محدوده همغږي لا هم د دې شبکې د منسجمو فعالیتونو وړتيا محدودوي.
جوړښتي ناکامۍ او نظامي ورانښت
شنونکي استدلال کوي چې د القاعدې پرله پسې نظامي ناکامۍ يوازې د بهرنيو فشارونو پايله نه ده، بلکې د جدي سازماني او جوړښتي نيمګړتياوو له امله هم دي.
د وخت په تېرېدو سره، دغو کمزوریو په پرله پسې ډول د دې سازمان وړتيا راکمه کړې تر څو په بېلابېلو سيمو کې په لویه کچه نظامي عمليات طرحه او پلي کړي.
محمد سرور نعمت وويل چې د القاعدې دغه کمزوري چې نشي کولای يو دوامداره او له حالاتو سره برابر اداري جوړښت رامنځ ته کړي، د دې ډلې یوه له تر ټولو لویو کمزوریو څخه ګڼل کېږي.
هغه وويل، «القاعده تل د مشرتابه پر محدودو کړيو تکيه کړې ده. کله چې دغه مشران له منځه يوړل شول، یاده ډله بې ثباتۍ او تفرقې ته ولوېده.»
هغه وويل چې په عملياتي همغږۍ، د سرچينو په مديريت او د پرېکړې کولو په منظمو پروسو کې ناکاميو په لویه کچه د مستقيمې جګړې د دوام لپاره د القاعدې وړتيا کمزورې کړې ده.
دوامداره کمزورۍ او ستراتيژيک محدوديتونه
شنونکي باور لري چې هماغه کمزورۍ چې د القاعدې نظامي کمپاینونه يې کمزوري کړي، ښايي د وخت په تېرېدو سره د دې نوې نفوذ پر بنسټ ستراتيژي هم کمزورې کړي.
داخلي شخړې، وېشل شوې سيمه ييزې څانګې، د مشرتابه بحرانونه او عملياتي ناهمغږي لا هم د دې سازمان اغېزمنتيا محدودوي، که څه هم د دې ډلې په تګلاره کې پراخه بدلون راغلی دی.
دا شبکه اوس په پراخه کچه پر ايډيولوژيکي تبليغاتو، رواني عملياتو، رسنيزو کمپاینونو، د پټو شبکو په جوړولو او له ټولنيزو نارضايتيونو څخه په ناوړه ګټه اخیستنې تمرکز کوي، پرته له دې چې د لوړ لګښت لرونکو مخامخ جګړو ته داخل شي.
دا بدلون تر ډېره د القاعدې د نظامي وړتياوو د کمېدو انعکاس دی، نه دا چې د نوې سازماني پياوړتيا يا د عملياتي نفوذ د پراختيا ثبوت وي.
القاعده اوس هڅه کوي چې عامه انګېرنې بدلې کړي، پټې اړيکې جوړې کړي او له سياسي بې ثباتۍ ګټه واخلي، پرته له دې چې پراخ نظامي حضور وساتي.
علي اکبر محمدي وويل، «دا ډله لا هم د داخلي پاشل کېدنې، جغرافيايي تفرقې او د مشرتابه د بحران په جال کې بنده ده. دا ډول ستونزې دا معنا لري چې حتی د دوی نرمه او غير مستقيمه ستراتيژي به هم بالاخره له زوال او ناکامۍ سره مخ شي.»
![يو سړی د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه له يو لېپټاپ څخه کار اخلي چې د ګوګل پاڼه ښيي. [لوکو سامارکو/Pexels]](/cnmi_st/images/2026/05/20/56114-pexels-samma97-6155000-585_329.jpg)