کابل -- کارپوهانو وویل، د داعش خراسان څانګه چې په افغانستان کې د نفوذ له کموالي سره مخامخ ده، د ټولنیزو رسنیو د کمپاینونو له لارې په نورو هېوادونو کې له ناچارو ځوانانو څخه ناوړه استفاده کوي.
دغه افراطي ډله، لکه څنګه یې چې په افغانستان کې په عملي میدان کې وکړل، په انټرنټ کې هم د ځوانانو له نهیلۍ او شخصي حالتونو څخه ناوړه ګټه پورته کوي، او افراطيت ته یې ورجلبوي.
د داعش خراسان څانګه خپل تبلیغات د پښتو او دري په ګډون په ۱۲ ژبو د ټولنیزو رسنیو په څو مشهورو پلاټفورمونو کې خپروي.
په کابل کې مېشت سیاسي شنونکي تواب قادري سلام ټایمز ته وویل چې د دوی پوسټونه بې کاره او نا امیده ځوانان په نښه کوي، او هغوی هڅوي چې په هغو هیوادونو کې بریدونه ترسره کړي چېرې چې دا ډله فزیکي شتون نه لري.
هغه وويل، «په لوېديځو ټولنو کې ځینې ځوانان چې د هویت بحران یا رواني روغتیا ستونزو سره مخامخ دي د داعش لپاره لومړني هدفونه دي،»
هغه وویل، «دا ډله د مبالغه شويو تبلیغاتو له لارې د ناچارو ځوانانو له احساساتو څخه ګټه پورته کوي او هغوی غولوي.»
د ډلې د آنلاین افراطیت د هڅو په یوه بېلګه کې، افغان الاصله نصیر احمد توحیدي د اکتوبر په میاشت کې په متحده ایالاتو کې ونیول شو او د ټاکنو په ورځ د ډله ایزو ډزو د پلان جوړولو تور پرې ولګول شو.
د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) په وینا، توحیدي په ۱۴۰۰ لمریز کال کې له افغانستان څخه ووت او وروسته د داعش خراسان څانګې د آنلاین تبلیغاتو له لارې افراطي شو.
قادري وویل، مجازي نړۍ ته انتقال دا په ګوته کوي چې د داعش خراسان څانګه چې په خپلو دودیزو مرکزونو کې د نفوذ ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، په شا روان دي.
هغه وویل، «د داعش خراسان څانګې په افغانستان، پاکستان او د سیمې په ځینو برخو کې اعتبار له لاسه ورکړی او د خلکو له خوا ترې په پراخه کچه کرکه کیږي. په دې هیوادونو کې استخدام ستونزمن شوی، له همدې امله یې تمرکز بدل کړی دی.»
ناکامه شوې پروژه
د آنلاین استخدام له هڅو سره سره، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې نفوذ مخ په کمېدلو دی ځکه چې د دې ډلې ایډیالوژي د سیمه ایز کلتور او موجوده مذهبي عقیدې سره په ټکر کې ده.
په هرات کې مېشت سیاسي شنونکي عبدالقادر کامل سلام ټایمز ته وویل، دودیز افغان ارزښتونه د داعش خراسان څانګې له ارزښتونو سره سمون نه لري، چې د دې ډلې لپاره نه ماتیدونکي خنډونه رامنځته کوي.
هغه وویل، «پراخو مالي او نظامي سرچینو ته له لاسرسي سره سره، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې هېڅ نه دي ترلاسه کړي،»
قادري وویل، «هغوی حتی د ځمکې یوه ټوټه هم د خپلې خاورې په توګه نه ده نیولې. د هغوی جنګیالي په لیرې پرتو غرونو غارونو کې پټ پاتې دي، په دوامداره وېره کې ژوند کوي.»
د دې ډلې ناکامي د اراضي کنټرول څخه اخوا غځیږي.
کامل زیاته کړه، «داعش د افغانانو په نظر کې یوه بهرنۍ او لعنتي پدیده ده. حتی د درنو تبلیغاتو او ډېر تمویل سره سره، دا ډله د خلکو په منځ کې د پام وړ ملاتړ ترلاسه کولو کې پاتې راغلې ده.»
هغه وویل، «په افغانستان کې، داعش یوه ناکامه پروژه ده او د زوال په حال کې ده.»
په تېره لسیزه کې، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې زرګونه ملکي وګړي وژلي او ټپیان کړي دي، چې ډېری قربانیان یې په جوماتونو یا عامه ځایونو کې په نښه شوي دي.
کامل وویل، پر ملکي وګړو دا بریدونه د ځواک ښودلو پر ځای، د دې ډلې نهیلي او تاتیکي ناکامي منعکسوي.
![یو سړی چې ګرځنده تلفون یې په لاس دی د ۱۳۹۶ د تلې په ۱۶مه د ټولنیزو رسنیو یو اپلیکېشن استعمالوي. [ترېسي لي بلانک/پکسلز]](/cnmi_st/images/2025/08/07/51420-pexels-tracy-le-blanc-585_329.jpg)