شنونکي وايي، د داعش خراسان څانګې خپل آنلاین حضور او له مجازي لارې د رسونې هڅې په پام وړ توګه زیاتې کړي دي.
د مېلېټنټ وایر د زمري د ۳مې د یوه راپور په اساس، د داعش خراسان څانګه تر ډېره د دغې نړۍ والې ترهګرې ډلې تر ټولو فعاله مرستندویه ګڼل کیږي. د هغې د آنلاین حضور په زیاتېدلو سره، نړۍ وال امنیتي ګواښونه هم زیاتیږي.
په راپور کې ویل شوي چې، د دې ډلې «له جنوبي اسیا څخه د لویدیځ لوري ته په اروپا کې د عملیاتي شبکې پراختیا ګړندۍ شوې، او په وروستیو میاشتو کې شنډ شوی بریدونه چې په افغانستان کې مېشتې دغې ډلې پورې تړاو لري په ښکاره ډول زیات شوي دي،»
راپور په روسیه، ایران او ترکیه کې د داعش خراسان څانګې وروستیو بریدونو ته اشاره کړې چې په سلګونو ملکي خلک یې ووژل.
د داعش خراسان څانګه په مجازي توګه رسونې کې د دې ډلې نورو څانګو څخه مخکې شوې او په لسګونو ژبو کې مواد خپروي. د هغې په هڅو کې په ترکي ژبه یوه نوې رسنۍ او په تاجکي ژبه یوه مجله هم شامل دي.
د مېلېټنټ وایر د راپور په اساس، په افغانستان کې مېشته ډله د «رسنیز جهاد» ستراتیژي کاروي، خپل پلویان هڅوي چې په خپلواکه توګه په ټولنیزو رسنیو او د پیغام رسولو په ایپونو کې پروپاګند رامنځته او پراخ کړي.
د کمپیوټر ساینس پوه فردوس خطیبي، چې په هرات کې په یوه خصوصي پوهنتون کې تدریس کوي، وویل، «د داعش خراسان څانګه او نورې افراطي ترهګرې ډلې په خپلو تبلیغاتو سره د ټولنې ځانګړې برخې په نښه کوي،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا پیغامونه اکثر هغه ځوانان چې یا یې لږ تعلیم کړی وي او یا هم له دیني اساساتو څخه ناخبره وي، په نښه کوي،» او زیاته یې کړه چې «په تاجکستان کې، د داعش خراسان څانګې پروپاګند ... ډېری ځوانان تر خپل اغېز لاندې راوستي دي.»
نړۍ وال ګواښ
په نیمروز کې میشت د پوځي چارو شنونکي حمزه بلوچ وویل، د داعش خراسان څانګه «له افغانستان او پاکستان څخه بهر د کسانو د استخدامولو لپاره له انټرنیټ څخه کار اخلي، او ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته د پام وړ ګواښونه جوړوي،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش خراسان څانګې هدف دا دی چې ځان د دغه تروریستي سازمان د نورو څانګو په پرتله پیاوړی ثابت کړي. له همدې امله یې په لویدیځو هیوادونو کې استخدام ته مخه کړې ده،»
هغه وویل، «ټولنیزو رسنیو د داعش خراسان څانګې ته دا فرصت برابر کړی چې په ځینو ځوانانو باندې نفوذ وکړي، هغوی هڅوي چې ترهګریز بریدونه ترسره کړي. په ایران او روسیه کې د داعش خراسان څانګې له خوا وروستي ترهګریز بریدونه دا خطر په ګوته کوي.»
د وري په میاشت کې، د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل ایریک کوریلا خبرداری ورکړ چې «د داعش خراسان څانګه دا وړتیا لري چې له شپږو میاشتو څخه په لږ وخت کې د متحده ایالاتو او لویدیز ګټو باندې برید وکړي.»
د زمري په میاشت کې، د ملګرو ملتونو د څارنې او تحلیلي ملاتړ هیئت خبرداری ورکړ چې د داعش خراسان څانګه افغانستان، سیمې او ترې اخوا هېوادونو ته یو غټ ګواښ دی.
په عین حال کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د زمري په میاشت کې کشف کړه چې د داعش خراسان څانګه خپل عملیات په عمده توګه په افغانستان کې د طبیعي زېرمو له استخراج، په ځانګړې توګه په ننګرهار کې د تالک غیرقانوني کان کیندنې څخه تمویلوي. دغه ډبرې وروسته له هیواد څخه بهر ته قاچاق کیږي.