کابل -- د ملګرو ملتونو د تحلیل د ملاتړ او بندیزونو د څارنې ډلې د یوه راپور په اساس، د داعش خراسان څانګه د افغانستان، سیمې او بهر نورو سیمو لپاره یو مهم ګواښ جوړوي.
په دغه راپور کې چې د چنګاښ په ۱۸مه خپور شوی، راغلي، که څه هم افغان امنیتي ځواکونو په ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کالونو کې د داعش خراسان څانګې پورې تړلیو ډلو په وړاندې له ۱۰۰ څخه ډیرعملیات ترسره کړي، دې ډلې د خپلې سیمې د پراخولو لپاره خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
راپور زیاتوي، «هرڅومره چې واکمن چارواکي ادعا کوي چې بهرني ترهګر د نورو غړو هیوادونو د ګواښلو لپاره د هغوی خاوره نه کاروي، په هماغه اندازه د داعش خراسان څانګه هوډ لري چې دوی غلط ثابت کړي، او لوی خراسان مفکورې ته وده ورکوي.»
د داعش خراسان څانګې د افغانستان په شمال کې د نویو غړو استخدام ګړندی کړی دی.
په راپور کې راغلي چې، «د داعش خراسان څانګه د افغانستان په شمالي سیمو کې پیاوړې شوې، په تاجک او ازبک ولسونو کې استخدام زیاتوي او په لیرې پرتو غرنیو سیمو کې وسلې او چاودیدونکي توکي ذخیره کوي،»
د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د ځینو سخت دریځو او ترهګرو ډلو تر منځ له شخړو څخه په استفادې سره کسان استخداموي او د افغانستان په ځینو امنیتي وزارتونو کې یې نفوذ کړی دی.
په راپور کې ویل شوي، د داعش خراسان څانګه په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له خپلو مرکزي سیمو څخه خپره شوې، چې یوه ډله یې بدخشان او بله یې هرات او نیمروز ولایتونو ته تللې ده.
یوه پیچلې ستراتیژي
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د داعش خراسان څانګې له افغانانو څخه په پاکستان، له پاکستانیانو څخه په افغانستان او له تاجکانو څخه په ایران او روسیه کې د بریدونو لپاره کار اخیستی دی.
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دې تکتیک د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ترمنځ بې باوري راپورته کړېچې هر هېواد په نورو باندې د داعش د ملاتړ تور پورې کوي.
په هرات کې د افغان اردو یوه متقاعد ډګروال محمد حلیم ذهین وویل، د داعش خراسان څانګه نه یواځې د افغانستان بلکې ټولې نړۍ لپاره یو ګواښ دی.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «سږ کال موږ په روسیه، ایران او افغانستان کې د داعش د مرګونو بریدونو شاهدان وو. دا ښیي چې د داعش خراسان څانګه د سیمې او ټولې نړۍ لپاره یو ګډ ګواښ دی،»
هغه وویل، «داعش په پټه استخدام او د خپلو پوځي وړتیاوو پیاوړتیا ته دوام ورکوي. داعش په څو ولایتونو کې حضور پیدا کړی او د پخوا په پرتله خورا پیاوړی شوی دی.»
د دې ډلې فعالیتونه ورځ تر بلې د افغان ځوانانو اندېښنې زیاتوي.
په هرات ولایت کې د فیروز احمد وحیدي په نامه د پوهنتون یوه محصل چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل، «داعش په ګذره ولسوالۍ کې زموږ څو خپلوان ووژل، او له هغې پېښې راهیسې موږ په وېره کې ژوند کوو،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه له څو میاشتو راهیسې جومات ته د لمانځه لپاره نه یم تللی ځکه زه وېره لرم چې داعش به زموږ پر جومات برید وکړي،»
هغه زیاته کړه، «موږ پخوا هیله درلوده چې داعش به له هېواد څخه ورک شي، خو برعکس یې د دې ډلې فعالیتونه زیات شوي دي. زه په هرات کې د داعش له شتون څخه ډېره وېره لرم.»