کابل -- شنونکي او پخواني افغان پوځي چارواکي خبرداری ورکوي، چې د داعش خراسان څانګه په ګاونډیو هیوادونو کې د استخدام هڅې ګړندۍ کوي، او هدف یې دا دی چې په منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ پراخ کړي.
هغوی وویل، دا ډله په ازبکستان، تاجکستان، ایران او پاکستان کې د یوې پراخې ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه کسان استخداموي چې سیمه بې ثباته کړي.
د افغانستان د پوځ یوه پخواني افسر، ډګروال رفیع الله محمدي، چې اوس په اتریش کې ژوند کوي، وویل، د داعش خراسان څانګې د افغانستان په شمالي، ختیځو او لویدیځو سیمو کې او همدارنګه د ګاونډیو هیوادونو په سرحدي سیمو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.
محمدي چې پخوا د افغانستان د ملي امنیت ریاست (اېن ډي اېس) کې د استخباراتي څانګې مشر و، وویل، د داعش خراسان څانګې هدف دا دی چې په سیمه کې بې ثباتي زیاته کړي.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د هغوی هدف دا دی چې دغه استخدام شوي کسان داسې استعمال کړي چې په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه په منځنۍ اسیا کې د امنیت په خرابولو کې لوی رول ولوبوي،»
د محمدي په وینا، د داعش خراسان څانګه کې د تاجک، ازبک او پاکستاني وګړو شمیر زیات شوی، او د داعش خراسان څانګې دا کسان د هغوی د هیوادونو په پولو کې ځای پر ځای کړي دي.
دې ډلې په ایران کې د غیرقانوني مهاجرینو د زیاتیدونکي شمېر په منځ کې چې ثابت عاید نه لري، د استخدام هڅې زیاتې کړي دي.
محمدي وویل، «د داعش خراسان څانګه په ایران کې د افغان مهاجرینو له اقتصادي ستونزو او کړاوونو څخه ناوړه استفاده کوي او ځینې یې استخداموي. د ایران په کرمان او شیراز کې وروستیو ترهګریزو بریدونو چې د داعش خراسان څانګې له خوا ترسره شول، دا اندیښنې لا پسې زیاتې کړي دي.»
زیاتېدونکي ګواښونه
د ترکیې په پلازمېنه انقره کې مېشت افغان سیاسي شنونکي محمد عمر شریفي وویل، «د داعش خراسان څانګې بنسټ له بهرنیو اورپکو څخه جوړ شوی دی. هغه کسان چې له نورو ډلو څخه ناراض دي هغوی له داعش سره بیعت کړی دی.»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د داعش مشران ناراض ازبک جنګیالي لټوي او د هغوی د حضور له لارې غواړي چې د داعش فعالیتونه منځنۍ اسیا ته وغځوي.» هغه زیاته کړه چې شاوخوا ۲۰۰۰ ازبک اورپکي له داعش سره یوځای شوي دي.
افغانان اندېښمن دي چې په هېواد کې د سیاسي خلا له امله افغانستان د ترهګرو ډلو په یوه روزنځای باندېبدل شوی دی.
د مزارشريف يوه اوسيدونکي عبدالرقيب اسلامي، چې ۳۷ کاله عمر لري، وويل، د داعش له خوا د افغانانو او بهرنيو اتباعو استخدام د پخوا په پرتله د افغانانو تر منځ د زياتې اندېښنې لامل شوی دی.
هغه سلام ټایمز ته وویل، «د کابل حکومت باید د داعش خراسان څانګې د لوجیستیکي پلان جوړونې او اکمالاتو شبکې چې په مختلفو ځایونو کې خپرې دي، او پېچلي او په لوړه سطحه بریدونه ترسره کوي، وپېژني او ویجاړې یې کړي.»
اسلامي وویل، «د داعش خراسان څانګه بهرنۍ اجنډا لري، او که دا ډله نوره هم ځواکمنه شي، سیمې ته به یو لوی ګواښ جوړ کړي.»
د BRICS غړي هېوادونه غواړي چې د خپلو مرکزي بانکونو ډیجیټل اسعارو پر بنسټ د نړېوالو سوداګریزو راکړو ورکړو د حل لپاره یو سیستم رامنځته کړي چې د mBridge په نامه ياديږي. د دې سربیره: د BRICS هېوادونه غواړي د BRICS PAY په نوم يو کریډیټ کارت رامینځته کړي چې افراد او ادارې کولی شي په ټولو غړو هېوادونو کې د توکو او خدماتو ورځني پیرود لپاره يې وکاروي. د BRICS هېوادونه غواړي د خوړو، زراعتي او منرالونو خام موادو لپاره د تبادلې مرکز رامینځته کړي ترڅو دوی اړتیا ونلري چې د لویدیز بازارونه د موادو بیې وټاکي. د BRICS هېوادونه غواړي د بیمې نړېوال سیسټم رامنځته کړي ترڅو د خپلو هېوادونو سوداګریز ټرانسپورټ خدمتونه بیمه کړي. د BRICS هېوادونو نوی پراختیایي بانک جوړ کړی دی، چې مرکزي دفتر یې په شانګهای کې دی، ترڅو د نړېوال سویلي یا سویلي نیمه وچې د هېوادونو په اقتصاد کې د زیربنايي پروژو تمویل وکړي. پدې توګه، د دې زیربناوو په رامینځته کولو سره، متحده ایالات او اروپایي هېوادونه به نشي کولی د هغو هېوادونو اسعارو زیرمې کنګل کړي چې د دوی د پالیسیو سره موافق نه وي، یا په سوداګریزو راکړو ورکړو باندې جریمې وضع کړي. ایا تاسو پوهیږئ چې دا ټولې زیربناوې به چیرته موقعیت ولري؟ په چین یا برازیل کې یا په روسیه کې. ایا تاسو پوهیږئ چې چین چېرته دی؟ یواځې یو څو غرونه لرې او د افغانستان د بدخشان له مرکز څخه 300 کیلومتره لرې، خو دا د یو ګاونډي په څېر دی چې په سترګو ړوند وي، په غوږونو کوڼ او په پښو شل وي. دې هېواد موږ سره د شوروي اتحاد د 45 کلنې مداخلې پر مهال مرسته ونه کړه، د کورنۍ جګړو پر مهال یې د منځګړیتوب هڅه ونه کړه، د جمهوریت په 20 کلونو کې یې پر ځای د دې چې د ډیموکراتیک سیستم د پیاوړتیا لپاره مرسته کړې وې، د پ
ځواب ورکړئ2 تبصره
داعش یواځې یوه ادعا ده. په حقیقت کې، دغه ډله د پاکستان، ایران او سعودي عربستان د استخباراتي ادارو له یوې شبکې نه پرته بل څه نده. هغه څه چې ډېر مهم او د داعش په پرتله زیانمن او خطرناک دي، هغه د چین ورځنۍ پراختیا ده. زه چین او پالیسۍ یې غندم ځکه چې له یوې خوا، دا هېواد زموږ هېواد ته د افغانستان د بهرنیو او کورنیو جګړو په جریان کې هېڅ مالي مرسته نه ده چمتو کړې، او له بلې خوا، غواړي چې موږ او د سیمې هېوادونه ویجاړ کړي، او خپلې مالي تورې څاه ته یې واچوي، چې بیرته ترینه راوتل ناممکن دي. آیا پوهیږئ چې د BRICS غړي هېوادونه (په حقیقت کې چین) د BRICS نړېوال مالي سیستم د بنسټونو جوړولو هڅه کوي، ترڅو د دوی بهرنی تجارت د امریکا او اروپايي هېوادونو له بریدونو څخه خوندي شي. د دې لپاره څه ته اړتیا ده؟ 1. د ډالرو، یورو او برتانوي پونډ څخه پرته نور اسعار، 2. هغه واک یا ریزرو بانک چې راکړې ورکړې ترسره کوي، 3. د بانکونو ترمینځ د پیسو لیږد سیسټم، 4. هغه بیمه کمپنۍ چې د لویدیځ سره تړاو نه لري او کولی شي تجارتي مال او ترانسپورت وسایل لکه د تېلو ټانکرونه، کانتینر کښتۍ، او الوتکې بیمه کړي. د دې هدف لپاره، د BRICS غړي هېوادونه هڅه کوي چې په دې برخو کې اغيزمن بدیلونه رامنځته کړي، ترڅو دوی په متحده ایالاتو او د دې پر شریکانو تکیه ونه کړي. په دې سیستم کې د یو مالي واحد رامنځته کول شامل دي چې د بهرني تجارت لپاره به کارول کېږي، او دغه واحد به ٪40 په طلا او ٪60 په خپلو هېوادونو کې د اسعارو د تبادلې پر نرخ ولاړ وي. دا په دې معنی نه ده چې د BRICS هېوادونو لپاره به نوې پیسې رامنځته شي، بلکې غړي هېوادونه به خپل موجوده اسعار لکه څرنګه چې دي، وساتي او یو مالي واحد به یواځې د دوی د بهرني تجارت لپاره رامنځته شي.
ځواب ورکړئ2 تبصره