امنیت

افغانان خبرداری ورکوي چې د داعش خراسان څانګې د زیاتوالي له پامه غورځول به په افغانستان کې نوی کړکېچ رامنځته کړي

د عمر راپور

د داعش ترهګرې ډلې بیرغ په یوه عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، لیدل کیږي. [آرشیف]

د داعش ترهګرې ډلې بیرغ په یوه عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، لیدل کیږي. [آرشیف]

کابل -- افغانان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې سره په مقابله کې پاتې راتلل کیدای شي د لا زیاتې ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل شي.

په کابل کې د داعش خراسان څانګې له خوا د وږي د ۱۲مې د ځانمرګي برید مسؤلیت اخیستلود دې ډلې د مخ پر ودې حضور په اړه د افغانانو وېره راپارولې ده.

په پېښه کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۳ نور ټپیان شول.

په ايټاليا کې مېشت د پوځي چارو شنونکي، محمد نعیم غیور، سلام ټایمز ته وویل، د داعش خراسان څانګې خطر باید جدي ونیول شي.

هغه وویل، د افغان چارواکو له خوا د هغوی جدي نه نیولو «د داعش خراسان څانګې ته فرصت ورکړی چې... ځان پیاوړی کړي،»

غیور وویل، «د دې ډلې د ځپلو لپاره باید یوه رښتینې مبارزه وشي،»

د افغانستان د امنیت څار ادارې په کابل کې د وږي د ۱۲مې له برید مخکې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د داعش خراسان څانګې په تېرو دریو کلونو کې په افغانستان کې ۶۳ وژونکي بریدونه ترسره کړي دي.

ملګرو ملتونو په تېرو درې کلونو کې څو ځلې د داعش په اړه خبرداری ورکړی و.

په داسې حال کې چې په کابل کې چارواکي په مکرر ډول په افغانستان کې د دې ډلې شتون او وده ردوي، د داعش خراسان څانګې د بیا راژوندي کېدلو په اړه نړۍ والې اندیښنې په ډېرېدلو دي.

زیاتېدونکی ګواښ

د ځینو افغان شنونکو په وینا، په تیرو دریو کلونو کې د داعش خراسان څانګې، القاعدې او نورو په څېر ترهګرو ډلو په ټول هېواد کې وده کړې ده.

په نیمروز ولایت کې مېشت د پوځي چارو شنونکي حمزه بلوچ وویل، دې ډلو، په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې او القاعدې افغانستان په خپل خوندي پټنځای باندې بدل کړی دی.

هغه وويل، «له افغانستان څخه تروريزم ټوله نړۍ له خطر سره مخامخ کوي... هغه کولی شي د نړۍ وال امنيتي بحران لامل شي،»

هغه وویل، افغان چارواکي په غرونو کې د ترهګرو پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره «پرمختللي هوايي ځواک او پوځي وړتیاوې نه لري. ترهګر له دغه حالت څخه پوره ګټه پورته کوي.»

بلوچ وویل، ترهګرو ته ماتې ورکول سیمه ییزې او نړۍ والې همکارۍ ته اړتیا لري.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د وږي په ۶مه وویل چې د افغانستان وضعیت په فعاله توګه څاري او له نړۍ والو همکارانو سره کار کوي چې له دغه هېواد څخه د تروریستي ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

ملکي تلفات

په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان، ایران او روسیه کې د داعش خراسان څانګې ترهګر په عمده توګه ملکي وګړي وژني.

په افغانستان کې، شیعه مسلمانان د داعش خراسان څانګې اصلي هدفونه دي.

په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې له خوا په وروستیو ۶۳ بریدونو کې، په عمده توګه په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې، ډېر قربانیان شیعه ملکیان دي.

په هرات کې د پوهنتون یوه محصل عباس حسیني چې ۲۸ کاله عمر لري، وویل، د داعش خراسان څانګه د خلکو اول نمبر دښمنه ده.

هغه وویل، «په څومره کالونو کې چې زما یادېږي، د داعش خراسان څانګې یوازې بې ګناه خلک په نښه کړي دي. دې ډلې په جوماتونو کې لمونځ کوونکي، په روغتونونو کې ناروغان او په موټرو کې مسافر وژلي دي،»

هغه زیاته کړه، «دا د اوسنیو واکمنو دنده ده چې له داعش سره مبارزه وکړي، او که دوی وړتیا نه لري، دوی باید د نړۍ والې مرستې غوښتنه وکړي. موږ، خلک ... یوازې ژوندي پاتې کېدل غواړو، او حکومت باید زموږ امنیت تامین کړي،»

د غبرګولي په میاشت کې د سلام ټایمز یوې سروې څرګنده کړه چې له ۶۵٪ څخه زیات افغانان په هیواد کې د داعش خراسان څانګې د بریدونو او فعالیتونو په اړه اندېښمن دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش په خپل ځای پریږدئ. دا ولولئ. الجزیره عربي تلویزیوني چینل چې له قطر څخه خپرونې کوي په خپله ویب پاڼه کې لیکي: "بریتانیا: د لبنان پر روغتونونو د اسراییلو د برید راپورونه د اندېښنې وړ دي د بريتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي وویل چې په لبنان کې پر "روغتیایي تاسیساتو او حمایوي پرسونل" باندې د اسراییلو د بریدونو راپورونه " د ژورې اندیښنې وړ دي." لامي په خپله X پاڼه کې ولیکل "ټول اړخونه باید د نړېوال بشردوستانه قانون سره سم عمل وکړي، ځکه چې په لبنان کې لږترلږه څلورو روغتونونو د کار ځنډول اعلان کړل او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د بریدونو په اړه خبرداری ورکړ چې د روغتیا پاملرنې زیربنا ته زیان رسوي." دا پدې مانا ده چې هغه صرف "اندېښمن" دی. او که د اسراییلو پر روغتونونو برید شوی وای، نو هغه به څه ویلي وای؟ هغه به ویلي وای چې ترهګرو د اسراییلو پر روغتونونو بریدونه کړي دي. هغه څه چې تاسو پورته لوستلی د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر خبرې دي چې یو وخت یې پر ټوله سیمه باندې واکمني کوله. دا د یوې متمدنې ټولنې کلمې دي. دا د هغه هېواد د استازي خبرې دي چې ۶۷ میلیونه نفوس لري او ځان د بشري حقونو ملاتړی بولي. - د نړۍ مسلمانانو مشرانو! - د نړۍ د مسیحیانو مشرانو! - د نړۍ یهودي مشرانو! تر څو چې تاسو د بل چا درناوی ونه کړئ، په خدای باور وکړئ چې تاسو به هېڅکله د آرامۍ احساس ونه کړئ. احمقه بريتانیا د امریکا متحده ایالات، جرمني، چین، روسیه، فرانسه، کاناډا، هند، اندونیزیا، سعودي عربستان ... سره یوځای باید د اسراییل، فلسطین او لبنان ترمنځ سوله او پخلاینه وکړي. ولې یو یهودي مسلمان ووژني؟ ولې یو مسلمان یو یهودي ووژني؟ دا بدبختي په فلسطين کې له 1885 کال راهیسې روانه ده. سلګونه زره بې ګن

ځواب ورکړئ