امنیت

متحده ایالات او متحدین په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي تمرکز ته دوام ورکوي

د عمر راپور

د داعش خراسان څانګې دوه غړي په هغې ویډیو کې ښکاري چې د دې ډلې تبلیغاتي ادارې اعماق د وري په میاشت کې خپره کړې وه. [آرشیف]

د داعش خراسان څانګې دوه غړي په هغې ویډیو کې ښکاري چې د دې ډلې تبلیغاتي ادارې اعماق د وري په میاشت کې خپره کړې وه. [آرشیف]

متحده ایالات او متحدین یې «په جدي تمرکز» سره کار کوي ترڅو په افغانستان کې د مېشتو سخت دریځو ډلو له خوا چې په دغه هېواد کې د خپلو فعالیتونو د پراخولو په هڅه کې دي، د را منځته شوی ګواښ مخنیوی وکړي.

د داعش خراسان څانګې په کابل کې یو لړ مرګونې چاودنې ترسره کړې،په داسې حال کې چې دغه ډله او د هغې سیاله القاعده هڅه کوي چې ډرون الوتکې او نورې پرمختللې وسلې ترلاسه کړي.

د پنټاګون ویاند تورن جنرال پټریک رایډر د وږي په ۶مه وویل،«موږ پوهېږو چې د داعش خراسان څانګې په څېر سازمانونو په ګواښونو باندې سترګې نشو پټولی، او دا چې موږ باید د ترهګرۍ پر ضد مبارزه باندې نه ستړی کېدونکی تمرکز ولرو،»

رایډر وویل، «د داعش خراسان څانګې سربېره، ډېرې نورې ترهګرې ډلې ... همدا اوس په افغانستان کې مېشتې دي،»

هغه وویل، «موږ له استخباراتي ادارو سره له نږدې کار کوو او هڅه کوو ترڅو له متحدینو او شریکانو سره همکاري پراخه کړو چې مخ پر ودې ګواښونه له منځه وېسو،»

هغه وویل، د متحدینو تر منځ د استخباراتي معلوماتو شریکولو، او نورې همکارۍ، د داعش خراسان په څېر ډلو بریدونه ګډوډ کړي، او چارواکو ترهګر، مخکې له دې چې خپل پلانونه ترسره کړي، نیولي دي.

ملګرو ملتونو د چنګاښ په میاشت کې په افغانستان کې د داعش او القاعدې په ګډون د ځینو ډلو د زیاتیدونکيو فعالیتونو او نړۍ وال امنیت ته د هغوی د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړ.

نړۍ وال امنیت په خطر کې دی

هغو افغانانو چې له سلام ټایمز سره یې خبرې کولې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د څارنې په برخه کې د امریکا د ژمنې هرکلی وکړ، خو ځینو بیا ویلي چې یواځې څارنه کافي نه ده.

په نیمروز کې مېشت د پوځي چارو شنونکي حمزه بلوچ سلام ټایمز ته وویل، نړۍ واله ټولنه باید نور ګامونه پورته کړي چې «په افغانستان او سیمه کې د داعش خراسان څانګې په ګډون د ترهګرۍ ځالې له منځه وېسي،»

بلوچ وویل، «څومره چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان او پاکستان کې ځپل کیږي، هومره به امنیتي ګواښونه، نه یواځې په سیمه کې بلکې په نړۍ واله کچه کم شي،»

هغه وویل، «په افغانستان کې په تېرو درې کالونو کې د داعش خراسان څانګې ودې ته په پام سره، د دې وخت رارسېدلی چې د دغې تروریستي ډلې پر ضد جدي مبارزه وشي،»

په هرات کې د سیاسي چارو شنونکي میرویس حقپناه سلام ټایمز ته وویل، د داعش خراسان څانګې پر وړاندې د قوي اقدام نشتوالي دې ډلې ته دا توان ورکړی چې له افغانستان څخه نړۍ وال امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

هغه وویل، «د افغانستان په خاوره کې د داعش خراسان څانګې او نورو ترهګرو ډلو پر ضد پوځي عملیات باید ژر تر ژره پیل شي،»

د هرات ولایت یوه فعال پیمان علیزاده سلام ټایمز ته وویل، د داعش خراسان څانګې او نورو افراطي ډلو پر ضد مبارزه یوه نړۍ واله اړتیا ده.

هغه وویل، «تر هغه چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې او القاعدې په څېر د ترهګرو خوندي پټنځایونه له منځه لاړ نشي، نړۍ وال امنیت به له خطر سره مخامخ وي،»

علیزاده وویل، «په افغانستان، ایران، روسیې او نورو هېوادونو کې د داعش خراسان څانګې له خوا بریدونه دا په ډاګه کوي چې دا ترهګره ډله د ټولو دښمنه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان اوسنی حکومت جنګي وړتیاوې نه لري او نه شي کولای د داعش او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا روزل کیږي په یواځې ځان مبارزه وکړي. د اوسنیو واکمنو لومړۍ تېروتنه دا وه چې جمهوریت یې ړنګ کړ، په داسې حال کې چې حکومت د نړېوالې ټولنې په مرسته جوړ شوی و او تر ټولو ښه پوځي ځواک په ځانګړي توګه ښه روزل شوي ځانګړي ځواکونه کومانډو یې درلودل چې د امریکایي او اروپایي ځواکونو لخوا روزل شوي وه. هغوی کولای شوای په چټکۍ سره وسله وال له منځه یوسي، په داسې حال کې چې دا مهال د کابل او ولایتونو په بازارونو کې میوې او سبزي پلوري ترڅو د خپلو ماشومانو لپاره د حلالې او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. د پاکستان پوځ او استخبارات له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي، استادان، ډاکټران وژني، ښوونځي، روغتونونه، کلینیکونه، پلونه او پلچکونه ورانوي او هېڅ یوې ډلې ته یې دا اجازه نه ده ورکړې ترڅو په کابل کې حکومت جوړ کړي او بلوغ ته یې ورسوي. په تېرو شلو کلونو کې له يوې خوا د امريکا په مشرۍ نړېواله ټولنه او دوست هېواد هند په افغانستان کې د بنسټيزو تاسيساتو په جوړولو بوخته وه، خو له بلې خوا د پاکستان د استخباراتو پراکسي ډلې يې په ورانولو بوختې وې. د ناکامورا او سلګونو نورو وژنه او دا ادعا ثابتوي. د افغانستان د اوسني حکومت لپاره یواځینۍ حل لاره دا ده چې غربي ځواکونو په ځانګړې توګه ناټو او امریکا او هم هند ته لاس ورکړي او د داعش پر ضد جګړه کې له غربي او هندي ټکنالوژۍ او وسلو څخه کار واخلي. داعش نه یواځې افغانان وژني بلکې د انسانیت دښمن هم دی او دا ډله په منظم ډول د پاکستان د پوځ له خوا حمایت کیږي.

ځواب ورکړئ