کابل -- شنونکو وویل، د داعش خراسان څانګه په ټوله جنوبي او منځنۍ اسیا کې د «خلافت» د رامنځته کولو هوډ لري، او په دې برخه کې د افغان چارواکو له نه پاملرنې څخه ګټه پورته کوي.
ایشیا ټایمز د لړم په ۸مه په یوه تحلیل کې دې ته اشاره کړې چې افغان ځواکونه د داعش خراسان څانګې او نورو وسله والو ډلو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
یادې رسنۍ ویلي چې، په دې وضعیت کې د کابل رژیم ضعف د دې سبب شوی «چې هغوی د ډېرو افغانانو په سترګو کې کمزوري معلوم شي، او هغوی په دې کې پاتې راغلي چې هغسې ثبات او امنیت برابر کړي چې واک ته د بېرته ستنېدو پر وخت یې وعده کړې وه،»
د داعش خراسان څانګې په روان ترهګریز کمپاین کې د مرغومي په میاشت کې د کابل په دشت برچي سیمه کې د هزاره ګانو په ګاونډ کې برید، د غوایي په میاشت کې ډزې چې د هرات په یوه جومات کې یې شپږ شیعه ګان ووژل او د وږي په ۲۲مه په دایکندي ولایت کې د ۱۴ ملکي وګړو وژل شامل دي.
په تهران کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي عبدالخلیل خیراندیش سلام ټایمز ته وویل، د تروریستي ډلو د مخنیوي لپاره د جدي ارادې نشتوالی به د افغانستان او خلکو لپاره ناوړه پایلې ولري.
هغه وویل، «په افغانستان کې د تروریستي ډلو د له منځه وړلو لپاره جدي او پرېکنده هڅه نه ده شوې، ځکه چې امنیتي ځواکونه د دغو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره د اړتیاوړ استخباراتي او پوځي سرچېنې نه لري،»
دغه راز هغه زیاته کړه، «په هېواد کې د یو شمېر ترهګرو ډلو پر وړاندې د افغان حکومت نرمې پالیسي ګاونډیو هېوادونو ته د ترهګرۍ د خپرېدو شرایط برابروي.»
سیمه ییز ګواښ
په لندن کې مېشت افغان سیاسي شنونکي سید حسین صافي سلام ټایمز ته وویل، نړۍ والې افراطي ډلې، د داعش خراسان څانګې او القاعدې په ګډون، د جنوبي او منځنۍ اسیا هیوادونو ته یو جدي ګواښ دی.
هغه وویل، «په افغانستان کې د ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره د یوه اغیزمن میکانیزم نشتوالي د داعش خراسان څانګې او نورو ترهګرو سازمانونو د فعالیتونو په هکله سیمه ایزې اندیښنې زیاتې کړي دي،»
هغه وویل، «د داعش خراسان څانګه د افغانستان، سیمې او له سیمې هاخوا لپاره یو مهم ګواښ دی. دغې ډلې له تاجکستان او پاکستان سره د افغانستان پولو ته نږدې ریښې ځغلولې دي، په داسې حال کې چې القاعدې په بېلابېلو جنوبي ولایتونو کې ځان ځای پر ځای کړی دی.»
د کابل اوسېدونکي معصوم خورشيدي، چې ۴۱ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، د ۱۴۰۰ لمریز کال له نیمایي راهیسې، د داعش خراسان څانګې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې پېچلي او لوی بریدونه ترسره کړي، او افغان وګړي د راتلونکو بریدونو له احتمال څخه وېره لري.
خورشيدي وویل، ملکي خلک «د داعش خراسان څانګې د بریدونو له وېرې جوماتونو او غونډو ته له ورتګ څخه ډډه کوي، ځکه چې دا ډله ترهګري خپروي،»
هغه زیاته کړه، «زموږ غوښتنه دا ده چې د دغې جنایتکارې ډلې پر وړاندې نړۍ واله مبارزه وشي. د داعش خراسان څانګه باید په خپله ریښه کې له منځه یوړل شي چې خلک یې له شر څخه وژغورل شي.»