کابل -- افغانستان انټرنېشنل تلوېزیون د تلې په ۱۵مه راپور ورکړ چې د القاعدې مشر سیف العدل د ایران او د افغانستان د کونړ او نورستان ولایتونو ترمنځ تګ راتګ، او په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
حقاني شبکې ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنېشنل ته ویلي، العدل د ۱۴۰۰ لمریز په نیمایي کې هلمند ولایت ته داخل شو او بیا پکتیکا ولایت ته وکوچېد.
سرچینې وویل، وروسته له هغه چې د ۱۴۰۱ د غبرګولي او چنګاښ په میاشتو کې د افغانستان په جنوب ختیځ کې زلزلې وشوې، العدل او د القاعدې نور مشران بیا کونړ او نورستان ولایتونو ته کډه شول.
مالي سرچینې
القاعده په افغانستان او پاکستان کې د خپلو پوځي فعالیتونو د تنظیمولو لپاره یوه پېچلې مالي شبکه جوړه کړې ده.
افغانستان انټرنېشنل تلوېزیون وایي چې په دې برخه کې د العدل رول اغیزمن و.
د ۱۴۰۰ لمریز د زمري میاشتې څخه وروسته، القاعدې په نورستان، پکتیا او کونړ ولایتونو کې د وسلو پلورونکو ته غټې قرضې ورکړې چې وسلې ترې ترلاسه کړي.
په راپور کې ویل شوي، العدل، له نامعلومو مالي سرچینو څخه په استفادې سره، پرمختللي وسلې چې په لېزري دوربینونو سمبال دي پیرودلې او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته یې ورکړي دي.
د مصر د ځانګړیو ځواکونو پخوانی افسر العدل د ۱۴۰۱ د چنګاښ په میاشت کې په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې د القاعدې د پخوانی مشر ایمن الظواهري له وژل کېدلو څخه وروسته د یادې شبکې مشري په غاړه واخیسته.
دي لانګ وار ژورنال د غبرګولي په میاشت کې راپور ورکړ چې هغه په ټوله نړۍ کې له ملاتړو څخه وغوښتل چې افغانستان ته د روزنې لپاره لاړ شي او هلته له شرایطو څخه زده کړه وکړي.
واشنګټن د العدل د نیولو یا محکومولو لپاره د معلوماتو په بدل کې د ۱۰ میلیونو ډالرو انعام وړاندیز کوي.
نړۍ وال ګواښ
په نیمروز ولایت کې د سیاسي چارو کارپوه، عبدالصبور نیکمل وویل، القاعده د خپلو پیسو ډیره برخه په افغانستان کې برابروي.
هغه «په لیرې پرتو غرنیو سیمو کې د قېمتي کاڼو معدنونو ته د یادې ډلې پراخ لاسرسي» ته په اشارې وویل، «د افغانستان غني او قیمتي معدنونه د القاعدې لپاره د عاید یوه لویه سرچینه ده.»
فارن پالیسي د کب په میاشت کې راپور ورکړ چې په تیرو دوو کلونو کې، القاعدې په بدخشان او تخار ولایتونو کې د سرو زرو له کانونو څخه شاوخوا ۱۹۵ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه، له دغو کانونو څخه په القاعدې پورې تړلې څوارلس ډلې ګټه پورته کوي.
نیکمل سلام ټایمز ته وویل، سربیره پردې، «القاعده د منځني ختیځ په ګډون په ډېرو هیوادونو کې له خپلو ملاتړو څخه د پام وړ مالي مرسته ترلاسه کوي. د دې پیسو ډېره برخه په افغانستان کې د القاعدې په ظرفیتونو کې لګول کیږي.»
په افغانستان کې د القاعدې هڅو یو ځل بیا نړۍ وال ګواښ رامنځته کړی دی.
په ایټالیا کې مېشت د امنیتي چارو شنونکي محمد نعیم غیور وویل، «د ټي ټي پي په شمول نړۍ والې ترهګرې ډلې د القاعدې تر قوماندې لاندې فعالیت کوي او د پخوا په پرتله خورا پیاوړې شوي دي،»
هغه سلام ټایمز ته وویل، «څرنګه چې دا ډلې زیات قوت ترلاسه کوي، نه یوازې په افغانستان او پاکستان کې بلکې په سیمه او له هغې بهر امنیتي ګواښونه به زیات شي،»
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د القاعدې د مخ پر ودې نفوذ او د ټي ټي پي په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو په اړه خبرداری ورکړی دی.
ملګرو ملتونو د چنګاښ په میاشت کې په یوه راپور کې وویل چې د القاعدې او ټي ټي پي ترمنځ نږدې اړیکې کولی شي چې القاعده په یوه نړۍ وال ګواښ باندې بدله کړي.