امنیت

د القاعدې مشر له خپلو پلویانو غوښتي چې افغانستان ته د روزنې لپاره کډه شي

د عمران راپور

یو وسله وال د ۱۳۹۰ د سلواغې په ۱ د یمن په رداع کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د عکس مخې ته ولاړ دی. [د ای اېف پي عکس/اېس ټي آر]

یو وسله وال د ۱۳۹۰ د سلواغې په ۱ د یمن په رداع کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د عکس مخې ته ولاړ دی. [د ای اېف پي عکس/اېس ټي آر]

کابل -- لانګ وار ژورنال د غبرګولي په ۱۹مه راپور ورکړ، چې د القاعدې اوسني مشر سیف العدل د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له خپلو ملاتړو څخه وغوښتل چې د روزنې لپاره افغانستان ته کډه شي.

لانګ وار ژورنال د القاعدې له خوا وروستۍ خپرې شوې ویناپاڼې په اساس لیکلي، العدل چې د سلیم الشریف په مستعار نامه څرګندېږي، له خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې افغانستان ته لاړ شي او هلته له شرایطو څخه زده کړه وکړي.

العدل لیکلي، «د امت ژمن خلک چې له بدلون سره مینه لري، باید افغانستان ته لاړ شي، له شرایطو یې زده کړه وکړي، او د هغوی [اوسنيو افغان واکمنانو] له تجربو څخه ګټه واخلي،»

دا بلنه له ۱۴۰۰ لمریز کال راهیسې په افغانستان کې له القاعدې سره د بهرنیانو د یوځای کېدلو تر ټولو ښکاره بلنه ده.

ویل کیږي چې العدل چې د ایمن الظواهري له مړینې وروسته یې د القاعدې مشري په غاړه واخیسته، په ایران کې ژوند کوي.

الظواهري په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

ټولو ته یو خبرداری

د بادغیس ولایت د مدني ټولنې یوه فعال ظریف همتا اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ چې ډېر ژر به په زرګونو ترهګر هېواد ته را داخل شي.

همتا وویل، «القاعده شبکه زموږ هېواد یو ځل بیا په خپل خوندي پټنځای بدلوي. شک نشته چې یو لوی شمیر بهرني ترهګر به افغانستان ته راشي.»

هغه زیاته کړه، «په القاعده پورې تړلي جنګیالي افغانستان او نړۍ ته یو جدي ګواښ دی. موږ نه غواړو چې زموږ هېواد د ترهګرو ډلو د روزنې او فعالیتونو ځای شي،»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فرهاد عزیزي په دې هکله خواشیني څرګنده کړه.

هغه وویل، «زه ډېر زیات اندیښمن یم ... او نه پوهیږم چې زموږ په هیواد کې به کومې بدې پیښې رامینځته شي.»

هغه وویل، «داسې ښکاري چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي. موږ وار له مخه ا د داعش د فعالیتونو په هکله ډېر اندېښمن یو، خو اوس داسې ښکاري چې القاعده په یوه زیاتېدونکې ګواښ باندې هم بدله شي،»

په فراه ولایت کې د پوځي چارو کارپوه، عبدالقدیر خادم، د القاعدې د مشر بلنه د نړۍ وال امنیت لپاره د خطر زنګ وباله.

هغه وویل، «د سپټمبر د ۱۱مې حملې په افغانستان کې پلان شوې وې،»

هغه وویل، «که القاعده بیرته راستنه شي ... کېدی شي دا شبکه حتی ډیر خونړي او خطرناک بریدونه تنظیم او ترسره کړي.»

په سویډن کې میشت د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، په داسې حال کې چې القاعدې په تیرو دریو کلونو کې په ځینو ولایتونو کې د روزنې کمپونه جوړ کړي دي، د العدل غوښتنه په افغانستان کې د هغې د پام وړ حضور تاییدوي.

سادات وویل، «په افغانستان کې د القاعدې شتون او فعالیتونه د نړۍ لپاره یو ریښتینی ګواښ ګرځیدلی دی. که چیرې دا ګواښونه له پامه وغورځول شي، القاعده به په سیمه کې لویدیځ هیوادونه او د امریکا متحدین په نښه کړي،»

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رييس احمد ضياء سراج هم هغه مهال دا انديښنې مطرح کړې چې په ويسټ پواينټ کې له تروريزم سره د مبارزې له مرکز سره په مرکه کې يې خبردارى ورکړ چې القاعده هڅه کوي افغانستان په نورو هېوادونو د بريدونو د تنظیمولو په یوه مرکز باندې بدل کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500