کابل -- په ملګرو ملتونو کې د القاعدې د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو د څارنې ټیم د چنګاښ د ۲۰مې د راپور له مخې، القاعده په افغانستان کې په دې کار کوي ترڅو خپلې عملیاتي وړتیاوې بیاجوړې کړي.
راپور یادوي چې هغه له نورو افراطي ډلو سره هم همکاري کوي، او یادوي چې د لویو بریدونو د ترسره کولو د ظرفیت له محدودیت سره سره، د القاعدې اراده ټینګه ده.
راپور وايي، په افغانستان کې، د القاعدې عناصر له جنګسالارانو، پروپاګندچیانو، استخداموونکو او تمویلوونکو سره کار کوي، په داسې حال کې چې «مجرب ښوونکي» دغه هېواد ته ورغلي څو تیت او پرکې ډلې سره بیایوځای او منسجمې کړي.
دغه افراطي شبکه د ننګرهار، کندهار، کونړ، نورستان او تخار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې روزنیز کمپونه او خوندي ځایونه ساتي.
دا راپور د القاعدې د مشر سیف العدل له خوا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له ملاتړو څخه د یوې وروستۍ غوښتنې په تعقیب خپرېږي. هغه ټینګار کړی چې هغوی دې د روزنې لپاره افغانستان ته لاړ شي.
د افراطیانو لپاره پټنځای
د پوځي چارو شنونکي وايي، د ملګرو ملتونو راپور په ډاګه کوي چې القاعدې افغانستان د ځان او نورو سخت دریځو ډلو لپاره په امن ځای بدل کړی دی.
په کابل کې د پوځي چارو شنونکي عبدالغني لعلزاد وویل، د نږدې دریو کلونو په موده کې، په افغانستان کې القاعده یو ځل بیا د یوه جدي نړیوال ګواښ په توګه راڅرګنده شوې ده.
هغه وویل، «القاعده شبکه په افغانستان کې له ۱۳۸۰ کال څخه د مخکې مودې ظرفیت ته رسېدلې ده. هغې د نویو ځواکونو په ګمارلو او د پناه ځایونو او روزنیزو مرکزونو په جوړولو سره د نړۍ په هر ځای کې د بریدونو د ترسره کولو توان زیات کړی دی.»
لعلزاد وویل، «القاعدې، په افغانستان کې له خپلو خوندي ځایونو څخه په استفادې سره، په پاکستان، منځني ختیځ او حتی افریقا کې له خپلو نورو غړو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي،»
هغه یادونه وکړه چې د القاعدې جګپوړي عناصر افغانستان ته راستانه شوي او په ډاډه ډول دغه شبکه اداره کوي.
ترهګره شبکه
په کابل کې مېشت سیاسي چارپوه عبداللطیف حقمل وویل، القاعده په افغانستان کې بیا راڅرګنده شوې، او نورې افراطي ډلې جذبوي.
حقمل وویل، «القاعده د نورو ترهګرو ډلو لپاره د هستې په توګه کار کوي، او خبرداری یې ورکړ چې د دې شبکې په پیاوړي کېدلو سره به نورې ترهګرې ډلې هم پیاوړې شي.»
د هرات ولايت د مدني ټولنې فعال جواد عمید په افغانستان کې د القاعدې شتون او پټ فعاليتونه تر ایرو لاندې انګار سره پرتله کړل چې هره شېبه کېدی شي اور بل کړي.
عمید خبرداری ورکړ، «په داسې حال کې چې القاعده په بېلابېلو هېوادونو کې د وژنو په پلانولو او ترسره کولو بوخته ده، نړۍ باید پټه خوله پاتې نشي. القاعده افغانستان ته د لیدنې لپاره نه ده راغلې بلکې په ټوله نړۍ کې د بریدونو ترسره کولو پلان لري.»
ننګرهار ولایت، چې تېرو دوو ورځو کې شدیدو ورښتونو، ږلۍ او توپانونو سخت وځپه، تر اوسه په کې وضعیت عادي شوی نهدی او خلک یې سخت وېره کې دي. د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې داسې کورنۍ هم شته چې د کورنۍ اووه او حتی لس لس غړي یې وروستیو مرګونو توپانونو ترې اخیستي دي او تر اوسه تر شنه اسمان لاندې ژوند تېروي. د سره رود او شیخ مصري سیمو کې ږلۍ او توپانو د خلکو سولري او د اوبو شبکې په بشپړه توګه ویجاړې کړي او له سختو ستونزو سره مخ کړي. دغلته یوه لویه فاجعه رامنځته شوې چې ۴۷ تنه په کې مړه او له ۳۵۰ زیات ټپیان شوي دي. د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان یا "سېف ده چلډرن" پرون سهشنبه د جولای په ۱۶مه په خپور کړي راپور کې ویلي په ننګرهار، لغمان او کونړ کې سختو ورښتونو، سېلابونو او توپانونو ۴۰ کسان مړه کړي او ۱۵ سوه ماشومان یې بې کوره کړي دي. "سېف ده چلډرن" ویلي چې ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې ۱.۳۶ میلیونه وګړي چې ۸۵۸ زره یې ماشومان دي په هغو ولسوالیو کې ژوند کوي چې له توپانونو زیانمنې شوې دي. يادې ادارې په خپل دې راپور کې د طالبانو د حکومت د چارواکو په حواله پهدې درې ولایتونو کې د توپان او ورښتونو له امله د ویجاړ شویو کورونو شمېر ۴۰۰ یاد کړی. د زیانمنو شویو سیمو د ځینو اوسېدونکو په خبره ننګرهار ته د "ډبلیوایفپي" په ګډون طبیعي پېښو د رسېدنې په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت او نورو اړوند مرستندویه ټیمونه رسېدلي او پر خلکو یې د مرستو د وېش لپاره سروې ګانې پیل کړی دي. دا پهداسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ په کونړ کې هم سېلابونو د ۵ او په کاپیسا کې د یو کس ژوند اخیستی دی.
ځواب ورکړئ2 تبصره
زه فکر نه کوم چې په افغانستان کې داسې ډلې وي چې نورو هېوادونو او په ځانګړې توګه غرب ته خطر پېښ کړي. د یو شمېر رسنیو راپورونو د هغو معلومات په اساس وي چې له پاکستاني مقاماتو څخه یې ترلاسه کوي. پاکستاني ادارې اکثر د افغانستان پر ضد معلومات شریکوي او غواړي چې نړۍ یو ځل بیا له افغانانو سره ښکېله شي، افغانان ووژل شي او افغانستان بیا وران شي. نړۍ واله ټولنه چې هر څه کوي باید په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره یې وکړي. دا مهمه نه ده چې په افغانستان کې له واک له چا سره دی، لاکن بهتره دا ده چې نړۍ واله ټولنه په کابل کې له واکمن حکومت سره خبرې وکړي او د پاکستاني چارواکو او ادارو په خبرو باندې ونه غولېږي.
ځواب ورکړئ2 تبصره