اقتصاد

د بنده امیر ملي پارک د سیلانیانو په شمېر کې بې‌ ساری زیاتوالی راغلی دی

د سلام ټایمز لیکنه

دا انځور د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۷مه اخیستل شوی، چې د بامیان ولایت د بند امیر ملي پارک یو جهیل ښيي. (محمد فیصل نوید/ ای اف پی)

دا انځور د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۷مه اخیستل شوی، چې د بامیان ولایت د بند امیر ملي پارک یو جهیل ښيي. (محمد فیصل نوید/ ای اف پی)

د ولایتي چارواکو په وینا، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د بامیان تاریخي او طبیعي ځایونو د لیدونکو بې‌ سارې څپه راجلب کړې ده.

د سیمه‌ ییزو چارواکو په وینا، په دې موده کې له ۳۰۰,۰۰۰ څخه ډېرو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د دې ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.

د بند امیر ملي پارک، چې د افغانستان لومړنی ملي پارک دی،د دغو لیدنو له ډلې شاوخوا ۱۴۱,۰۰۰ یې ځان ته راجلب کړې دي.

د بامیان د والي ویاند، صبور فرزان سیغاني، وویل چې دا شمېرې د ولایت د بېلابېلو سیاحتي ځایونو د لیدنو شمېر څرګندوي.

په دغو ځایونو کې د بودا لرغوني طاقونه، د غلغلې تاریخي کنډواله ښار او د ضحاک تاریخي کلا ښار شامل دي.

سیلانیانو همدارنګه د بند امیر، د یکاولنګ د څلوېښت برجو او نږدې فولادي درې څخه هم لیدنه کړې ده.

د سیلانیانو پرله‌ پسې زیاتوالی

دا راپور شوی زیاتوالی له هغه پراخ مخ پر ودې بهیر سره سمون لري چې په تېرو څو کلونو کې ثبت شوی دی.

په ۲۰۰۹ کال کې، کله چې بند امیر ملي پارک اعلان شو، د دې پارک د لیدونکو شمېر شاوخوا ۲۵,۰۰۰ و، خو تر ۲۰۱۸ کال پورې نږدې ۱۷۰,۰۰۰ ته ورسېد.

د سي ان ان د راټولو شوو معلوماتو له مخې،د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د لیدونکو شمېر له ۲۵,۰۰۰ څخه ۱۶۹,۹۰۰ ته لوړ شو،چې ډېری یې افغان سیلانیان وو.

بند امیر د ژورو شنو جهیلونو یوه لړۍ ده چې د هندوکش په غرونو کې د طبیعي بندونو مجموعه ده، او د بامیان ښار شاوخوا 75 کیلومتره شمال لوېدیځ ته موقعیت لري.

دا پارک د ۲۰۰۹ کال د مۍ په ۲۲ مه د افغانستان د لومړني ملي پارک په توګه جوړ شو، ترڅو د دغو جهیلونو طبیعي ښکلا خوندي وساتل شي.

د خپلو لوړو ډبرو او ژورو او زړه راښکونکو ګړنګونو له امله، دې ځای ته د «افغانستان لویه دره (Grand Canyon)» هم ویل کېږي.

د دې سیمې شاوخوا لوړې غرنۍ سیمې د واورین پړانګ، غرني وزې او د لوړو غرونو د مرغانو د بېلابېلو ډولونو طبیعي استوګنځای هم دي.

د پرله‌ پسې ننګونو سره سره وده

سیمه‌ ییز چارواکي او سوداګر د سیاحت وروستی زیاتوالی په ټولیز ډول یو داسې پرمختګ بولي چې هم ګټې او هم ننګونې لري.

د آمو تلویزیو د راپور له مخې، د جهیلونو شاوخوا دوکانداران ونه توانېدل چې د سیلانیانو زیات تګ راتګ په ښه کاروبار بدل کړي.

ډېرو دوکاندارانو ویليچې د کورنیو سیلانیانو پراخه بې‌ وزليد پلور پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.

له سیمې څخه د پخوانیو ساحوي راپورونو له مخې، زیربناوې هم کلونه کیږي چې د مخ په زیاتېدونکې غوښتنې سره یې سم وده نه ده کړې.

د جګړې او سولې انسټېټیوټ راپور هم په بند امیر کې د سیلانیانو د زیاتوالي پر مهال د هوټلونو د خونو د کمښت یادونه کړې، چې له امله یې ځینې کورنۍ اړ کېږي په خلاصه فضا کې کمپونه ولګوي.

امنیت هم یوه حساسه موضوع ده چې د سیلانیانو او چارواکو ترمنځ د دغه ملي پارک د مخ په زیاتېدونکي شهرت تر شا اغېز لري.

د افغان وټنس او نورو څارونکو بنسټونو د بامیان ولایت په هغو پخوانیو بریدونو اسناد ثبت کړي چې بهرني سیلانیان یې په نښه کړي وو.

د دغو ننګونو سره سره، د بامیان چارواکي لا هم د دې ولایت د یو غوره سیاحتي ځای په توګه د معرفي کولو هڅې روانې ساتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500