ټولنه

د بند امیر ملي پارک د اوړي له ګرمۍ څخه په تېښته ګڼ شمېر افغانان ځان ته ور جلبوي

د نجیب الله راپور

په عکس کې چې د چنګاښ په ۲۰مه اخیستل شوی، په بامیان ولایت کې د بند امیر ملي پارک لیدل کیږي. [نجیب الله/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د چنګاښ په ۲۰مه اخیستل شوی، په بامیان ولایت کې د بند امیر ملي پارک لیدل کیږي. [نجیب الله/سلام ټایمز]

بامیان -- سږ کال د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي په زرګونو افغانان د بند امیر ملي پارک ته ورځي څو د اوړي له ګرمې هوا څخه ځانونه خلاص کړي او د دغې سیمې د تاریخي او طبیعي ساحو له لیدلو څخه خوند واخلي.

دا پارک چې د بامیان ولایت په یوه غرنۍ دښته کې له پرتو یو لړ ډنډونو څخه تشکیل شوی، داسې سړه هوا او ښکلې منظره لري چې د اوړي په ګرمو میاشتو کې د سیلانیانو پام ځان ته ور اړوي.

ځایي رسنیو د بامیان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست له قوله راپور ورکړ چې، یواځې د لوی اختر په ورځو کې شاوخوا ۵۰۰۰۰ افغانانو له بند امیر څخه لیدنه کړې ده.

د پارک تر څنګ، په سیمه کې د بودا عظیم الشانو مجسمو، د غلغلې او ضحاک تاریخي ښارونو او نورو تاریخي ساحو هم محلي او بهرني سیلانیان ورجلب کړي دي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ۱۳۸۸ کال کې بند امیر د هېواد د لومړني ملي پارک په توګه اعلان کړ څو د هندوکش غرونو کې د طبیعي بندونو له خوا رامنځته شویو اوبرنګو تکو شنو ډنډونو طبیعي ښکلا ته وده ورکړي او خوندي یې کړي.

په روانه میاشت کې بند امیر ته ورغلیو افغانانو چې له جګړو څخه ستړي شوي او غواړي چې د ژوند له ورځنیو سختیو څخه د ارام ساه واخلي، وویل چې هغوی غواړی له فرصت څخه په استفادې سره د خپل هېواد له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړي.

د کندهار ولایت یوه اوسېدونکي ذبیح الله افغان په وروستیو کې له بامیان ولایت او بند امیر څخه د دویم ځل لپاره لیدنه وکړله.

هغه وویل، «زه تېر کال په لومړي ځل بامیان ته لاړم. هغه یو ښه سفر وو. له دې امله، سږ کال زه بیا دلته له خپلو یو شمېر ملګرو سره راغلم.»

افغان وویل، «د کال په دې وخت کې کندهار ډېر زیات ګرم دی، لاکن بامیان ډېره ښه هوا لري، او د هغه له ښایسته منظرو څخه لیدنه ډېر خوند کوي.»

د افغان یوه ملګري مصطفی علیزي چې د چنګاښ په ۲۰مه یې په لومړي ځل له افغان سره یوځای له بند امیر څخه لیدنه وکړله، یاد ولایت ته د خپل سفر په هکله خوښي څرګنده کړله.

علیزي وویل، «بامیان د لیدلو لپاره ډېر ځایونه لري. بند امیر ښکلی دی، او ډېره ښه هوا لري. بند امیر د رخصتۍ لپاره غوره ځای دی.»

هغه وویل، «خدای دې زموږ خلکو ته وس ورکړي چې د ورونو په څېر ژوند سره وکړي. له بېلابېلو ولایتونو څخه لیدنه او د یوه ولایت د خلکو له خوا د بل ولایت له خلکو سره کتنه کولی شي چې ملي یووالی غښتلی کړي.»

د دې سیمې اکثر اوسېدونکي هزاره ګان دي چې تر ډېره شیعه قومي اقلیت دی او له لسیزو راهیسې په افغانستان کې څنډې ته اېستل شوي او ځورول شوي دي.

د بلخ ولایت د یوه کوچني تجارت مالک جاوېد رسولي وویل چې هغه له بند امیر څخه د خپلې لومړنۍ لیدنې په ترڅ کې ډیر خوند واخیست چې غواړي دا ځل خپله کورنۍ هم ورته راولي.‌

هغه وویل، «دا کاملا د دې ارزښت لري چې خلک ورته راشي او ویې ګوري.»

رسولي وویل، «زموږ خلک له جنګ او سختیو څخه ستړي شوي، او ډیری یې په رواني ناروغیو اخته شوي دي. دا سفرونه کېدی شي د هغوی لپاره یوه ښه ساعت تېري وګرځي.»

هغه زیاته کړه، «ټول افغانان مېلمه پال دي، خو زموږ د بامیانو ملګري واقعا د نیکو اخلاقو خاوند او عالي مېلمه پال دي.»

د توکو ښه پلورنه

د بامیان او بند امیر یو شمېر لاسي پلورونکیو او دوکاندارانو وویل چې د اوړي په موسم کې چې سیلانیان ورځي، د هغوی کاروبار ډېر ښه وي.

په بامیان ښار کې یوه دوکاندار محمد علي چې ۲۷ کاله عمر لري، وویل، «سیلانیان چې د بامیان د بودا مجسمو د لیدلو لپاره راځي او بیا د بند امیر د لیدنې لپاره ځي، د لارې په اوږدو کې له دوی نه توکي پیري.»

هغه وویل،‌ په اوړي کې چې افغان سیلانیان له بامیانو او بند امیر څخه لیدنه کوي د توکو خرڅون هم ورسره زیاتېږي، په داسې حال کې چې پخوا به بهرني سیلانیان هم راتلل.

هغه زیاته کړه، «محلي سیلانیان اکثر وختونه کورت، لمڅی (وړینې قالنې) او بادام اخلي. دا چې د بامیانو کورت ډېر خوندور دي نو ډېر یې اخلي.»

په بند امیر کې یوه لاسي پلورونکي محد رضا رضایي وویل چې په کال کې د اوړي په دوو میاشتو کې د هغه توکي هغه وخت ډېر خرڅېږي چې د نورو ولایتونو خلک د بند امیر لیدلو ته راځي.‌

هغه وویل، «زه بسکټ، ژاولې، کیلیبندونه، غاړکۍ او دستبندونه خرڅوم او د خدای فضل دی چې د ورځې شاوخوا ۵۰۰۰ افغانۍ (۵۶ ډالر) ګټه کوم.»

هغه وویل، په تېرو کالونو کې به بهرني سیلانیان هم بند امیر ته راتلل او توکي لا ښه خرڅېدل، خو سږ کال یواځې محلي سیلانیان موجود دي.‌

په کابل کې د ټولنیزو چارو یوه افغان شنونکي صمد علي فرهنګ وویل، د افغانانو او بهرنیانو له برکته ښه شوی ګرځندوی مرسته کوي چې د افغانستان تاریخي ځایونه معرفي شي او د هېواد اقتصاد وده وکړي.‌

هغه وویل،‌ «بامیان له طبیعي جذابیتونو او تاریخي ځایونو څخه ډک دی چې د ګرځندوی لپاره ډېر مهم دی.»

فرهنګ زیاته کړه، «د ټرانسپورټ اسانتیاوې، خوندي او معتبر استوګنځایونه، او مسلکي لارښوونکي چې تاریخ او د بېلابېلو سیمو تاریخي اهمیت په سم ډول معرفي کړي، مهم دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بند امیر په شان په افغانستان کې نور ډیر ځایونه هم شته چې باید ورته چمتووالی ونیول شي چې خلک ترې لیدنه وکړي. د افغانستان نږدې هر ولایت ځینې داسې ځایونه لري چې خلک یې له خپلو ملګرو او کورنیو سره لیدنې ته ورتللی شي. بند امير ته د غځېدلي سړک د پخولو لپاره بايد زياتې هلې ځلې وشي او د زياتو خلکو د تګ راتګ لپاره بايد زيات هوټلونه او د عامه خدمتونو اسانتياوې او ځايونه جوړ شي. خلک باید پوه شي چې دوی باید د چاپیریال پاک او صاف وساتي.

ځواب ورکړئ

دې ځای ته کولای شو د طبیعت معجزه ووایو چې د رڼو اوبو، آبشارونو او نورو جالبو منظرو څخه ډک دی. خو دا باید وویل شي چې د هرڅومره ښکلا او پراخوالي سره سره دا بند د دومره ډېرو سیلانیانو د منلو جوګه ندی. هلته سهولتونه هم ډېر زیات کم دي. ډېر کم شمېر هوټلونه پکې شتون لري چې هغه هم ډېر واړه دي او خېمې هم لږې او وړې دي. ددې تر څنګ ډېر خلک هلته د نظافت او پاکوالي خیال نه ساتي. ددې ټولو نه لویه ستونزه بند ته د ورتګ لاره ده. تاسې مجبور یاست چې بند ته د ورتګ لپاره نژدې شل کیلومتره خامه لاره ووهئ چې د ستونزو او کړاوونو ډکه ده. زه د سلام ټایمز ویبسایټ له لارې د دې بند پر مسؤلینو غږ کوم چې هغه بې شمېره پیسې چې دوی یې ددې بند د ټکټونو د پېرلو له لارې ترلاسه کوي باید بېرته ددې بند د چاپیریال په ښه کولو باندې ولګول شي. هڅه وشي چې سړک یې پوخ شي او هلته لا ډېر هوټلونه او عامه تشنابونه او دغه راز کثافت دانۍ جوړې کړای شي.

ځواب ورکړئ

دا واقعاً یو ډیر ښکلی او ښایسته ځای دی. هیچا باور نه کاوه چې په داسې یوه وچه دښته کې به چې هلته اوبه او شینکی نشته داسې یو ځاي وي چې دومره ډېرې اوبه په کې راټولې شوي او داسې ښکلې طبیعي منظره لري. ما د تېر اختر په رخصتیو کې له دغه بند څخه لیدنه وکړه. په حقیقت کې، دا بند له هغه څه نه چې په تلویزیونونو او نورو رسنیو کې ښودل کیږي،‌ ډېر ښکلی دی. بند امیر ته له ټول هیواد څخه افغانان راغونډ شوي ول او ما ولیدل چې د تاجک، پښتانه، هزاره، ازبک او نورو په شمول په زرګونو افغانان د سیاستوالو له منافقت او هر ډول نفاق څخه لیرې سره راټول شوي وو او له تعصب او تبعیض پرته یې د اختر له رخصتیو خوند اخیست. ما ډېرې کورنۍ وليدلې، چې د طالبانو له وحشته لرې یې يو له بل سره خندل، پخلي یې کول، شعرونه یې ويل، د ډنډ له اوبو څخه یې خوند اخيست او د لنډ وخت لپاره یې د ژوند ټول غمونه او اندېښنې هېر کړي ول. زه د دې سفر څخه ډیر ښه یادونه لرم او زه له هر هیوادوال څخه غواړم چې لږ تر لږه په خپل ژوند کې یو ځل له دغه حیرانوونکي او عالي ځای څخه لیدنه وکړي. مننه

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د بند امیر په څېرډېر نور ځایونه هم شته چې باید لاس پرې ووهل شي او د خلکو د ورتګ لپاره جوړ شي. مثلا جلال اباد ښار د افغانستان له ګرمو ښارونو او سیمو څخه دی، لاکن له دغه ښار نه تر خوګیاڼو، شینوارو او پچیر اګام پورې یوازې یو ساعت د موټر لاره ده چې هره یوه یې ډېره یخه سیمه ده. کېدی شي په ویکینډ کې خلک له ښار نه دغو یخو سیمو ته لاړ شي او هلته له ژوند نه خوند واخلي. هلته دوکانونه او نور سهولتونه جوړ کړای شي او ځایي خلکو ته یې فایده ور ورسیږي.

ځواب ورکړئ

بلکل موافق یم، د افغانستان نژدې هر ولایت د لیدلو وړ سیمې لري چې خلک کولای شي هلته په ورتګ سره د ملګرو او کورنیو سره خوشاله شېبې ولري. خو لکه څنګه چې تاسو یادونه کړې په دې سیمو کې د سیلانیانو لپاره امکانات یا خو ډېر کم دي او یا له سره نه شته. خو اوس چې په هیواد کې امنیت راغلی زما په نظر خصوصي سکتور کولای شي چې په یادو سیمو کې په پانګه اچونې سره د یوې خوا خپلې پیسې په یوه ګټوره برخه کې ولګوي او له بلې خوا د سیمې خلکو ته د کار او روزګار زمینه مساعده کړي.

ځواب ورکړئ

ډېر د شکر ځای دی چې د دې ورځې شاهدان هم شو چې په ارامه فضا کې خلک سیاحت کوي، چکر وهي، د هېواد هغو سیمو ته ځي چې په لیدو ارزي. پخوا داسې نه و، خلک وېرېدل. په داسې د ګڼې ګوڼې ځایونو کې به بمونه الوتل خو اوس برعکس زرګونه کسان راټولېږي، میلې کوي، خوند اخلي. فامیلونه ځي. نه یوازې بند امیر ته په دومره شمېر خلک ورغلي او هلته یې له پاکې هوا خوند اخیستی؛ بلکې د پکتیا، خوست، نورستان، کونړ، ننګرهار ډېرو یخو سیمو او د هېوادو ګوټ ګوټ ته اوس په ډاډه زړه چې هر وخت وغواړي خلک ورځي او میلې کوي.

ځواب ورکړئ