روغتیا

بې کارۍ، بې وزلۍ او د ښوونځیو بندښت د رواني ناروغیو ناورین رامنځته کړی دی

د عمر راپور

د حکومتي دندو له لاسه ورکولو او د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدا د ۱۴۰۰ د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې په هرات ولایت کې د لوستو او ځوانانو تر منځ د رواني روغتیا ستونزې ۷٪ زیاتې کړي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د حکومتي دندو له لاسه ورکولو او د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو بندېدا د ۱۴۰۰ د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې د افغانانو تر منځ د رواني روغتیا ستونزې زیاتې کړي دي.

ځوانان او لوستي هغه دوه ډلې دي چې ډېر یې اغېزمن کړي دي.‌

د هرات د حوزوي روغتون د رواني ناروغیو د وارډ رییس ډاکتر وحید احمد نورزاد وویل،‌ د روغتون د رواني ناروغیو وارډ ته هره ورځ د ۲۰۰ او ۲۵۰ تر منځ ناروغان راوړل کیږي.

د تېرو پنځو میاشتو په ترڅ کې دغه وارډ ته شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان په رواني ستونزو د اخته کېدلو له امله راوړل شوي چې ۶۰٪ یې زده کوونکي او ګوښه کړای شوي حکومتي کارمندان ول.‌

په رواني ناروغۍ اخته دوه کسان د سلواغې په ۷مه د هرات سیمه ییز روغتون کې بستر کړای شوي دي. [عمر/سلام ټایمز]

په رواني ناروغۍ اخته دوه کسان د سلواغې په ۷مه د هرات سیمه ییز روغتون کې بستر کړای شوي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هغه زیاته کړه، «د رواني نا آرامیو له امله د مراجعه کوونکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي چې د پریشانۍ وړ دی. دغه شمېر د تېر کال په پرتله ۷٪ زیات شوی دی.»

هغه وویل، «په هېواد کې وروستیو بدلونونو د خلکو تر منځ اندېښنې راپورته کړي چې د پرېشانۍ او اضطراب لامل شوي دي.»

نوموړي وویل،‌ «په ځانګړې توګه، هغه کسان چې خپلې دندې یې له لاسه ورکړي او ځانونه په یوه بې چاره او نامعلوم حالت کې ويني هغوی تر ټولو ډېر له رواني پرېشانۍ څخه کړېږي.»

نورزاد وویل، د رواني وارډ ۷۵٪ ناروغان ښځې دي چې اکثریت یې زده کوونکې او هغه ښځې دي چې وظیفې یې لرلې.

هغه وویل، د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه مخکې ښځو او نجونو له ټولنې سره قوي اړیکې لرلې، هغه وخت هغوی کولی شوای کار او زده کړه وکړي، لاکن نن ورځ هغوی په کورونو کې ایسارې دي او هېڅ هم نه کوي.

هغه زیاته کړه، «ډېر زده کوونکي موږ ته د دې لپاره راځي چې هغوی د خپل راتلونکي په هکله اندېښمن دي او نه پوهېږي چې راتلونکی به څنګه کیږي.»

ډاکتر نورزاد وویل،‌ «په روانو حالاتو کې، هغوی مطمئن نه دي چې هغوی به وکولی شي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»

نهیلي او نامعلوم وضعیت

د فراه پوهنتون د کرنې د پوهنځي یوه محصل فضل احمد واحدي وروسته له هغه د هرات حوزوي روغتون د رواني ناروغیو په وارډ کې بستر شو چې په رواني ناروغۍ اخته شو. د هغه ناروغي وروسته له هغه پیل شوه چې پوهنتون یې وتړل شو.

هغه وویل، هغه په هېواد کې له وروستیو بدلونونو څخه وروسته د دوه سمسترونو د پرېښودلو له امله نهیلی شو.‌

واحدي وویل، «زه د خپل راتلونکي په هکله ډېره اندېښنه لرم ځکه چې زه له خپل ژوند څخه یو کال وروسته پاتې شوم. که وضعیت داسې نه وای شوی زه به یو کال مخکې تللی وای.»

هغه وویل، «زموږ پوهنتون تړل شوی، او زده کړې مو درېدلي دي. زه ډېری په دې سوچ کې یم چې راتلونکی به څنګه کیږي او زه به وظیفه څنګه پیدا کوم. زه په دې ډېر زیات خفه یم چې زموږ زده کړې په نیمایي کې پاتې شوې.»

هغه وویل، هغه د خپل پوهنتون له بندېدلو څخه وروسته ډېر نهیلی شوی او ژوند یې تیاره شوی دی.‌

فاطمې حیدري چې د هرات د ښاري پراختیا او اراضۍ ریاست کې یې څلور کاله کار کړی، د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته خپله وظیفه له لاسه ورکړې او اوس مجبوره ده چې په کور کېني.

فاطمې وویل، هغه چې له ټولنې څخه لیرې او بې کاره شوې اوس په رواني ناروغۍ اخته شوې ده. د وظیفې په له لاسه ورکولو سره هغې خپل د ژوند خوبونه او هدفونه له لاسه ورکړي او له منځه تللي دي.

هغې وویل، «زه هر سهار ډېر په مینه کار ته تللم او تر ناوخته به مې کار کاوه ترڅو د خپل هېواد او خلکو خدمت وکړم.»

هغې وویل، «ما هیله لرله چې افغانستان د نورو هېوادونو په څېر پرمختګ وکړي څو افغان سړي او ښځې وکولی شي چې نېکمرغه ژوند وکړي، لاکن هر څه په ثانیو کې له منځه ولاړل.»

نوموړې وویل، «راتلونکي ته هېڅ هیله نشته. موږ، ټولې لوستې ښځې خپلو کورونو پورې محدودې او له یوه نامعلوم راتلونکي سره مخامخ یو.»

فاطمې وویل، اوس د هغې او د اکثرو نورو افغانو ښځو لپاره په افغانستان کې ژوند کول «په دوزخ کې د ژوند کولو» په څېر دي.

زیاتېدونکې اقتصادي ننګونې

په وروستیو میاشتو کې د بې کارۍ د زیاتېدلو له امله د افغانو کورنیو اقتصادي ستونزې په بې ساري ډول زیاتې شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې، له ۲۲ میلیونو څخه ډېر افغانان، یعنې د هېواد د نفوس له نیمایي څخه ډېر به په دې ژمي کې د خوراکي توکو له نشتوالي سره مخامخ شي.

اکثرې کورنۍ د ورځې حتی یو وخت ډوډۍ نه لري.

غلام حیدر چې ۵۰ کاله عمر لري او د خپلې ۷ کسیزې کورنۍ یواځینی نفقه ګټونکی دی په تېرو دوو میاشتو کې یواځې درې ورځې کار کړی دی.

هغه هره ورځ په هرات ښار کې هغه ځای ته ځي چې کارګران په کې د سړک پر غاړه د کار کولو لپاره انتظار کوي ترڅو څوک یې کار ته بوځي. ماښام هغه کور ته تش لاس ستنېږي.

هغه وویل،‌ هغه په خپل درې ورځې کار کې یواځې ۴۵۰ افغانۍ (۴.۳۶ ډالر) ګټلي دي.‌

هغه وویل،‌ «زه په خپل ژوند کې هېڅکله هم دومره بې چاره او نهیلی شوی نه وم لکه په دا تېرو څو میاشتو کې چې شوی یم. ما کار کاوه او ښه د عزت ژوند مې وو، لاکن اوس موږ حتی دومره نشو کولی چې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو.»

هغه زیاته کړه، «د اقتصادي فشار له امله زما ذهن د پخوا په څېر کار نه کوي، او بدون له تشویش څخه بل څه نه کوم.»

په هرات ښار کې یو ارواپوه احسان احمدي د رواني روغتیا د پېښو په ډېرېدلو سره ټکان خوړلی دی. هغه وویل، که وضعیت همداسې روان وي، د رواني پیښو مهارول به ناشونې شي.‌

هغه وویل، بې کارۍ او د روان وضعیت له امله رامنځته شویو اقتصادي ستونزو د ډېرو خلکو ژوند سخت کړی دی.

هغه وویل، «په کورنیو کې مالي فشار تاوتریخوالي سبب کیږي. کله چې ماشومان خواړه غواړي او میندې پلرونه یې نشي ورته برابرولی، دا د میندو او پلرونو تر منځ د رواني رنځ سبب کیږي او هغوی په غیر ارادي ډول تاوتریخوالي ته مخه کوي.»

احمدي زیاته کړه، «زما د ډېرو ناروغانو د رواني روغتیا د ستونزو عامل اقتصادي تنګسه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په حقیقت کې نه د افغانستان واکمنانو د خپلو حکومتونو په دورو کې خپل ملت ته څه خدمت دی کړی او نه یې د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره د سوکاله افغانستان د جوړولو په هکله فکر کړی دی. د افغانستان محترم واکمنان د بیت المال له پیسو د خپلو جیبونو ډکولو، دیپلوماتیکو پاسپورتونو او له وطن څخه د تېښتې او په بهر کې د خپلو کورنیو لپاره د هوسا ژوند د برابرولو په فکر کې وو او دا ملت یې په غم کې پرېښود او د تل لپاره یې خپلې پښې سپکې کړلې. په افغانستان کې،‌ که تاسو د سړک تر غاړې څو سلنه ابادۍ ګورئ؛ که پوهنتون دی، ښوونځی دی او که د برېښنا سټېشن، دا د بهرنيو هېوادونو په مرسته اباد شوي، دولت خپلې ټولنې ته خدمت نه دی کړی. علت یې دا دی چې د افغانستان خلکو خپله لاره ورکه کړې ده او د دیوال په شان هیڅ شی نشته چې د افغانستان خلک پرې تکیه وکړي او ارامه ساه واخلي. د افغانستان اقتصادي بحران له صفر څخه ښکته دی. بېکاري خپل اوج ته رسېدلې ده. ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي، بانکي سیستم فلج دی، د ملت راتلونکی معلوم نه دی او نه د افغانستان خلک په څه باور کولای شي. همدا لامل دی چې د افغانستان خلک په رواني ناروغیو اخته دي. کوم حکومت چې د خپل ملت راتلونکی جوړ نه کړي، د ملت حالت به همداسې وي. په اخلاص، مصور

ځواب ورکړئ

ډېرو لوستو ځوانانو ته چې رواني ستونزې پیدا شوي علت یې دا دی چې له خپل برخلیک خبر نه دي چې څه به کېږي، له څه سره به مخامخ کېږي، کوم حالات به نور پرې راځي... سل او زر نورې پوښتنې چې هر ځوان یې له ځان سره اړوي رااړوي. د هېچا برخلیک معلوم نه دي چې څه به کوي، هغو ځوانانو (نارینه او ښځینه) چې د یوه روښانه راتلونکي لپاره کلونه کلونه زده کړې وکړې، خو نن خیر ته ناست دي، ځکه سیستم ټول جام دی، کاري فرصتونه چې رامنځته شي خلک به د رواني ناروغیو په ګډون له ډېرو نورو ستونزو سره نه مخامخ کېدای، خو په روان حالت کې ټول خلک د خپل راتلونکي په هکله اندېښمن دي او نه پوهېږي چې راتلونکی به څنګه کیږي. په تیاره کې ژوند ده کوو یې، شپه شي ورځ شي، بس یو چټیات روان دي. خدای دې زر زره طالب او هغه غله چې دې وطن سره یې خیانت کړی له دې وطن ورک کړي.

ځواب ورکړئ