اقتصاد

بې وزلۍ او د مغزونو فرار افغانستان له سختو ننګونو سره مخامخ کړی دی

د سلیمان راپور

په داسې حال کې چې پلورونکي د مرغومي په ۱۴مه په کابل کې د سختې واورې د ورېدلو په ترڅ کې مشتریانو ته سترګې په لار دي، یوه سړي یو ماشوم په غېږ کې نیولی دی. [محمد راسفان/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې پلورونکي د مرغومي په ۱۴مه په کابل کې د سختې واورې د ورېدلو په ترڅ کې مشتریانو ته سترګې په لار دي، یوه سړي یو ماشوم په غېږ کې نیولی دی. [محمد راسفان/ای اېف پي]

کابل -- بې کاري، بې وزلي او نا مطمئن حالات لوستي او مسلکي افغانان، چې د اقتصادي ودې او ټولنیز پرمختګ د ملا تیر جوړوي، مجبوروي چې هېواد پرېږدي.

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ /د مرغومي ۱۴مه/ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې سخت ژمی هغه سخت شرایط لا نور سختوي چې د هېواد په لر او بر کې په میلیونونو خلکو ورسره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې وویل، د بشري مرستو شریکان په چټکۍ سره کار کوي ترڅو مرستې او اکمالات ورسوي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفني دوجاریک وویل، «د لیندۍ په میاشت کې زموږ د بشري مرستو شریکانو د هېواد په لر او بر کې ۷ میلیونو خلکو ته خیریه خوراکي مرستې رسولي دي.»

افغان سړي د مرغومي په ۲مه په کندهار کې اړمنو کورنیو ته د نړۍ وال روغتیایي پروګرام (ډبلیو اېف پي) د کارمندانو له خوا د خوراکي توکو د وېشل کېدونکیو کڅوړو تر څنګ ناست دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان سړي د مرغومي په ۲مه په کندهار کې اړمنو کورنیو ته د نړۍ وال روغتیایي پروګرام (ډبلیو اېف پي) د کارمندانو له خوا د خوراکي توکو د وېشل کېدونکیو کڅوړو تر څنګ ناست دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

هغه وویل، «دغه راز د هېواد په بېلابېلو برخو کې د نغدو او غیر خوراکي توکو په ګډون ژمي ته د چمتووالي ملاتړ هم روان دی.»

ان د ژمي له پیلېدلو څخه مخکې، د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک، چې د هېواد د وګړو له نیمایي څخه ډېره برخه جوړوي، له لوږې سره مخامخ دي.

په کابل کې د پوهنتون یوه استاد او د سیاسي چارو شنونکي ډاکتر فهیم چکري سلام ټایمز ته وویل، «د نړۍ وال خوراکي پروګرام (ډبلیو اېف پي) د معلوماتو په اساس، ۹۸٪ افغانان کافي اندازه خواړه نه لري چې ویې خوري او بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.»

هغه وویل، «د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو او مرستندویو هېوادونو په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته بشري مرستې ور وېشلي چې ښې دي خو کافي نه دي او ستونزې یواځې د لنډې مودې لپاره حلوي.»

چکري وویل، «موږ له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو ادارو او هېوادونو څخه غواړو چې بشري مرستې زیاتې کړي ... او دا کار سمدلاسه وکړي، او بیا هڅه وکړي چې د بې کارۍ او بې وزلۍ لپاره اوږدمهالې حل لارې پیدا کړي.»

د ژوند د څوري په لټه کې

د دغه ډول سختیو له امله لوستي افغانان هڅه کوي چې له هېواد څخه وځي.‌

مراد نوري چې ۴۵ کاله عمر لري له حکومت سره له څو کاله کار کولو څخه وروسته د زمري په میاشت کې خپله دنده له لاسه ورکړه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه د خپلې ۸ کسیزې کورنۍ یواځینی نفقه ګټونکی یم، خو له بده مرغه چې ما خپله دنده چې زما یواځینۍ عایداتي سرچینه وه، له لاسه ورکړې او نشم کولی چې نن د خپلې کورنۍ لپاره حتی یوه ډوډۍ واخلم.»

نوري چې د سوداګرۍ اداره (بزنس اډمینسټریشن) کې ماسټري لري، وویل، «ما ۱۸ کاله زده کړې وکړې. زه په دولتي ادارو کې د کار کولو لسیزې تجربه لرم. ما هېڅکله داسې نه وه انګېرلې چې یوه ورځ به له داسې غریبۍ او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شم یا به له هېواد څخه د وتلو اراده وکړم.»

هغه وویل، «بې کارۍ، غریبۍ، لوږې او اقتصادي ستونزو اوس زه مجبور کړی یم چې هېواد پرېږدم. زه پلان لرم چې پاکستان،‌ ایران یا کوم بل هېواد ته لاړ شم او د خپلې کورنۍ لپاره څه نفقه ولټوم.»

نوري زیاته کړه، «زه پوهېږم چې زما هېواد زما په څېر خلکو ته اړتیا لري، لاکن زه د غریبۍ او لوږې له امله مجبور یم چې لاړ شم.»

نصیر عمر چې ۳۳ کاله عمر لري له مسلکي پلوه ژورنالست دی. هغه په وروستیو کې خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس په کابل کې د سړک پر غاړه توکي خرڅوي.»

عمر سلام ټایمز ته وویل، «زه په سیاسي علومو کې لېسانس لرم او له ۱۳۸۸ کال راهیسې تر څو میاشتو مخکې وخت پورې مې په افغانستان کې له بېلابېلو خبري ادارو سره د خبریال په توګه کار کړی دی. اوس زه وظیفه نه لرم او مجبور یم چې د کابل په کوڅو کې شیان وپلورم او د خپلې کورنۍ لپاره څه نفقه وګټم.»

هغه وویل، «شاوخوا ۸۵٪ ژورنالستانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.»

نوموړي وویل، «د ځینو راپورونو په اساس، له ۵۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې افغان ژورنالستانو او د رسنیو کارکوونکیو خپلې دندې له لاسه ورکړي او هېڅ عاید نه لري.»

هغه زیاته کړه، که نړۍ واله ټولنه له افغانستان سره مرسته ونه کړي، هېواد به له یوه بې ساري بشري ناورین سره مخامخ شي.

د مغزونو فرار

په کابل کې د اقتصادي چارو یوه شنونکي محمد شبیر بشیري وویل، «په هېواد کې د وروستیو بدلونونو له امله بې شمېره افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي چې په میلیونونو خلک یې بې وزلي او وږي کړي دي.»

بشیري وویل، مهاجرت او د مغزونو فرار په هېواد کې د بې کارۍ د خطرناکو، منفي نتایجو په ډله کې راځي.

هغه وویل، «له بده مرغه چې افغانستان خپله روشنفکره شتمني له لاسه ورکوي. که د فقر او د بې وزلۍ بهیر بېرته په شا ونه تمبول شي، موږ به بشري ناورین او لا نورې اقتصادي ستونزې شاهدان یو.»

نوموړي وویل، «د ځینو سرچینو په وینا، په افغانستان کې د بې وزلۍ اندازه ۹۷٪ ته رسېدلې چې د بشري ناورین ژورتیا په ګوته کوي.»

هغه زیاته کړه، «که نړۍ واله ټولنه عاجله بشري مرسته ونه رسوي، ډېر افغانان به له لوږې ومري.»

په سویس کې د پوهنتون یوه افغان استاد جاوېد سنګدل سلام ټایمز ته وویل، «د پرمختللیو هېوادونو د خپلو نخبه ګانو د سخت کار او هڅو په نتیجه کې بریاوې ترلاسه کړي دي.»

هغه وویل، «هغه نېکمرغي او اقتصادي بریا چې هغو هېوادونو نن ترلاسه کړې د هغو د لوستي قشر او نورو مسلکي کسانو د سخت کار نتیجه ده.»

سنګدل وویل، «خو له بده مرغه چې په افغانستان کې راغلیو شرایطو لوستي ځوانان او نخبه ګان مجبور کړي چې هېواد پرېږدي چې دا به د افغانستان لپاره منفي پایلې ولري.»

هغه وویل، لوستي کسان، په ځانګړې توګه ځوانان روشنفکره شتمني، د ټولنیز پرمختګ د ملا تیر او د اقتصادي ودې اصلي چلوونکي دي. له افغانستان څخه د هغوی دوامدار وتل به د هېواد اقتصاد او پرمختګ په نه جبرانېدونکي ډول خراب کړي.

سنګدل زیاته کړه، «دایمي بې کاري او فقر به بې کاره او بې وزلي ځوانان مجبور کړي چې له ترهګرو او جنایتکارو ګروپونو سره یوځای شي چې د افغانستان د راتلونکي د امنیت او ثبات لپاره به یو ګواښ وګرځي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ټول د طالبانو له لاسه چې امریکا ته د ماتې ورکولو لاپې وهي، خو دومره بې کفایته دي چې نشي کولی یو وار له مخه جوړ شوی نظام او اداره وچلوي. ملا او حکومت چلول یو له بل سره سر نه خوري. ملایان باید په جوماتونو کې کېني او خلکو ته دین ور وښيي، له حکومت او بهرني سیاست سره یې څه کار؟ د ۲۳ میلیونو خلکو چې له لوږې او مرګ سره مخامخ دي، ګناه د همدغو احمقو او بې مغزه ملایانو پرغاړه ده. همدا ملایان وو چې دا ټول خلک یې ووژل، د پاکستان په مرسته یې یو مشروع حکومت رانسکور کړ، په ګرده نړۍ کې یې اسلام بې اعتباره کړ،‌ او له هېواد څخه د میلیونونو لوستو خلکو د کډه کېدلو مسؤل دي. د دوی د لوړو زده کړو احمق وزیر په تلویزیون کې وویل چې ماسټرانو او ډاکترانو ته اړتیا نه لري، او هیڅوک هم د بې سوادو او بې فرهنګه طالبانو په اندازه عزت نه لري. کله چې د هغوی وزیر داسې فکر لري، ټیټ پوړي خلک خو یې باید په څلوري روان خره وي چې ښکرونه او لکۍ باید ولري.‌

ځواب ورکړئ

بې وزلي او بې کاري یوه ناروغي ده چې ځوانان بې لارې کوي. که نوی حکومت غواړي چې دوام وکړي، هغه باید اقتصادي ستونزې حل کړي او د بې کاره ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي. که طالبانو ته د کارمندانو د تنخاګانو ورکولو او ځوانانو ته د کار کولو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په پرتله د ښځو لباس او چلند ډېر مهم وي، بیا نو په کار ده چې مونږ د دې هېواد جنازه خاورو ته وسپارو. که طالبان اولویتونه په صحیح توګه نه پېژني، بیا د افغانستان پرمختګ یو خوب دی، د رڼا ورځې خوب او ناشونی دی. ښایي طالبان د پاکستان له اجازې یا مستقیم حکم څخه پرته داسې هېڅ ونه کړي چې افغانانو ته ګټه رسوي‌، او دا چې پاکستان هېڅکله هم د افغانانو ښېرازي نه غواړي بیا نو له طالبانو څخه د ښېرازۍ تمه یوه احمقانه تمه ده. همدا دلیل دی چې خلک له دې هېواد څخه ډېره کرکه کوي اوغواړي چې له دې هېواد نه وځي او بیا هېڅکله هم ورته راستانه نشي.

ځواب ورکړئ