اقتصاد

د کندوز بې وزلي اوسېدونکي د خوراکي توکو د پېرودلو لپاره د کور وسایل پلوري

د محمد قاسم راپور

د کندوز اوسېدونکي په ډیریدونکي ډول خپل د کور وسایل او فرنیچر پلوري ترڅو خپلو کورنیو ته پرې خواړه برابر کړي. څلور میاشتې مخکې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانان له پراخ فقر او بې کارۍ سره مخامخ شوي دي.‌ [محمد قاسم/سلام ټایمز]

کندوز -- د کندوز اوسېدونکي په ډیریدونکي ډول خپل د کور وسایل او فرنیچر پلوري ترڅو خپلو کورنیو ته پرې خوراکي توکي واخلي.‌

څلور میاشتې مخکې د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې افغانان له پراخ فقر او بې کارۍ سره مخامخ شوي دي.‌

د کندوز ښار یوه اوسېدونکي محمد صابر صابري د لیندۍ په ۱۴مه سلام ټایمز ته وویل، اوسېدونکي خپل د کور وسایل، تلویزیونونه، یخچالونه، ایرکنډیشنونه، المارۍ، چپرکټونه، د پخلي لوښي او داسې نور په کندوز ښار کې د لیلام بازار ته راوړي.

صابري چې له پخواني حکومت سره یې کار کاوه، وویل، «زه هېڅ باور نشم کولی چې زه مې د کور وسایل پلورم. ما دا شیان له ډېرو هیلو سره وپېرودل او د یوه ښه ژوند هیله مې لرله، خو اوس زه مجبور یم چې خرڅ یې کړم.»

د کندوز اوسېدونکي د لیندۍ په ۱۴مه په کندوز ښار کې د مستعملو شیانو په یوه دوکان کې راټول شوي ترڅو خپل د کور وسایل وپلوري او خوراکي توکي پرې واخلي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

د کندوز اوسېدونکي د لیندۍ په ۱۴مه په کندوز ښار کې د مستعملو شیانو په یوه دوکان کې راټول شوي ترڅو خپل د کور وسایل وپلوري او خوراکي توکي پرې واخلي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

هغه وویل څلور میاشتې کېږي چې بې کاره دی او دومره پیسې نه لري چې خپل د اړتیا وړ توکي پرې واخلي.‌

د کندوز ښار یو اوسېدونکی عصمت الله رفیعي د دې لپاره د مستعملو توکو دوکان ته راغلی وو ترڅو خپل تلوېزیون خرڅ کړي او د خپلې کورنۍ لپاره پرې خواړه واخلي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «موږ په کور کې هېڅ شی نه لرو چې ویې خورو. زما ماشومان وږي دي، زه راغلی یم ترڅو دا تلوزیون خرڅ کړم او د هغوی لپاره پرې خواړه واخلم.»

هغه زیاته کړه، «زه څه وکړم؟ موږ بله هېڅ لاره نه لرو.»

شفیقې اکبري چې هغې هم له پخواني حکومت سره کار کاوه سلام ټایمز ته وویل چې هغه مجبوره ده ترڅو خپل د کور وسایل خرڅ کړي او خپلو ماشومانو ته پرې خوراکي توکي وپېري.‌

شفیقه چې کونډه او د شپږو ماشومانو مور ده، وویل، «زه نه پوهېږم چې زموږ حال به څنګه شي.»

هغې وویل، «زه نن راغلم ترڅو خپل د کور سامان وپلورم او په پیسو باندې خوراکي توکي واخلم لاکن که دا حالت دوام وکړي نه پوهېږم چې بیا به څه کوو؟»

د کندوز د لیلامي بازار عادي دوکانداران وایي‌، د کورونو د وسایلو پلورل زیات شوي چې ځینې یې مالکان د نهیلۍ له امله په ټیټو قیمتونو پلوري.‌

غلام سخي چې ۳۸ کاله عمر لري او په کندوز ښار کې د مستعملو توکو دوکان چلوي، وویل،‌ په دې ورځو کې ډېرې کورنۍ راځي ترڅو خپل د کور توکي خرڅ کړي، لاکن پلور ډیر کم دی.‌

هغه وویل، اوسېدونکي «خپل ټول د کور سامان د خرڅلاو لپاره راوړي، لاکن پلور کم دی ځکه چې پیرودونکي دومره ډېرې پیسې نه لري او نشي کولی چې شیان په مناسب قیمت واخلي.»

محمد امین چې ۴۴ کاله عمر لري او هغه هم د مستعملو شیانو دوکان چلوي، وویل، هغه شیان چې په مارکیټ کې ۲۰۰۰۰ افغانۍ (۱۷۰ ډالر) قیمت لري هغه دلته په ۵۰۰۰ افغانۍ خرڅیږي.

هغه وویل، ځینې ځایي خلک «د خوراکي توکو د پیرودلو لپاره د کور ضروري سامان خرڅوي. له لوږې څخه د ځانونو ژغورلو لپاره، هغوی خپل د کور شیان له نیمایي څخه هم په ټیټ قیمت پلوري.»

د ځوانانو تېښته

ځینې هغه کسان چې خپل توکي پلوري پلان لري ترڅو له افغانستان څخه پښې سپکې کړي.

په کندوز ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد فارق شکوري وویل، له فقر، جنګ، بې کارۍ، بې ځایه کېدنې، محرومیت او مرګ سره له مخامخ کېدلو څخه وروسته، دغه ډول افغانان اوس غواړي چې له خپل هېواد څخه وځي.

هغه وویل، «دلته هره ورځ موږ ځوان افغانان وینو چې خپل د کور توکي په نیم قیمت د مستعملو توکو بازار کې پلوري او هڅه کوي چې په غیر قانوني توګه ایران او پاکستان ته لاړ شي.»

د کندوز پوهنتون یوه استاد عبدالحکیم زبیدي سلام ټایمز ته وویل، ځینې هغه افغان ځوانان چې له هېواد څخه وتلي‌ دي د لېسانس او ماسټرۍ تر کچې پورې زده کړې لري، په داسې حال کې چې نور یې د پوهنتونونو محصلان دي.

هغه وویل، «له بده مرغه چې د دغو افغان ځوانانو له ډلې څخه ځینې د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې نور د ایراني ځواکونو له خوا نیول کیږي او له شکنجو څخه وروسته بېرته افغانستان ته لیږل کیږي.»

هغه زیاته کړه، ګاونډي هېوادونه باید د افغانانو پر وړاندې بد چلند ونه کړي او نه هغوی شکنجه کړي.‌

هغه وویل، «موږ له حکومت څخه تل دا غوښتنه کړې چې د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه او دندې برابرې کړي ترڅو افغانان دې ته مجبور نشي چې وطن پرېږدي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500