کډوالان

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د زیاتېدلو خبرداری ورکړ او د اقتصادي مرستو غوښتنه یې وکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

افغان کډوال د وږي په ۱۵مه د پاکستان د کوېټې ښار په لمنه کې د خېمې د یوې موقتي سرپناه په چاپېر ناست دي. [بنارس خان/ای اېف پي]

افغان کډوال د وږي په ۱۵مه د پاکستان د کوېټې ښار په لمنه کې د خېمې د یوې موقتي سرپناه په چاپېر ناست دي. [بنارس خان/ای اېف پي]

ملګري ملتونه -- د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر (یو اېن اېج سي آر) فلېپو ګرانډي د اقتصادي سقوط د زیاتېدونکو اندېښنو په ترڅ کې د افغان کډوالو د ډېر زیاتوالي په هکله خبرداری ورکړ او د عاجلو اقتصادي مرستو غوښتنه یې وکړه.‌

افغانان د زمري‌ په میاشت کې د پخواني حکومت له سقوط راهیسې له خپل هېواد څخه تښتي یا هڅه کوي چې وتښتي.‌

د سقوط په درشل کې

ګرانډي له جنیوا څخه د ویډیو لېنک له لارې خبریالانو ته وویل، «موږ د داسې یوه سقوط له خطر سره مخامخ یو چې په هېواد کې دننه خو به حتما د خلکو یو بهیر رامنځته کړي خو ورسره به د ښه ژوند په تکل له هېواد څخه بهر هم ډېر خلک وځي.»

ګرانډي ونه ویل چې د پخواني حکومت له سقوط راهیسې څومره خلک بې ځایه شوي او د څومره نویو کډوالو تمه کېږي ځکه چې تر اوسه دغه شمېرې په لاس کې نه لرلې.‌

ملګرو ملتونو په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ د بدترین ناورین څنډې ته رسېدلی دی.

په داسې حال کې چې اقتصاد د سقوط څنډې ته رسېدلی، مرستندویې ادارې وایي وېره شته چې په روان ژمي کې د ۳۸ میلیونو وګړو له نیمو نه ډېر له لوږې سره مخامخ شي.‌

ګرانډي وویل چې د بحران مخه اوس هم نیول کېدی شي، خو د سیستمونو د تطبیقولو په برخه کې چټک اقدام ته اړتیا ده څو دا ډاډمنه شي چې د افغانستان اقتصاد کولی شي فعال شي، خدمتونه دوام ومومي او هېواد ته د نغدو پیسو د ورتګ بهیر بیا پیل شي.

البته، د بحران په پرتله د مرستو هڅې ډېرې کمې دي او یواځې ډبلیو اېف پي اړمنو افغانانو ته خوراکي توکي او نغدې پیسې ور رسولي دي.

د ایران له خوا په جبري اېستنه

ګرانډي وویل هغه به په څو ورځو کې دننه تهران ته لاړ شي او له ایراني مشرانو سره به د مسئلې په سر خبرې وکړي.

ایران د هغو افغان کډوالو لپاره چې له لسیزو راهیسې د جنګ او اقتصادي ستونزو له امله تښتي یو مهم ځای دی.

په افغانستان کې د قحطۍ له خطر سره سره، ایران په وروستیو کې هره اونۍ په لسګونو زره افغانان را اېستلي دي. په را اېستل شویو کې داسې کسان هم شامل دي چې له ډېر وخت راهیسې یې هلته ژوند کاوه.‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر وایي، په ایران کې ۳.۴ میلیونه افغانان ژوند کوي چې نږدې دوه میلیونه بې اسنادو او ۸۰۰۰۰۰ سند لرونکي کډوال دي.‌

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس، سربېره پر دې شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانان په خپل هېواد کې دننه هم بې ځایه شوي چې ډېر یې د زمري په میاشت کې د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو څخه مخکې بې ځایه شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که ملګري ملتونه په ریښتیا سره غواړي چې د افغانستان د لسیزو اوږده شخړه پای ته ورسوي، هغوی باید جدي کار وکړي او په موجوده واکمنه ډله (طالبان) باندې بندیزونه ولګوي. ملګري ملتونه باید د طالبانو لپاره یو مهالوېش مثلاً دوه میاشتې وخت وټاکي چې په دې کې باید یو ټولشموله حکومت جوړ کړئ، او که طالبان په دې کار کولو کې ناکام شي، ملګري ملتونه باید طالبان رانسکور کړي، او له نظامي لارو څخه دغه هېواد ونیسي. ملګرو ملتونو او نړۍ والې ټولنې له ۴۰ کالو څخه ډېر انتظار وکړ چې افغانان خپلې ستونزې پخپله حل کړي لاکن افغانانو سرچپه کار وکړ، او وضعیت یې له بد نه بدتر کړ. اوس د افغانستان پرمختګ ناشونی برېښي، دا د ملګرو ملتونو لپاره ښه فرصت دی چې یو نظامي اقدام وکړي او پاکستاني مقامات او طالبان له دې څخه منع کړي چې د افغانستان د مالکانو په توګه عمل کوي. ټول خلک به د ملګرو ملتونو د نظامي اقدام ملاتړ وکړي.

ځواب ورکړئ

چې پاکه او سوتره خبره وي په بشري مرستو وطنونه نه جوړېږي او نه هم پرې د خلکو ژوند ژغورل کېدای شي، مهمه داده چې کاري فرصتونه برابر کړل شي، ځکه که کاري فرصت نه وي او یو څوک په دوامدار ډول کار ونه کړي نو نه یوازې چې کورنۍ به یې خواړه او پوښاک نه لري بلکې هغه کسان چې د کار کولو وړتیا لري او په کور د بې روزګارۍ له امله کېنول شي، له بېلا بېلو روهي ستونزو سره لاس او ګرېوان کېدای شي. مهمه خبره داده چې د بشري مرسو پر ځای نړیواله ټولنه په دې کار وکړي چې څنګه کولی شي په روان بحراني حالت کې خلکو ته کاري فرصتونه ایجاد کړي. او که بیا هم د نړیوالو ټینګار په دې وي چې باید خلکو ته بشري مرستې ورسوي په کار ده چې مستقیم یې خلکو ته ووېشي نه دا چې طالب ته یې ورکړي ځکه طالب خپل غل دی او اوس یې د مرسته شویو توکو او نغدو پیسو په غلا شروع کړې. ګمرکونه او نور ټول عایداتي سرچینې خو یې هسې هم په واک کې دي چې څه ډول وغواړي استعمالولی یې شي. فلهذا د ټولو افغانانو له نړیوالو غوښتنه ده چې خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي او په روان بحراني حالت کې افغانان یوازې پرېنږدي. طالب د څو ورځو بې شرفه پردی مزدور دی چې په دې لږ وخت کې یې ټول خلک له ستونزو سره مخامخ کړي.

ځواب ورکړئ