کډوالان

د ایران له خوا نامعلوم حالت ته د زرګونو کسانو په را اېستلو سره افغانان له ناوړه چلند او تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو شمېر افغان کډوال چې ایراني مقاماتو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته په راستنېدلو مجبور کړي د توقیف په کمپونو کې خپلې تجربې شریکوي.‌ یوه راستانه شوي کس وویل، «هغوی موږ ډېر زیات وځورولو، هغوی موږ ووهلو، هغوی زموږ ډېر زیات سپکاوی وکړ.»

اسلام کلا، افغانستان -- مرستندویې ادارې او عیني شاهدان وایي، د لوږې له ګواښ سره سره ایران هره اونۍ په لسګونو زره افغان کډوال افغانستان ته بېرته رالېږي، او ډېر راستانه شوي کسان وایي چې ایراني مقاماتو ورسره ناوړه چلند کړی دی.

د لسیزو اوږده جنګ په ترڅ کې، په میلیونونو افغانان خپل لوېدیځ ګاونډي هېواد ته ور اوښتي څو له تاوتریخوالي او مات شوي اقتصاد څخه ځانونه په امن کړي.

د زمري په میاشت کې د افغان حکومت سقوط دغه بحران لا نور پېچلی کړ - چې د نړۍ والو مرستو بهیر ورسره ټکنی شو او سختې وچکالۍ له نیمایي څخه ډېر وګړي د خوړو له سخت کموالي سره مخامخ کړل.

سره له دې چې افغانانو ته په هیواد کې سخت شرایط منتظر دي، خو ایران هغوی بیا هم مجبوروي چې په سرحد راواوړي.

یو شمېر افغانان چې له ایران څخه په زور سره افغانستان ته را اېستل شوي وو د تلې په ۲۷مه په اسلام کلا بندر کې د دواړو هېوادونو تر منځ سرحد په لور روان دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

یو شمېر افغانان چې له ایران څخه په زور سره افغانستان ته را اېستل شوي وو د تلې په ۲۷مه په اسلام کلا بندر کې د دواړو هېوادونو تر منځ سرحد په لور روان دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

۱۹ کلن عبدالصمد افغانستان ته له را اېستل کېدلو څخه وروسته په اسلام کلا کې ای اېف پي ته وویل، «له موږ نه به دلته لاره ورکه شي. موږ نه پوهېږو چې څنګه پیسې پیدا کړو او خپلو کورونو ته ستانه شو.» [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

۱۹ کلن عبدالصمد افغانستان ته له را اېستل کېدلو څخه وروسته په اسلام کلا کې ای اېف پي ته وویل، «له موږ نه به دلته لاره ورکه شي. موږ نه پوهېږو چې څنګه پیسې پیدا کړو او خپلو کورونو ته ستانه شو.» [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړۍ وال سازمان (آی او اېم) یو ډاکتر هغه ناروغان او نور خلک چې له ایران څخه را اېستل شوي دي د تلې په ۲۷مه په هرات ښار کې د راستنو شویو کسانو په کمپ کې معاینه کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړۍ وال سازمان (آی او اېم) یو ډاکتر هغه ناروغان او نور خلک چې له ایران څخه را اېستل شوي دي د تلې په ۲۷مه په هرات ښار کې د راستنو شویو کسانو په کمپ کې معاینه کوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هغوی موږ ته د انسانانو په سترګه نه ګوري

راستنېدونکیو افغانانو له ای اېف پي سره په خبرو کې وویل چې هغوی په چټلو او داسې توقیف ځایونو کې ساتل کېدل چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره زیاته وه او ځینې کسان په کې سرحد ته له راوستلو څخه مخکې ووهل شول.‌

د هر ماسپښین په پیل سره، بسونه چې ډېرې کورنۍ په کې بار وي اسلام کلا ته، چې ایران ته د اوښتلو لپاره د عمومي دروازې افغان لوری دی، را رسېږي.

ای اېف پي په سرحد او نږدې د هرات ښار کې له شاوخوا ۲۰ راستنېدونکیو افغانانو سره خبرې وکړې. هغوی وویل، هغه کسان چې کور ته د تګ لپاره یې د ټکټونو اخیستلو وس نه درلود د توقیف په کمپونو کې ساتل کېدل.

ټولو هغو کسانو چې حاضر ول له خبریالانو سره خبرې وکړي له دوی سره د شوي ناوړه چلند کیسې وکړې.

د مجید په نامه یوه راستانه شوي کس وویل چې مقاماتو د هغوی موبایل تلفونونه ضبط کړل ترڅو څوک دغه وضعیت مستند نه کړي.‌

هغه وویل، «په کمپ کې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه ده؛‌ خلک ډېر خیرن دي. هغه کسان چې د خوړو اخیستلو لپاره پیسې نه لري هغوی یواځې د ډوډۍ میدګي ترلاسه کوي.»

د ژمي د لومړۍ سړې څپې په را رسېدلو سره، خپل وطن ته را اېستل شوي افغانان له یوه نامشخص راتلونکي سره مخامخ دي.

۱۹ کلن عبدالصمد افغانستان ته له را اېستل کېدلو څخه وروسته په سرحد کې ای اېف پي ته وویل، «له موږ نه به دلته لاره ورکه شي.»

هغه وویل، «موږ نه پوهېږو چې څنګه پیسې پیدا کړو او خپلو کورونو ته ستانه شو.»

نورو کډوالو وویل چې ایراني مقاماتو له هغوی سره ناوړه چلند وکړ‌.‌

صمد چې ویل یې هغه له را شړل کېدلو څخه مخکې په ایران کې په تعمیراتي برخه کې کار کاوه، وویل، «هغوی موږ ته د انسانانو په سترګه نه کتل.»

صمد وویل ایراني مقاماتو هغه په سرحد کې د کډوالو د توقیف په یوه کمپ کې وواهه ځکه چې هغه پیسې نه لرلې ترڅو د خپلې را اېستنې لپاره یې تادیه کړي.

هغه وویل، «هغوی زموږ لاسونه را وتړل او په سترګو یې راته پټۍ ولګولې او کنځلې یې راته کولې.»

نهیلي او شکنجه

د صمد او نورو کیسې په مستقل ډول تایید شوي نه دي او د ملګرو ملتونو ادارو یې د مشخصاتو په هکله څه ونه ویل.

خو دوی لومړني کسان نه دي چې داسې ادعاوې کوي.

له ایران څخه را اېستل شویو نورو افغانانو هم د وږي په میاشت کې سلام ټایمز ته د خپلو تجربو کیسې وکړې.

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي میرویس یاوري د وږي په ۲۸مه په اسلام کلا کې وویل، ایراني پولیس له افغان کډوالو سره د حیواناتو په څېر چلند کوي -- هغوی وهي او شکنجې ورکوي.

هغه وویل، «ایرانی رژیم ځان اسلامي جمهوریت بولي، خو په حقیقت کې، هغه د کفارو جمهوریت دی.»

یاوري وویل، «د افغانانو تر منځ نهیلي کال په کال ډېرېږي ځکه په هېواد کې دننه ډېر کم کاري فرصتونه موجود دي،» او زیاته یې کړه چې لږ خلک دا وس لري چې ایران ته لاړ شي او هلته مزدوري وکړي ځکه ایراني مقامات د افغانانو د مزدورۍ پیسې ترې اخلي، شکنجې ورکوي او افغانستان ته یې شړي.

سید احمد احمدي چې د وږي په ۲۸مه را اېستل شوی وو، وویل، ایراني پولیسو هغه او د هغه ملګري ونیول، شکنجه یې کړل او ویې وهل.

هغه وویل، «ایراني پولیسو موږ مجبور کړو چې د حیواناتو غږونه وباسو،» او زیاته یې کړه چې هغوی افغان ځوانان ډېر سخت ووهل.‌

هغه وویل ایراني مقاماتو هغوی ته اجازه نه ورکوله چې ویده شی او هغوی یې مجبور کړل چې څو ساعته پرله پسې په پښو ودرېږي.‌

احمدي وویل، «ایراني پولیسو زموږ ټولې پیسې واخیستلې؛ موږ دومره پیسې نه لرلې چې حتی یو بوتل اوبه پرې واخلو.»

د زنده جان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد فهیم کامراني چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی دی وویل چې هغه اته ورځې د ایران په یوه زندان کې بې خوړو تېرې کړې.‌

هغه وویل، «هغوی موږ ټول چې شاوخوا ۱۰ کسان وو په یوه کوچني تشناب کې واچولو،» او زیاته یې کړه چې تشناب له اوبو څخه ډک وو او دا چې هغوی د بلې ورځې تر سهاره پورې شپه همالته تېره کړه.‌

هغه وویل، ایراني امنیتي ځواکونو له افغان کډوالو څخه په بېلابېلو نومونو پیسې لوټلې او هر چا به چې نه ورکولې هغه به یې واهه.

هغه زیاته کړه، ډېرو افغان کارکوونکیو له ایراني مستخدمینو څخه پيسې ترلاسه نه کړې، او ایراني امنیتي ځواکونو هغه نغدې پیسې چې ځینو کسانو ورسره راوړې وې، ترې ضبط کړې.‌

ناروغ او مفلس

د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) وویل، سږ کال له یو میلیون څخه ډېر افغانان له ایران څخه بېرته رالېږل شوي چې په دې لړ کې له ۲۸۰۰۰ څخه ډېر یواځې د لړم په لومړۍ اونۍ کې را اېستل شوي دي.

د آی او اېم عمومي رییس انتونیو ویتورینو په یوه اعلامیه کې وویل، هېواد ته د ډېرو خلکو را ایستل هغه ننګونې ډېرې پېچلې کړي چې افغانستان ورسره مخامخ دی.

هغه وویل، «افغانستان ته را اېستل شويو اکثرو کسانو چې ناروغ او مفلس شوي ول، روغتیایي ملاتړ، خوړو او ارام ته اړتیا لرله.»

د تلې د ۲۹مې او د لړم د ۵مې تر منځ یا هغه وروستی وخت چې آی او اېم یې ارقام ترلاسه کړي، ۲۸۱۱۵ افغانان له ایران څخه راستانه شوي او سږ کال تر دې دمه ۱ میلیون ۳۱ زره ۷۵۷ کسان راستانه شوي دي.

آی او اېم چې په سرحد کې اړمنو کسانو ته مرستې برابروي، تېره میاشت ای اېف پي ته وویل چې هغوی سږ کال له ایران څخه په سرحد را اوښتو کسانو کې لږ تر لږه ۳۲۰۰ بې سرپرسته ماشومان شمارلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) د «ډېر متغیر حالت» له امله، له ټولو هېوادونو څخه غوښتي چې د افغانانو جبري را ایستل ودروي او «د ایران حکومت سره مشورو» ته یې دوام ورکړی دی.

ایران ادعا کوله چې هغوی افغان کډوالو ته ښه راغلاست وایي او هغوی ته د اړتیا وړ مرسته برابروي، او په وروستیو اونیو کې یې افغانستان ته د مرستو بارونه لېږلي دي.

ایراني رسنیو د لړم په لومړیو کې په ملګرو ملتونو کې د تهران د سفیر مجید تخت روانچي له قوله راپور ورکړ چې ویل یې، «موږ له نړۍ والې ټولنې څخه د کومو نویو امکاناتو له ترلاسه کولو څخه پرته د خپلو افغانانو ورونو کوربه توب کوو».

خو تهران ټایمز دولتي رسنۍ وویل، د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي تېره میاشت په افغانانو باندې غږ وکړ چې هېواد ته یې ورنشي او ویې ویل چې «زموږ ظرفیتونه محدود دي».

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) وویل، په ۱۳۸۹ کې ایران له ۳.۴ میلیونو څخو ډېرو افغانانو ته چې نږدې دوه میلیونه یې بې اسنادو او ۸۰۰ زره سند لرونکي کډوال ول، ځای ورکړی وو.

ایران پخپله د خپل اتومي پروګرام له امله د متحده ایالاتو د بندیزونو په نتیجه کې او د کووېډ-۱۹ د ویجاړوونکیو زیانونو له امله له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دايران مذهبي حکومت خپل مخالفين دايران له ګټو څخه دبغاوت په تور تصفيه کوي نه له اسلام سره دمخالفت په تور روسان همدا کار کوي او ددوى په ملي ضمير کې ستره او کبيره ګناه دروسيې سلامتيا ته تاوان رسول دي نه دکليسا بقا ته تاوان ترکان دپان اسلاميزم سورنا ته دترک نيشنليزم اتڼ کوي سعوديان ددين په نامه څوک نه اعداموي خو کله چې څوک وژني نو دسعودي سترو ګټو ته دتاوان تور پرې پوري کوي جهان هند ته ستره ډيموکراسي وايې خو په دغه ستره ډيموکراسي کې هم خلک دهندوبګوان په مخالفت او دانډيا ممتا دغدارۍ په تور بېدريغه وژل کيږي هندي نيشنليزم صرف دهند راګ غږوي پاکستان ملت نه لري يوه پوځي مواسسه لري چې پاکستان ساتي خو دغه جغرافيه داسلام په نامه جوړه شوه اما ميرزا غلام محمد قادياني دپېغمبرۍ دعوه په کې وکړه هيچاهم دختم نبوت په نوم اعدام نه کړ پنجابي شا ونيستانو په ښکاره ددين دښمنۍ نخرې وکړي اما محکوم نه شول خو سيندي نيشنلستان اعدام شول پښتانه نشنليستان قتلعام شول بلوڅ نشنليستان غداران شول خو پنجابى نشنليست چې به دجنرال راڼي دزنا له کلپ څخه را ووت له شرابي ارميږۍ سره به يې وويل پاکستان کامطلب کيا لااله الالله بدبختي داده چې زموږ افغانيت سل فيصده داسلام دمبارک دين تابع نظريه ده اما داسلام په نامه ورکيږي پښتون چې قتل کوي نو ددين دښمنۍ جواز ورته لټوي حال داچې اسلام او دين په افغانيت کې غير متنازع ارزښت دى

ځواب ورکړئ