کډوالان

ایران په زور سره افغانان له خپل هېواد څخه راباسي او ناوړه چلند ورسره کوي

د علي راپور

که څه هم چې افغانستان له یوه احتمالي بشري ناورین سره مخامخ دی او طالبان په واک منګولې ټینګوي، ایراني رژیم په وروستیو اونیو کې دغه هېواد ته د افغانانو را اېستل زیات کړي دي. [علي/سلام ټایمز]

هرات -- که څه هم چې افغانستان له یوه احتمالي بشري ناورین سره مخامخ دی او طالبان په واک منګولې ټینګوي، ایراني رژیم په وروستیو اونیو کې دغه هېواد ته د افغانانو را اېستل زیات کړي دي.

یو زیات شمېر افغانان بېلابېلو هېوادونو ته کډه شوي ترڅو د طالبانو له ظلمونو څخه وتښتي او ځانونو ته کار ومومي.‌

د رسمي ارقامو له مخې، له ایران څخه په اوسط ډول د ورځې له ۲۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راننوځي، او د دغو کډوالو نږدې ۹۰٪ د ایراني چارواکو له خوا را اېستل کیږي.

د مهاجرت نړۍ وال سازمان خپل د وږي ۱۲ - ۱۸مې په راپور کې چې «د بې اسنادو افغانانو د راستنېدنې» په هکله تر ټولو وروستی موجود راپور دی، وویل، ایران په یوه اونۍ کې دننه ۳۳۸۹۳ بې اسنادو افغانان را واېستل.‌

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د وږي په ۲۸مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [علي/سلام ټایمز]

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د وږي په ۲۸مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [علي/سلام ټایمز]

په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۱ کال کې تر اوسه پورې ایران ۸۵۸۹۵۶ افغانان را اېستلي دي.

د غزني ولایت یوه اوسېدونکي علي احمد حسیني د وږي په ۲۸مه افغانستان ته د را اوښتلو پر وخت وویل، غیر اسلامي هېوادونه په دې سخت وخت کې د افغانانو لپاره سرپناه برابروي، لاکن د ایران اسلامي جمهوریت په بې رحمۍ سره هغوی راباسي.

هغه وویل، اکثر افغان ځوانان او کورنۍ د بالقوه امنیتي ګواښونو یا بې کارۍ له امله ایران ته کډه شول، لاکن هغوی ته د څه سرپناه برابرولو پرځای، د ایران رژیم د هغوی پیسې اخلي او په زور سره یې افغانستان ته راستنوي.‌

د ایران رژیم له خوا په وروستیو کې را اېستل شویو نورو افغان کډوالو د ایراني امنیتی ځواکونو له خوا د شکنجو ورکولو او ناوړه چلند په هکله راپورونه ورکړل.‌

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي میر ویس یاوري د وږي په ۲۸مه په اسلام کلا کې وویل، ایراني پولیس له افغان کډوالو سره د حیواناتو په څېر چلند کوي؛ وهي یې او شکنجې ورکوي.

هغه وویل، «د ایران رژیم خپل ځان اسلامي جمهوریت بولي، لاکن په حقیقت کې، هغه د کفارو جمهوریت دی.»

یاوري وویل، «د افغانانو په منځ کې له کالونو راهیسې ناهیلي په ډېرېدلو ده ځکه چې په هېواد کې دننه ډېر کم کاري فرصتونه موجود دي،» او زیاته یې کړه چې لږ خلک دا وس لري چې ایران ته لاړ شي او څه وګټي ځکه چې ایرانی مقامات د افغانانو د کار اجوره ضبطوي، هغوی ته شکنجې ورکوي او افغانستان ته یې رالیږي.

سید احمد احمدي چې د وږي په ۲۸مه را اېستل شوی دی، وویل چې ایراني پولیسو هغه او د هغه ملګري ونیول، شکنجې یې ورکړې او ویې وهل.‌

هغه یادونه وکړه چې، «ایراني پولیسو موږ مجبور کړو چې د حیواناتو غږونه وباسو،» او زیاته یې کړه چې هغوی افغان ځوانان سخت ووهل.‌

هغه وویل ایراني مقاماتو هغوی ته اجازه نه ورکوله چې ویده شی او هغوی یې مجبور کړل چې څو ساعته پرله پسې په پښو ودرېږي.‌

احمدي وویل، «ایراني پولیسو زموږ ټولې پیسې واخیستلې؛ موږ دومره پیسې نه لرلې چې حتی یو بوتل اوبه پرې واخلو.»

د زنده جان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد فهیم کامراني چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی دی وویل چې هغه اته ورځې د ایران په یوه زندان کې بې خوړو تېرې کړې.‌

هغه وویل، «هغوی موږ ټول چې شاوخوا ۱۰ کسان وو په یوه تشناب کې واچولو،» او زیاته یې کړه چې تشناب له اوبو څخه ډک وو او دا چې هغوی د بلې ورځې تر سهاره پورې شپه همالته تېره کړه.‌

هغه وویل، ایراني امنیتي ځواکونو له افغان کډوالو څخه په بېلابېلو نومونو پیسې لوټلې او هر چا به چې نه ورکولې هغه به یې واهه.

هغه زیاته کړه، ډېرو افغان کارکوونکیو له ایراني مستخدمینو څخه پيسې ترلاسه نه کړې، او ایراني امنیتي ځواکونو هغه نغدې پیسې چې ځینو کسانو ورسره راوړې وې، ترې ضبط کړې.‌

د کډوالو له حقونو څخه سرغړونه

د بشري حقونو فعالان وایي، د ایراني مقاماتو له خوا د افغان کډوالو شکنجه کول، له هغوی سره ناوړه چلند کول او په زور ترې پیسې اخیستل د بشري حقونو له نړۍ والو نورمونو څخه ښکاره سرغړونه ده او په کار دی چې معتبر نړۍ وال سازمانونه یې څېړنه وکړي.‌

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال وزیر احمد حقجو وویل،‌ په نړۍ واله سطحه د منل شویو قوانینو په اساس، هېوادونه اجازه نه لري چې کډوالو ته شکنجې ورکړي یا یې وځوروي.‌

هغه وویل، «ایراني امنیتي ځواکونو په مکرر ډول د افغان کډوالو پر ضد وحشیانه جنایتونه ترسره کړي، لاکن نه ایراني رژیم او نه هم کومو نړۍ والو سازمانونو هغوی تر قانوني تعقیب لاندې نیولي دي.»

هغه په ایراني مقاماتو باندې تور ولګاوه چې په منظمه توګه د افغان کډوالو له مشروع حقونو څخه سرغړونه کوي.‌

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوی عبدالرحمان حنیفي وویل، دیني علوم وایي چې مسلمان کولی شي چې په سخت وخت کې له یوه اسلامي هېواد څخه بل ته لاړ شي او هلته پناه واخلي.‌

هغه وویل، د اسلام د احکامو له مخې، په اسلامي هېوادونو باندې لازمه ده چې هغو مسلمانانو ته چې له ظلمونو څخه تښتي پناه ورکړي.‌

حنیفي وویل، «زموږ په کومو ګاونډیو هېوادونو کې د مقاماتو له خوا د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند یا هغوی ته شکنجې ورکول کاملا د اسلامي ارزښتونو خلاف کار دی،» او زیاته یې کړه چې په هغو غیرمسلمانانو باندې ظلم کول یا هغوی ته شکنجې ورکول چې د جنګ او سختۍ له امله په یوه اسلامي هېواد کې پناه اخلي د منلو وړ نه دي.‌

هغه وویل،‌ ډېر افغانان بې له دې چې نورو هېوادونو ته لاړ شي او هلته د ژوند تېرولو لپاره یو خوندي ځای وګوري بله چاره نه لري، او ټینګار یې وکړ چې د دغو هېوادونو حکومتونه دا حق نه لري چې له هغوی سره ناوړه چلند وکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران حق لري چې دا افغانان را وباسي. که حکومت اقدام ونه کړي، ملت به یې وکړي. ایران د کثافاتو ټوکرۍ نه ده چې افغانان یې په خپلو ۱۲ماشومانو ډک کړي. که هغوی ونه وځی، موږ به یې کورونو ته اور ورته کړو. د افغانانو غلطي دا ده چې د سپیو په څېر ډېر ماشومان زیږوي. هغوی یوازې په یوه کوټه کې ۱۲ ماشومان دنیا ته راوړي، بیا په خپلو بچیانو باندې ایران ډکوي. هغوی باید خپل هیواد ته ستانه شي. ایرانیان به نور افغانانو ته کارونه ور نه کړي.

ځواب ورکړئ

بالکل زه په خپله هم نیولی شوی یم ایران کې خو په رښتیا سره چې ډېر ظالمان دي موږ یـې یو توره شپه کوټه کې واچولو او دری ورځې یـې ډوډۍ رانه کړه هغوي باید داسې وانه کړي بله دا چې موږ خو ایران کې نه ورته پاتې کیږو مخکې ترې ځو باید چې لار راته خلاصه کړي مننه

ځواب ورکړئ

ایران نه یوازې چې په اوسني سخت حالت کې له افغانانو سره سخت چلند کوي او په خپله خاوره کې ورته ځای نه ورکوي، بلکې پخوا یې هم له افغانانو سره ناوړه چلند کاوه، شکنجه یې ورکوله، په بېلا بېلو نومونو ترې ځینو ډلو پیسې اخیستي، موټرونه یې ورته په ډزو ویشتي، اوبو ته یې غورځولي دي، افغان کډوال یې د اور په لمبو سوځولي... خلص دا چې ایران د یوه مسلمان هېواد په توګه هېڅکله له افغانانو سره ښه چلند نه دی کړی، که کله یې هم کړی وي ډېر کم او هغه هم د خپلې ګټې په خاطر. دا اوس مې یوه ویډیو وکتله چې ایرانيانو له څو تنو افغان کډوالو کمیسونه ایستلي دي، له پښو او لاسو یې نیسي او په ځمکه ځمکه یې وهي، په لرګي یې په سر سر وهي او داسې یو چلند ورسره کوي چې له انسان څه چې له حیوان سره هم داسې چلند څوک نه کوي. په ټوله کې د یوه انسان سره باید داسې چلند ونه شي. په کار خو دا ده چې یو مسلمان هېواد باید د سختۍ پر مهال د نورو هېوادونو مسلمانانو سره خواخوږي وښايي، د ژوند کولو امکانات ورته برابر کړي... خو ایران هېڅ وخت له افغان کډوالو سره ښه رویه نه ده کړې او نه یې ورته د یوه ښه ګاونډي په توګه لاس ورکړی دی. درنښت خالد – جلال اباد

ځواب ورکړئ