سياست

قطر د مهم منځګړتوب او د افغانستان خلکو سره د مرستې وړاندیز وکړ

د سلطان البری راپور

افغان چارواکي د وږي په میاشت کې د قطر له خوا وړاندې شوې مرسته ترلاسه کوي. قطر دغه مرسته په افغانستان کې د بشري ناورین د مهارولو د هڅو په لړ کې کوي. [د قطر خبري اداره]

افغان چارواکي د وږي په میاشت کې د قطر له خوا وړاندې شوې مرسته ترلاسه کوي. قطر دغه مرسته په افغانستان کې د بشري ناورین د مهارولو د هڅو په لړ کې کوي. [د قطر خبري اداره]

قاهره -- قطر، چې له کابل څخه د هوا له لارې د خلکو په تاریخي را اېستنه کې یې ستر رول ترسره کړ،‌ د امریکایي ځواکونو له وتلو څخه وروسته په افغانستان کې د یوه مهم منځګړي په توګه راپورته شوی، چې له طالب مشرانو سره تعامل او په کابل هوایي ډګر کې د عملیاتو ملاتړ کوي.

دا د قطر لپاره، چې پخوا یې له متحده ایالاتو او اوس له ګوښه شوي افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو کوربه توب کاوه، یو نوی رول نه دی.‌

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني د یکشنبې په ورځ /د وږي ۲۱مه/ په افغانستان کې خبرې وکړې، چې دا د زمري په ۲۴مه د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو راهیسې تر ټولو ډېر جګپوړی چارواکی وو چې له افغانستان څخه یې لیدنه وکړه.‌

دغه وزارت وویل، په کتنه کې «د کابل هوایي ډګر د عملیاتو په برخه کې د وروستیو پرمختګونو او د ټولو لپاره د تېرېدلو او سفر د ازادۍ د یقیني کولو» په هکله خبرې وشوې.

ملکي افغانان د وږي په میاشت کې د بشري سببونو په اساس له را اېستل کېدلو څخه وروسته متحده عرب اماراتو ته رسېږي. [د اماراتو خبري اداره (وام)]

ملکي افغانان د وږي په میاشت کې د بشري سببونو په اساس له را اېستل کېدلو څخه وروسته متحده عرب اماراتو ته رسېږي. [د اماراتو خبري اداره (وام)]

د بحرین د پاچا له خوا له افغانانو سره د شوې بشري مرستې بارونه د وږي په میاشت کې لېږد ته انتظار دي. [د بحرین خبري اداره]

د بحرین د پاچا له خوا له افغانانو سره د شوې بشري مرستې بارونه د وږي په میاشت کې لېږد ته انتظار دي. [د بحرین خبري اداره]

شیخ محمد د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه خلیجي دولت به «د ټولو هغو هڅو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې د ملي روغې جوړې رامنځته کولو ته لاره هواروي».

هغه زیاته کړه، «موږ باوري یو چې ملي روغه جوړه په راتلونکي کې د افغانستان د ثبات لپاره یواځنۍ خوندي لاره ده.»

هغه ټینګار وکړ چې په دې هکله چې آیا طالبان باید په دیپلوماتیک ډول په رسمیت وپېژندل شي که نه مخکې هم بحث شوی. اوس تمرکز باید د روابطو په جوړولو باندې وشي.‌

طالبان تر اوسه پورې د قطر په ګډون د ملګرو ملتونو هېڅ غړي هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.

یو مهم رول

د قطر د نړۍ والو چارو یوه څېړونکي محمود عبدالمنعم وویل، په افغانستان کې رامنځته شوي بحران روښانه کړه چې قطر کولی شي «په ټولو سطحو په نړۍ والو شخړو د برلاسۍ لپاره د یوه رابط په توګه عمل وکړي.»

هغه وویل، «دا د افغانستان په مسئله کې د قطر په رول کې معلومه شوه، چې پخپله د افغانانو تر منځ په مذاکراتو او د افغانانو او متحده ایالاتو تر منځ په مذاکراتو باندې پیل شو.»

هغه زیاته کړه، دوحې د یوه دیپلوماتیک منځګړي په توګه په خپل موجود رول کې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره چینلونه فعاله ساتلي.

عبدالمنعم وویل، په دې حساب قطر هم دیپلوماسي او دیالوګ ترسره کاوه او هم یې د را اېستنې د بشري اړخونو په برخه کې مرسته کوله.

هغه وویل، قطر د طالبانو په لاس د کابل له سقوط څخه وروسته د ټولو هېوادونو د وګړو په را اېستلو کې مرسته وکړه، او د قطر د هغو موسساتو له لارې یې چې د ژغورنې او ملاتړ ماموریتونو کې تخصص لري، بشري مرستې وړاندې کړې.

د متحده ایالاتو پوځ د وږي په ۸مه له کابل هوایي ډګر څخه د هوا له لارې د نږدې ۱۲۴۰۰۰ کسانو د را اېستلو او راپورته کولو تاریخي پروګرام بشپړ کړ.

د هغوی له ډلې له ۵۷۰۰۰ څخه ډېر د قطر له لارې ولېږدول شول.‌

د قطر د پوځي چارو شنونکي ریاد العلي له المشارق خبري سایټ سره په خبرو کې وویل،‌ «په افغانستان کې د قطر رول مهم او حیاتي دی او باید اعتراف پرې وشي».‌

هغه وویل، «له امنیتي او پوځي پلوه، هغه د مسایلو له کنټرول نه وتلیو د مخنیوي لپاره د یوې خوندي دروازې په توګه رول لوبوي.»

هغه وویل، «هدف دا دی چې لږ تر لږه د هغو افغانانو لپاره چې له لسیزو راهیسې د جنګونو له مصیبت څخه کړېږي، سوله وشي،» او دغه راز «د خبرو اترو چینلونه پرانستي وساتل شي.»

د خلیج او متحده ایالاتو تر منځ قوي اړیکې

د هوا له لارې د را اېستنې په بشپړتیا سره، متحده ایالاتو اعلان وکړ چې هغوی خپل دیپلوماتیک ماموریت دوحې ته لېږدوي.

د برتانیا او هالنډ په ګډون ګڼو نورو هېوادونو هم دغه لاره تعقیب کړه.

العلي وویل، طالبان د خلیجي هېوادونو او متحده ایالاتو تر منځ د موجودو ستراتیژیکو اړیکو او قوي اړیکو په هکله ښه خبر دي.‌

هغه وویل، د دې معنی دا ده چې خلیجي هېوادونو ته د دې لپاره په اجازې ورکولو سره چې په یوه بشري او سیاسي سطحه ښکېل اوسي، طالبان «د متحده ایالاتو ادارې سره دروازه پرانستې پرېږدي ترڅو چارې بېرته لومړي کورګي ته ورستنې نشي.»

هغه زیاته کړه، د دې ټکي په پام کې نیولو سره «هر څه د راتلونکي حکومت د جوړولو او د حکومت د ډول په ګډون هغه څه پورې تړلي دي چې په راتلونکو ورځو کې کېږي.»

د اماراتو یوه متقاعد پوځي افسر عبدالله الامیري المشارق ته وویل، د متحده عرب اماراتو او بحرین په څېر نورو خلیجي هېوادونو هم له ملکي افغانانو سره د مرستې په هڅو کې مهم رول ولوباوه.

الامیري وویل، د هغوی مشارکت اصولا له انساني پیوستون څخه سرچینه اخلي.

هغه زیاته کړه، «د مرګ یا سزا له لړۍ څخه د تښتېدونکیو ملکي خلکو را اېستل او خوندي ځایونو ته رسول د خوراکي توکو او طبي مرستو د رسولو په څېر مهم بشري ماموریت دی.»

هغه وویل، خواړه او طبي مرستې دواړه په افغانستان کې د کمبود په حال کې دي، او نړۍ والې موسسې «د سیاسي پېښو د چټکۍ او د لوړپوړو مقاماتو عمل ته د انتظار له امله نشي کولی چې په چټکۍ سره یې ترسره کړي.»

هغه وویل، «د افغانستان خلک چې له پاملرنې څخه محروم شوي دي نن ورځ د ورځني ژوند د اړتیاوو د ځوابولو لپاره عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

قطریان تکړه دي، د سعودي عربستان والا بې کاره خلک دي.‌ په هوښیارۍ کې عربان زمونږ په نسبت ډیر هوښیار دي. امریکایانو ته یې اډې ورکړي دي، یو بل ته یې فایده رسیږي، ارام ژوند کوي، جنګ جدل په کې نشته او یو له بل سره اقتصادي سیالۍ کوي. نن د ټوپک د مبارزې وخت نه دی، نن د علم، اقتصاد، ساینس او ټکنالوجۍ او په دغو برخو کې د سیالۍ وخت دی او په دې کې عربان زمونږ په نسبت تکړه دي.

ځواب ورکړئ