امنیت

د متحده ایالاتو پوځ د هوا له لارې د را اېستلو تاریخي پروګرام بشپړ کړ او په افغانستان کې یې ۲۰ کلن جنګ پای ته ورساوه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک یوه الوتکه د وږي په ۸مه له کابل څخه پورته کیږي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک یوه الوتکه د وږي په ۸مه له کابل څخه پورته کیږي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو پوځ د وږي په ۸مه له کابل هوایي ډګر څخه خپل وتل او له ۱۲۳۰۰۰ څخه د ډېرو کسانو د را ایستلو او هوایي لېږد تاریخي پروګرام بشپړ کړ، او په دې توګه یې په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن جنګ پای ته ورساوه.‌

وروستي عسکر وروسته له هغه راووتل چې د لسګونو زرو امریکایانو او هغو افغانانو د اېستلو بهیر یې بشپړ کړ چې د متحده ایالاتو په مشرۍ کمپاین سره یې مرسته کړې وه.‌

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کینیت مکینزي په پنتاګون کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د امریکایي پوځي ځواکونو قوماندان تورن جنرال کرېس دوناهو او هلته د واشنګټن سفیر راس وېلسن هغه وروستي دوه کسان وو چې د وږي په ۸مه له کابل څخه د را اېستلو په وروستۍ الوتکه کې را سپاره شول.‌

هغه وویل، «د نن شپې را وتل دواړه هم د پوځي خروج پای او هم د نږدې ۲۰ کالونو د هغه ماموریت پای چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر ۱۱مې څخه لږ وروسته په افغانستان کې پیل شو، په ګوته کوي.»

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یوه عسکره، په داسې حال کې چې یوه کورنۍ د وږي په ۶مه په کابل هوایي ډګر کې د وتلو لپاره ځانونه چمتو کوي، د هغوی یو ماشوم ورسره وړي. [مرکزي قومانداني/سینټکام]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یوه عسکره، په داسې حال کې چې یوه کورنۍ د وږي په ۶مه په کابل هوایي ډګر کې د وتلو لپاره ځانونه چمتو کوي، د هغوی یو ماشوم ورسره وړي. [مرکزي قومانداني/سینټکام]

د متحده ایالاتو د پوځ تورن جنرال کرېس دوناهو د وږي په ۸مه په کابل کې یوې سي - ۱۷ ټرانسپورټي الوتکې ته ورپورته کیږي. دوناهو د متحده ایالاتو وروستی عسکر وو چې افغانستان یې پریښودو. [مرکزي قومانداني/سینټکام]

د متحده ایالاتو د پوځ تورن جنرال کرېس دوناهو د وږي په ۸مه په کابل کې یوې سي - ۱۷ ټرانسپورټي الوتکې ته ورپورته کیږي. دوناهو د متحده ایالاتو وروستی عسکر وو چې افغانستان یې پریښودو. [مرکزي قومانداني/سینټکام]

په دغې ورځ، د القاعدې ترهګرو په متحده ایالاتو کې څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې او په نیویارک کې یې له نړۍ وال تجارتي مرکز او په واشنګټن ډي سي کې له پنتاګون سره ټکر کړې.

شاوخوا ۳۰۰۰ امریکایان ووژل شول.

د هغه برید لپاره پلان او روزنه په افغانستان کې په داسې حال کې چې طالبان پرې خبر ول او هغوی ورته خوندیتوب برابر کړی وو، ترسره شوې وو. د متحده ایالاتو پوځ د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د هغوی واکمني رانسکوره کړه.‌

له هغه نه لږ وروسته په افغانستان کې د متحده ایالاتو د پیل شویو پوځي عملیاتو هدف دا وو چې د دې مخه ونیسي چې دغه هېواد هېڅکله هم بیا د ترهګرۍ په مرکز باندې وانه وړي.

د نږدې ۲۰ کلن ماموریت په ترڅ کې له ۸۰۰۰۰۰ څخه ډېرو امریکایي عسکرو او ۲۵۰۰۰ ملکیانو په افغانستان کې کار وکړ. ټول ۲۴۶۱ امریکایي عسکر او ملکیان ووژل شول او له ۲۰۰۰۰ نه ډېر نور ټپیان شول.

۱۳ امریکایي عسکر همدا تېره اونۍ د داعش خراسان څانګې یوه ځانمرګي بمي بریدګر چې په کابل هوایي ډګر کې یې د اېستلو عملیات په نښه کړل، ووژل.

د هوا له لارې تاریخي انتقال

په دغه هوایي ډګر کې د را اېستلو عملیات تر ټولو لوی غیرجنګي خروجي عملیات وو چې د امریکا پوځ ترسره کړل.

دا عملیات د زمري په ۲۳مه پیل شول او د وږي په ۸مه پای ته ورسېدل.

په ټولیز ډول، د متحده ایالاتو د پوځ الوتکو له کابل هوایي ډګر څخه له ۷۹۰۰۰ څخه ډېر ملکي کسان را واېستل چې شاوخوا ۵۵۰۰ یې امریکایان او له ۷۳۵۰۰ څخه ډېر د درېیمو هېوادونو وګړي او افغان ملکیان ول.

مکینزي وویل، «په ټولیز ډول، د متحده ایالاتو او ائتلاف الوتکو په ګډه له ۱۲۳۰۰۰ څخه ډېر ملکیان را واېستل چې دا ټول د متحده ایالاتو د پوځ د غړو له خوا چې د هوایي ډګر امنیت یې نیولی وو او د هغه عملیات یې ترسره کول، ممکن شول.»

هغه وویل، «د تېرو ۱۸ ورځو د ماموریت په ترڅ کې موږ د ورځې له ۷۵۰۰ څخه ډېر ملکي کسان را واېستل چې په دې کې ۱۶ ورځې پوره د اېستنې عملیات ترسره شول او یوه ورځ داسې هم راغله چې له ۱۹۰۰۰ څخه ډېر کسان واېستل شول.»

مکینزي ومنله چې هر هغه چا چې غوښتل یې راوځي دا فرصت ترلاسه نه کړ، او دا چې د نورو کسانو د راوتلو د بهیر د دوام لپاره به «دپلوماتیک ماموریت» دوام ومومي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د وږي په ۸مه یوه پرېکړه تصویب کړه او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې په خپلې دې ژمنې ودرېږي چې خلکو ته به اجازه ورکړي چې په راتلونکو ورځو کې په ازادانه توګه له افغانستان څخه راوځي، او ملګرو ملتونو او نورو مرستندویو ادارو ته د لاسرسي فرصت ورکړي.

په دې هکله خبرې اترې روانې دي چې اوس به د کابل هوایي ډګر څوک چلوي. طالبانو له ترکیې څخه غوښتي چې د لوجیستیک چارې پرمخ بوځي په داسې حال کې چې امنیتي چارې به یې دوی پخپله پر مخ وړي، لاکن ولسمشر رجب طیب اردوګان لا تر اوسه پورې دغه وړاندیز نه دی منلی.

او په سملاسي توګه دا نه ده روښانه شوې چې کوم هوایي شرکتونه به له دې سره موافقه وکړي چې کابل ته تګ راتګ وکړي.

له لیرې څخه

که څه هم چې د متحده ایالاتو پوځ نور په افغانستان کې حضور نه لري، لاکن متحده ایالات به په دغه هېواد کې د هغو هدفونو د ویشتلو وړتیا وساتي چې ترهګریز ګواښ پېښوي.

د پوځ تورن جنرال ویلیام ټیلر د وږي په ۶ مه وویل، «د اړتیا په صورت کې به موږ له خپلو ځانونو څخه د دفاع وړتیا او د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو ترسره کولو لپاره له لیرې کارېدونکیو ظرفیتونو څخه استفادې ته دوام ورکړو.»

د پنتاګون ویاند جان اېف کربي هم د وږي په ۸مه همدا خبره تکرار کړه.‌

کربي وویل، «موږ ټول دا وړتیا لرو چې په داسې یوه طریقه عکس العمل وښیو چې زموږ د ملي امنیت ګټې خوندي کړي او زموږ په هېواد باندې د بریدونو مخه ونیسي. موږ اوس هم دغه وړتیا لرو. موږ به له دغې وړتیا څخه استفاده وکړو.»

له هغه وخت نه چې له افغانستان څخه د وتلو اعلان شوی دی، د متحده ایالاتو پوځ د خپل ترهګرۍ ضد ماموریت د برخې په توګه د دغو عملیاتو د ترسره کولو لپاره خپلې وړتیا ته انکشاف ورکړی دی.

یعنې هغوی به د دې وړتیا لرلو ته دوام ورکړي چې په ننګرهار ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې د هغه برید په څېر عملیات ترسره کړي چې د داعش خراسان څانګې دوه غړي یې چې د کابل هوایي ډګر له بمي برید سره یې تړاو درلود، ووژل. پوځ دغه عملیات د افغانستان له داخل څخه ترسره نه کړل.

مکینزي د وږي په ۸مه وویل، د داعش خراسان څانګه اوس هم یو مرګونی ځواک دی، او اټکل یې وکړ چې اوس په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ غړي لري.‌

هغه وویل، «او البته ډېر یې له هغو زندانونو څخه راوتلي چې یواځې څو ورځې مخکې پرانستل شول. نو دغه شمېر زیات شوی او هغه لوړ شمېر ته رسېدلی چې یو وخت وو، او زه باور لرم چې دا به په راتلونکي کې د طالبانو لپاره یوه ننګونه وي.»

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن بیا تکرار کړه چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو ملي منافع اصولا تل په دې کې دي چې په متحده ایالاتو باندې د ترورستي بریدونو مخه ونیول شي او دا چې امریکا به د هرو هغو تهدیدونو پر وړاندې «چټک او قاطع» اقدام وکړي چې له دغه هېواد څخه سرچینه اخلي.‌

هغه د زمري په ۲۷مه وویل، «موږ په څو هغو هېوادونو کې چې هلته دایمي نظامي حضور نه لرو د ترهګرو ډلو پر ضد مؤثر د ترهګرۍ ضد ماموریتونه ترسره کوو. که اړتیا پېښه شي، په افغانستان کې به هم موږ همداسې کار وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو باور وکړئ چې په امریکا باندې زما زړه خوږیږي ځکه له امریکا سره داسې چا خیانت وکړ چې امریکا د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې هغوی ته له دېرش میلیاردو ډالرو ډېرې پیسې ورکړې. پوهېږئ څوک یادوم؟ پاکستان. پاکستان له امریکا سره دوه مخې لوبه وکړه. یو طرف ته یې ځان د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د لارې ملګری باله او پیسې یې اخیستلې او بل طرف ته یې هماغه پیسې د جنګیالیو په روزلو لګولې او افغانستان ته یې رالېږل چې افغان او امریکایي ځواکونه او ملکي افغانان ووژني. دا هسې هوایي خبره نه ده. د سي اېن اېن له خبریالې سره د پاکستان د پوځ له خوا د نصب شوی صدراعظم عمران خان له دې خبرو نه ښه واضح ښکاري. عمران خان وایي: دا بشپړ غفلت دی، امریکایان نه پوهېږي چې حقاني شبکه څه شی دی. حقاني یوه قبیله ده. دا د پښتنو یوه قبیله ده چې په افغانستان کې اوسي. ۴۰ کاله پخوا، کله چې د افغانستان جهاد پیل شو، پاکستان ته ۵ ملیونه افغان کډوال راغلل چې د هغو په منځ کې ځینې حقانیان وو. حقاني مجاهدینو د شورویانو پر ضد جګړه کوله. دوی د پاکستان د مهاجرو په کمپونو کې وزېږېدل. د امریکا توقع وه چې پاکستان د کډوالو په کمپونو کې د ۳ ملیونو مېشتو کډوالو په منځ کې معلومه کړي چې څوک طالبان دي او څوک نه دي.

ځواب ورکړئ