امنیت

متحده ایالاتو خصوصي هوایي شرکتونه د امریکایانو او افغان متحدینو اېستلو لپاره را وغوښتل تر څو پروسه ګړندۍ کړي.

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو د ۲۴م سمندري چټک واحد یو سمندري عسکر د زمري په ۲۹مه په کابل کې د حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې د را اېستنې په بهیر کې یوه ماشوم ته تازه اوبه ورکوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو د ۲۴م سمندري چټک واحد یو سمندري عسکر د زمري په ۲۹مه په کابل کې د حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې د را اېستنې په بهیر کې یوه ماشوم ته تازه اوبه ورکوي. [د متحده ایالاتو سمندري ځواک]

واشنګټن -- متحده ایالاتو د یکشنبې په ورځ /د زمري په ۳۱مه/ له څو لویو هوایي شرکتونو څخه وغوښتل چې له کابل څخه د زرګونو افغانانو، امریکایانو او نورو بهرنیانو په را اېستلو کې مرسته وکړي.

پنتاګون وویل، د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیود استین د هغو ځانګړیو ملکي الوتکو احتیاط ګروپ چې لږ کار ترې اخیستل کیږي فعال کړ څو په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو بېسونو ته را رسېدونکي کسان متحده ایالاتو ته را ورسوي.

استین له ای بي سي سره، د را اېستنې د ماموریت په هکله په یوه مرکه کې وویل، «موږ به ډېره هڅه وکړو چې هر کس، هر امریکایي چې غواړي راوځي، راوباسو،» او زیاته یې کړه چې عین حکم د امریکا د افغان متحدینو لپاره هم د تطبیق وړ دی.

په اعلامیه کې راغلي، د امریکن ایرلاینز، اتلس، دیلتا، اومني، هاواییان او یونایټېډ یو شمېر ملکي الوتکې به له پوځي کارګو الوتکو سره چې د را اېستنې په پروسه کې ښکېلې دي، مرسته وکړي.‌

د متحده ایالاتو د پوځ عسکر چې په ۱۰مه غرنۍ لوا کې توظیف شوي دي د زمري په ۲۴مه په کابل کې د حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې د امنیت نیونې لپاره ولاړ دي. [د متحده ایالاتو سمندري سرتېري]

د متحده ایالاتو د پوځ عسکر چې په ۱۰مه غرنۍ لوا کې توظیف شوي دي د زمري په ۲۴مه په کابل کې د حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې د امنیت نیونې لپاره ولاړ دي. [د متحده ایالاتو سمندري سرتېري]

د متحده ایالاتو سمندري عسکر چې په ۲۴م چټک سمندري واحد کې توظیف شوي دي د زمري په ۲۷مه په کابل کې په حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې راوتونکي کسان بدرګه کوي. [د متحده ایالاتو سمندري سرتېري]‌

د متحده ایالاتو سمندري عسکر چې په ۲۴م چټک سمندري واحد کې توظیف شوي دي د زمري په ۲۷مه په کابل کې په حامد کرزي نړۍ وال هوایي ډګر کې راوتونکي کسان بدرګه کوي. [د متحده ایالاتو سمندري سرتېري]‌

د دغو شرکتونو الوتکې به کابل ته تګ راتګ نه کوي بلکې را وتونکي کسان به په بهر کې د متحده ایالاتو له بېسونو څخه اروپا او متحده ایالاتو ته را رسوي.‌

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د وږي په ۹مه د هوا له لارې د راوتلو لپاره ضرب الاجل ټاکلی چې په زرګونو موقت ځای پر ځای شوي امریکایي ځواکونه یې تنظیوي، خو وايي که اړتیا پېښه شي دغه وخت به اوږد کړي.

استین دا رد نه کړه چې له بایډن څخه به د ضرب الاجل د اوږدولو غوښتنه وکړي.

هغه له ای بي سي سره په خبرو کې وویل، «موږ به د وضعیت ارزونې ته دوام ورکړو، او څومره ډېر چې کولی شو هومره ډېره هڅه به وکړو چې څومره ډېر چې شوني وي هومره خلک راوباسو. ضرب الاجل ته په نږدې کېدلو سره به موږ ولسمشر ته معلومات ورکړو.»

استین وویل، «په دا چې موږ به په راتلوکي کې څومره لاسته راوړنه ولرو... دقیق ارقام نه شو وړاندې کولی، لاکن زه تاسو ته یواځې دومره ویلی شم چې موږ به هڅه وکړو چې له تمې څخه ډېر او هومره کار وکړو چې کولی یې شو،‌ او د هومره ډېرو خلکو پالنه به وکړو چې کولی شو، او تر هغه وخته به یې وکړو چې موږ یې د کولو وړتیا لرو.»

خطرناک عملیات

بایډن د یکشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبرو کولو پر وخت وویل هغه «هیله لري چې نوره کیسه اوږده نشي.»

کله چې خبریالانو له هغه څخه وپوښتل چې د بهرنیو مشرانو د دې غوښتنې په ځواب کې چې وخت باید اوږد کړي، زیاته کړه، «موږ به وګورو چې څه کولی شو.»

برتانیا د دوشنبې په ورځ وویل هغه به له متحده ایالاتو څخه وغواړي چې له افغانستان څخه د را وتلو ضرب الاجل د وږي له ۹مې څخه اوږد کړي.‌

بایډن په ځانګړې توګه د داعش د خراسان څانګې له خوا د بریدونو ګواښ ته په کتلو سره وویل، «موږ ډېره اوږده لاره په مخکې لرو او ډېر څه اوس هم خرابېدلی شي.»

د امریکایي چارواکو له خوا ژر تر ژره د ماموریت بشپړېدلو ته د لېوالتیا په پام کې نیولو سره، هغه وویل، «موږ پوهېږو چې ښایي ترهګر هڅه وکړي چې له وضعیت څخه ناوړه استفاده وکړي. دا اوس هم خطرناک عملیات دي.»

کله چې تېره چارشنبه په یوه مرکه کې له بایډن څخه پوښتنه وشوه چې آیا امریکایي عسکر به تر هغه پاتې شي چې هر امریکایي چې غواړي راوځي، را واېستل شي، هغه ځواب ورکړ، «هو.»

هغه ای بي سي ته وویل، «امریکایان باید پوه شي چې موږ به هڅه وکړو چې د وږي له ۹مې څخه مخکې پروګرام بشپړ کړو. که امریکایي وګړي پاتې وي، موږ به پاتې شو چې هغوی ټول راوباسو.»

اداره اوس هم په دې کار کوي چې امریکایان او نور هغه کسان چې اړتیا لري له افغانستان څخه راوځي، راوباسي.

تر شوني حده چټک

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن د یکشنبې په ورځ سي بي اېس ته وویل، «هغه څه چې موږ پرې تمرکز کوو دا دي چې څومره ډېر چې ممکن وي هومره کسان او څومره ډېر چې مؤثر او خوندي وي، راوباسو.»

هغه وویل، «دا هم مهمه ده په یاد ولرو چې طالبانو ویلي دي چې هوایي ډګر پرانستی وساتل شي.»

بلینکېن وویل، «هغوی غواړي چې هوایي ډګر فعال وي، او هغوی ژمنه کړې چې خلکو ته خوندي لاره ورکړي. د دې کار لپاره یې وروستۍ نېټه نه ده ټاکلې، او موږ به طالبان په دې ژمنه ولاړ وساتو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

85 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا چې مونږ په افغانستان کې کوچنیو قومي او مذهبي ډلو پورې چې «اسماعیله شیعه» دي تړاو لرو او تر ټولو کوچنی قومي او مذهبي ګروپ یو، له دې امله مونږ نشو کولی چې د نورو مذهبونو تر منځ خپل مذهبي مراسم ترسره کړو او تل توهین او تحقیر کیږو، د طالبانو تحریک ډېر غړي هم مونږ توهین او تحقیر کوي، حتی زمونږ ډېر خلک یې وژلي هم دي، له دې امله، مونږ هیله لرو چې مونږ وژغورئ.

ځواب ورکړئ

دا ښه سیاست دی.

ځواب ورکړئ

ښه، زمونږ کورنۍ هم قبوله کړئ، ځکه چې مونږ له جدي خطر سره مخامخ یو، او طالبان راپسې دي. مونږ به په دې برخه کې تاسو ته اسناد در وړاندې کړو. بس له مونږ سره مرسته وکړئ چې مونږ له پټ او محصور حالت څخه وځو.

ځواب ورکړئ

زه او کورنۍ مې په خطر کې یو. لطفاً له مونږ سره مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ

مونږ ټول افغانان له خطر سره مخامخ یو. دغه راز، زما کورنۍ په خطر کې ده. لطفاً له مونږ سره مرسته وکړئ چې مونږ د داخلي او خارجي ترهګرو له لاسه له دې جنګ ځپلي هېواد څخه وځو.

ځواب ورکړئ

سلام. لطفاً د هغو پاتې افغانانو د اېستلو لپاره ژر تر ژره یوه لاره ومومئ چې له امریکایانو سره یې کار کړی دی.

ځواب ورکړئ

مونږ داسې اسناد لرو چې ښیي چې مونږ له امریکایانو سره کار کړی دی، لاکن مونږ نشو کولی چې له خپل کور نه بهر وځو ځکه چې زمونږ ژوند په خطر کې دی. لطفاً له مونږ سره مرسته وکړئ.‌

ځواب ورکړئ

هغوی باید له مونږ سره مرسته وکړي چې مونږ وکولی شو له هېواد څخه بهر وځو. هغوی پخپله دا کار وکړ. امریکایي او افغان مقاماتو زمونږ هېواد زمونږ لپاره په یوه دوزخ باندې بدل کړ.

ځواب ورکړئ

هغوی باید له مونږ سره مرسته وکړي چې مونږ له هېواد څخه بهر وځو. هغوی پخپله دا کار وکړ.‌ امریکایي او افغان مقاماتو زمونږ هېواد زمونږ لپاره په یوه دوزخ باندې بدل کړ.

ځواب ورکړئ

د وږي د ۹مې شپه ده او د نامعلومو ډلو تر منځ جنګ روان دی.‌

ځواب ورکړئ

زما کورنۍ له خطر سره مخامخ ده. لطفاً له مونږ سره مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ

دا وخت زه کوم مشخص نظر نه لرم. مننه

ځواب ورکړئ

ډېر ښه کار، خو زه څنګه کولی شم تماس ونیسم؟

ځواب ورکړئ

هغه صحیح کار کوي. کاش چې مونږ ټول هزاره ګان وکولی شو له هېواد څخه بهر لاړ شو.

ځواب ورکړئ

زه هم پخوانی پوځی يم زما ژوند دګواښ سره مخ دی زه غواړم چی اروپايي ملکونو ته ولاړ شم او يو ارامه ژوند ولرم او په ارامه فظا کی ژوند وکړم کولی شی زما اسناد وګور ی څه چی هقيقت وي

ځواب ورکړئ

زما کورنۍ له خطر سره مخامخ ده. لطفاً زموږ سره مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ

لطفاً له مونږ سره مرسته وکړئ. تاسو د وضعیت په هکله پوهېږئ.

ځواب ورکړئ

زما کورنۍ له خطر سره مخامخ ده، لطفاً له مونږ سره مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ

زما کورنۍ له خطر سره مخامخ ده. لطفاً مرسته وکړئ، لطفاً ....

ځواب ورکړئ

زمونږ ژوند په خطر کې دی، لطفاً له مونږ سره مرسته وکړئ،‌ زه د مدني فعالانو له ډلې څخه یم.

ځواب ورکړئ

سلام. لطفاً ما او زما کورنۍ له افغانستان څخه وباسئ، ځکه هغه وخت چې طالبان افغانستان ته نوي راغلل، ما یو طالب پولیسو ته ور وښود. پولیسو هغه طالب وواهه او زندان ته یې ولېږه. اوس ټول طالب بندیان ازاد شوي دي، او هغه طالب په هر ځای کې ما پسې وي. لطفاً له مونږ سره مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ

زما وروره شهید کری زه نه غور چی په افغانستان کی پاتی شم

ځواب ورکړئ

سلام. زه هم غواړم چې امریکا ته لاړ شم ځکه چې زمونږ ژوند په خطر کې دی.‌ لطفاً له ما سره مرسته وکړئ.‌

ځواب ورکړئ

مونږ له افغانستان څخه بهر وباسئ او په یوه اروپایي یا امریکایي هېواد کې پناه راکړئ. د ټولو افغانانو لپاره ژوند سخت شوی دی. مونږ له فقر، بې کارۍ او ناامنۍ سره مخامخ شو.‌

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته لاړ شم، ځکه چې زمونږ ژوند په خطر کې دی. مونږ دوه ورونه او پنځه خویندې وو. ۱۲ کاله کیږي چې زما مشر ورور تښتول شوی دی. زما درې خویندې کونډې شوي دي. زما مشره خور او مېړه یې یوځای شهیدان شول. زما دوه خورزې او یو خوریی له ما سره پاتې شول. له بده مرغه چې زما خوریی په زړه کې سوری لري. زه د هغوی سرپرستي کوم، لاکن زما ژوند له خطر سره مخامخ دی.‌ لطفاً زمونږ د یتیمانو لپاره له مونږ سره مرسته وکړئ، او د طالبانو په راتګ سره زما زخمونه بیا تازه شول. مونږ ډېره مظلومه کورنۍ یو.

ځواب ورکړئ
د تبصرو له تګلارې څخه د سرغړونې له امله تبصره لیرې شوه

زغوارم چی امریکا ته لارشم

ځواب ورکړئ

د دښمن له ډار او وېرې او زما او زما د کورنۍ د خوندیتوب لپاره.

ځواب ورکړئ

لطفاً مونږ له افغانستان څخه بهر وباسئ.

ځواب ورکړئ

ښه کار دی. امریکا باید مونږ او هغه کسان چې ژوند یې په خطر کې دی وباسي.

ځواب ورکړئ

ښه، ستاسو خبره صحیح ده صاحب.

ځواب ورکړئ

هغوی وضعیت داسې کړ چې افغان ولس قرباني شي او په زرګونو افغان کدرونه اروپا او امریکا ته کډه شي او هغوی د تل لپاره خراب شول.

ځواب ورکړئ

سلام. ښه کار وشو، لاکن هغه خلک چې اسناد نه لري هغوی باید څه وکړي؟ له افغانستان نه د امریکا له وتلو وروسته به افغانستان شل کاله پخواني وخت ته ستون شي. بیا به ټول ولس له جنګ سره مخامخ شي.

ځواب ورکړئ

سلام. دا ښه کار وشو، لاکن هېڅ معلولینو ته وېزې ورنه کړل شوې. مونږ معلول یو، لاکن بې ظرفیته نه یو. معلول خلک کولی شي چې د نړۍ هر ځای ته لاړ شي، خو ستاسو په پروګرام کې زما لپاره محدودیت دی. نو مونږ څه وکړو؟

ځواب ورکړئ

مونږ چې په خطر کې یو او نور زمونږ غم نه خوري، مونږ باید څه وکړو؟‌

ځواب ورکړئ

مونږ له خطر سره مخامخ یو.

ځواب ورکړئ

زه له امریکا، د امریکا له کاري ځواک او هوایي ځواک سره د کار کولو اسناد لرم. زه په طالبانو باندې باور نه لرم. که کېدی شي مونږ هم له افغانستان نه وباسئ. که تاسو مونږ ونه باسئ، مونږ به په هره ممکنه لاره چې وي په ناقانونه توګه وځو څو زما کورنۍ خوندي شي.

ځواب ورکړئ

داسې څوک وتلي شي چې دوظيفه يې نه وي اجرا کړي.

ځواب ورکړئ

نه

ځواب ورکړئ

هو وتلی سی

ځواب ورکړئ
د تبصرو له تګلارې څخه د سرغړونې له امله تبصره لیرې شوه

هو وتلی سی

ځواب ورکړئ

که کېدی شي مونږ هم وباسئ. مونږ د یوه اقلیت ګروپ غړي یو.

ځواب ورکړئ

زه هیچېرې هم نه ځم. دا هېواد به په پرېښودلو سره خپل پخواني وخت ته ستون نشي. مونږ یې باید دلته په پاتې کېدلو سره دا جوړ کړو او مونږ د هېواد په هکله د راتلونکو نسلونو ذهنیت روښانه کړو.‌ نور هېوادونه خدای پاک نه دي اباد کړي، اصلاً خدای پاک مونږ ته مغز او پوهه راکړي دي، او مونږ یې باید وکاروو او د ښو او بدو تر منځ توپير وکړو. مونږ باید پرې نه ږدو چې هېواد د نورو له خوا کنټرول شي. دا یوازې زما هېواد نه دی، دا ستاسو د ټولو هېواد دی. ستاسو هر کس د دې هېواد پر وړاندې مسؤلیت لري.

ځواب ورکړئ

که طالبان پاتې شي، تاسو انتظار کوئ.

ځواب ورکړئ

ما له شلو کلونو راهیسې له ملي اردو سره کار کاوه، خو بالاخره له دې سره سره هم، ما خپل ډېر ملګري عسکر له لاسه ورکړل او زه تصادفي ژوندی پاتې شوم. هر څه په یوه ورځ کې دننه منحل شول. ټولې هغه هیلې او ارزوګانې چې ما د هېواد لپاره لرلې هغه اعلی سر قوماندان له خاورو سره خاورې کړې، او هغه اردو چې په ډېرو لګښتونو جوړه شوې وه هغه د بې هویته غني له خوا خرڅه کړای شوه.‌ اوس زه بې کاره یم، او هره شېبه دې ته منتظر یم چې زه به د یوه پسه په څېر حلال کړای شم، کور مې کرایي دی، تنخا نشته، او کورنۍ او ماشومان مې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. نه هغوی مونږ امریکا ته بوتللو نه جرمني او نه هم فرانسې ته. مونږ نه پوهېږو چې څه به پېښ شي.

ځواب ورکړئ

لطفاً ما هم درسره بوځئ ځکه چې زه نشم کولی چې دا حالات دلته وزغمم.

ځواب ورکړئ

زه غواړم امریکا ته لاړ شم.

ځواب ورکړئ

ستاسو د دوامدارو خپرونو له امله مننه.

ځواب ورکړئ

دا غوره کار دی چې هغوی یې کوي او د افغانستان له غریبو خلکو سره مرسته کوي. زه هم غواړم امریکا ته لاړ شم، ځکه چې افغانستان نور د ژوند تېرولو ځای نه دی. دا ځای خطرناک او وحشتناک شوی دی. د ښځو د تعلیم لپاره فرصت نشته. لطفاً له مونږ ښځو سره مرسته وکړئ چې له دې ځای څخه وځو.

ځواب ورکړئ

د امریکا متحده ایالاتو څخه مننه چې د افغانستان د بې وزلو خلکو پر وړاندې زړه سوی ښیي او همکاري ورسره کوي. زه هم نشم کولی چې نور په افغانستان کې ژوند وکړم ځکه چې زه دلته روحي، حیاتي او ملکیتي خوندیتوب نه احساسوم، نو لطفاً له ما سره مرسته وکړئ. مننه

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې له خپلې کورنۍ سره امریکا ته لاړ شم. لطفاً مرسته وکړئ.‌

ځواب ورکړئ

سلام. زه غواړم چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای امریکا ته لاړ شم.

ځواب ورکړئ

سلام. ما له امریکایانو سره څلور کاله کار کړی دی. زه غواړم امریکا ته لاړ شم. له ما سره مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ

سلام، زه د اردو عسکر یم. آیا امکان لري چې زه خارج ته لاړ شم؟ زه د طالبانو تر ګواښ لاندې یم.‌

ځواب ورکړئ

سلام. زه نظامي اسناد لرم. آیا زه کولی شم تاسو ته یې در ولېږم صیب؟

ځواب ورکړئ

ما د اېن سي اېس په نامه د ایساف د تېلو شرکت سره کار کاوه، او اوس په دې هیله یم چې خپله کورنۍ او ماشومان له هېواد څخه بهر وباسم.

ځواب ورکړئ

زه هم غواړم چې له افغانستان څخه امریکا ته لاړ شم.

ځواب ورکړئ

افغانستان هېڅ خوندي نه دی. لطفاً له مونږ سره مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ

زه هم غواړم چې له افغانستان څخه امریکا ته لاړ شم.

ځواب ورکړئ

لطفاً مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ

آیا تاسو کولی شئ چې معلومات راکړئ؟

ځواب ورکړئ

هو، جنګ او دښمنۍ مونږ ستړي کړي یو، لاکن مونږ نشو کولی چې له افغانستان څخه بهر وځو. زه پیسې نه لرم چې په غیرقانوني توګه له افغانستان څخه وځم. بل داسې څوک نشته چې له ما سره مرسته وکړي چې له دې ځای څخه وتښتم. د ژوند کولو لپاره هېڅ روښانه راتلونکی نشته.

ځواب ورکړئ

ټولو ملګرو ته سلامونه او احترامات وړاندې کوم. زه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کارډ یا سند لرم.‌ آیا زه کولی شم چې په دې کارډ باندې امریکا ته لاړ شم؟ لطفاً ځواب راکړئ.

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې کاناډا ته لاړ شم، وضعیت ښه نه دی.

ځواب ورکړئ

ډېر ښه

ځواب ورکړئ

سلام. زه هم غواړم چې له کورنۍ سره مې امریکا ته لاړ شم. مونږ پاسپورټونه لرو. مننه

ځواب ورکړئ

زه ۱۷ کلن یم.‌ زه زده کوونکی او یو ښه هنرمند یم.

ځواب ورکړئ

زه هم غواړم چې له افغانستان څخه وځم.

ځواب ورکړئ

مونږ اړتیا لرو چې دا عملیات اوږده کړو او هغه خلک راوباسو چې له نړۍ والو عسکرو او موسسو سره یې کارونه کړي دي.

ځواب ورکړئ

امریکا باید له هوایي ډګر څخه بهر هم نظم برابر کړي. کله چې ټولو اروپایي هېوادونو، کاناډا او متحده ایالاتو اعلان وکړ چې هغوی مهاجر قبلوي، دا روښانه وه چې خلک به نورو هېوادونو ته د تګ لپاره هڅې وکړي، البته، که هغوی اعلان کړی وای چې یوازې هغه کسان چې اسناد لري، کولی شي چې پاتې شي او نور باید لاړ شي، دا پېښه او تراژیدي به نه وای پېښه شوې. د دغو څو ورځو په ترڅ کې، دا مسئله حتی یو ځل هم په کابل هوایي ډګر کې اعلان نشوه. عسکر نه خبرې کوي نه خلکو ته لاره ښیي، هغوی یوازې ډزې کوي. زه ټول اسناد او وېزه لرم چې ژر لاړ شم، خو د ګڼې ګوڼې له امله نشم کولی چې وځم.

ځواب ورکړئ

ستاسو د مرستې له امله مننه. زه او زما مېرمن د ټولنیزو فعالانو او ژورنالستانو په توګه غواړو چې له افغانستان څخه وځو، او مونږ له تاسو څخه نوره مرسته غواړو.

ځواب ورکړئ

لطفاً له مونږ ښځو سره مرسته وکړئ.‌ زه د مدني ټولنې فعاله یم او لور مې ځوانه ده.

ځواب ورکړئ

ما له کابل، افغانستان څخه وباسئ.

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې له افغانستان څخه وځم. لطفاً له ما سره مرسته وکړئ.

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې له افغانستان څخه وځم.

ځواب ورکړئ

سلام. زه هم غواړم چې له افغانستان څخه وځم، ځکه چې زه یو ټولنیز فعال وم او زما ژوند په خطر کې دی.

ځواب ورکړئ

د امریکا ولسمشر جو بایډن ډېره مننه. مونږ هم غواړو چې له افغانستان څخه وځو. مننه.

ځواب ورکړئ

له هېواد څخه د افغانانو د اېستلو لپاره باید یو ښه منظم سیستم وکارول شي. هېڅ داسې افغان چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی وي باید پرې نښودل شي. ګډوډي باید کمه شي. د افغانانو اېستل باید له درناوي څخه پرته ترسره نشي.

ځواب ورکړئ

زه غواړم چې له افغانستان نه وځم.

ځواب ورکړئ

لطفاً له ما سره مرسته وکړئ. زه ستاسو مرستې ته اړتیا لرم.

ځواب ورکړئ

سلام. زه هم غواړم چې امریکا ته لاړ شم، ځکه چې زه نشم کولی دومره ډېر درد تحمل کړم. لطفاً له ما سره مرسته وکړئ. مننه

ځواب ورکړئ

د هغو خلکو کار څنګه کیږي چې له قراردادیانو سره یې کار کاوه او یوازې له خپلو شرکتونو سره ارتباط لري، لاکن له بهرنیانو سره ارتباط نه لري؟

ځواب ورکړئ

مننه خبر نه مو. دجوبایدن څخه دا پوښتنه ونشوه چی افغان ژورنالستانو ته دسفر او خوندی پاتی کیدو لباره کومه پوښتنه ونشوه؟

ځواب ورکړئ

ما هیڅکله هم امریکا نه ده لیدلې او نه ضرورت لرم چې امریکا ته لاړ شم، لاکن امریکا او امریکایان ته احترام لرم ځکه چې زمونږ له هېواد سره یې ډېره مرسته وکړه، لاکن بدبختي دا ده چې زمونږ خپلو حکومتي مشرانو او په ځانګړې توګه د پخوانۍ شمال ټلوالې مشرانو لکه عبدالله، فهیم، امرالله صالح، استاد سیاف، قانوني... او دغه راز د پښتنو خوا ته ګل اغا شېرزي، د کرزي ورونو، ظاهر قدیر، حضرت علی، او د پارلمان په هرو لسو کې تقریبا اتو غړو داسې غلاګانې وکړې چې هم یې ځانونه وشرمول او هم یې افغانستان وشرماوه. دا صحیح ده چې امریکایانو به له افغانانو سره د کبر او غرور چلند هم کړی وي او دا د انسان یو طبیعي خاصیت دی چې کله شتمن شي له ځان نه ټیټو خلکو سره دغسې چلند کوي، لاکن امریکا سره له دې چې افغانستان ته د عرب ترورستانو د تعقیبولو لپاره راغلې وه بیا یې هم زمونږ د هیواد د تاسیساتو په جوړولو کې پراخه مالي مرسته وکړه. څه چې له امریکا سره وشول په دې خفه شوم، امریکا باید نه وای ماته شوې، امریکا باید نه وای شرمول شوې، ... او د دغو ټولو مسؤلیت د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر غاړه دی چې له یوې خوا یې له امریکا سره د توافق سر ښوراوه او بلې خواته یې امریکا د شا له خوا نه په خنجر ووهله او ویې شرموله.

ځواب ورکړئ