امنیت

د نړۍ مشرانو د کابل وحشیانه بریدونه وغندل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د وږي په ۴مه له کابل هوایي ډګر څخه بهر دوو قوي چاودنو څخه وروسته چې له ۸۵ څخه ډېر کسان په کې ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول، رضاکاران او طبي کارکوونکي یو ټپي شوی سړی د علاج لپاره راوړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د وږي په ۴مه له کابل هوایي ډګر څخه بهر دوو قوي چاودنو څخه وروسته چې له ۸۵ څخه ډېر کسان په کې ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول، رضاکاران او طبي کارکوونکي یو ټپي شوی سړی د علاج لپاره راوړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د نړۍ د ختیځ او لوېدیځ مشرانو د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۴مه/ په کابل هوایي ډګر کې له هغو دوو مرګونو ځانمرګو بمي بریدونو څخه وروسته حالت په هکله، چې له ۸۵ څخه ډېر ملکي کسان او امریکایي عسکر یې ووژل، ټکان وخوړ او غوسه یې څرګنده کړه.

دوه زورورو چاودنو د پنجشنبې په ورځ د کابل هوایي ډګر په تیاره کې ډوب کړ. دغلته امریکایي ځواکونو یو شمېر افغانانو ته چې له هېواد څخه وتلو ته منتظر ول، د خوندي کولو او د هغوی د قضیو د پروسیس کولو چارې پرمخ بوولې.‌

وروسته د داعش خراسان څانګې په خپله تبلیغاتي رسنۍ اعماق په یوه پوسټ کې د دغه عام قتل مسؤلیت پر غاړه واخیست.

لومړی بم له ابي ګېټ سره نږدې چې د هوایي ډګر عمومي دروازه ده وچاودېد، دویم بم له لومړي څخه څو دقیقې وروسته له بارون هوټل سره نږدې چې له هېواد څخه د وتلیو لپاره د انتظارځای په توګه کارول کیږي، وچاودېد.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او نور مشران د زمري په ۲۵مه په نیویارک کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې لپاره سره ټولېږي. [تیموتي ا. کلاري/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او نور مشران د زمري په ۲۵مه په نیویارک کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې لپاره سره ټولېږي. [تیموتي ا. کلاري/ای اېف پي]

الوتنې د جمعې په ورځ بیا پیل شوې، او د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ټینګار وکړ چې متحده ایالات به د ملکي خلکو د اېستلو ماموریت ونه دروي، او له افغانستان څخه د ټولو عسکرو د اېستلو لپاره د وږي د ۹مې په ضرب الاجل باندې به ټینګ پاتې شي.

د بزدلۍ عمل

له برید څخه سملاسي وروسته، د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د ډاډګرنې پیغامونه رامات شول او ډېرو مشرانو دغه تاوتریخوالی یو کرکجن عمل وباله.‌

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن هغه «وحشیانه» کار وباله.‌

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب وویل، «موږ به اجازه ورنه کړو چې د ترهګرو بزدلانه عملونه موږ له خپل کار څخه ایسار کړي،» او یادونه یې وکړه چې برتانوي منسوبین حتی «تر اور لاندې» سخت کار کوي چې له افغانستان څخه د هوا له لارې را اېستنې بشپړې کړي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ژمنه وکړه چې د خلکو اېستنې به «تر پای ته رسولو پورې دوام ومومي» او «د هغو کسانو اتلولي چې د اېستلو د عملیاتو د ترسره کولو لپاره په میدان کې کار کوي» یې وستایله.‌

د هسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچېز وویل د هغه د هېواد ځواکونه هڅه کوي چې څومره چې شوني وي هومره ډېر خلک راوباسي.

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک دغه «کرکجن ترهګریز برید» وغانده او ویې ویل، «زه د افغانانو او د امریکا د پوځ د عسکرو په مرګ ویرجن یم».

د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي «د ازادۍ په لټه د تلونکیو بې دفاع خلکو پر ضد دغه شیطاني او وحشتناک برید» وغانده.

د پولنډ ولسمشر اندرزي دودا دغه «بزدلانه عمل» وغانده.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیرې ان لینډي د متحده ایالاتو د پوځ غړو ته درناوی وړاندې کړ او ویې ویل، «موږ د را اېستنې د دغو تاریخي عملیاتو د ممکنولو په برخه کې ستاسو د ټولو هڅو ستاینه کوو.»

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډیو ژمنه وکړه چې په خپل هېواد کې د کډوالو په مېشتولو سره به له شریکو هېوادونو سره کار وکړي.

د افریقایي اتحاد د کمېسیون رییس موسی فکي محمد وویل د افریقایي اتحاد کمېسیون دغه برید «په سختو ټکو» غندلی او «د تېرې ورځې په وحشتناکو ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه خلکو په مرګ سخت غمجن دی او له نورې نړۍ سره یوځای ورته دعا کوي.»

هغه په ټوېټر ولیکل، «ترهګري زموږ شریک انسانیت هر چېرې ګواښي.»

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ ویلي چې د هغه د سازمان لومړیتوب دا دی چې «څومره ژر چې شونې وي ډېر خلک» راوباسي.

فجیع ترهګریز عمل

د اسلامي همکارۍ سازمان دغه «جوړه فجیع ترهګریز بمي بریدونه» وغندل.

د اسلامي همکارۍ سازمان عمومي منشي یوسف العثیمین په یوه اعلامیه کې «د ترهګرۍ د ټولو ډولونو او بڼو پر ضد د او آی سي په کلک، بادسپلینه موقف باندې بیا ټینګار وکړ».‌

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه «له ټولو مذهبي اصولو او اخلاقي او بشري ارزښتونو سره په ټکر کې» وبلل او هغه یې وغندل.

دغه وزارت وویل هغه د افغان عوامو تر څنګ ولاړ دی او «د قربانیانو کورنیو او افغان ولس ته تسلیت او خواخوږي» وړاندې کوي.‌

په ورته وخت کې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، «موږ دغه فجیع برید په سختو ټکو غندو او افسوس پرې څرګندوو، د هغو خلکو عزیزانو ته تسلیت وړاندې کوو چې خپل ژوند یې په کې له لاسه ورکړ او ټپیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو».

د مصر د بهرنیو چارو وزارت دا «وحشتناک تروریزم» وغانده، په داسې حال کې چې د بحرین د بهرنیو چارو وزارت هم دغه «فجیع ترورستي عمل چې له ټولو اخلاقي او بشري ارزښتونو او اصولو سره په ټکر کې وو» وغانده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په ملکي خلکو او په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې ښځې او ماشومان په کې موجود ول، شوی برید په سختو ټکو وغانده.

د روغتیا نړۍ وال سازمان «ډبلیو اېچ او» په ټوېټر ولیکل، «ملکي خلک باید خوندي شي» او یادونه یې وکړه چې د هغه کارمندان په افغانستان کې په ساحه کې کار کوي «او چمتو دي چې د ټپیانو د درملنې لپاره د روغتیایي مرکزونو مرسته وکړي».

د امنیت شورا دایمي غړي سره ګوری

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم د پنجشنبې ورځې بمي بریدونه وغندل.‌

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «دا پېښه په افغانستان کې په ساحه کې موجود چټک بدلون په ګوته کوي، او دغه راز د افغانانو په ملاتړ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د عاجلو مرستو د ترسره کولو لپاره زموږ هوډ پیاوړی کوي.»

دیپلوماتانو ای اېف پي ته وویل، ګوتریش د دوشنبې په ورځ‌ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو د اضطراري غونډې د دایرولو غوښتنه کړې او متحده ایالاتو، برتانیا، فرانسې، روسیې او چین ته یې بلنې ورلېږلي دي.

دیپلوماتیکې سرچینې وویل، تمه ده چې ټول په دې غونډه کې برخه واخلي. په دې غونډه کې به موجود ۱۰ غیر دایمي غړي شامل نه وي.

د امنیت شورا ټولو غړو د زمري په ۲۵مه په افغانستان کې د طالبانو له خوا د قدرت له ترلاسه کولو څخه یوه ورځ وروسته د دغه هېواد په هکله یوه اضطراري غونډه وکړه.

دغې ۱۵ کسیزې شورا، وروسته له هغه چې ګوتریش مجلس ته وویل چې نړۍ باید «په افغانستان کې د نړۍ وال ترهګریز ګواښ» پر ضد د مبارزې لپاره سره یو موټی شي، یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500