امنیت

داعش یو ځل بیا په افغانستان کې د اختر لمانځنې خرابې کړې

د عمر راپور

یو ټپي شوی سړی د زمري په ۱۰مه په هرات ښار کې په یوه بمي چاودنه کې له ټپي کېدلو څخه څو ساعته وروسته د هرات په سیمه ییز روغتون کې لیدل کیږي. [عمر]

یو ټپي شوی سړی د زمري په ۱۰مه په هرات ښار کې په یوه بمي چاودنه کې له ټپي کېدلو څخه څو ساعته وروسته د هرات په سیمه ییز روغتون کې لیدل کیږي. [عمر]

هرات -- په داسې حال کې چې د داعش ترهګرې ډلې د سږ کال په لوی اختر کې وینې تویې کړې، د یادې ډلې اصلي څرنګوالی یو ځل بیا د خلکو د پام مرکز وګرځېد.

په هرات ولایت کې ځایي او امنیتي چارواکو د جمعې په ورځ‌ /د زمري ۱۰مه/ وویل، په تېرو دو ورځو کې په هرات ښار کې ترهګریزو بریدونو لږ تر لږه ۴ کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل،‌ ټول قربانیان ملکي خلک ول.‌

داعش د چارشنبې په ورځ د هرات ښار په یوه شیعه مېشته سیمه کې د یوه بس موټر په وسیله د شوي بمي برید مسؤلیت واخیست. یوه ترهګر موټر پورې مقناطیسي بم نښلولی وو.

د ۱۳۹۷ په اختر کې په کابل کې له عیدګاه جومات سره نږدې د امنیتی ځواکونو او د داعش د اورپکو تر منځ د نښتو په ترڅ کې د یوې افغان پوځي څرخکې په وسیله له یوه هوایي برید څخه وروسته لوګی او ګرد پورته کیږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ۱۳۹۷ په اختر کې په کابل کې له عیدګاه جومات سره نږدې د امنیتی ځواکونو او د داعش د اورپکو تر منځ د نښتو په ترڅ کې د یوې افغان پوځي څرخکې په وسیله له یوه هوایي برید څخه وروسته لوګی او ګرد پورته کیږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

فرهاد وویل، «په هغه برید کې چې د ملکي خلکو وړونکی بس یې په نښه کړ د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور ملکي کسان ووژل شول او درې نور ټپیان شول.‌ په ټپیانو کې ښځې او ماشومان شامل ول.»

د هرات ولایت امنیه قوماندان ډګروال عبیدالله نورزي سلام ټایمز ته وویل، ترهګرو دا وړتیا له لاسه ورکړې چې د امنیتی ځواکونو پر ضد جګړه وکړي له دې امله یې د نورو ملکي خلکو وژلو ته مخه کړې ده.‌

د تېر لړم میاشت کې، د داعش ځایي څانګې، چې د داعش خراسان څانګې په نامه یادیږي، هغه وخت په خپله ماتې اعتراف وکړ چې په سلګونو جنګیالي یې په ننګرهار ولایت کېافغان ځواکونو ته تسلیم شول، او د ګروپ مشر اسلم فاروقي د وري په میاشت کې افغان ځواکونو ونیو.

له دغو په شاتګونو سره سره، یادې ډلې وکولی شوای چې ترهګریز بریدونه ترسره کړي، چې تر ټولو ډېر د یاد وړ یې د کب په میاشت کې په کابل کې د سکانو په ګوردواره کې ډله ییزه وژنه وه چې د سهار د دعاو پر مهال پېښه شوه.

نورزي وویل، «په موټربس کې هېڅ حکومتي کارکونکی نه وو، ټول په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي خلک ول.‌ ترهګرې ډلې په افغانستان کې هېڅ لاسته راوړنې نه لري، او هغوی بې ګناه خلک وژني ترڅو خپل موجودیت وښیي.»

د زمري په ۱۰مه په یوه جلا برید کې، لږ تر لږه ۱۴ ملکي کسان وروسته له هغه ټپیان شول چې په هرات ښار کې له لوی اختر څخه مخکې د سودا اخیستونکو په منځ کې یو بم وچاودېد.‌

فرهاد وویل، «د لوی اختر د لومړۍ ورځې په سهار هغه وخت د ملکي خلکو په منځ کې یو بم وچاودېد چې هغوی ژوي اخیستل، او ۱۴ کسان ټپیان شول.»

د دې راپور د لیکنې تر وخته پورې، هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی، خو ټولې نښې داسې ښکاري چې کار داعش کړی وي، او نورو ډلو په پېښو کې له لاس لرنې څخه انکار کړی دی.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد رضا امیني وویل، «د مسافرو په بس کې زما یوه خپلوان ژوند له لاسه ورکړ، او موږ په دې اختر کې ډېر زیات خفه یو. پخوا زموږ په سیمه کې ډېر ترهګریز بریدونه شوي دي چې په کې په جوماتونو او مسافر وړونکو موټرونو باندې بریدونه هم شامل دي، چې د ټولو مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی دی.»

امیني وویل، «داعش یوه ترهګره ډله ده او هدف یې دا دی چې د مسلمانانو تر منځ نفاق رامنځته کړي. یادې ډلې ته زموږ پیغام دا دی چې هغه به هېڅکله زموږ په هېواد کې خپلو موخوته ونه رسیږي.»

د اختر د ترهګریزو عملونو تاریخچه

له بده مرغه چې داعش پخوا هم په اخترونو کې افغانان په نښه کړي دي.‌

تر ټولو ډېر د یاد وړ یې په ۱۳۹۷ کې په کابل باندې د داعش له خوا د هاوانونو برید وو چې د ولسمشر اشرف غني له خوا د لوی اختر په مناسبت د وینا پر مهال وشو. تر دغې پېښې څو ورځې مخکې هغه طالبانو ته د درې میاشتو مشروط اوربند وړاندیز کړی وو.‌

په پېښه کې لږ تر لږه ۶ ملکي کسان ووژل شول.‌

ولسمشر چې د تلوېزیون له لارې یې په ژوندۍ توګه خبرې کولې هغه وخت وقفه وکړه چې د ګڼو چاودنو غږونه واورېدل شول او هغه ووییل، «دا ملت به دغو راکټی بریدونو ته سر ټیټ نه کړي.»

له نېکه مرغه چې افغان ځواکونو په هغه کال د داعش یوه اوه کسیزه ډله چې په جلال اباد کې یې د لوی اختر په جشن باندې بمي بریدونه پلانول، ونیوله.

دوه میاشتې مخکې، په کوچني اختر کې، داعش په ننګرهار ولایت کې یو ځانمرګی برید ترسره کړ چې لږ تر لږه ۲۵ کسان یې ووژل او ۵۴ نور یې ټپیان کړل.‌

داعش په اختر کې په افغانستان کې خپلې وژنې نه دي محدودې کړي. د یادې ډلې له سر راپورته کولو راهیسې، هغې په ګرده نړۍ کې د اسلامي رخصتیو په ترڅ کې بې شمېره ډله ییزې وژنې ترسره کړي دي.‌

یوه ځانګړې خونړۍ پېښه په ۱۳۹۴ کې هغه وخت وشه چې د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د هغو عراقیانو په منځ کې ةوټر وچاوه چې کوچنی اختر یې لمانځه او د لسګونو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹۰ عراقیان یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د داعش گلم به انشاالله که خدای کول طالبان ور ټول کړي. داعش په افغانستان د امریکا په شتون کې زورور شول کنه داعش طالبانو ته هیڅ شی ندي یو ورځ کې یې دننه دننه ټول ژوندي نیسي او جهنم ته یې لېږي.

ځواب ورکړئ

داعش د افغان حکومت لپاره له طالبانو څخه وروسته تر ټولو ډېر خطرناک ګروپ ګڼل کیږي. که له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې له هوکړې څخه وروسته د داعش پر ضد جدي ګامونه وانه خیستل شي، دغه ډله به د راتلونکي حکومت لپاره په یوه سرخوږي باندې بدله شي.‌ د داعش له خوا کېدونکې حملې ښیي چې دغه ډله اوس هم په افغانستان کې فعاله ده،‌ او دا چې هغوی کولی شي چې حتی د لوی اختر د اوربند په ترڅ کې بریدونه ترسره کړي، نو، د داعش له خوا د تېرو څو ورځو په ترڅ کې د حملو ترسره کولو داسې د خطر زنګ وغږاوه چې د طالبانو له خوا د سولې له کېدلو څخه وروسته به داعش هم یو ګواښ ګڼل کیږي، او دغې ډلې د لوی اختر په ورځو کې چې طالبانو اوربند اعلان کړی وو په لسګونو کورنۍ د غم په ټغره کېنولې.‌

ځواب ورکړئ

۱۰۰ په سلو کې

ځواب ورکړئ

هغوی له ترهګرو سره په جنګ کې ښه وظیفه ترسره کوي

ځواب ورکړئ