امنیت

داعش په ننګرهار کې پخپله ماتې اعتراف وکړ او جنګیالي یې په ډله ییز ډول تسلیم شول

د خالد زېري راپور

په افغانستان کې د داعش په خراسان څانګه باندې د پوځي فشار له زیاتېدلو څخه وروسته، د یادې ډلې تر ۱۸۳ پورې غړي د لړم په ۲۶مه په ننګرهار ولایت کې ځایي مقاماتو ته تسلیم شول. [خالد زېری]

ننګرهار -- د افغان امنیتي ځواکونو او د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت له خوا په ننګرهار کې سختو شویو پوځي عملیاتو د داعش په سلګونو جنګیالي دې ته جوړ کړل چې تسلیم شي او یاده ډله یې مجبوره کړه چې په دې سیمه کې په خپله ماتې باندې اعتراف وکړي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د داعش هغه ۱۸۳ جنګیالي چې تېره اونۍ د اچین ولسوالۍ په باندر او مامند درو کې حکومتي ځواکونو ته تسلیم شوي وو د لړم په ۲۶مه د ننګرهار د ملي امنیت ریاست په انګړ کې په یو لړ مراسمو کې وړاندې کړل.

د دفاع وزارت د لړم په ۲۵مه په یوه اعلامیه کې وویل چې د داعش ۱۸ غړي له ۲۴ ښځو او ۳۱ ماشومانو سره یوځای د لړم په ۲۴مه په ننګرهار کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول.

په ننګرهار کې د لړم په ۲۶مه جوړو شویو مراسمو کې له تسلیم شویو جنګیالیو سره ۱۹۰ ښځې او ۲۰۸ ماشومان هم مله ول. ځینې ماشومانو د حکومتي ځواکونو پر ضد جګړه کې میندې او پلرونه دواړه له لاسه ورکړي وو.

د داعش پخواني غړي مخکې له دې چې د ننګرهار ولایت مقامات یې رسنیو ته وړاندې کړي د لړم په ۲۶مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ولایتي څانګه کې په کتار ولاړ دي. [خالد زېری]

د داعش پخواني غړي مخکې له دې چې د ننګرهار ولایت مقامات یې رسنیو ته وړاندې کړي د لړم په ۲۶مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ولایتي څانګه کې په کتار ولاړ دي. [خالد زېری]

همدارنګه، وسله والو د لړم په ۲۶مه په جلال اباد کې د ننګرهار مقاماتو ته خپلې په لسګونو وسلې هم تسلیم کړې. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

همدارنګه، وسله والو د لړم په ۲۶مه په جلال اباد کې د ننګرهار مقاماتو ته خپلې په لسګونو وسلې هم تسلیم کړې. [د ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

د داعش د غړو د هغه وخت یوه ننداره چې هغوی امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول. [د افغانستان د دفاع وزارت]

د داعش د غړو د هغه وخت یوه ننداره چې هغوی امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول. [د افغانستان د دفاع وزارت]

ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د لړم په ۲۸مه/ د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ته سفر وکړ چې په سیمه کې امنیتي وضعه وارزوي. د ولایت د رسنیو د دفتر له خوا د یوې خپرې شوې اعلامیې په اساس، هغه په سیمه کې د داعش ماتې اعلان کړه.‌ نوموړي له افغان امنیتي ځواکونو څخه د هغوی د قربانیو له امله مننه وکړه.

میاخېل وویل، اکثر تسلیم شوي جنګیالي، ښځې او ماشومان خارجیان دي او هغوی به کابل ته ولېږل شي چې هلته به حکومت هغوی خپلو متبوع هېوادونو ته ور وسپاري.

هغه زیاته کړه، «اکثر تسلیم شوي جنګیالي پاکستانیان دي، خو د ایران، ازبکستان، ترکمنستان، چیچنیا [د روسیې یوه برخه] او نورو هېوادونو یاغیان هم په کې شامل دي. مرکزي حکومت به ښځې او ماشومان هغو هېوادونو ته چې دوی ورپورې اړه لري وسپاري، خو هغه سړي به چې په جنګ کې ښکېل وو لومړی وپوښتل شي، او بیا به مرکزي حکومت پرېکړه وکړي چې له هغوی سره څه وکړي.»

د افغان ملي اردو د ۴مې لوا قوماندان برید جنرال محمد کریم نیازي خبریالانو ته وویل، «مونږ د داعش د تسلیم شویو جنګیالیو له ښځو او ماشومانو سره واقعاً ښه چلند وکړ. مونږ هغوی ته خواړه ورکړل او د هغوی اړتیاوې مو ورپوره کړې. مونږ له هغوی سره د عادي افغانانو په څېر چلند کړی او له هغوی سره مو ظلم نه دی کړی.»

داعش په ننګرهار کې خپله ماتې ومنله

د داعش د خراسان څانګې چې په افغانستان کې د داعش اړونده څانګه ده د لړم په ۲۶مه یوه اعلامیه خپره کړه او په ننګرهار کې یې د یادې ډلې په ماتې اعتراف وکړ او ویې ویل چې غړو یې له اونیو اونیو راهیسې څه نه لرل چې ویې خوري.

یادې اورپکې ډلې په ټیلیګرام خپره شوې یوه اعلامیه کې په باغوز کې د داعش له مصیبت ډک حالت ته، چې د کب په میاشت کې د ایتلاف له خوا په ماتې ورکولو سره پای ته ورسېد، په اشارې سره ویلي، «مونږ د امریکایي بمبارۍ په مقابل کې تر هغه وخته پورې مقاومت وکړ چې مونږ باغوز [سوریې] له لاسه ورکړ، او په ننګرهار کې تر هغه وخته پورې چې زمونږ مهمات خلاص شول.»

په اعلامیه کې راغلي، «د خلافت د مجاهدینو [د داعش جنګیالي] ټوپکونه وګورئ او وګورئ «چې آیا یوه ګولۍ هم په کې پاتې ده.»

د داعش د تسلیم شویو جنګیالیو له منځه یوه تایید کړه چې یادې ډلې په وروستیو ورځو کې هېڅ نه لرل چې ویې خوري او دا چې اورپکو له تسلیمېدلو څخه پرته بله هېڅ لاره نه لرله.

رحمت الله چې ۳۷ کاله عمر لري د ننګرهار د ملي امنیت ریاست په انګړ کې رسنیو ته وویل، «زه په پاکستان کې د تیرا درې اوسېدونکی یم او زه له دوه کالو راهیسې له داعش سره یم.»

هغه زیاته کړه، «زه په یوه پاکستانۍ مدرسه کې وم او هلته زمونږ استادانو مونږ ته ویل چې په افغانستان کې کافران دي او مونږ باید هلته لاړ شو او جهاد وکړو، خو کله چې زه د اچین پېخې سیمې ته راورسېدلم، هلته جهاد نه وو -- د افغانانو وژل وو. زه مجبور وم چې هلته پاتې شم ځکه چې هغوی ماته اجازه نه راکوله چې بېرته لاړ شم.»

هغه وویل، «کله چې جنګ پیل شو -- او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم شروع شول -- مونږ کنټرول له لاسه ورکړ. په وروستیو ورځو کې، مونږ هېڅ شی نشوای موندلی چې ویې خورو. دا چې مرګ مو په خپلو سترګو لیده، مونږ راوتښتېدلو او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.»

د داعش یوه بل جنګیالي عبدالمالک چې ۳۵ کاله عمر لري خبریالانو ته وویل، «زه د داعش د لوجیسټیک سړی وم. ما او زما ملګرو به د کچرو او خرو په وسیله د خلافت (داعش) غړو ته مهمات راوړل. زمونږ ډېر ملګري مړه شول او ښځې او ماشومان یې شاته پاتې شول.»

هغه زیاته کړه، «هغه ماشومان بیا نورو کورنیو ته ورکول شول چې لوی یې کړي. د سړیو له مرګ څخه وروسته ډېرې ښځې او ماشومان بې سرپرسته پاتې شول.‌ د عملیاتو په پراخېدلو سره، مونږ مجبور شو چې راوځو او تسلیم شو.»

د کورنیو غمجن حالت

د تسلیم شویو ښځو له ډلې څخه د نوربي بي په نامه یوې ښځې د هغو ستونزو په هکله خبرې وکړې چې هغه ورسره د خپل اورپکي مېړه له وژل کېدلو څخه وروسته مخامخ شوه.

هغې په مراسمو کې د خبرو کولو پر وخت وویل، «زما مېړه دوه میاشتې مخکې غوښتل چې په اچین کې له داعش سره یوځای شي، او زه له هغه سره راغلم. یوه میاشت به کیږي چې زما مېړه په جنګ کې مړ شو، او زه یوازې پاتې شوم.‌ بیا ما له دې نورو ښځو سره ژوند کاوه. دا چې هلته ژوند سخت وو له دې امله مونږ مجبور شو چې راوتښتو او تسلیم شو.»

هغې زیاته کړه، «زه مجبوره شوم چې له خپل مېړه سره دلته راشم. اوس چې زما مېړه مړ دی، زه دلته هېڅ خپلوان نه لرم. زه غواړم چې حکومت ما بېرته [په کندوز ولایت کې] خپل کور ته ولېږي.»

محمد اسماعیل چې خور یې د داعش په یوه جنګیالي واده وه، وویل، هغه وروسته له هغه مامند درې ته لاړ چې هغه ومومي چې هغې ورته ټیلیفون وکړ او ورته یې وویل چې هغوی حکومت ته تسلیم شوي دي.

دغه ځوان سړي وویل، «زما خور په ظاهرشاه واده وه. هغوی یو ښه ژوند درلود، خو هغه دوه کاله مخکې له داعش سره یوځای شو، او په پټه یې زما خور له ځان سره بوتلله. زه نه پوهېدم چې آیا زما خور مړه ده که ژوندۍ. زه دلته راغلی یم چې هغه له ځان سره کور ته بوځم.»

د ننګرهار د ملي امنیت ریاست رییس نظرعلي واحدي رسنیو ته په خبرو کې تاکید وکړ چې داعش مات شوی دی او د داعش نور جنګیالي به هم ژر تسلیم شي.

واحدي وویل، «په ننګرهار کې داعش مات کړای شوی دی او پاتې کسان به یې یا ووژل شي یا به تسلیم شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بس ټول ووژنئ.

ځواب ورکړئ

هغوی د دې لپاره نه دي تسلیم شوي چې نور یې په خلافت باور نه درلود، هغوی خپل عقاید بالکل نه دي بدل کړي. هغوی یوازې د دې لپاره له غرونو څخه راښکته شول چې وږي ول، څو چې هغوی له افراطیت څخه د پاکونې له پروګرام څخه تېر نشي په هغوی باندې باور نشي کېدلی.‌ کوم جنګ چې ونشي هغه جنګ ګټل شوی جنګ دی.‌ کیدای شوای چې د دغو ۱۸۳ کسانو د موندلو لپاره لګېدلي امکانات په بل ځای کې د بدو کسانو د وژلو لپاره کارول شوې وای.‌

ځواب ورکړئ

پاکستانۍ مدرسې چې غلط تدریس کوي یوه غټه ستونزه ده.‌ دا د حیرانتیا خبره نه ده چې افغانان له کړاوونو سره مخامخ دي.

ځواب ورکړئ