امنیت

په ننګرهار کې پوځي فشار د داعش ۱۸ جنګیالي اړ کړل چې تسلیم شي

د خالد زېري راپور

د داعش ۱۸ تنه جنګیالي د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې وروسته له هغه تسلیم شول چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په سیمه کې په اورپکو باندې پوځي فشار زیات کړ. [خالد زېری]‌

جلال اباد -- د داعش ۱۸ تنه جنګیالي د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې وروسته له هغه تسلیم شول چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په سیمه کې په اورپکو باندې پوځي فشار زیات کړ.

په داسې حال کې چې حکومت ته د داعش د تسلیم شویو یاغیانو د ډلې ډېر غړي افغانان وو، درې اردنیان او یو پاکستانی هم په کې شامل وو. هغوی ټول د لړم په ۲مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست (اين ډي ايس) په انګړ کې رسنیو ته ور وښودل شول.

محلي مقاماتو وویل چې له سړیو سره ۱۹ ښځې او ۳۵ ماشومان هم مله ول.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په دغو مراسمو کې وویل، دغو یاغیانو په هسکه مېنه، اچین، بټي کوټ او غني خېل ولسوالیو کې چې هلته هغوی له خپلو کورنیو سره اوسېدل فعالیتونه کول.

د داعش ۱۸ تنه جنګیالي چې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي د لړم په ۲مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې د رسنیو په وړاندې ولاړ دي. [خالد زېری]

د داعش ۱۸ تنه جنګیالي چې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي د لړم په ۲مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ودانۍ کې د رسنیو په وړاندې ولاړ دي. [خالد زېری]

هغه وویل، "کله چې مونږ د ننګرهار ولایت په ولسوالیو لکه سرخرود او خوګیاڼو کې او د اچین ولسوالۍ په باندر او جودره کې عملیات ترسره کړل، د داعش غړو بله لاره نه لیدله -- هغوی مجبور شول چې د مرګ او تسلیمۍ د دوه لارو تر منځ یوه انتخاب کړي."

"نو، د هغوی له جملې څخه ځینو جنګ بس کړ، او که پاتې کسان یې د هغوی لاره تعقیب نه کړي، هغوی به ووژل شي."

له داعش سره اختلاف

د احمد زید په نامه یوه اردني له ژورنالستانو سره په انګلیسي خبرې وکړې.‌

زید وویل چې لومړی هغه له خپلې مېرمنې سره ترکیې ته سفر وکړ. بیا هغوی د ایران له لارې افغانستان ته راغلل او د اچین په مامند دره کې ځای پرځای شول.

هغه وویل، "زه دوه میاشې مخکې اچین ته راغلم. زه دلته د جهاد لپاره راغلی وم، خو وروسته مې ولیدل چې مسلمانان نور مسلمانان وژني. له دې امله، ما دا غوره وبلله چې جنګ ونه کړم، او راغلم چې تسلیم شم."

هغه زیاته کړه، "وروسته له هغه چې مونږ له سیمې څخه راوتښتېدلو ما او مېرمنې مې دوه ورځې مزل وکړ. ډېره لاره غرنۍ وه؛ مونږ لوږه او تنده تېره کړه. بالاخره، مونږ یو څوک وموند چې د پیسو په مقابل کې یې مونږ ته لاره راوښودله، او مونږ وکولی شوای چې دلته را ورسېږو."

د داعش د تسلیم شویو اورپکو په ډله کې د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالمالک هم شامل دی. هغه وویل چې هغه د خپل ورور تر څنګ دوه کاله په جنګ کې تېر کړل.

هغه وویل، "مونږ په یوه مدرسه کې درس ویل چې هلته معلمانو مونږ ته وویل چې له داعش سره یوځای کېدل جهاد دی... خو کله چې مونږ دلته راغلو، مونږ داسې څه چې مونږ یې تمه لرله ونه لیدل."

هغه زیاته کړه، "مونږ له ډېر وخت راهیسې هڅه کوله چې وتښتو، خو مونږ ته چانس نه برابرېده. زمونږ یوه ملګري له خپل پلار سره رابطه وکړه. ورته یې وویل چې مونږ باید وتښتو، او مونږ راوتښتېدو او له هغو خلکو [د هغه د ملګري پلار او خپلوانو] سره یوځای شوو."

هغه وویل، "هغوی مونږ دلته راوستو او حکومت ته یې تسلیم کړو. مونږ خوښ یو چې مونږ دلته راغلو او هغه ډله مو پرېښودله."

د داعش یوه بل تسلیم شوي اورپکي عبدالوهاب خبریالانو ته وویل چې هغه ولیدل چې استخدام شوي خلک د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه راځي او له یاغیانو سره یوځای کیږي.

هغه وویل،‌ "جنګیالي له روسیې، ایران، ازبکستان، تاجکستان، پاکستان او ځینې ان له برتانیا څخه راغلي ول. هلته همدارنګه د بنګله دېش اورپکي هم وو او ډېر یې د اسیایي هېوادونو څخه وو... اکثر قوماندانان خارجیان ول."

هغه زیاته کړه، "کله به چې مونږ ته حکم کېده، مونږ مجبور وو چې وسلې راواخلو او جنګ ته تیار شو. هغه یو سخت ژوند وو."

وهاب وویل، "هلته پاتې کېدل سخت او تښتېدل ډېر سخت وو، خو د خدای رحم وو چې مونږ وکولی شوای چې وتښتو. د هلته پاتې کسانو له ډلې څخه خواوشا ۸۰٪ تر پوزې پورې رسېدلي خو نه پوهېږي چې څنګه وتښتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500