امنیت

افغانستان د داعش لپاره ورځ تر بلې په یوه نامناسب پټنځای بدلېږي

د سلیمان راپور

د روان کال په لومړیو کې انټرنټ ته له پورته شوې یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس ښیي چې د داعش د ډلې غړي په داسې حال کې چې د ایتلاف یو هوایي برید د یادې ډلې یو هدف ولي د سرپناه په لټه کې دي. [آرشیف]‌

د روان کال په لومړیو کې انټرنټ ته له پورته شوې یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس ښیي چې د داعش د ډلې غړي په داسې حال کې چې د ایتلاف یو هوایي برید د یادې ډلې یو هدف ولي د سرپناه په لټه کې دي. [آرشیف]‌

کابل -- په داسې حال کې افغان ځواکونه او طالبان دواړه په دوامدار ډول د داعش پر ضد نظامي فشار زیاتوي او عادي افغانان هم د یادې ډلې له تاوتریخوالي څخه ډکه نظریه ردوي، افغانستان په مخ پر ودې ډول د داعش د غړو لپاره په یوه ستونزمن چاپېریال بدلېږي.

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د داعش ډېرې سیمې پاکې کړي په داسې حال کې چې له طالبانو سره نښتو ډېر نور وژلي یا یې تېښتې ته مجبور کړي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، «له هغه وخته چې داعش په افغانستان کې سر راپورته کړی، په هغه باندې د افغان او نړۍ والو ځواکونو له خوا سخت ځمکني او هوایي بریدونه ترسره کیږي. د یادې ډلې مشران او مهمې څېرې او ورسره په زرګونو جنګیالي یې وژل شوي او په سلګونو نور یې ژوندي نیول شوي دي.»

امان وویل، «داعش ته په ننګرهار، کونړ او جوزجان کې د هغوی په لویو مرکزونو کې ماتې ورکړل شوې او اوس هغوی په افغانستان کې لوی مرکزونه نه لري.»

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس ښیي چې په افغانستان کې د یادې ډلې غړي ښه مجهز نه دي، له یخنۍ څخه رپېږي، سرپناه نه لري، او په لوړو پرتو غرنیو سیمو کې د خوړو او تأمیناتو له کمي سره مخامخ دي.‌ [آرشیف]‌

د داعش له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی عکس ښیي چې په افغانستان کې د یادې ډلې غړي ښه مجهز نه دي، له یخنۍ څخه رپېږي، سرپناه نه لري، او په لوړو پرتو غرنیو سیمو کې د خوړو او تأمیناتو له کمي سره مخامخ دي.‌ [آرشیف]‌

هغه وویل، «دا ګروپ په داسې موقف کې نه دی چې دوه یا درې کاله مخکې وو.»

امان وویل، «د هغوی یو محدود شمېر په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې خپاره دي او ډېر پټ فعالیت کوي، خو مونږ یې کلکه څارنه کوو. مونږ چې هر چېرې هغوی ومومو، په نښه کوو او له منځه یې وړو.»

له دې سره سره چې نظامي فشار زیات شوی دی، لاکن بیا هم داعش توانېدلی چې په هېواد کې په پراخه کچه بریدونه ترسره کړي.‌

دغې ترهګرې ډلې د زمري په ۲۶مه د یوه واده په مېلمستیا د ترسره شوي وحشیانه برید مسؤلیت ومانه. په دغه برید کې لږ تر لږه ۶۳ کسان ووژل شول او له ۱۸۰ څخه ډېر نور ټپیان شول. له برید څخه وروسته، ولسمشر اشرف غني ژمنه وکړه چې داعش به په افغانستان کې له منځه وېسي.

امان وایي حکومت د دغه کار ترسره کولو ته ځان برابر کړی دی.

هغه وویل، د تېرې میاشتې په ترڅ کې د داعش په لسګونو غړي په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې چې افغان ملي‌ دفاعي او امنیتي ځواکونو د نړۍ والو ځواکونو په ملاتړ ترسره کړي دي، وژل شوي دي.

امان د وږي په ۱۲مه وویل، «په تېرو ۲۰ ورځو کې، یوازې د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو، پچیر اګام او سره رود ولسوالیو کې د داعش ۵۲ جنګیالي وژل شوي، ۶ ټپیان شوي او ۹ نور نیول شوي دي.‌ د داعش ۱۷ نور جنګیالي د کونړ ولایت په څوکۍ، چپه دره او نورګل ولسوالیو کې وژل شوي دي.»

بهرنۍ اجندا

د یادې ډلې پر ضد نظامي عملیات مرسته کوي چې مطمئنه کړي چې په افغانستان کې د داعش لپاره داسې ځای نشته چې هغه په کې داسې یو قوي مرکز جوړ کړي چې له هغه څخه عملیات ترسره کړي.

سربېره پر دې، د داعش مشران او د هغوی عقاید له خارج څخه را وارد شوي او افغانان وایي چې هغوی به هېڅکله هم له دغه ګروپ سره بیعت ونه کړي.‌

په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت یوه استازي نعمت الله کریاب وویل، «داعش د کونړ ولایت په یو شمېر سیمو کې محدود فعالیتونه کوي، خو افغان ځواکونه پرې بریدونه کوي.»

هغه وویل، «د داعش مشران او عقاید له سوریې او عراق څخه راغلي دي. افغانان به هېڅکله هم له داسې یوې ډلې سره بیعت ونه کړي چې د خارجیانو له خوا یې مشري کیږي او د هغوی عقاید د افغانانو له عقایدو سره په ټکر کې وي.»

دا احساس د دې سبب شوی چې د داعش جنګیالي په دوامداره توګه د سولې پروسې سره یوځای کېدلو ته راولي.

د داعش ۴۰ تنو جنګیالیو د دې ټکي په درک کولو سره چې هغوی په ناسمه لار روان دي، خپلې وسلې کېښودلې او د وږي په ۱۳مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې تسلیم شول.‌

د کونړ ولایت لپاره د داعش تش په نوم والي مولوي عبدالبصیر هم د تسلیم شویو جنګیالیو په ډله کې وو.

هغه خبریالانو ته وویل، «مونږ باید د یووالي او د افغانانو د امنیت د تأمینولو لپاره لاسونه سره ورکړو. زه او زما ملګري به هڅه وکړو چې خپل نور ملګري هم راولو چې خپلې وسلې کېږدي او د سولې پروسې سره یوځای شي.»

طالبانو ته یو پیغام

د ولسي جرګې یوه پخواني غړي داود کلکاني وویل، په داعش باندې د نظامي فشار په زیاتېدلو سره، د طالبانو د ډلې هغه غړي چې د هغوی له لیکو سره یوځای کیږي، باید دوه ځلې فکر وکړي.

کلکاني وویل، طالبان باید پوه شي چې داعش یوه داسې ډله ده چې په نړۍ واله سطحه ترهګره پېژندل شوې ده او د خپل عمر پای ته ورنژدې شوې ده.

هغه وویل، «داعش په افغانستان کې د سوریې او عراق په څېر ناکام شوی او مات شوی دی. د دغې ډلې مذهبي او سیاسي نظریات د طالبانو له نظریاتو سره په ټکر کې دي، او مونږ لیدلي چې دواړه ډلې یوه له بل سره په خونړیو نښتو کې ښکېلې دي.»

هغه وویل، «داعش خپل ځواک او همدارنګه جنګي وړتیا په بشپړ ډول له لاسه ورکړي دي.»

هغه زیاته کړه،‌«دا ډله نشي کولی چې یوه متعارف یا مروج جنګ ته داخل شي. هغوی کله نا کله د ځینې چاودنو او ځانمرګو بریدونو د ترسره کولو مسؤلیت اخلي. د داعش نور جنګیالي په یوه ګډوډ او زړه نازړه حالت کې دي.»

هغه وویل، «طالب جنګیالي باید پوه شي چې که هغوی اراده لري چې له داعش، داسې یوه نړۍ وال ترهګر ګروپ سره چې نړۍ واله ټولنه هڅه کوي له منځه یې وېسي، یوځای شي، هغوی به هم له منځه وېوړل شي.»

امان وویل، «امنیتي ځواکونه او د افغانستان خلک د داعش او د هغوی د فعالیتونو په وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده. طالبان باید پوه شي چې له داعش سره، چې د یوه نړۍ وال ترهګر ګروپ په توګه پېژندل شوی دی، یوځای کېدل به د هغوی لپاره خونړۍ پایلې ولري ځکه چې امنیتي ځواکونه هوډ لري چې داعش او هغه څوک چې له هغوی سره یوځای کیږي له منځه وېسي.»

د نظریاتو ټکر

د کابل پوهنتون یوه استاد او د سیاسي چارو تحلیلګر داود راوش وویل، «د داعش مذهبي ایډیالوژي او د هغوی سیاسي او کلتوري نظریات د افغانانو له نظریاتو سره بېخي په ټکر کې دي.»

«جنایتونه -- د مثال په توګه، جبري واده، په جوماتونو، عبادت ځایونو او د ودونو په مراسمو باندې بریدونه، د دیني عالمانو وژنې، او نور هر شیطاني کارونه چې دغې ډلې په افغانستان کې ترسره کړي دي -- هېڅ افغان ته د منلو نه دي.»

هغه وویل، «په دې سربېره، داسې یوه ډله چې پخپله افغانان یې نه رهبري کوي نشي کولی چې افغانان هغسې استخدام کړي لکه طالبان یې چې کوي، او تر ټولو مهمه دا چې افغانان هېڅکله هم له یوه بهرني مشر سره بیعت نه کوي او نه ورپسې درېږي.»

د دفاع وزارت ویاند امان وویل، «هغو لاسته راوړنو چې مونږ په تېرو پنځو کالو کې له یادې ډلې سره په جنګ کولو کې لرلې وښودله چې هغوی د خپلو فعالیتونو لپاره غلط ځای انتخاب کړی دی. افغانستان د داعش لپاره یو ښه ځای نه دی ځکه چې ... خلک داعش نه مني او ... هغوی له داعش سره په جګړه کې یو اساسي رول لوبولی دی.»

په کابل کې د نظامي چارو یوه تحلیلګر محمداګل مجاهد وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په افغانستان کې داعش ته سخته ماتې ورکړې ده، او د افغان ځواکونو د وروستیو بریدونو او له هغوی سره د طالبانو د نښتو په نتیجه کې داعش خپل تقریباً ټول جنګیالي له لاسه ورکړي دي.»

هغه وویل، له داسې ماتو څخه وروسته، داعش خپله ډېره نظامي او مالي وړتیا له لاسه ورکړې ده.

هغه وویل، «د داعش پاتې غړي له ډېرو مالي او جنګي ستونزو سره مخامخ دي ځکه هغوی نشي کولی چې خپلې اساسي اړتیاوې هم پوره کړي او دا د هغوی لپاره سختوي چې جنګ کولو ته دوام ورکړي.»

امان وویل، «داعش سخت او د نه جبران وړ ټکانونه خوړلي دي. هغوی خپل تقریباً ټول جنګیالي له لاسه ورکړي دي. هغه محدود شمېر چې لا هم ژوندي دي حتی ابتدایي توکو ته اړتیا لري او هغوی د جنګ د جاري ساتلو وړتیا په بشپړ ډول له لاسه ورکړې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ددوی مشری د خارجیانو په لاس کی ده ستاسو مشری د چا په لاس کی ده د ټرمپ اولاده

ځواب ورکړئ