امنیت

په کونړ او بدخشان کې له ۱۵۰ څخه ډېرو طالبانو او د داعش جنګیالیو تاوتریخوالی پرېښود

د خالد زېري راپور

د ۱۱۰ طالب جنګیالیو او ۴۰ د داعش غړو په شمول تر ۱۵۰ پورې اورپکي د ۱۳۹۸ د وږي په ۱۳مه په کونړ ولایت کې محلي مقاماتو ته تسلیم شول. [خالد زېری]

کونړ -- چارواکي وایي، له ۱۰۰ څخه ډېر طالب اورپکي او د داعش غړي د وږي په ۱۳مه په کونړ ولایت کې مقاماتو ته تسلیم شول او ژمنه یې وکړه چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي.‌

د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د تسلیم شویو پخوانیو جنګیالیو له ډلې څخه ۱۱۰ کسان د طالبانو د ډلې غړي دي. ۴۰ نور د داعش جنګیالي دي چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې یې فعالیت کاوه او اوس یې خپلې وسلې کېښودلې.

د کونړ د والي مرستیال ګل محمد بیدار د دغې تسلیمۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې خبریالانو ته وویل، «په تېره یوه نیمه میاشت کې د حکومت او خلکو په ګډو هڅو دغو ۱۵۰ تنو طالبانو او د داعش جنګیاليو خپلې وسلې په ځمکه کېښودلې.»

هغه وویل، هغه تمه لري چې نور طالبان او د داعش جنګیالي به هم ژر د سولې پروسې سره یوځای شي.

پخواني طالبان او د داعش جنګیالي د وږي په ۱۳مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې لیدل کیږي.‌ [خالد زېری]

پخواني طالبان او د داعش جنګیالي د وږي په ۱۳مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې لیدل کیږي.‌ [خالد زېری]

په کونړ کې د ملي امنیت ریاست رییس محمد یوسف مظلومیار د وږي په ۱۳مه د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې یوه طالب اورپکي ته قران کریم ورکوي. [خالد زېری]

په کونړ کې د ملي امنیت ریاست رییس محمد یوسف مظلومیار د وږي په ۱۳مه د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې یوه طالب اورپکي ته قران کریم ورکوي. [خالد زېری]

هغه زیاته کړه، «هغوی ته عفوه وشوه، او اوس دا جنګیالي عادي خلک شول. مونږ به هڅه وکړو چې د هغوی لپاره په حکومت او همدارنګه په امنیتي سکټور کې کارونه پیدا کړو.»

د داعش تش په نوم والي تسلیم شو

د تسلیم شویو جنګیالیو په ډله کې د کونړ لپاره د داعش تش په نوم والي مولوي عبدالبصیر هم شامل وو.

بیدار وویل، « مولوی عبدالبصیر په کونړ ولایت کې د داعش موسس وو. په پيل کې هغه د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې په چلس سیمه کې د داعش د مرکز قوماندان وو، او وروسته بیا والي یا په کونړ کې د داعش لوی مشر شو.»

بصیر پخوا د طالبانو یو محلي محلي قوماندان وو چې په ۱۳۸۹ کال کې یې یوه برتانوۍ تبعه او د متحده ایالاتو د نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) قراردادي لېنډا نورګو وتښتوله او هغه بیا د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شوه.

بصیر وویل چې اوس به هغه د یووالي لپاره کار کوي او هڅه به وکړي چې نور اورپکي چې افغانان وژني هم دې ته جوړ کړي چې تاوتریخوالی ودروي.‌

هغه د تسلیمۍ په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، «مونږ باید د یووالي او د افغانانو د امنیت ټینګولو لپاره سره راټول شو. زه او زما ملګري به هڅه وکړو چې خپل ملګري راولو چې د سولې پروسې سره یوځای شي او خپلې وسلې کېږدي.»

د طالبانو د ډلې یوه بل غړي مسلم خان چې د وټه پور ولسوالۍ په کړونګ کلي کې یې فعالیت کاوه خبریالانو ته وویل، «کله چې مونږ جنګ کاوه، مونږ مشروع باله، خو وروسته مونږ پوه شو چې د دې هېواد خلک زمونږ ورونه دي...‌ولې باید مونږ هغوی ووژنو؟»

هغه زیاته کړه، «پخوا زه له امارت [طالبانو‌] سره وم. هغه وخت مونږ ته ویل کېدل چې خلک ووژنو. بیا زه له خلافت [داعش] سره یوځای شوم، او ما فکر کاوه چې مونږ په سمه لار روان شو، خو هغوی ټولو ځانونه غلط ثابت کړل.»

خان وویل، «زمونږ په ډله کې د عربو، چیچنیایانو، پاکستانیانو او د نورو ژبو د ویونکو په څېر خارجیان موجود ول. د جنګ عمومي قومانده د هغوی په لاس کې وه.»

یوه بل پخواني طالب اورپکي شیخ طالب جان هم وویل چې هغه به هڅه وکړي چې نور یاغیان هم وهڅوي چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

طالب جان وویل، «مونږ جنګ کاوه، خو له جنګ نه مونږ هېڅ ګټه ترلاسه نه کړه. مونږ دلته د دې لپاره نه یو راغلي چې د پیسو لپاره تسلیم شو،‌ بلکې مونږ راغلو او وسلې مو کېښودې او مونږ به نور افغانان نه وژنو. مونږ به هڅه وکړو چې نور هم وهڅوو چې جنګ ته د پای ټکی کېږدي.»

یوه دیني عالم مولوي نجیب الله حقیار چې په دغو مراسمو کې یې خبرې کولې، وویل، هغه کسان چې د حکومت پر ضد جنګ کوي هغوی «غلطه» لاره نیولې ده.

هغه وویل، «زه هغه خلک چې د دې حکومت پر ضد جنګ کوي او جهاد یې بولي رابلم چې له ما سره کېني او د خپلې ادعا لپاره دلایل وړاندې کړي. که هغوی ماته قناعت راکړ، زه به د هغوی له ډلې سره یوځای شم، خو که ما هغوی ته قناعت ورکړ، هغوی باید سوله ییز ژوند ته راستانه شي.»

هغه زیاته کړه، «هغه لاره چې هغوی نیولې وه، غلطه وه. دا ښه خبر دی چې هغوی راغلل او یو سوله ییز ژوند یې پیل کړ.»

په بدخشان کې پوځي فشار

په هغو طالب اورپکو سربېره چې په کونړ ولایت کې یې خپلې وسلې په ځمکه کېښودې، د صوفي حکیم په مشرۍ ۸ تنه طالب جنیګالي -- چې له ۷ کالو راهیسې یې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې فعالیت کاوه -- د وږي په ۱۱مه افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.‌

په بدخشان ولایت کې مقاماتو وویل چې دغو کسانو د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د پوځي فشار د زیاتېدلو له امله تاوتریخوالی پرېښود.‌

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناءالله روحاني وویل، «په طالبانو باندې د هوایي او ځمکني فشار د زیاتېدلو په نتیجه کې، ۸ تنه طالب جنګیالي چې د جرم ولسوالۍ په کیب کلي کې یې فعالیت کاوه د ولسوالۍ په پول سوچ سیمه کې خپل ۸ کلاشینکوفونو په لاس له امنیتي ځواکونو سره یوځای شول.»

روحاني زیاته کړه چې د دغه ګروپ په تسلیمیدلو سره به په جرم ولسوالۍ او ګاونډیو ولسوالیو کې امنیت «۸۰٪ ښه شي» خو هغه د خپلو دغو محاسبو په هکله وضاحت ورنه کړ.‌

افغان ځواکونه وایي چې د جرم ولسوالۍ د تصفیه کولو لپاره د وږي له ۸ مې راهیسې پوځي عملیات روان دي.‌ د عملیاتو په لومړۍ ورځ د ولسوالۍ په دهن آب خوستک سیمه کې ۴ تنه طالب جنګیالي ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

روحاني وویل، «د امنیتي ځواکونو له خوا پیل شوي عملیات به تر هغه دوام ومومي چې جرم له طالبانو څخه پوره پاک شي. په دې کمپاین کې تر اوسه پورې امنیتي ځواکونو ته هېڅ تلفات نه دي ور رسېدلي.»

چارواکو وویل چې په بدخشان کې د پامیر ۲۰۷ په نامه تصفیوي عملیات د وږي له ۸ مې راهیسې روان دي او په ترڅ کې یې طالبانو ته درانه تلفات وراوښتي دي. په دغو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو په لړ کې کمانډو ځواکونه، ځانګړي پولیس ځوکونه او ملي اردو او ملي پولیس برخه لري.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري وویل، «د ګډو افغان امنیتي ځواکونو په مشرۍ د تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې په جرم، بهارک، وردوج، کران و منجان او یفتل بالا ولسوالیو کې له ۱۲۰ څخه ډېر طالب جنګیالي ووژل او ټپیان شول.»

هغه وویل، «ګډو امنیتي ځواکونو د خلکو د پاڅون د ګروپونو په ملاتړ سره د بهارک ولسوالۍ یاردار سیمه، د وردوج ولسوالۍ یو شمېر کلي، په جرم ولسوالۍ کې د فرغامیرو او آب رغک کلي، په کران و منجان ولسوالۍ کې د انجمن سیمه، او په یفتل بالا ولسوالۍ کې له پنځو څخه ډېر کلي له طالبانو څخه پاک کړل.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500