امنیت

په کونړ کې د امنیتي عملیاتو په زیاتېدلو سره د داعش په لسګونو نور جنګیالي تسلیم شول

د خالد زېري راپور

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د کب په ۱۵مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې د وسلو اېښودلو لپاره د کتارېدلو په ترڅ کې د داعش تسلیمېدونکیو جنګیالیو ته د افغانستان بیرغ ورکوي. [د کونړ ولایت د رسنیو دفتر]

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د کب په ۱۵مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې د وسلو اېښودلو لپاره د کتارېدلو په ترڅ کې د داعش تسلیمېدونکیو جنګیالیو ته د افغانستان بیرغ ورکوي. [د کونړ ولایت د رسنیو دفتر]

اسداباد -- د داعش اړوند ۴۶ جنګیالیو د کب په ۱۵مه په کونړ ولایت کې خپلې وسلې کېښودلې چې له دې سره په یوه اونۍ کې د یادې یاغي ډلې د تسلیم شویو غړو شمېر ۳۳۶ ته ورسید.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال په داسې حال کې چې پخواني یاغیان رسنیو ته وړاندې کېدل خبریالانو ته وویل، «داعش په بشپړ ډول ختمېدلو ته نژدې شوی دی. د داعش ۴۶ جنګیاليو چې د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې یې عملیات کول نن یي خپلې وسلې تسلیم کړې او جګړه یې بس کړه.»

هغه زیاته کړه، «د داعش دغو غړو د جنګ کولو وړتیا له لاسه ورکړې ځکه چې موږ په هغوی باندې بریدونه زیات کړي دي.هغوی باید یا جنګ وکړي او مړه شي یا تسلیم شي.»

میرزکوال وویل، «د تسلیمۍ دغو لړیو ته په کتلو سره، ښایي چې په غرونو کې د داعش یواځې یو څو جنګیالي پاتې وي او هغوی به ډېر ژر تسلیم شي.»

هغه وویل، د داعش هغه جنګیالي چې د کونړ ولایت په څوکۍ، نورګل، چپه دره، ماڼوګي، او وټه پور ولسوالیو کې یې فعالیت کاوه په ډلو ډلو راغلل.»

میرزکوال وویل، په تېره اونۍ کې، د ۸ قوماندانانو په ګډون د داعش ۳۳۶ غړي تسلیم شول.

د کونړ امنیه قوماندان سمونوال شفیق الله سهار وویل، داعش د زیاتو شویو امنیتي عملیاتو فشار احساسوي.

هغه په دغه پروګرام کې وویل، «موږ د داعش پر ضد خپل عملیات زیات کړي دي. د دغه او نورو ګروپونو تسلیمي زموږ قوت ښیي ځکه چې موږ د هغوی په سنګرونو باندې په ټول قوت سره بریدونه کوو

سهار وویل، «داعش په کونړ کې تقریبا له منځه وړل شوی دی، او تاسو به ډیر ژر د نورو جنګیاليو د تسلیمۍ شاهدان اوسئ.»

د کونړ د ولایتي شورا مرستیال عبداللطیف فضلي په دغو مراسمو کې وویل، «د داعش جنګیالي په ناپوهۍ کې له دغې ډلې سره یوځای شوي او په پټو سترګو یې جنګ کاوه. اوس هغوی پوه شوي چې هغوی د اسلام لپاره نه بلکې د هېواد د ویجاړولو لپاره جګړه کوله.»

هغه وویل، «له دې امله، هغوی ډلې ډلې راځي او تسلیمیږي. دا به مرسته وکړي چې ځایي خلک عادي ژوند ته راستانه شي او له ډاره پرته ژوند وکړي.»

خلک لېوال دي چې سولې ته راستانه شي

فضلي زیاته کړه، «موږ په ټولو اورپکو باندې غږ کوو چې جګړه ودروي. هغوی جنګ نشي ګټلی بلکې د ملکي خلکو په وژلو سره یواځې خپل وطن ورانوي. هغوی باید خپلې وسلې په ځمکه کېږدي او موږ ته اجازه راکړي چې عادي ژوند وکړو.»

هغه وویل، «زه هیله لرم چې د داعش هغه څو کسان چې په غرونو کې پاتې دي راشي، خپلې وسلې تسلیم کړي او د عادي خلکو په ځېر یو نورمال ژوند وکړي.»

په کونړ ولایت کې یوه دیني عالم مولوي نجیب الله حقیار وویل، «د داعش جنګ کاملا غیر اسلامي، او غیر شرعي دی.»

هغه وپوښتل، «دلته هېڅ بهرنیان یا غیر مسلمانان نشته، نو دوي د چا پر ضد جهاد کوي؟‌ دوي نور باید خپل او د نورو خلکو ژوند ویجاړ نه کړي، او پر ځای یې باید راشي او خپلې وسلې کېږدي.»

هغه زیاته کړه، «موږ نور دا جګړه نشو زغملی او سوله غواړو. زموږ هر عسکر د دې وطن ساتونکی دی. زموږ عسکر د داعشیانو او طالبانو په پرتله ډېر ښه مسلمانان دي.»

د اسد اباد یوه اوسېدونکي فقیرالله حقاني وویل، د سیمې خلک د یاغیانو له تاوتریخوالي څخه ستړي شوي دي.

هغه وویل، «زه ډېر خوښ یم چې اورم چې د داعش اورپکي راغلل او ډله ډله حکومت ته تسلیم شول. په تېرو ۴۰ کالونو کې مونږ ونشوای کولی چې یو عادي ژوند وکړو.»

هغه زیاته کړه، «زه په جنګ کې رالوی شوم،‌ او اوس مې ږیره سپینه ده، خو جنګ لا تر اوسه پورې پای ته نه دی رسېدلی. نه طالبان او نه هم داعش باید د بهرنیانو د ګټو لپاره جنګ وکړي. هغوی باید موږ ته اجازه راکړي چې یو عادي ژوند ولرو.»

حقاني وویل، «ما خپل یو زوی او دوه ورېرونه د افغان ملي اردو په لیکو کې په جنګ کې له لاسه ورکړل. اوس د هغوی ښځې کونډې دي، او موږ نشو کولی چې د هغوی ماشومان حمایه کړو او تعلیم پرې وکړو.»

هغه وویل، «جنګ موږ ته سخت تاوان را رسولی دی او په دې ډېر ښه پوهېږو چې د جنګ قېمت څه دی، له دې امله، موږ په دې هېواد کې سوله غواړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو

ځواب ورکړئ

د داعش غړي مجبور دي چې تسلیم شي، که نه، طالبان به واک ترلاسه کړي او داعش به له منځه وېسي. په هر حال، دا یو مهم ګام دی چې د داعش لسګونو غړو واخیست چې جنګ یې بس کړ او تسلیم شول. مونږ دا کار د هېواد د ښېرازۍ او هوساینې لپاره مهم، او په هېواد کې د سولې په لور یو مهم ګام بولو.‌

ځواب ورکړئ