امنیت

په کونړ کې ۴۰ داعشي او طالب جنګیالي تسلیم شول او روان جنګ یې غیرمشروع وباله

د خالد زېري راپور

د طالبانو او داعش ډلو جنګیالي د تلې په ۲۰مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې ځایي چارواکو ته د خپلو وسلو له سپارلو څخه مخکې لیدل کیږي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

د طالبانو او داعش ډلو جنګیالي د تلې په ۲۰مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې ځایي چارواکو ته د خپلو وسلو له سپارلو څخه مخکې لیدل کیږي. [د افغانستان د دفاع وزارت]

کونړ -- څلوېښت تنو اورپکو د یکشنبې په ورځ /د تلې ۲۰مه/ خپلې وسلې د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې ځایي چارواکو ته وسپارلې.

په هغوی کې ۳۴ د داعش او ۶ د طالبانو د ډلې جنګیالي وو چې په څوکۍ، وټه پور او ماڼوګي ولسوالیو کې یې په لیرې پرتو، غرنیو سیمو کې فعالیتونه کول.

د دواړو ډلو غړي جلا، جلا تسلیم شول خو په عین مراسمو کې حاضر ول.

د کونړ والي محمد اقبال سعید د هغوی د تسلیمۍ په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې خبریالانو ته وویل، «دا ۳۴ داعشي او ۶ طالب جنګیالي له خپلو ۲۸ میلو کلاشینکوفونو، ۸ راکټونو او ۴ پیکا ماشینو سره یوځای تسلیم شول.»

هغه وویل، «دا جنګیالي به د عادي وګړو په څېر ژوند کوي.»

سعید وویل، دا د داعش جنګیالي په غرونو کې پټ ول او د ملي امنیت ریاست دې ته وهڅول چې خپلې وسلې کېږدي او عادي ژوند ته بېرته راستانه شي.

د کونړ امنیه قوماندان ډګروال محمد یوسف مظلومیار وویل، د دغو ډلو تسلیمي به په کونړ کې امنیت ته وده ورکړي.‌

هغه خبریالانو ته وویل، «زموږ حکومت د خپل تاسیس له لومړۍ ورځې راهیسې په بشپړه توګه یو اسلامي حکومت دی، خو د داعش په څېر ګروپونه د بهرنیانو له خوا د توطیو د برخې په توګه رامنځته شول. په حقیقت کې، دا ټولې ډلې یواځې د دې لپاره جوړې شوي دي چې افغانان ووژني او دا هیواد وران کړي.»

هغه وویل، «له نېکه مرغه چې، اوس خلک پوهیږي چې دا یو اسلامي حکومت دی او باید چې ملاتړ یې وشي.»

مظلومیار زیاته کړه، «دا اورپکي چې خپلې وسلې یې کېښودې او بېرته عادي ژوند ته راستانه شول د کونړ په امنیت باندې به مثبت تاثیر وکړي ځکه چې دوی جنګ کاوه او د ناامنۍ سبب وو. موږ هیله لرو چې دا جنګیالي به نورو جنګیالیو ته اجازه ورنه کړي چې د دوی له سیمو څخه فعالی وکړي.»

دا کسان په داسې حال کې تسلیمیږي چې طالبانو او افغان حکومت د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې خبرې روانې کړي دي چې ورو ورو پر مخ ځي.

په افغانستان کې داعش تر ډېره د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا تېر کال مات شو، خو ځینې پاتې شوني یې لا ژوندي پاتې دي.‌

غیرمشروع جنګ

نور رحمان چې د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې یې د داعش د یوه ګروپ مشري کوله وویل، «زه له تېرو پنځو کالونو راهیسې له داعش سره یم.»

نوموړي وویل، «زه له طالبانو سره وم، او بیا له داعش سره یو ځای شوم. موږ د حکومت پر ضد جنګ کاوه، او موږ ته ویل کېدل چې هغوی ټول کافران دي، خو اوس زه پوهېږم چې هغوی ټول زموږ په څېر مسلمانان دي.»

هغه وویل، «موږ باید یو بل په یوه او بل نامه ونه وژنو بلکې یو له بل سره د ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړو، له دې امله، زه راغلم او خپل توپک مې حکومت ته تسلیم کړ.»

په مشرانو جرګه کې د کونړ د خلکو یوه پخواني استازي رفیع الله حیدري وویل، «زه په هغو اورپکو باندې چې د حکومت پر ضد جنګ کوي غږ کوم چې راشي او د دې اسلامي جمهوریت ملاتړ وکړي څو دا هیواد خوندي شي او خلک په ارامۍ کې ژوند وکړي، پرمختګ وکړي او د ارام ساه واخلي.»

یوه دیني عالم مولوي نجیب الله حقیار وویل، طالبان او داعش دواړه د افغانانو وژلو ته دوام ورکوي، چې دا کار باید ودرول شي.

هغه وویل، «دا جهاد نه دی. په جهاد کې تاسو خپل ورور، خور یا بل مسلمان نه وژنئ، او نه پیسې لوټئ.»

حقیار وویل، «طالبانو او داعش دواړو دا جنګ په ناقانونه توګه پيل کړ، نو په کار دی چې ویې دروي، حکومت ته راشي او د دغو کسانو په څېر خپلې وسلې کېږدي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ باید په دې حقیقت پوه شو چې مونږ د نورو لپاره جنګ کوو. مونږ تر اوسه پورې ازاد نه یو، نو مونږ باید یو بل ته لاسونه ورکړو او دغې مورهېواد ته سوله راولو. که مونږ فکر وکړو او وګورو، زمونږ دښمنان بیا هم هغه توطئه خپروي چې د طالبانو له دورې څخه مخکې پېښه شوه.‌ هغوی غواړي چې دا حکومت د پخواني په څېر نسکور شي. زه هغو کسانو ته چې فکر کوي چې د موجود حکومت په له منځه تللو سره به مونږ یو سوله ییز او نیکمرغه ژوند ولرو، په کلکه وایم چې هغوی په غلطه لار روان دي.‌

ځواب ورکړئ

په هیواد کې روان جنګونه د شریعت د اساساتو او د انسانیت د اصولو پر ضد دي. مونږ د مسلمانانو په توګه، دا جنګونه په کلکه غندو او له ټولو اورپکو څخه چې د حکومت پر ضد یې وسلې راپورته کړي او بشر ضد بریدونه کوي، غواړو چې وروروژنه ودروي او خپل ژوند ته له خپلو ورونو او خویندو سره یوځای په یوه سوله ییزچاپېریال کې دوام ورکړي، ځکه چې د هغوی جنګ د انساني اصولو پر ضد دی. وخت له مونږ څخه غواړي چې د خپل هیواد د پرمختګ او اقتصادي ستونزو، فقر، بې سوادۍ، د ژوند د اړتیاوړ امکاناتو د نشتوالي په هکله چې مونږ یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي یو، فکر وکړو‌.‌ مونږ باید یو بل ته لاسونه ورکړو او د دې بحران د له منځه وړلو لپاره د حل لاره ولټوو. هیڅوک هم د افغانانو پر وړاندې ریښتنی نه دی او هیڅ هیواد هم نه غواړي چې له افغانانو سره مرسته وکړي چې یو نېکمرغه هېواد ولري. دا د افغانانو مسؤلیت دی چې خپل هیواد پخپله جوړ کړي.‌

ځواب ورکړئ

د داعش جنګیالیو ډېر ښه کار وکړ چې توبه یې واېستله او حکومت ته تسلیم شول. هغه څوک چې توبه وباسي او جنګ بس کړي هغوی د بخښنې وړ دي.‌ ټول هغه کسان چې د افغان ځواکونو پر ضد جنګ کوي، هغوی هم باید راشي او وژل او وینه تویول ودروي. دا بې چاره خلک به تر څو پورې د تاوتریخوالي قرباني کیږي؟‌ جنګ بس دی.‌ ټول وسله وال ګروپونه باید پوه شي چې وسلې باید له حکومت سره وي، او پولیس او اردو باید وسلې ولري. نور څوک حق نه لري چې وسلې وګرځوي.‌

ځواب ورکړئ

داعش د امریکا پروژه وه. اوس چې متحده ایالات له افغانستان څخه وځي او افغانستان د یوه نوي جنګ پیل ته پرېږدي، د داعش جنګیالي پوهېږي چې هغوی به نور مالي یا پوځي ملاتړ ونه لري، او دا چې طالبانو هم په هغوی باندې ساحه تنګه کړې ده، نو د داعش جنګیالي مجبور دي چې حکومت ته تسلیم شي.‌

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې داعش په تېښته دی، ځکه چې طالبان له یوې ورځې څخه بلې ته پياوړي کیږي او په افغانستان کې له افغان حکومت او داعش څخه ډېر قلمرو لاندې کوي. دا چې داعش وېرېږي چې طالبان به هغوی له منځه وېسي، هغوی مجبور دي چې ځانونه حکومت ته تسلیم کړي. داعش د سیمې په ټولو هېوادونو لکه سوریه، عراق، یمن او نورو کې مات شوی دی. په نړۍ کې د داعش ټولو اورپکو ته ویل شوي چې افغانستان ته لاړ شي، ځکه چې افغانستان ډېر زیات غرونه لري او هغوی کولی شي چې دلته مقاومت وکړي،‌ خو دغه ډله طالبانو را ایساره کړې او هغوی مجبور شوي چې یا حکومت ته تسلیم شي یا خپلې وسلې کېږدي او نور جنګ ونه کړي. په افغانستان کې د داعش یوازنی قوي مرکز په کونړ ولایت کې وو، اوهلته هم داعش مات شو. داعش نشي کولی چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې مقاومت وکړي.‌

ځواب ورکړئ