ديپلوماسي

غني طالبان وهڅول چې زړور دې شي او اوربند دې اعلان کړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان ولسمشر اشرف غني (منځ کې) د تلې په ۱۴مه دوحې ته په رسېدلو سره د قطر د بهرنیو چارو وزیر سلطان بن سعد المریخي (له ښي لوري ۲م) سره روان دی. غني د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مهمو خبرو له پيلېدلو څخه درې اونۍ وروسته، په دوحه کې دوه ورځې تېرې کړې چې له قطري چارواکو سره د افغانستان د سولې په هکله مشورې وکړي. [د افغانستان د ولسمشر د رسنیو دفتر/ای اېف پي]

افغان ولسمشر اشرف غني (منځ کې) د تلې په ۱۴مه دوحې ته په رسېدلو سره د قطر د بهرنیو چارو وزیر سلطان بن سعد المریخي (له ښي لوري ۲م) سره روان دی. غني د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د مهمو خبرو له پيلېدلو څخه درې اونۍ وروسته، په دوحه کې دوه ورځې تېرې کړې چې له قطري چارواکو سره د افغانستان د سولې په هکله مشورې وکړي. [د افغانستان د ولسمشر د رسنیو دفتر/ای اېف پي]

دوحه -- ولسمشر اشرف غني د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۵مه/ له دوحې څخه، چې د حکومت او طالب مرکچیانو تر منځ د سولې خبرې په کې ورو شوي دي، د لیدنې پر وخت په طالبانو باندې غږ وکړ چې «زړور شي او په ټول هېواد کې دې اوربند اعلان کړي»

غني چې د خبرو له پيلېدلو راهیسې په لومړي ځل دوحې ته تللی وو، د خپل دوه ورځني سفر په پای کې یو لکچر ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان اوږده شخړه باید د خبرو اترو له لارې حل شي، «نه د توپک د میل له لارې».

هغه، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پيلېدلو څخه درې اونۍ وروسته، د دپلوماتانو او پوهانو یوې غونډې ته چې د ټولنیزې فاصلې معیار ته په پام سره یو له بل نه لیرې ناست وو، وویل، «هیڅوک به هم تاسو له منځه وې نه سي.»

د دواړو لوریو تر منځ خبرې په دې ټکي د اختلافاتو له امله ورو شوي چې څنګه داسې یوه کړنلاره جوړه کړي چې پراخو خبرو ته لاره هواره کړي.

ولسمشر اشرف غني د تلې په ۱۵مه په دوحه کې د شخړې او بشري څېړنو په څېړنیز مرکز کې خبرې کوي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

ولسمشر اشرف غني د تلې په ۱۵مه په دوحه کې د شخړې او بشري څېړنو په څېړنیز مرکز کې خبرې کوي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ]

تر اوسه پورې، د اوربند او د حکومت د ډول په ګډون چې د افغانستان راتلونکی به پرې چلېږي، د مهمو مسایلو په هکله خبرې نه دي شوي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې تاوتریخوالی په ډېرېدلو دی چې په ترڅ کې د لغمان په والي رحمت الله یارمل باندې شوي ځانمرګي برید د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۴مه/ لږ تر لږه ۸ کسان ووژل او ۲۸ نور یې ټپیان کړل.

د والي ویاند اسدالله دولتزي ای اېف پي ته وویل، یارمل ته څه زیان نه دی رسېدلی.‌

چارواکو وویل، د شنبې په ورځ‌ /د تلې ۱۲مه/ په یوه لارۍ بمي برید کې چې په ننګرهار ولایت کې یې یوه حکومتي وداني په نښه کړله، لږ تر لږه ۱۵ کسان چې اکثر یې ملکیان ول ووژل شول او ۴۰ نور ټپیان شول.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ای اېف پي ته وویل، یوه ځانمرګي بمي بریدګر په غني خېلو ولسوالۍ کې له چاودېدونکیو توکو څخه ډک موټر ته د یوې اداري ودانۍ مخې ته چې ځینې پوځي تاسیسات هم په کې ول، چاودنه ورکړه‌.

هغه وویل، «په نتیجه کې، د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي کسان ووژل شول. د امنیتي ځواکونو دوه منسوبین هم ووژل شول.»

هغه وویل، د امنیتي ځواکونو د څلورو غړو په ګډون ۴۲ کسان ټپیان شول او زیاته یې کړه چې څو وسله وال بریدګر چې هڅه یې کوله له برید څخه وروسته ودانۍ ته ننوځي د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین وویل، د ۷ ښځو او ۵ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ ملکیان د تلې په ۸مه په دایکندي ولایت کې د سرک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شول.

هغه زیاته کړه، درې ماشومان ټپیان شول چې ده یې پړه پر طالبانو ور واچوله.‌

د سولې فرصت

په دوحه کې، غني د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره د سولې د بهیر په هکله خبرې اترې وکړې او هغه د سولې په لاره کې په اسانتیا برابرولو کې خپله ژمنه تکرار کړه.‌

دغو خبرو، چې له څو میاشتو ځنډ څخه وروسته په ډېر شور او ځوږ سره پيل شوې، لږ پرمختګ کړی دی، خو غني له هغو پوښتنو څخه چې آیا خبرې درېدلي دي، ځان تېر کړ.

هغه د لکچر په پای کې خبریالانو ته وویل، «موږ نشو کولی چې د ۲۰ کالونو جنګ په ۲۰ ورځو کې پای ته ورسوو.»

تر دې مخکې، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر تصریح کړې وه چې د کړنلارې په هکله چې په اساس به یې خبرې ترسره کیږي د دواړو لوریو تر منځ هېڅ هوکړه نه ده شوې.‌

طالبان او افغان حکومت هڅه کوي چې د اجندا له جوړولو څخه مخکې په دوو خبرو سره یوه خوله شي.‌

طالبان چې سني سخت دریځي دي، د سني اسلامي مکتب په حنفي فقه باندې ټینګار کوي، خو حکومتي مرکچیان وایي چې کېدی شي له دې څخه د هزاره ګانو، چې تر ډېره شیعه ګان دي او نورو اقلیتونو پر ضد د توپیري چلند لپاره کار واخیستل شي.

یوه بله جنجالي موضوع دا ده چې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ هوکړه به د سولې راتلونکې هوکړې ته څه ډول جوړښت ورکوي او د دې حیثیت به څه وي.

اتمر وویل، «افغان ټیم د توافق لپاره یو شمېر بدیل وړاندیزونه کړي دي، خو د دغو دوه مسایلو په هکله کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.»

د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه جګپوړي غړي خیرالله خیرخواه په دوحه کې خبریالانو ته وویل، «ښکاره خبره ده چې کارونه وخت اخلي.»

هغه وویل، «ډېر مسایل شته، ۲۰ یا ډېر، چې باید روښانه کړای شي.»

په نږدې یوه اونۍ کې د دواړو خواوو تر منځ هېڅ رسمي کتنې نه دي ترسره شوي، خو دواړو لوریو په دې توافق کړی چې د پرمختګ د لارو په هکله غیر رسمي خبرې اترې وکړي.‌

همدارنګه، د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې له غني سره له کتنې څخه وروسته په یوه ټویټ کې ولیکل چې، «ولسمشر باید پرې نه ږدي چې د سولې فرصت له لاسه وځي» او متحده ایالات د مرستې دوام ته چمتو دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د شخړې او بشري څېړنو مرکز کې د اشرف غني وینا عالي وه. هغه په خپلې عالي وینا سره د دیموکراتیک نظام دفاع وکړه او خلکو ته یې د دغه نظام ګټې روښانه کړې. هغه وښودله چې که سوله وشي، افغانستان به ژر پرمختګ وکړي،‌ ځکه چې افغانستان یو شتمن هېواد دی او ټول کانونه یې تر ځمکې لاندې پټ پاتې دي. همدارنګه، هغه وویل چې د افغانستان ۷۵٪ خلک ځوانان دي چې د هېواد په اقتصادي ښېرازۍ کې به مرسته وکړي. له دې امله، له قطر څخه د ډاکتر غني کتنه له یوې تلپاتې سولې څخه، او همدارنګه په دې هېواد کې د یوه دیموکراتیک نظام د دفاع په لور یو مثبت ګام دی، ځکه چې قطر یوازنی داسې هېواد دی چې د طالبانو د امارتي سیستم ملاتړ کوي.‌

ځواب ورکړئ

د لومړۍ برخې په دوام د طالبانو د واکمنۍ پر وخت، په دې هېواد کې یو نسبي امن او امنیت موجود وو. په دې هېواد کې یو اسلامي نظام موجود وو، خو دغه نظام د ځینې افغان سیاستوالو په خوښه برابر نه وو. هغوی په دې هېواد کې یو سیکولر نظام غوښته، هغوی لاړل او له امریکا څخه یې وغوښتل چې افغانستان ته راشي.‌ هغوی افغانستان ته راغلل، د طالبانو حکومت یې نسکور کړ او متحده ایالاتو حامد کرزی افغانستان ته د ټانک دپاسه راوست او هغه یې ولسمشر وټاکه. څو کاله وروسته، طالبانو خپل ځانونه بیا سره منظم کړل او د اشغال پر ضد یې جهاد پیل کړ. د هغوی جهاد هم د امریکایي اشغالګرو ځواکونو پر ضد په حقه وو، خو د طالبانو په جهاد کې یو عیب موجود وو،‌ چې طالبانو ملکي خلکو ته تلفات ور واړول، او دغه کار د یادې ډلې پر ضد د خلکو کرکه راوپاروله. که خبره رالنډه کړو، طالبانو د متحده ایالاتو پر ضد جنګ وګاټه او متحده ایالات مجبور شول چې له دې هېواد څخه وځي. اوس طالبان خپل ځانونه بریالي بولي او وایي چې هغوی اشغال پای ته رسولی دی.‌ اوس اشرف غني چې په انتخاباتو کې یې د تقلب او د امریکایانو د نفوذ له امله له یو میلیون څخه لږې رایې ګټلې دي، نشي کولی ووایي چې هغه د افغانستان د خلکو استازی دی او هغه د خلکو د رایو له لارې ولسمشر شوی دی او طالبان باید راشي اوهغه ته تسلیم شي.‌ که اشرف غني واقعاً سوله غواړي او واک ته تږی نه وي، هغه باید د افغانستان د سولې په خاطر له قدرت څخه تېر شي او د طالبانو منطقي غوښتنې، چې وایي هغوی یو اسلامي نظام غواړي، ومني. افغانستان یو اسلامي هېواد دی او اسلامي نظام د ټولو افغانانو هیله ده. مننه

ځواب ورکړئ

غني هم باید زړه وکړي او د سولې په خاطر له قدرت څخه تېر شي. که غني په واک کې وي او طالبان راشي او حکومت ته تسلیم شي، سوله به رانشي. طالبان ولې له تېرو شلو کالو راهیسې جنګ کوي؟‌ دوه عمده دلایل چې طالبانو جنګ کاوه دا وو چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه وځي او نظام باید تغیر شي. اوس بهرنیان ځي او له افغانستان څخه وځي. د طالبانو د جنګ دویم دلیل اوس هم پاتې دی، او هغه دا دی چې طالبان غواړي چې نظام بدل شي. بیا به هغوی دې ته چمتو شي چې سوله وکړي او اوربند اعلان کړي.‌ کله چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني غواړي چې طالبان دې زړور شي او اوربند دې اعلان کړي، هغه هم باید ووایي چې که طالبان اوربند اعلانوي هغه چمتو دی چې د سولې، او د جنګ د پای ته رسولو لپاره استعفا وکړي. په دې توګه به په دې هېواد کې سوله راشي. په افغانستان کې د څلوېښتو کالو جنګ د قدرت لپاره او د افغان سیاستوالو له خوا د واک ترلاسه کولو لپاره وو. هیچا هم له افغانانو څخه نه دي پوښتلي چې هغوی څه ډول نظام غواړي.‌ ټول سیاسي مشران ځانونه د خپلو خلکو استازي بولي او وایي چې خلک داسې او داسې یو نظام غواړي.‌ څلوېښت کاله مخکې، د پرچم او خلق ډلو تر منځ اختلافات راپورته شول. هغوی په خلق ګوند باندې تور پورې کړ چې حکومت یې کمزوری دی او هغوی په نظام کې بدلون غواړي. نو هغوی له روسیې څخه وغوښتل چې خپل عسکر افغانستان ته راولي او نظام بدل کړي. روسیه افغانستان ته راغله، ببرک کارمل یې په ټانک باندې سپور راوست او د افغانستان ولسمشر یې وټاکه. د افغانستان د خلکو مقدس جهاد پيل شو، یو میلیون خلک شهیدان، دوه میلیونه معلول او څلور میلیونه نور مهاجر شول.‌ بالاخره مجاهدین بریالي شول او وروسته ورپسې طالبانو قدرت ترلاسه کړ.‌

ځواب ورکړئ

که خبره د دیموکراسۍ شي بیا هم حنفي فقه مخکې ده ځکه چې په افغانستان کې د حنفي فقې پلویان له ۸۰٪ څخه تر ۹۰٪ پورې دي او شیعه ګان ایله ۸ یا ۹٪ وي. بله دا چې په ایران کې سنیانو ته هېڅ نه ورکول کیږي. شیعه ګان دې شکر وباسي چې په افغانستان کې لږ تر لږه د دوی تر منځ د خپلو مسایلو د حلولو لپاره خو ورته د جعفري فقې د کارولو اجازه ورکول کیږي.

ځواب ورکړئ