امنیت

د اوربند د غوښتنو د ډېرېدلو په ترڅ کې په دایکندي کې د سړک د غاړې بم ۱۴ ملکیان ووژل

ای اېف پي

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (ښی) او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تلې په ۸مه په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ کې په یوه پروګرام کې برخه اخیستې ده. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (ښی) او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د تلې په ۸مه په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ کې په یوه پروګرام کې برخه اخیستې ده. [عامر قریشي/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل، د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ ملکي کسان د سې شنبې په ورځ /د تلې ۸مه/ په دایکندي ولایت کې د سړک د غاړې یوې بمي چاودنې ووژل. د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو له پيلېدلو سره سره اوس هم تاوتریخوالی روان دی.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق آرین په یوه اعلامیه کې وویل، ۷ ښځې، ۵ ماشومان او ۲ سړي هغه وخت مړه شول چې موټر یې په کجران ولسوالۍ کې په یوه چاودېدونکې وسیله باندې ور برابر شو.

هغه زیاته کړه، درې ماشومان ټپیان شول او هغه د چاودنې پړه په طالبانو باندې واچوله.

د دایکندي د والي ویاند نصرالله غوري وویل، قربانیان یوه زیارت ته تلل چې موټر یې بم وواهه.‌

یو افغان امنیتي افسر د غبرګولي په ۱۰مه په کابل کې د سړک د غاړې د یوه بم له چاودنې څخه وروسته د ویجاړې شوې عرادې څېړنه کوي. دغه موټر د خورشید تلوېزیون کارکونکي انتقالول. یو خبریال او موټروان ووژل شول. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پيلېدلو سره سره اوس هم دغه ډول د سړک د غاړې بمي چاودنې ملکي خلک وژني.‌[اېس ټي آر/ای اېف پي]

یو افغان امنیتي افسر د غبرګولي په ۱۰مه په کابل کې د سړک د غاړې د یوه بم له چاودنې څخه وروسته د ویجاړې شوې عرادې څېړنه کوي. دغه موټر د خورشید تلوېزیون کارکونکي انتقالول. یو خبریال او موټروان ووژل شول. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو له پيلېدلو سره سره اوس هم دغه ډول د سړک د غاړې بمي چاودنې ملکي خلک وژني.‌[اېس ټي آر/ای اېف پي]

د پېښې مسؤلیت هېڅ ډلې نه دی اخیستی، خو د سړک د غاړې بمونه اکثر د طالبانو له خوا کارول کیږي.

ملګرو ملتونو د چنګاښ په میاشت کې په یوه راپور کې وویل، د ملکي خلکو د په نښه کولو «قصدي بریدونو» د ۲۰۲۰ میلادي کال د لومړۍ نیمایي کې په افغانستان کې له ۸۰۰ څخه ډېر ملکي خلک وژلي یا ټپي کړي دي.

دغه تاوتریخوالی په داسې حال کې پېښېږي چې د طالبانو او افغان حکومت مرکچیان د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره ګوري او هڅه کوي چې د ۱۹ کلنې جګړې لپاره یوه د حل لاره ومومي.

د اوربند له غوښتنو سره سره، طالبانو د تاوتریخوالي درول رد کړي، او د مذاکراتو په مېز د امتیاز ترلاسه کولو د یوې وسیلې په توګه ورته ګوري

سیمه ییزه اجماع لټول

دغه چاودنه په داسې حال کې وشوه چې د ملي روغې جوړې د عالي‌ شورا رییس عبدالله عبدالله په پاکستان کې د خپلې درې ورځنۍ کتنې دویمه ورځ پيل کړه.‌

په اسلام اباد کې په یوه پروګرام کې د خبرو کولو پر وخت، هغه څرګنده کړه چې د سولې په خبرو کې چې د وږي په ۲۲مه پیل شوې «یخ مات شوی دی».

وروسته له هغه چې عبدالله د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د سولې د پروسې په هکله خبرې اترې وکړې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، «د عبدالله کتنه به له افغانستان سره د اړیکو په قوي کولو کې ډېره مرسته وکړي او د افغانستان د سولې د پروسې په هکله به مشترک پوهاوی رامنځته کړي.»

وزارت وویل، «قریشي له افغانستان سره د پاکستان د ورورګلویزو اړیکو د اهمیت په هکله خبرې وکړې،» او زیاته یې کړه چې د سولې په خبرو کې باید په پاکستان کې د اوسېدونکیو میلیونونو افغان کډوالو ستنېدنه هم شامله وي.‌

په دوحه کې مذاکرات ورو شوي دي ځکه چې دواړه لوري، د دې په ګډون چې د افغانستان په راتلونکي کې باید له کومې فقهې څخه کار واخیستل شي، ګڼو اساسي مسایلو کې سره په بحث دي.

د طالبانو د مرکچي ټیم یوه جګپوړي غړي خیرالله خیرخواه په دوحه کې خبریالانو ته وویل، «په دې کې شک نشته چې کارونه وخت نیسي.»

هغه وویل، «ډېر مسایل دي، ۲۰ یا ډېر مسایل دي، چې باید روښانه شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو باید د پاکستان په خبرو باور ونه کړئ او د پاکستانیانو له خوا فرېب مه خورئ. پاکستان هیڅکله هم په خپلو ژمنو درېدلی نه دی. پاکستان خبرې کوي خو عمل نه.

ځواب ورکړئ

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هڅه کوي چې د سولې پروسه کې د ولسمشر اشرف غني موقف کمزوری کړي، او د انتخاباتي درغلیو له امله له اشرف غني څخه انتقام واخلي، هغه له قدرت نه لیرې کړي او یو موقت حکومت چې د طالبانو غوښتنه هم ده جوړ کړي.‌ په قطر کې د سولې د خبرو په حواله، هغه په پاکستان کې د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ کې وویل چې یخ مات شوی دی. د هغه هدف دا وو چې هغه خبرې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په دوحه کې پیل شوې وې هغه به نتیجه ورکړي، او هغه چمتو دی چې د طالبانو غوښتنې ومني.‌ هغه بین الافغاني خبرو ته ډېر خوښ ښکارېده. بل طرف ته، اشرف غني او د هغه مرستیالان هڅه کوي چې د سولې پروسه ویجاړه کړي او هغوی په قدرت کې پاتې شي. هره ورځ هغوی د طالبانو پر ضد خبرې کوي چې طالبان د خلکو پر وړاندې منفور وګرځوي.‌ همدارنګه د حکومت له نارضایتۍ څخه داسې ښکاري چې متحده ایالات نور له حکومت سره نه دي او متحده ایالات مجبور دي چې طالبانو ته په حکومت کې برخه ورکړي.‌

ځواب ورکړئ

موږ د سلام ټایمز پاڼې په لوی کندهار کې خصوصاً په هلمند کې تعقیبوو او مطالب یې لولو، خو متأسفانه د هلمند په اړه نه ښه خبر خپریږي او نه بد. په هلمند کې هره ورځ جنګي پیښې کیږي تاسو یې په اړه چوپ یئ، همدارنګه سلګونه ښه خبرونه سته لکه د پروژو ګټې ته سپارنه، د هلمند د پرمختګ خبرونه د هلمند اوبه او زراعت او همداسې نور. تاسې یې ولې په اړه راپورونه نه جوړوئ؟ خبرونه یوازې په کندوز، هرات او کابل کې سته او هلمند کې آرامه آرامي ده؟ د خبرونو اصلي مرکز هلمند دی... او که غواړئ چې خپل لوستونکې مو ‌‌‌‌‌‌ډېر کړئ نو پر هلمند هم راپورونه خپاره کړئ. مننه

ځواب ورکړئ

اصلا اکثر وختونه رسنۍ د پښتنو په سیمو باندې راپورونه او تحلیلونه نه لیکي. هزاره ګان هم زمونږ وطنداران دي، تاجکان هم دي او مونږ ته ټول ګران دي، د ټولو احترام کوو خو باید چې د پښتنو د حال پوښتنه هم وشي. په دې جنګ کې تر ټولو ډېره قرباني پښتنو ورکړه چې اخوا ته یې طالبان وژني او مکتبونه، کلینیکونه، سرکونه او نورې بیخبناوې یې ورانوي او له دې خوا نه حکومت او ایتلافي ځواکونو بمباري کړل، ویې وژل او تېښتې ته یې مجبور کړل خو امتیاز بیا په هر څه کې اقلیتونو ته ورکول کیږي.

ځواب ورکړئ